خبرهای داخلیسلایدر

د پاکستان د بدیلو سوداګریزو لارو لپاره د کابل هڅې

د افغانستان سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دغو ستونزو او د کراچۍ بندر له لارې د افغانستان د توکو د ټرانزیټ د درېدو په اړه وايي، د بدیلو سوداګریزو لارو په لټه کې دي.

 

د پاکستان د بدیلو سوداګریزو لارو لپاره د کابل هڅې

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د تړل کېدو پنځلس ورځې پوره شوې.

افغان سوداګر وایي، دغه موده کې د کرښې دواړو خواو سوداګرو ته میلیونونه ډالره مستقیم او غیرمستقیم مالي زیانونه اوښتي دي.

د افغانستان سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دغو ستونزو او د کراچۍ بندر له لارې د افغانستان د توکو د ټرانزیټ د درېدو په اړه وايي، د بدیلو سوداګریزو لارو په لټه کې دي.

نور الدین عزیزي زیاتوي،  د دغه اقدام موخه د افغان بزګرانو، سوداګرو او صنعتکارانو ملاتړ دی.

هغه و ویل: «لارې بندې دي، د افغانستان تولیدات  نه صادریږي او د پاکستان له لارې ټرانزیټ هم بند شوی دی. موږ هڅه کوو چې ان‌شاءالله بدیله معقوله لاره پیدا کړو، څو د افغانستان تولیدات په سیمه کې مناسب بازار پیدا کړي. موږ له تېرو څلورو کلونو راهیسې په دې موخه هڅې کوو او اوس مو دا هڅې چټکې کړې دي».

په همدې حال کې، د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونه وایي، د لارو تړل کېدو د دواړو هېوادونو خصوصي سکټور ته درانه مالي زیانونه اړولي او د صادراتو او د ټرانزیټ بهیر هم درېدلی دی.

د دغې خونې مسوولین ټینګار کوي، چې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره باید سیاست له سوداګرۍ جلا وساتل شي.

د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې اجراییوي رییس، نقیب‌الله صافي په دې اړه و ویل: «خصوصي سکټور او د دواړو خواو د سوداګرۍ خونې او دولتي چارواکي سره په اړیکه کې دي او موږ هڅه کوو چې د دغه ستونزې حل کړو؛ خو له بده مرغه دا موضوع له سیاست سره تړلې ده. که یوازې سوداګریزه مسله وه نو دروازې به ډېر ژر پرانستل شوې وې».

ځینې نور افغان سوداګر هم وایي، د دغو لارو د تړل کېدو له امله د دوی د صادراتي توکو یوه برخه خرابه شوې او زیاتوي، که بدیل بازارونه و موندل شي؛ نو دا چاره به د افغانستان د سوداګرۍ د خپلواکې کېدو پر لور یو مهم ګام وي.

سوداګر، امید حیدري وایي: «صادرات تل د تورخم، غلام‌خان، سپین بولدک او له نورو لارو بندیږي او زموږ سوداګرو ته پراخ زیانونه رسیږي. باید دولتي ملاتړ او هڅوونکې مرستې وشي څو زموږ سوداګر وهڅول شي چې د نیمروز او له اسلام کلا بندرونو په څېر ترکیې، هند او نورو بدیلو هېوادونو ته صادرات وکړي.»

له بلې خوا، پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکړی، چې له افغانستان سره سوداګري او ټرانزیټ اوس مهال درېدلی او د امنیتي وضعیت تر ارزونې به پوله تړلې وي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې د پاکستاني وګړو ژوند له هر ډول سوداګرۍ ډېر ارزښت لري.

موضوعات مشابه

Back to top button