خبرهای داخلیسلایدر
د پنجشیر اوسېدونکي: د پاکستاني رژیم پر وړاندې تر مرګه ولاړ یوو

د پنجشیر اوسېدونکي: د پاکستاني رژیم پر وړاندې تر مرګه ولاړ یوو
په پنجشېر کې سلګونه کسانو د پاکستاني رژیم پر وړاندې لاریون وکړ او خبرداری یې ورکړ چې د یاد رژیم پر وړاندې تر مرګه ولاړ دي.
لاریون کوونکو له سرپرست حکومت خپل ملاتړ هم اعلان کړ.
د پنجشېر د والي ویاند سیفالدین لتون پرون سهشنبه (لړم شپږمه)، ویلی چې د یاد ولایت سلګونه اوسېدونکو له اسلامي امارت بشپړ ملاتړ اعلان کړی او د هر ډول بهرني تیري او لاسوهنو پر وړاندې یې، خپل مخالفت څرګند کړی دی.
دوی د کابل -اسلاماباد ترمنځ د خبرو د درېدلو په اړه غبرګون کې پاکستانی رژیم د سیاسي خپلواکۍ له نشتوالي تورن کړ او په وینا یې، پرېکړې يې د لوېدیځو هېوادونو په ګټو سمبالېږي.



