خبرهای داخلیسلایدر
د هوا پېژندنې ادارې خبرداری؛ په لسو ولایتونو کې د درنو بارانونو او سیلابونو احتمال
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په لسو ولایتونو کې د نسبتا درنو بارانونو، برېښنا او سیلابونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.

د هوا پېژندنې ادارې خبرداری؛ په لسو ولایتونو کې د درنو بارانونو او سیلابونو احتمال
د وړاندوینو له مخې، دا موسمي حالت به سبا دوشنبه، د می په ۲۸مه، په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، پروان، لوګر، خوست او پکتیا ولایتونو کې رامنځته شي.
چارواکو سپارښتنه کړې چې خلک او اړوند ادارې د دې موسمي حالت له امله د احتمالي خطرونو سره د مقابلې لپاره اړین چمتووالی ونیسي.
د یادونې وړ ده چې افغانستان د اقلیم بدلون کې ډیر رول نه دی لوبولی، مګر په وروستیو کلونو کې په جدي توګه اغیزمن شوی دی.


