د لوګر اوسېدونکي: مخکې به اوبه لس مترو کې وې، اوس ۱۰۰ ته ښکته شوي

د لوګر اوسېدونکي: مخکې به اوبه لس مترو کې وې، اوس ۱۰۰ ته ښکته شوي
لوګر یوشمېر اوسېدونکي وايي، تر ځمکې لاندې اوبو سطحې ټېټېدو له امله ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.
دوي وايي، ډیری سیمو کې د څښاک پاکو اوبو څاه ګانې، کانالونه، چېنې او کاریزونه وچ شوي دي چې په دې سره د ځايي خلکو اندېښتې هم ډېري کړي دي.
هغوي له حکومت غوښتنه کوي چې په لوګر کې د اوبو مدیریت او تر ځمکې لاندې د اوبو سطحې خوندي ساتلو په تړاو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي او په همدې برخه کې عملي پروژې هم پيل کړي.
د یاد ولایت اوسېدونکي حمیدالله وویل: «څاه ګانې وچې شوې دي، تر دې وړاندې به اوبه لس او دولس مترو کې وي، ولې اوس مهال سل متره ته ژورې شوې دي او ډيری سیمو کې خو حتی په سل میترو کې هم اوبه شتون نه لري، اوبه اکثر وخت نه پیدا کېږي بعضي ځایونو کې سل او اتیا مترو څاه ګانو کې اوبه شته ،کنه دوه سوه او یو نیم سل مترو څاه ګانې دي که له دې نورې هم ښکته کېږي نو دابه ډیره غټه ستونزه وي او ممکن یو بشري ناورین رامنځته شي».
یوه بل اوسېدونکي حکیمالله: «د پخوا په پرتله که ووایمه نیم په نیمه یعني پخوا به چې کله په دیرش مترو کې یوه څاه اوبه ور کوله اوس په شپیتو مترو کې ور هم نه ورکوي، اوبه کمې شوې دي، د اوبو کمښت له امله مونږ له بېلابېلو ستونزو سره مخ یو، کرکېلې برخه کې چې پخوا به مو ۳ جریبه،۴ جریبه ځمکه کرله ولې اوس یو جریبه هم نشو کرلی دا ځکه چې اوبه نشته، لاسي څاګانې چې پخوا مونږ وهلې وي،هغه وچې شوې دي، یعني بیخې کښته طرفه ته باندې روانې دي».
بلخوا د لوګر د سیندیزې حوزې ریاست رییس مولوي محمداسماعیل اخندزاده ویلی، تر ځمکې لاندې اوبو کمښت ستونزه نه یوازې ددې ولایت خلکو ته ستونزې رامنځته کړي بلکې د هیواد په کچه د ورستۍ وچکالۍ، اقلیمي بدلون او د ډېرو کروندګرو له لورې، د ژوروڅاګانو ایستنې او بې درېغه ګټې اخیستنې د اوبو سرچینې کمې یا وچې کړي دي.



