خبرهای داخلیسلایدر

د تورخم دروازې دوامداره تړل؛ سوداګر، ناروغان او موټروانان له سختو ستونزو سره مخ دي

د تورخم بندر د بندېدو له امله د افغانستان صادراتي مېوې او سبزي د خرابېدو له ګواښ سره مخ شوې دي ننګره

 

د تورخم دروازې دوامداره تړل؛ سوداګر، ناروغان او موټروانان له سختو ستونزو سره مخ دي

د تورخم بندر پرله‌پسې بندېدو د افغان سوداګرو، موټروانانو او عامو وګړو اندېښنې راپارولي دي. د دوی په وینا، د صادراتي مېوو او سبزیجاتو لسګونه ټنه بارونه د لمر لاندې بند پاتې دي او د خرابېدو له جدي خطر سره مخ دي.

سوداګر وایي، د تورخم دروازې دوامداره بندښت نه یوازې د دوی پر کاروبار ناوړه اغېزه کړې، بلکې د زرګونو افغانانو ورځني عایدات یې هم له منځه وړي دي. یو سوداګر چې تازه مېوې یې د پاکستان بازار ته لېږلې وې، وايي:
«زموږ د مېوو لسګونه ټنه بار د سرحد دې غاړې ته ولاړ دی. دا هره ورځ زرګونه افغانۍ زیان دی. که دروازه ژر خلاصه نه شي، زموږ ټول تاوان نه جبران کېږي.»

موټروانان هم ورته شکایت لري. یو موټروان وایي:
«درې ورځې کېږي دلته ایسار یو، د خوب ځای نه لرو او د خوړو کمښت رامنځته شوی. دا دروازه دې د سیاست لپاره نه کارېږي، ځکه زیان یې عامو خلکو ته رسېږي.»

اقتصادي شنونکي خبرداری ورکوي چې تورخم د افغانستان د سوداګرۍ د اصلي تګلارې حیثیت لري، او هر ځل یې تړل د بیو ثبات، سوداګرۍ بهیر او د خلکو پر ورځني ژوند ژوره اغېزه کوي.

د شنونکو په وینا، دواړه هېوادونه باید د خبرو اترو له لارې د باور فضا رامنځته کړي، ځکه د بندرونو د تړلو سیاست نه یوازې اقتصادي زیانونه زیاتوي، بلکې د خلکو تر منځ د باور واټن هم پراخوي.

اوس د زرګونو افغانانو غوښتنه دا ده چې د تورخم دروازه دې د انسانیت، سوداګرۍ او ګډو ګټو په نوم خلاصه شي، نه د سیاسي فشارونو د وسیلې په توګه وتړل شي.

موضوعات مشابه

Back to top button