رحمتالله نجیب: پاکستاني لوري دغه هېواد کې د جګړې ضد فتوا غوښتنه کوله
د کورنیو چارو وزارت مرستیال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تېرو مذاکراتو له ځینو مهمو ټکو پرده پورته کړه.

رحمتالله نجیب: پاکستاني لوري دغه هېواد کې د جګړې ضد فتوا غوښتنه کوله
د کورنیو چارو وزارت مرستیال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تېرو مذاکراتو له ځینو مهمو ټکو پرده پورته کړه.
د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال او له پاکستان سره د مذاکراتي پلاوي غړي رحمتالله نجیب د ریاست الوزراء د اقتصادي معاونیت له لوري نن (چهارشنبه ۲۱ لړم) په کابل کې له سوداګرو او صنعتکارانو سره په جوړه شوې غونډه کې وویل، پاکستاني لوري ورڅخه په مذاکراتو کې غوښتنه لرله چې دغه هېواد کې د امنیت ضد پېښو مخنیوی وکړو، افغانستان ته د پاکستان د حکومت مخالفې ډلې را انتقال کړو او د اسلامي امارت لخوا باید د پاکستان د حکومت پر ضد د جګړو د ناروا بللو فتوا صادره کړو.
نوموړي وويل: «په دې کې موږ ډېر ورسره ټینګ شو چې دا کوم جنګونه چې هلته دي، دا مونږ تایید کړو چې دا ښه جنګونه دي، زموږ یې څه؟ نو دا حق هم نه لرو چې هلته روان جنګونه ناروا اعلان کړو، ځکه چې مونږ پورې تعلق نه لري.»
خو بل لور ته بیا، د پاکستان خاوره کې د داعش د پټنځایونو لهمنځه وړل او د پاکستان لهخوا د افغانستان د هوايي حریم له نقضه ډډه کول، له پاکستاني پلاوي د اسلامي امارت بنسټیزې غوښتنې وې.
د کورنیو چارو وزارت د اداري مرستیال په وینا، د اسلامي امارت پلاوي په دغو مذاکراتو کې له پاکستاني لوري سره دوه نورې غوښتنې هم شریکې کړې وې چې یوه یې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ښه چلند و.
هغه زیاته کړه: «د دوی له دغه ډول غوښتنو سره مونږ مخته نشو تللی، مختلف افشنونه او مختلف موراد یې د درېیمګړو له طرفه ورته مخته شول، نو هغه هم ونه منل شول، متاستفانه، زمونږ دا درېیم پړاو مذاکرات هم بېنتیجې پای ته ورسېدل.»
له پاکستان سره د مذاکراتي پلاوي دغه غړی د درېیم پړاو مذاکراتو د بېپایلې پاتې کېدو لامل د پاکستاني لوري غیرې منطقي غوښتنې ګڼي.
د رحمتالله نجیب په خبره، په درېیم پړاو مذاکراتو کې یوازې د اوربند پر دوام او د لوړ پوړو پلاويو په کچه د مذاکراتو پر ترسره کېدو هوکړه شوې وه.
ښاغلي نجیب وویل: «ورته مو وویل که د پردیو طیارو کنټرول له تاسې سره نه وی، نو دا ستاسې خپلې طیارې خو باید دېخوا ته رانشي، دا زموږ دواړه غوښتنې ډېر بسطې او عادې وي».
د افغانستان او پاکستان ترمنځ مذاکرات په درېیو پړاوونو کې ترسره شول چې وروستی پړاو یې د نوامبر پر۷مه په ترکیه کې بېپایلې پای ته ورسېده.



