اسلامیسلایدرمطالب مهم

متضاد روایات، مذهبی اختلافت – 31 برخه

آيا حديث د قرآن شرح دئ كه بېله وحي؟

 

متضاد روایات، مذهبی اختلافت

سلفي شم که مذهبي پاته شم؟!

لیکوال: محترم حکمتیار

برخه: 31

آيا حديث د قرآن شرح دئ كه بېله وحي؟

 

دا هم يوه له هغو مسائلو ده چي په اړہ ئې د مسلمانانو تر منځ د جدي اختلاف شاهد يو، دا چي آيا وحي يوازي تر قرآن پوري مختص ده كه پر رسول الله صلى الله عليه و سلم پر قرآن علاوه هم وحي نازله شوې؟ آيا د رسول الله صلى الله عليه و سلم حديث ته به د قرآن د شرح او تفسير په سترگه گورو كه د بېلي او مستقلي وحي په سترگه؟ كه دا بېله وحي وي نو په كوم نامه به ئې يادوو او له هغه بلي وحي سره به ئې توپير څه وي؟ آيا دا دواړہ د وحي متلو او وحي غير متلو يا وحي جلي او وحي خفي په نامه يادولى شو؟ كه د وحي اصلي معني رمز او خفي اشاره وي نو آيا كولى شو وحي د جلي په نامه ياده كړو او آيا د جلي اطلاق پر وحي كېدى شي؟ دا ليكنه دغو پوښتنو ته مختص شوې.

ځيني ادعاء كوي چي وحي دوه ډوله ده: متلو او غير متلو يا جلي او خفي، وايي پر رسول الله صلى الله عليه و سلم دوه ډوله وحي نازله شوې: يوه ئې هغه چي د قرآن په بڼي كي تر موږ رارسېدلې او بله ئې هغه چي د حديث په بڼي كي رارسېدلې، دوى د خپلي ادعاء د اثبات لپاره دا دليل وړاندي كوي چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم په احاديثو كي داسي احكام او لارښووني مومو چي په قرآن كي د هغوى لپاره كوم شاهد او اشاره نه ترسترگو كېږي، او قرآن وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم له وحي پرته بله خبره نه كوي، د قرآن دا آيت د دې ادعاء لپاره د دليل په توگه وړاندي كوي چي وايي: و ما ينطق عن الهوى إن هو إلا وحي يوحى: د خپل هوس له مخي خبري نه كوي، دا خو له هغي وحي پرته بل څه نه دي چي ده ته وحي كېږي. او گواكي د دې آيت معنى دا ده چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم هره وينا او حديث وحي ده. راشئ دا دواړہ ادعاگاني لږ په دقت او غور سره وڅېړو.

دوى له هغو مواردو چي وايي په قرآن كي ورته اشاره نه ده شوې خو د رسول الله صلى الله عليه و سلم په سنت كي راغلي دغو مواردو ته په ډېر زور شور سره گوته نيسي:

الف: وايي په قرآن كي دا حكم نه مومو چي د بيت المقدس لوري ته د قبلې په توگه مخ كړئ، رسول الله صلى الله عليه و سلم په مكه كي او تر هغه چي په مدينه كي د قبلې بدلولو حكم راغى د بيت المقدس لوري ته لمونځ كولو او په قرآن كي راغلي چي بيت المقدس مو د دې لپاره قبله گرځولې وه چي وگورو څوك د رسول الله صلى الله عليه و سلم متابعت كوي او څوك پر خپلو پوندو شا ته اوړي: (وَ مَا جَعَلْنَا الْقِبْلَةَ الَّتى كُنت عَلَيهَا إِلا لِنَعْلَمَ مَن يَتَّبِعُ الرَّسولَ مِمَّن يَنقَلِب عَلى عَقِبَيْهِ … البقرة: ‏14، دوى وايي: له دې آيت معلومېږي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته د بيت المقدس په اړہ وحي شوې وه خو په قرآن كي دا وحي نه ده راغلې!! د دوى په ځواب كي بايد ووايو:

1- دا ادعاء په هغه صورت كي د اعتناء او اعتبار وړ گڼل كېدى شوى چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په خپله ويلي وى چي ما ته د بيت المقدس په لوري د مخ اړولو حكم شوى وو، حال دا چي رسول الله صلى الله عليه و سلم دا خبره نه ده كړې او په هيڅ حديث كي صراحتاً يا اشارتاً دا خبره نه ده شوې، پوښتنه كوو: تاسو ولي دا جسارت كوئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته هغه څه منسوبوئ چي هغه نه دي ويلي؟!! آيا دا بې ځايه جسارت نه دئ؟!!

2- رسول الله صلى الله عليه و سلم د بيت المقدس په لوري له دې كبله لمونځ كولو چي دى د مخكني شريعت په متابعت مكلف وو، نه دا چي ده ته د بېلي وحي له مخي حكم شوى وو چي بيت المقدس ته مخ كړي، ټول انسانان تر هغه د مخكني شريعت او مخكني پيغمبر په متابعت مكلف دي چي د الله تعالى له لوري نوى شريعت راشي او نوى پيغمبر مبعوث شي، رسول الله صلى الله عليه و سلم به تر هغه بيت المقدس قبله گڼله چي د نوى الهي حكم له مخي د هغې پر ځاى نوې قبله وټاكل شي، قرآن وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم دا تلوسه درلوده چي ده ته د مخكنيو پيغبرانو په څېر داسي قبله وټاكل شي چي د ده د دعوت په سيمي كي وي، مخكني پيغمبران په شام او فلسطين كي تېر شوي او الله تعالى هغوى ته په همغي سيمي كي بيت المقدس د قبلې په توگه ټاكلې وه، ده غوښتل چي د بيت المقدس پر ځاى كعبه د ده او د ده د امت قبله شي، د همدې لپاره ئې په وار وار د آسمان لور ته مخ اړولو او د قبلې د تحويل په اړہ ئې د وحي راتلو انتظار او توقع درلوده، كه ده ته بېله وحي شوې وى نو د الله تعالى پر حكم به په بشپړہ توگه قانع او راضي وو او هيڅكله به ئې د قبلې د تحويل تلوسه نه وه كړې.

3- رسول الله صلى الله عليه و سلم په ټولو نورو مواردو كي تر هغه په مخكني شريعت عمل كړى چي يا اړوند حكم ئې منسوخ شوى، يا تعديل شوى يا تأييد شوى، رسول الله صلى الله عليه و سلم د تقوى، طهارت، پاكلمني، صدق، امانت، او نورو نېكو عملونو او د شراب، قمار، زنا، غلا، دروغ، خيانت، دوكه، او ټولو نورو گناهونو په اړہ تر هغه په مخكني شريعت عمل كولو چي په دې اړہ په قرآن كي نوي احكام راغلل، آيا ويلى شو چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته د دغو امورو په اړہ د قرآن تر نازلېدو وړاندي بېله بېله وحي شوې وه؟!! كه څوك دا غلطه او بې بنسټه ادعاء كوي نو موږ ته دي د رسول الله صلى الله عليه و سلم يو داسي حديث راوښيي چي په هغه كي ويل شوي وي: ما ته د قرآن تر نزول وړاندي په دې اړہ وحي شوې وه!!!

4- د رجم په اړہ په قرآن كي دا حكم نه مومو چي محصن زاني دي رجم شي، رسول الله صلى الله عليه و سلم هم نه دي ويلي چي ما ته د محصن زاني د رجم په اړہ بېله وحي شوې، خو رسول الله صلى الله عليه و سلم داسي زاني او زانيه رجم كړي!! آيا د دې په توجيه كي له دې پرته بله خبره كولى شو چي د رجم حكم په مخكني شريعت كي راغلى، په قرآن كي د دې حكم په اړہ نه دا ويل شوي چي مخكنى حكم منسوخ دئ، نه ئې هغه تعديل كړ او نه ئې د هغه پر ځاى بل حكم ولېږو، نو له همدې كبله رسول الله صلى الله عليه و سلم د محصن زاني په اړہ د مخكني شريعت له حكم سره سم عمل كړى.

دې ته مو بايد پام وي چي نن تر ټولو زيات مسيحيان پر اسلام دا اعتراض كوي چي اسلام ولي د رجم سخت او د ترحم او عاطفي خلاف قانون وضع كړى!! پوهېږئ چي دوى ته به زموږ مضبوط او په اصطلاح غاښ ماتوونكى ځواب څه وي؟ ځواب مو دا دئ: دا خو ستاسو د مذهب قانون دئ، تاسو پر قرآن نه بلكي پر خپل بايبل اعتراض كوئ، ځواب ئې له خپلو كشيشانو وغواړئ!! موږ ستاسو د مذهب په يوه څرگند حكم عمل كوو، ولي او څنگه مو ملامتوئ؟ ښايي الله تعالى به د همدې لپاره په قرآن كي د رجم حكم نه وي ذكر كړى چي موږ د قرآن سخت زړو او نه پخلا كېدونكو معترضينو ته دغه ځواب وركړى شو!!

ب: د دوى بل دليل دا دئ چي وايي: په قرآن كي داسي راغلي:

أُحِلَّ لَكُمۡ لَيۡلَةَ ٱلصِّيَامِ ٱلرَّفَثُ إِلَىٰ نِسَآئِكُمۡۚ هُنَّ لِبَاسٞ لَّكُمۡ وَأَنتُمۡ لِبَاسٞ لَّهُنَّۗ عَلِمَ ٱللَّهُ أَنَّكُمۡ كُنتُمۡ تَخۡتَانُونَ أَنفُسَكُمۡ فَتَابَ عَلَيۡكُمۡ وَعَفَا عَنكُمۡۖ فَٱلۡـَٰٔنَ بَٰشِرُوهُنَّ وَٱبۡتَغُواْ مَا كَتَبَ ٱللَّهُ لَكُمۡۚ … البقرة: 187

له خپلو مېرمنو سره د روژې د شپې نږدې والى (جماع) درته حلال كړى شوې، هغوى ستاسو لپاره لباس او تاسو د دوى لپاره لباس يئ، الله په دې پوه شوى چي تاسو له ځان سره خيانت كولو، نو پر تاسو (له خپل رحمت سره) راوگرځېدو او عفو ئې درته وكړہ، نو اوس له دوى سره مباشرت كوئ او هغه څه وغواړئ چي الله درته مقدر كړي (د اولاد درلودو په نيت نږدې والى وكړئ) او خورئ او څښئ ترهغه چي د سباوون سپينه كرښه له توري درته څرگنده شي، …

دوى دا آيت داسي تعبيروي: د دې آيت تر نزول وړاندي حكم دا وو چي د روژې له ماښام تر ماخستن پوري خوراك، څښاك او نور د روژې اړوند ممنوعات جائز وو خو تر ماخستن وروسته بيا تر بل ماښام پوري ممنوع او حرام وو، ځينو له دې حكم سرغړاوى وكړ نو ځكه دا آيت نازل شو او دوى ئې خپل خيانت ته متوجه كړل، خو په ضمن كي ئې هغه مخكنى حكم منسوخ كړ او تر سحر پوري ئې دغه ممنوعات جائز وگرځول!! دوى په دې آيت استناد كوي او وايي: دا د ممنوعيت حكم په قرآن كي نه مومو كه وحي يوازي په قرآن كي منحصره وى نو ولي به د هغو صحابه وو عمل د خيانت په نامه يادېدو!!

دوى ته په ځواب كي وايو: دا ډېر ډېر كمزورى استدلال دئ، هيڅ وزن او وقعت نه لري، لكه څنگه چي په قرآن كي دا ممانعت نشو موندلى همداراز په احاديثو كي هم دا ممانعت نشو موندلى، مهرباني وكړئ موږ ته هغه حديث راوښيئ چي دا ممانعت په كي راغلى!! كه نه په قرآن كي د دې ممانعت حكم وي او نه د رسول الله صلى الله عليه و سلم په احاديثو كي نو تاسو څنگه جسارت كوئ او وايئ چي د دې ممانعت حكم په وحي خفي او وحي غير متلو ثابت دئ؟!! تاسو خو يوازي په هغه صورت كي د دې خبري كولو حق درلود چي په دې اړہ مو په قرآن او حديث كي كوم صريح حكم موندلى وى، نه دا چي په خپل سر او له كوم نص پرته داسي څه وايئ چي نه الله تعالى ويلي او نه د هغه رسول!! حقيقت دا دئ چي دا د ځينو صحابه وو خپل گمان وو چي د روژې په شپو كي بايد د ماخستن له لمانځه وروسته تر راتلونكي ماښام د روژې له ممنوعاتو ډډہ وكړي، ځينو بيا د خپلي دغي رأيي خلاف عمل كړى، قرآن دا عمل د (تختانون انفسكم) په صيغه ياد كړى، ځكه دوى د خپلي رأيي خلاف هغه څه كړي چي گناه ئې گڼله، او دا له خپل ځان او نفس سره خيانت دئ، كه دوى د الله تعالى او د هغه د رسول د كوم حكم مخالفت كړى وى نو بيا به د دوى عمل له ځان سره د خيانت په صيغه نه يادېدو بلكي د ذنب او اثم په نامه به يادېدو.

د دې آيت دقيق تفسير دا دئ: مسلمانانو داسي گمان كاوو چي د روژې په شپه له ويدېدو وروسته بايد له مېرمنو سره له نږدې والي ډډہ وكړي، په دې اړہ دوى ته كوم حكم نه وو شوى، كه څه هم ځيني په دې باور دي چي دا كار په دوى حرام كړى شوى وو، خو نه په قرآن كي د داسي حرمت په اړہ څه حكم راغلى او نه په حديث كي، په خپله ئې همداسي انگېرله، خو كله كله به ئې د خپل دغه ذهنيت خلاف كار وكړ او په دې سره به ئې د گناه او خيانت احساس كاوو، الله تعالى ورته په صريحو الفاظو د دې اجازه وركړہ او وئې فرمايل چي مېرمن د خاوند لپاره او خاوند د مېرمني لپاره له گناهونو نه د حفاظت سبب دئ، داسي لكه لباس چي انسان له تودوخي او يخنۍ ساتي، همدا راز ئې ورته وويل چي د مباشرت هدف او غايه بايد د اولاد درلودل وي، نه فقط د جنسي غريزې اشباع. دا وضاحت ئې هم وكړ چي د روژې وخت د سباوون د سپيني گاري له راڅرگندېدو د شپې تر پيل پوري دئ، شپه د لمر په لوېدو سره پيل كېږي، د الله تعالى هغه بنده خوښېږي چي نه په دين كي څه زياتوي او نه څه كموي، هغه چي د روژې حدود مراعاتوي، نه څه پرې زياتوي او نه ئې ترې كموي، نه د روژې پيل تر خپل ټاكلي وخت ډېر وړاندي نيسي او نه ئې پاى تر خپل ټاكلي وخت ډېر وروسته، دا ځكه چي دا كار د دې نښه ده چي هغه د بې ځايه تقوى په نامه په دين كي له ځانه څه نه دي زيات كړي، د اكثرو امتونو انحراف له همدې ځايه پيل شوى، مذهبي مشرانو او علماوو ئې له خپل لوري په دين كي زياتوالى راوستى، د قرآن په اصطلاح د خلكو پېټي ئې درانه كړي او په لاس پښو كي ئې ورته زنځيرونه او زولنې اچولي، د هر پيغمبر يوه لويه دنده دا گڼي چي راغلى ترڅو دا اضافي پېټي د خلكو له اوږو راكوز كړي او دا زنځيرونه وشلوي. پيغمبر عليه السلام به د لمر له لوېدو سره سم خپله روژہ ماتوله.

ج: د دوى يو بل دليل دا دئ چي وايي: په قرآن كي ټول احكام نه دي راغلي، ځيني احكام داسي دي چي يوازي ئې په احاديثو كي موندلى شو، د دې ادعاء د اثبات لپاره وايي: په قرآن كي يوازي هغه غوښه حلاله گڼل شوې چي د ذبحي پر مهال ئې د الله تعالى نوم ياد شي، خو كب (ماهي) بې له ذبحي حلال دئ، د دې استثناء بنسټ د قرآن كوم آيت نه بلكي د پيغمبر عليه السلام حديث دئ، په ډېر زور شور سره وايي: راوښيئ د قرآن كوم آيت دا استثناء جائز گڼي؟!! دوى ته په ځواب كي وايو: په قرآن كي دا استثناء شته خو څه وكړو چي تاسو نه يئ ورته متوجه شوي! قرآن كب (ماهي) د لحماً طرياً يعني تازه غوښي په نامه ياد كړى او دا ښيي چي ماهي د تازه او پاكي غوښي حكم لري، پيغمبر عليه السلام د قرآن دغي وينا ته په پام سره ويلي چي ماهي له ذبحي پرته حلال دئ. دوى دا هم وايي چي اهلي خر د حديث له مخي تحريم شوى نه د آيت له مخي، دوى ته وايو: ټول محقق علماء وايي چي اهلي خر له هره پلوه صحرايي خره ته ورته دئ، په څارويو كي شمېرل كېږي، واښه خوري او داړي نه لري، د حرمت دليل ئې فقط دا دئ چي دا هغه مهال د سورلۍ مهمه وسيله وه، رسول الله صلى الله عليه و سلم د خيبر د جگړي په ورځ د هغه غوښه تحريم كړہ، ځكه ځينو صحابه وو په غنيمت نيول شوي اهلي خره ذبح او پاخه كړي وو، رسول الله صلى الله عليه و سلم ته اطلاع ورسېده او د حرمت امر ئې وكړ. دا حرمت داسي دئ لكه د آس د غوښي حرمت.

د: دوى دا هم وايي چي د ورېرې او عمه، خورزې او خاله د يو ځايي نكاح يادونه په قرآن كي نه ده شوې او حرمت ئې يوازي د حديث له مخي ثابت دئ!! يعني د هغو دوو ښځو يو ځايي نكاح جائزه نه ده چي په خپلو كي ورېره او عمه يا خورزه او خاله وي، دا چي د دې حرمت منشأ قرآن دئ او كه له قرآن پرته بېله او مستقله وحي، بايد ووايم: د دې منشأ په خپله قرآن دئ، رسول الله صلى الله عليه و سلم دې ته په پام سره چي د دوو خويندو، د ښځي او د دې د مور، د ښځي او د هغې د لور يو ځايي نكاح حرامه گڼل شوې، دا وضاحت كړى چي د ټولو هغو ښځو يو ځايي نكاح ناجائزه ده چي كه په دوى كي ئې يو نارينه وي نو په خپلو منځونو كي ئې نكاح جائزه نه وي. ورېره او عمه، خاله او خورزه داسي دي چي كه يو ئې نارينه وي نو د دواړو ترمنځ نكاح ناجائزه ده، نو د دوى يو ځايي نكاح ناجائزه ده. د هغو خلكو ادعاء بې بنسټه او له ځانه جوړہ كړې ادعاء ده چي وايي د دوى حرمت د مستقلي وحي له مخي ثابت شوى نه د قرآن له مخي!! حال دا چي قرآن د ټولو قضاياوو په اړہ اصول وضع كړي، رسول الله صلى الله عليه و سلم دغه اصول تشريح كړي او تفصيلات ئې موږ ته بيان كړي، قرآن د مور او لور يادونه كړې او ويلي ئې دي (حرمت عليكم امهاتكم و بناتكم) خو د انا او لمسۍ يادونه ئې نه ده كړې، هر عاقل انسان پوهېږي چي د انا حكم د مور په څېر دئ او د لمسۍ حكم د لور په څېر. د فروعاتو او تفاصيلو په اړہ د رسول الله صلى الله عليه و سلم د لارښوونو منشأ په خپله قرآن دئ نه مستقله او بېله وحي، كه دا مستقله وحي وى نو رسول الله صلى الله عليه و سلم به ويلي وو چي ما ته وحي شوې چي داسي نكاح حرامه ده.

هـ: دوى دا ادعاء هم كوي چي په قرآن كي د لمانځه د ترتيب، اوقات او د ركعتونو د شمېر په اړہ واضح لارښووني او احكام نه مومو، رسول الله صلى الله عليه و سلم د مستقلي وحي له مخي په دې اړہ موږ ته لارښووني كړې… دوى ته وايو: ستاسو دا ادعاء هم د نورو په څېر بې بنسټه ده، رسول الله صلى الله عليه و سلم د لمانځه هر څه له قرآن اخيستي، د الله په نامه د لمانځه پيل، قيام، تلاوت، ركوع، سجده، په ركوع او سجده كي تسبيحات، د لمانځه پنځه وختونه او د ركعتونو شمېر؛ دا ټول هغه څه دي چي په قرآن كي ورته يا په ډېر وضاحت سره يا تلويحاً اشاره شوې، په ډېر ډاډ او اطمئنان سره ويلى شو چي حديث د قرآن شرح او تفسير دئ، د هر حديث منشأ په قرآن كي شته، خو موږ د ځينو منشأ درك كولى شو او د ځينو نه، ځيني ئې داسي دي چي يوازي د قرآن لومړنى مفسر او حامل رسول الله صلى الله عليه و سلم پرې پوهېدو او ځيني ئې داسي چي هر څوك پرې پوهېږي.

و: دوى د خپلي غلطي عقيدې په دفاع كي پر يوه بل آيت هم ناسم استناد كوي چي وايي:

وَإِذۡ أَسَرَّ ٱلنَّبِيُّ إِلَىٰ بَعۡضِ أَزۡوَٰجِهِۦ حَدِيثٗا فَلَمَّا نَبَّأَتۡ بِهِۦ وَأَظۡهَرَهُ ٱللَّهُ عَلَيۡهِ عَرَّفَ بَعۡضَهُۥ وَأَعۡرَضَ عَنۢ بَعۡضٖۖ فَلَمَّا نَبَّأَهَا بِهِۦ قَالَتۡ مَنۡ أَنۢبَأَكَ هَٰذَاۖ قَالَ نَبَّأَنِيَ ٱلۡعَلِيمُ ٱلۡخَبِيرُ ٣ التحريم: 3

او كله چي پيغمبر له خپلو ځينو مېرمنو سره يوه خبره په سري توگه ياده كړہ، نو كله چي هغې دا خبره (نورو ته) بيان كړہ او الله دي پرې پوه كړ، يوه برخه ئې څرگنده كړہ او له بلي ئې ډډہ وكړہ، نو كله چي ئې هغه پرې خبره كړہ وئې ويل: چا دا خبره درته وكړہ؟ وئې ويل: باخبره پوه ذات پرې خبر كړم.

دوى د دې آيت پر دغي فقرې (قَالَ نَبَّأَنىَ الْعَلِيمُ الْخَبِيرُ) استناد كوي او وايي: په قرآن كي دا مطلب نه دئ راغلى چي الله تعالى رسول الله صلى الله عليه و سلم ته دا خبر وركړ چي هغي مېرمني ئې نورو ته هغه سري خبره افشاء كړې، او گواكي له دې معلومېږي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته په دې اړہ بېله وحي شوې!!

دوى ته وايو: ستاسو دا استدلال هم د نورو په څېر په بشپړہ توگه غلط دئ، رسول الله صلى الله عليه و سلم نه دي ويلي چي ما ته الله تعالى مخامخ او بلاواسطه وويل، كه داسي وى نو هغه به فرمايلي وو: قال لي ربي: زما رب راته وويل، دا ئې هم نه دي ويلي چي ما ته ئې په خپله يا د فرشتې په واسطه وحي وكړہ، كه داسي وى نو هغه به فرمايلي وو: اوحى إلي: ما ته ئې وحي وكړہ، رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: باخبره پوه ذات پرې خبر كړم، د دې معنى قطعاً دا نه ده چي الله تعالى ما ته بلاواسطه او مخامخ يا د فرشتې له لاري اطلاع راكړہ، په حقيقي معنى ئې هر هغه څوك پوهېږي چي د آيت نوري فقرې هم په پام كي ونيسي، مخصوصاً دا فقره چي وايي: وَ أَظهَرَهُ اللَّهُ عَلَيْهِ: او الله دي پرې پوه كړ، يعني الله تعالى داسي انتظام وكړ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم له موضوع خبر شي، په قوي احتمال سره دا اطلاع د هغه چا له لوري وركړى شوې چي دا خبره ئې اورېدلې وه، داسي بالواسطه خبرېدا الله تعالى ته منسوبول نه د حقيقت خلاف انتساب دئ او نه دروغ گڼل كېدى شي، د كوم انسان په واسطه له كومي خبري خبرېدل په حقيقت كي د الله تعالى په اراده او توفيق ترسره كېږي، د (أَظهَرَهُ اللَّهُ عَلَيْهِ) معنى همدا ده. په آيت كي ويل شوي: رسول الله صلى الله عليه و سلم له اړوند مېرمني پوښتنه وكړہ چي ولي دي هغه سري خبره افشاء كړې، خو دا ئې ترې پټ كړل چي چا اطلاع وركړې، د آيت دا فقره چي وايي: عَرَّف بَعْضهُ وَ أَعْرَض عَن بَعْضٍ: يوه برخه ئې څرگنده كړہ او له بلي ئې ډډہ وكړہ، په يقيني توگه همدا مطلب افاده كوي، او په دې سره قرآن موږ ته لارښوونه كوي چي په داسي مواردو كي د هغه چا د نامه له افشاء كولو ډډہ وكړئ چي كه ئې نوم افشاء شي په فتنې او د دوو تر منځ په زړہ بداوي او نزاع منتج كېږي. عجيبه ده چي دوى د دې مبارك آيت له څرگندو الفاظو داسي غلطه انتباه اخلي!!

ز: دا هم بايد دوى ته ووايو چي د قرآن د دې آيت په اړہ د دوى تعبير كاملاً غلط دئ چي وايي:

وَمَا يَنطِقُ عَنِ ٱلۡهَوَىٰٓ ٣ إِنۡ هُوَ إِلَّا وَحۡيٞ يُوحَىٰ ٤ النجم: 3-4

د خپل هوس له مخي خبري نه كوي، دا خو له هغي وحي پرته بل څه نه دي چي ده ته وحي كېږي.

د دې مباركو آيتونو معنى دا ده چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم له لوري وړاندي شوى قرآن د ده خپل كتاب او د ده د ويناوو مجموعه نه دئ، دا خو يوازي هغه وحي ده چي د يوه پياوړي او شديدالقوى ملك له لوري ده ته وحي شوى، دلته په (هو) سره قرآن ته اشاره شوې نه بل څه ته او نه د رسول الله صلى الله عليه و سلم هري وينا ته، د رسول الله صلى الله عليه و سلم ډېري ويناوي نه وحي وې او نه د وحي شرح او تفسير، بلكي د ده خپلي خبري وې، دا درې بايد سره خلط نه كړو، قرآن وحي ده، حديث د وحي شرح او تفسير دئ، او پر دې دواړو سربېره رسول الله صلى الله عليه و سلم په خپل شخصي ورځني ژوند كي ډېري داسي خبرې كړې چي نه د وحي نوم وركولى شو او نه ئې د وحي شرح او تفسير گڼلى شو، لكه دا چي رسول الله صلى الله عليه و سلم هره ورځ چا ته د كوم كار كولو سپارښتنه كړې، څه ئې د خوراك او څښاك لپاره غوښتي، د كوم جنگ پرېكړہ ئې كړې، كومه ډله ئې كوم لوري ته لېږلې، د ډلي غړي ئې غوره كړي، او دې ته ورته نور كارونه، آيا ويلى شو چي دا هره وينا ئې د وحي له مخي وه؟! جبرئيل ﷵ ورته راغلى او دا لارښووني ئې هغه ته كړې؟!!

كه رسول الله صلى الله عليه و سلم ته پر قرآن علاوه نوره وحي هم شوې وى نو رسول الله صلى الله عليه و سلم به د هغې د ليكلو او نورو ته د رسولو په اړہ دومره جدي اهتمام كړى وو لكه چي د قرآن په اړہ ئې كاوو، ولي به ئې صحابه وو ته ويل: زما حديث مه ليكئ، چا چي له قرآن پرته بل څه ما ته منسوب كړي او ليكلي ئې دي هغه دي له منځه يوسي!! څنگه به رسول الله صلى الله عليه و سلم د الهي وحي له كتابت ممانعت كولو او حتى د هغه د محو كولو سپارښتنه به ئې كوله؟!! رسول الله صلى الله عليه و سلم خو د وحي په اړہ دومره جدي اهتمام كولو چي لا به د فرشتې له لوري د هغې القاء پاى ته نه وه رسېدلې چي ده به له ځان سره تكراروله او د حفظولو هڅه به ئې كوله، د ده دغي تلوسې او تلوار ته په پام سره الله تعالى هغه ته لارښوونه وكړہ چي تلوار مه كوه، پرېږده چي فرشته د وحي القاء پاى ته ورسوي، ډاډہ اوسه چي ستا په زړہ كي د هغې جمع كول او ستا پر ژبي د هغې بيانول زموږ پر ذمه دي، د وحي متصل به ئې هغه هم د وحي كاتبانو ته ويله او هم خپلو صحابه وو ته، ځينو به ليكله او ځينو به حفظوله، آيا دا كافي نه ده چي ووايو: د رسول الله صلى الله عليه و سلم حديث د وحي شرح او تفسير دئ نه بېله او مستقله وحي؟!!

دې جنابانو ته وايو: ستاسو د دغو ادعاگانو معنى دا ده چي گواكي قرآن ناقص دئ او په حديث سره بشپړ كېږي، گواكي قرآن د لارښود په توگه كافي نه دئ او گواكي د ځينو امورو په اړہ په قرآن كي لارښووني نشته، حديث دا نقص پوره كوي!! موږ الله تعالى ته له داسي غلطي وينا پناه وړو، هغه قول او وينا پر دېوال وهو چي قرآن ته نقص منسوبوي، قرآن كامل او بشپړ دئ، قرآن د لارښود په توگه كافي دئ، ټولي هغه ضروري لارښووني په قرآن كي راغلې چي انسان ورته ضرورت لري، د آدم ﷵ له پيدايښت بيا د رسول الله صلى الله عليه و سلم تر رحلت پوري چي د الله تعالى له لوري پيغمبرانو ته د احكامو او هداياتو كومه وحي شوې او كومي لارښووني شوې، قرآن پر ټولو دغو احكامو او لارښوونو احتوى كړې، قرآن پر ټولو مخكنيو كتابونو محيط او ميهمن دئ، داسي څه نه دي پاته چي قرآن دي نه وي بيان كړي، خو د رسول الله صلى الله عليه و سلم په څېر يو امين او رښتيني حامل او شارح غواړي چي په خپل قول او عمل كي د هغه شرح او تفسير د قرآن د ټولو مخاطبينو په وړاندي كېږدي، دا هم نه له دې كبله چي قرآن په كافي پيمانه واضح او مفصل نه دئ بلكي له دې كبله چي ځيني مخاطبين ئې د فهم له پلوه نقص لري، او شرح او تفصيل ته ضرورت لري. دا د قرآن په اړہ زموږ شخصي وينا او ادعاء نه ده، الله تعالى قرآن په همدغه توگه معرفي كړى، د قرآن په اړہ په قرآن كي داسي لولو:

…. وَكُلَّ شَيۡءٖ فَصَّلۡنَٰهُ تَفۡصِيلٗا ١٢ الاسراء: 12

او هر څه مو په تفصيل سره بيان كړي.

يعني په قرآن كي هر څه په بشپړ تفصيل سره راغلي.

أَفَغَيۡرَ ٱللَّهِ أَبۡتَغِي حَكَمٗا وَهُوَ ٱلَّذِيٓ أَنزَلَ إِلَيۡكُمُ ٱلۡكِتَٰبَ مُفَصَّلٗاۚ وَٱلَّذِينَ ءَاتَيۡنَٰهُمُ ٱلۡكِتَٰبَ يَعۡلَمُونَ أَنَّهُۥ مُنَزَّلٞ مِّن رَّبِّكَ بِٱلۡحَقِّۖ فَلَا تَكُونَنَّ مِنَ ٱلۡمُمۡتَرِينَ ١١٤ الانعام: 114

آيا له الله پرته بل حَكَم ولټوم؟ حال دا چي (الله) همغه ذات دئ چي دا مفصل كتاب ئې درته رالېږلى، او چا ته چي د كتاب (علم) وركړى شوى په دې پوهېږي چي په رښتيا سره دا ستا د رب له لوري نازل شوى دئ، نو له شك كوونكو څخه مه كېږہ.

په دې مبارك آيت كي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته لارښوونه شوې چي مخالفينو ته ووايي: آيا له الله تعالى پرته بل حَكَم ځان ته ولټوم؟ آيا خپل ژوند د بل چا د حكم او دستور مطابق تنظيم كړم؟ آيا په ژوند پوري مربوط قضايا د بل چا د قانون مطابق حل و فصل كړم؟ په داسي حال كي چي الله تعالى د دې مقصد لپاره مفصل او جامع كتاب رالېږلى، د داسي جامع او مفصل كتاب په شته والي كه به څنگه او ولي بل چا ته رجوع كوم؟! چا ته چي د كتاب علم وركړى شوى په دې پوهېږي چي دا مفصل او جامع لارښود كتاب ستا د رب له لوري نازل شوى، نو د دوى مخالفت دي تا په شك كي وانه چوي.

وَتَمَّتۡ كَلِمَتُ رَبِّكَ صِدۡقٗا وَعَدۡلٗاۚ لَّا مُبَدِّلَ لِكَلِمَٰتِهِۦۚ وَهُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡعَلِيمُ ١١٥  الانعام: 115

او ستا د رب كلام د صداقت او عدالت له پلوه بشپړ دئ، هيڅوك ئې د پرېكړو بدلوونكى نشي كېدى، او هغه پوه اورېدونكى دئ.

دلته د دې الهي كتاب په اړہ څو خبري شوې:

  • دا ستا د رب كلام دئ.
  • هره خبره ئې په بشپړہ توگه رښتينې ده.
  • هر قضاوت او حكم ئې په بشپړہ توگه عادلانه دئ.
  • هيڅوك ئې د پرېكړو، وعد او وعيد د تحقق مخه نشي نيولى.
  • الله تعالى چي په دې كتاب كي څه ويلي، كه دا د مؤمنانو او كافرانو د قول او عمل په اړہ دي، كه د توحيد او شرك، حق او باطل، دنيا او آخرت په اړہ دي، كه د خلكو د عملونو د پايلو او عواقبو په اړہ دي، ټول حق او رښتيني دي او دا د هغه ذات له لوري ويل شوي چي پوه اورېدونكى دئ.

….ٱلۡيَوۡمَ أَكۡمَلۡتُ لَكُمۡ دِينَكُمۡ وَأَتۡمَمۡتُ عَلَيۡكُمۡ نِعۡمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ ٱلۡإِسۡلَٰمَ دِينٗاۚ فَمَنِ ٱضۡطُرَّ فِي مَخۡمَصَةٍ غَيۡرَ مُتَجَانِفٖ لِّإِثۡمٖ فَإِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٞ رَّحِيمٞ ٣ المائدة: 3

…. نن مو ستاسو دين درته بشپړ كړ او خپل نعمت مي درباندي پوره كړ او اسلام مي د دين په توگه درته غوره كړ، خو كه څوك په سخته لوږہ كي اړ شو، په داسي حال كي چي د گناه په لوري تلوسه كوونكى نه وي، نو الله مهربان بخښونكى دئ.

يعني د دغو احكامو او لارښوونو په راتلو سره ستاسو دين بشپړ شو، الله د دين د بشپړتيا او پر كافرانو ستاسو د برلاسي په نتيجه كي خپل ستر نعمت او پېرزوينه درباندي مكمله كړہ، اوس نو كافرانو ته له يأس او ناهيلي پرته بل څه نه دي پاته، نه پر تاسو د بريا طمع كولى شي او نه خپل دين ته ستاسو د راگرځولو هيله ساتلى شي.

د مستندو رواياتو له مخي پيغمبر عليه السلام د حجة الوداع په تاريخي خطبې كي د دې آيت دغه برخه ولوسته (اليوم اكملت لكم دينكم و اتممت عليكم نعمتي و رضيت لكم الاسلام دينا) له دې معلومېږي چي يا خو د آيت دا برخه په دغه وخت كي نازله شوې او يا له دې مخكي او د آيت له نورو برخو سره يو ځاى. او دا ښيي چي قرآن كامل او بشپړ دئ، هيڅ نقص او كموالى په كي نشته.

(وَقَالُواْ لَوۡلَآ أُنزِلَ عَلَيۡهِ ءَايَٰتٞ مِّن رَّبِّهِۦۚ قُلۡ إِنَّمَا ٱلۡأٓيَٰتُ عِندَ ٱللَّهِ وَإِنَّمَآ أَنَا۠ نَذِيرٞ مُّبِينٌ ٥٠ أَوَ لَمۡ يَكۡفِهِمۡ أَنَّآ أَنزَلۡنَا عَلَيۡكَ ٱلۡكِتَٰبَ يُتۡلَىٰ عَلَيۡهِمۡۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَرَحۡمَةٗ وَذِكۡرَىٰ لِقَوۡمٖ يُؤۡمِنُونَ ٥١ العنكبوت: 50-51

او وئې ويل: ولي د خپل رب له لوري څرگندي نښي نه دي پرې نازلي شوې؟ ووايه: يقيناً چي نښي خو له الله سره دي، او زه يوازي يو څرگند نذير يم، آيا دا ورته كفايت نه كوي چي موږ پر تا هغه كتاب نازل كړى چي پر دوى لوستل كېږي، يقيناً چي په دې كي د ايمان راوړونكو وگړو لپاره حتماً رحمت او ذكر دئ.

دا آيتونه وايي: چا چي له حق سره د مخالفت پرېكړہ كړې وي؛ نه په دلائلو قانع كېږي او نه په معجزو، دا دئ گورئ چي د قريشو په وړاندي د رسول الله صلى الله عليه و سلم په څېر ستر شخصيت ولاړ دئ، د الله تعالى لوري ته بلنه وركوي، د قرآن په څېر له معجزو ډك كتاب ورته وړاندي شوى، خو هغوى نه يوازي له ايمان راوړو ډډہ كوي بلكي له رسول الله صلى الله عليه و سلم د داسي خارق العاده معجزو غوښتنه كوي چي د دوى شيطان پرې قانع شي، وايي: ولي د ده د رب له لوري څرگندي نښي نه دي پرې نازلي شوې؟ الله تعالى د دوى په ځواب كي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته لارښوونه كوي چي ورته ووايي: يقيناً چي نښي خو له الله سره دي، او زه يوازي يو څرگند نذير يم، له ما سره نه معجزې شته او نه ئې د ښودلو واك، زه فقط يو نذير يم چي د كفر، شرك، ظلم او فساد له بدو پايلو تاسو ته خبردارى دركوم. د دوى د غلطي غوښتني په ځواب كي فرمايي: آيا د دوى د قناعت لپاره دا له اعجازونو ډك كتاب چي ته ئې پرې لولې كفايت نه كوي؟!! يقيناً چي په دې كي د ايمان راوړونكو وگړو لپاره حتماً (رحمت) او (ذكر) دئ، هغه چي د ايمان راوړو استعداد او وړتيا ئې نه ده ځپل شوې هغوى به هرومرو دا كتاب د الله تعالى يوه لويه پېرزوينه گڼي او له هغه به پند اخلي.

يعني په چا كي چي د ايمان راړولو استعداد وي هغه ته دا كتاب په خپله د معجزې او دليل په توگه كافي دئ، تر دې لويه او ستره معجزه نشته. كه څوك لږ له شفاف ذهن سره او د حق موندلو له تلوسې او تندي سره قرآن ته رجوع وكړي نو يقيناً چي د قرآن هره وينا به د دې عالم او د عالم د هر څه په اړہ هومره علمي او دقيقه ومومي چي ورته ثابتوي دا كتاب هغه چا نازل كړى چي د دې ټول عالم او د عالم د هر څه په اړہ جامع علم لري، دا كتاب د هغه چا له لوري راغلى چي علم ئې په زمان او مكان پوري محدود نه دئ، هيڅ شى او حقيقت ئې ترې پټ نه دئ، د ده د علم په وړاندي داسي حجاب نشته چي د يوه شي په حقيقت د پوهېدو مانع شي، موږ په دې كتاب كي گورو چي د هر څه په باب ئې هره وينا او قضاوت دقيق او صحيح دئ، دا دقيق او سل په سلو كي صحيح او علمي قضاوتونه او پرېكړي موږ ته ثابتوي چي د دې كتاب لېږونكى د هر څه په اړہ جامع او كامل علم لري، له دې ناحيې قرآن معجزه ده او د پيغمبر عليه السلام په حقانيت شهادت وركوي. له دې مبارك آيت معلومېږي چي قرآن له هره پلوه كافي دئ.

وَمَآ أَنزَلۡنَا عَلَيۡكَ ٱلۡكِتَٰبَ إِلَّا لِتُبَيِّنَ لَهُمُ ٱلَّذِي ٱخۡتَلَفُواْ فِيهِ وَهُدٗى وَرَحۡمَةٗ لِّقَوۡمٖ يُؤۡمِنُونَ ٦٤

او پر تا مو دا كتاب يوازي د دې لپاره نازل كړى چي دوى ته هغه څه څرگند كړې چي اختلاف ئې په كي كړى، او د هغو لپاره لارښوونه او رحمت چي ايمان راوړي.

يعني كوم پيغمبران چي تر تا د مخه لېږل شوي وو او د دوى په لاس كومي لارښووني مخكنيو ته لېږل شوې وې، هغوى د خپلو پيغمبرانو لارښووني شا ته وغورځولې، په اختلافاتو كي ونښتل، دا انحراف او اختلاف هغه پړاو ته رسېدلى چي د نوي پيغمبر له بعثت او د نوي كتاب له رالېږلو پرته ئې په بل څه علاج ممكن نه وو، الله تعالى ستا په بعثت او ستا په لاس د قرآن په لېږلو سره هغو كسانو ته لارښوونه كوي او له خپل رحمت او پېرزويني ئې برخمن كوي چي ايمان راوړي. دا داسي ده لكه چي الله تعالى له آسمانه باران وروي او په دې باران سره زمكه له خپلي مړيني وروسته بيا راژوندۍ كوي، قرآن هم د انسان لپاره د ژوند تومنه ده، الله تعالى په همدې قرآن سره مړہ زړونه راژوندي كوي، يقيناً چي په دې كي د هغو وگړو لپاره څرگنده نښه ده چي اوري.

دا او دې ته ورته گڼ شمېر آيتونه وايي: قرآن كامل دئ، هر څه ئې په تفصيل سره بيان كړي، د هر اختلاف په اړہ كه فكري وي، كه حقوقي وي او كه سياسي او اجتماعي، وروستۍ سمه پرېكړہ كوي او وروستى صحيح قضاوت وړاندي كوي، تر هرې معجزې ستره معجزه ده، له هره پلوه كافي دئ او د انسان ټولو ضروري اړتياوو ته ځواب وايي. آيا د قرآن په اړہ د الله تعالى له دې ويناوو سره سره دا لوى او ستر ظلم نه دئ چي څوك ووايي: قرآن ناقص دئ او په حديث سره ئې نقص او كموالى رفع شوى؟!!

قرآن كافي، مكمل او بشپړ دئ خو د رسول الله صلى الله عليه و سلم په څېر يوه حامل او شارح ته ضرورت وو چي هغه خلكو ته ورسوي او ټول جامع مطالب ئې تشريح كړي. رسول الله صلى الله عليه و سلم د الله تعالى هغه امين رسول او استازى دئ چي خپل لارښود پيغام ئې د ده په لاس خپلو بندگانو ته لېږلى، هغه د دې الهي پيغام هم امين حامل دئ او هم ئې رښتينى شارح، داسي حامل چي په بشپړہ توگه ئې عمل پرې كړى او په دقيقه توگه ئې خلكو ته قولاً او عملاً تشريح كړى، دې الهي پيغام داسي يوه امين حامل او رښتيني عامل ته ضرورت درلود چي د ده په قول او عمل كي عيني تجسم ومومي، داسي چي كه څوك وغواړي پوه شي چي الله تعالى څنگه انسان، له كومو فكري، اخلاقي او عملي ځانگړتياوو سره خوښوي نو ورته وويل شي: داسي انسان لكه د دې لارښود الهي كتاب لومړنى حامل، لكه رسول الله صلى الله عليه و سلم، كه ووايي: د الله تعالى صحيح لمانځنه او عبادت به څنگه وي، ځواب ئې دا وي: همغسي لكه چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د خپل رب عبادت او لمانځنه كوله، كه پوښتنه وكړي: كوم څه حلال دي او كوم څه حرام، ځواب ئې دا وي: همغه څه چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د دغه الهي كتاب په رڼا كي د حلال او حرام په سترگه ورته كتلي، هو؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم يعني مجسم او ژوندى قرآن، همغسي لكه چي عائشه رضى الله عنها وايي: كان خلقه القرآن: قرآن د ده اخلاق وو، يعني كه غواړې پوه شې چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم اخلاق څنگه وو، تقوى ئې څنگه وه، عبادت ئې څنگه، جهاد ئې څنگه، صبر ئې څنگه او جرأت ئې څنگه وو او په كومو كومو صفاتو متصف وو، نو ځواب دا دئ: قرآن ولوله او وگوره چي الله تعالى كوم صفات خوښوي، رسول الله صلى الله عليه و سلم په ټولو دغو صفاتو متصف وو. موږ د رسول الله صلى الله عليه و سلم په كامل اطاعت مكلف يو، د ده اطاعت داسي دئ لكه د الله تعالى اطاعت، دا ځكه چي دى د الله تعالى استازى دئ او هره وينا او عمل ئې د الهي لارښوونو مطابق، د رسول الله صلى الله عليه و سلم هره وينا او هر عمل موږ ته حجت دئ.

د دغو څرگندو دلائلو په رڼا كي په پشپړ يقين او اطمئنان سره ويلى شو چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم سنت (قول او عمل) ته بايد د قرآن د شرحي او تفسير په سترگه وگورو نه د مستقلي وحي په سترگه، هغه رأيه صحيح او د قرآن د وينا مطابق ده چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم ته قرآن وركړى شوى او د قرآن دقيق او رښتينى فهم، او د رسول الله صلى الله عليه و سلم حديث د قرآن شرح او تفسير دئ، او هغه رأيه بې بنسټه او له ځانه جوړہ شوې رأيه ده چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم ته پر قرآن سربېره نوره وحي هم شوې او د رسول الله صلى الله عليه و سلم حديث د دې وحي مظهر دئ.

له دې بايد ډډہ وكړو چي ووايو: قرآن كافي نه دئ، بايد پر دې ټينگار وكړو چي قرآن كافي او شافي دئ، په قرآن كي هر څه راغلي، دا د قرآن په اړہ د الله تعالى وينا او لارښوونه ده، دا د قرآن په اړہ د رسول الله صلى الله عليه و سلم وينا ده، څوك چي له قرآن پرته په بل څه كي هدايت ولټوي الله تعالى ئې بې لاري كوي. د حديث په اړہ بايد زموږ عقيده دا وي چي حديث د قرآن شرح او تفصيل دئ، رسول الله صلى الله عليه و سلم د قرآن حامل، شارح، معلم او مفسر دئ، وحي په قرآن كي راخلاصه شوې، څه چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته وحي شوي ټول په قرآن كي راغلي، د رسول الله صلى الله عليه و سلم ټولي ويناوي او كړني د قرآن مطابق دي، داسي صحيح حديث نشته چي منشأ ئې په قرآن كي نه وي، هغه روايت چي له قرآن سره تعارض ولري رسول الله صلى الله عليه و سلم ته منسوبول ستر جسارت دئ، له دې بايد تل او په جدي توگه ډډہ وكړو، ټول فقهاء او محدثين په دې متفق دي چي صحيح حديث هغه دئ چي نه له قرآن سره تعارض ولري او نه له عقل سره، د روايت سند په درېيمه درجه كي اهميت لري، كوم روايت چي په قرآن كي شاهد ونه لري، له عقل سره اړخ نه لگوي او د عام الهي سنت خلاف خبره كوي نه يوازي د اعتبار وړ نه دي بلكي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ئې منسوبول ستره گناه ده، هر څه بايد قرآن ته راجع كړو او هغه مهال ئې ومنو چي له قرآن سره مطابقت ولري يا لږ تر لږہ له قرآن سره تعارض ونه لري. دا روحيه خلكو ته وركول چي قرآن كافي نه دئ د هغو ضاله ډلو تبر ته لاستى برابروي چي قرآن شا ته غورځوي او په جعلي رواياتو پوري نښلي، داسي وينا نه يوازي بد عواقب لري بلكي د قرآن د صريحو او څرگندو آيتونو خلاف وينا ده.

دلته دا وضاحت هم ضروري برېښي چي دا ادعاگاني د يوه داسي پاكستاني مبلغ له لوري كېږي چي په خرافاتو كي تر ستوني غرق او د شرك مبلغ دئ، انگرېزانو يو ټلويزيوني چينل وركړى، مركز ئې په لندن كي دئ، هره ورځ د ده ويناگاني خپروي، باور وكړئ ډېر ځلي داسي شوي چي ما كله د كوم آيت په اړہ د ده تفسير اورېدلى نو بلااختيار مي له خولې وتلي: ظالمه! دروغ وايي، تفسير دي په بشپړہ توگه غلط دئ، ما اكثراً د ده تفسير داسي موندلى لكه څرگند او له غرض او مرض ټوكېدلى تحريف!!

ده او د ده پلويانو ته وايو: تاسو څنگه حديث ته د غير متلو وحي يا وحي خفي نوم وركوئ او قرآن د وحي جلي او وحي متلو په نامه يادوئ؟ دا تسميه او نومَوَني د چا له لوري شوې او دا نومونه چا غوره كړي؟ په قرآن او حديث كي خو په قطعي توگه دا نومَوَني نشته، موږ هم حديث لولو، هم ئې ليكو او هم ئې حفظ كوو، ولي دې ته د غير متلو نوم وركوئ؟ غير متلو خو هغه څه ته ويل كېږي چي څوك ئې په خوله نه تكراروي او له لوستلو او ويلو ئې ډډہ كوي!! تاسو ولي وحي ته د جلي صفت وركوئ؟ پر وحي د جلي اطلاق په بشپړہ توگه غلط اطلاق دئ، وحي هغه رمز او اشارې ته وايي چي د جلي خلاف او خفي وي!! آيا صحيح ده چي د هر ژېړ كتاب په حاشيې كي راغلى مطلب داسي سپېڅلى وگڼو چي مخالفت ئې كفر بواح وگڼو؟!! يو څوك پورته شوى او له ځانه ئې دا اصطلاحات راايستلي او ته اوس داسي پرې ټينگ يې چي د قرآن تر آيت هم درته مهم برېښي!! جنابه! ستا ئې خوښه خو موږ دا اصطلاحات درسره نه منو ځكه په بشپړہ توگه او له هره پلوه غلط دي!!

دې ته مو پام وي چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم له رحلت وروسته ځيني غلط افكار او باورونه په مسلمانانو كي خواره شول، ځينو خلكو به ويل: رسول الله صلى الله عليه و سلم ته له قرآن پرته نوره وحي هم شوې، خو هغه ئې يا پټه ساتلې يا ئې ځينو خاصو وگړو ته ويلې، گواكي وحي په قرآن كي نه راخلاصه كېږي، ځينو به ويل: رسول الله صلى الله عليه و سلم الله تعالى په خپلو سترگو ليدلى، ځينو نورو به ويل: رسول الله صلى الله عليه و سلم په غيب پوهېدو!! عائشې رضى الله عنها دغو غلطو او د قرآن خلاف افكارو او باورونو د ترديد لپاره مسروق رضى الله عنه ته وويل: د دې خبري په اورېدو مي وېښتان زيږ شول، رسول الله صلى الله عليه و سلم نه خپل رب په خپلو سترگو ليدلى، نه له قرآن پرته داسي وحي شته چي له خلكو ئې پټه ساتلې وي او نه پر غيب پوهېدو. چا چي دا خبري وكړې ستر دروغ ئې ويلي!! روايت داسي دئ:

… قَالَ مَسْرُوقٌ فَدَخَلْتُ عَلَى عَائِشَةَ فَقُلْتُ هَلْ رَأَى مُحَمَّدٌ رَبَّهُ؟ فَقَالَتْ لَقَدْ تَكَلَّمْتَ بِشَىْءٍ قَفَّ لَهُ شَعْرِى قُلْتُ رُوَيْدًا ثُمَّ قَرَأْتُ (لَقَدْ رَأَى مِنْ آيَاتِ رَبِّهِ الْكُبْرَى) قَالَتْ أَيْنَ يُذْهَبُ بِكَ إِنَّمَا هُوَ جِبْرِيلُ مَنْ أَخْبَرَكَ أَنَّ مُحَمَّدًا رَأَى رَبَّهُ أَوْ كَتَمَ شَيْئًا مِمَّا أُمِرَ بِهِ أَوْ يَعْلَمُ الْخَمْسَ الَّتِى قَالَ اللَّهُ تَعَالَى (إِنَّ اللَّهَ عِنْدَهُ عِلْمُ السَّاعَةِ وَيُنَزِّلُ الْغَيْثَ) فَقَدْ أَعْظَمَ الْفِرْيَةَ وَلَكِنَّهُ رَأَى جِبْرِيلَ لَمْ يَرَهُ فِى صُورَتِهِ إِلاَّ مَرَّتَيْنِ مَرَّةً عِنْدَ سِدْرَةِ الْمُنْتَهَى وَمَرَّةً فِى جِيَادٍ لَهُ سِتُّمِائَةِ جَنَاحٍ قَدْ سَدَّ الأُفُقَ. الترمذي

… مسروق وايي: عائشې رضى الله عنها ته ورغلم ومي ويل: آيا محمد (ﷵ) خپل رب ليدلى؟ وئې ويل: داسي خبره دي وكړہ چي وېښتان مي ورته ځيږ شول، ومي ويل: لږ حوصله وكړہ، بيا مي دا آيت تلاوت كړ (لَقَدْ رَأَى مِنْ آيَاتِ رَبِّهِ الْكُبْرَى…)، وئې ويل: چېري ئې بېولى يې؟ دا خو جبرئيل وو، چا چي درته وويل: محمد (ﷵ) خپل رب ليدلى، يا ئې له هغه وحي كوم څه پټ كړي چي پر ابلاغ ئې مأمور شوى، او يا په هغو پنځو شيانو پوهېږي چي الله تعالى د هغوى په اړہ فرمايلي: (إِنَّ اللَّهَ عِنْدَهُ عِلْمُ السَّاعَةِ وَيُنَزِّلُ الْغَيْثَ …) نو ستره بدغونې خبره ئې كړې (ستر دروغ ئې ويلي)، خو هغه جبرئيل ليدلى، په خپلي اصلي بڼي كي ئې يوازي دوه ځلي ليدلى، يو ځل په سدرة المنتهى كي او بل ځل په جياد كي، شپږ سوه وزري ئې وې، ټول افق ئې پوښلى وو.

په دې اړہ له علي رضى الله عنه هم پوښتنه شوې او ورته ويل شوي: آيا د رسول الله صلى الله عليه و سلم په اهل بيت كي له تا يا بل چا سره له قرآن پرته بل كتاب هم شته؟ د پوښتني موخه دا وه چي آيا رسول الله صلى الله عليه و سلم ته داسي وحي هم شوې چي تا يا كوم بل خاص كس ته ئې ويلې وي او په قرآن كي د هغې په اړہ څه نه وي ويل شوي، روايت داسي دئ:

عَنْ أَبِي جُحَيْفَةَ قَالَ قُلْتُ لِعَلِيٍّ هَلْ عِنْدَكُمْ كِتَابٌ قَالَ لاَ، إِلاَّ كِتَابُ الله، أَوْ فَهْمٌ أُعْطِيَهُ رَجُلٌ مُسْلِمٌ، أَوْ مَا فِي هَذِهِ الصَّحِيفَةِ. قَالَ قُلْتُ فَمَا فِي هَذِهِ الصَّحِيفَةِ قَالَ الْعَقْلُ، وَفَكَاكُ الأَسِيرِ، وَلاَ يُقْتَلُ مُسْلِمٌ بِكَافِرٍ.    (بخاري:111)

له ابو جحيفه روايت دئ چي وايي: علي رضى الله عنه ته مي وويل: آيا كوم خاص كتاب درسره شته؟ وئې ويل: نه؛ مگر د الله كتاب، او هغه پوهه چي يوه مسلمان سړي ته په برخه كېږي او هغه څه چي په دې پاڼي كي دي، وايي: ورته ومي ويل: نو په دې پاڼي كي څه دي؟ وئې ويل: د ديت حكم، د اسير آزادول او دا چي مسلمان د كافر په بدل كي نه وژل كېږي.

حقيقت دا دئ چي د ټولو جعلي، خرافي او غلطو مذاهبو بنسټ پر دې كچه او غلط باور او دروغجني ادعاء اېښودل شوى چي وايي: د الله كتاب كامل او كافي نه دئ، او الله تعالى نور داسي احكام هم لېږلي چي په قرآن او نورو الهي كتابونو كي ئې يادونه نه ده شوې، هر ټگمار خپل غرضي افكار او هغه غلط آراء چي د الله تعالى له كتاب سره په بشپړہ توگه تعارض لري همداسي وحي گڼلي او جاهلو عوامو ته ئې ويلي: دا هم د الله تعالى له لوري وحي شوي كه څه هم په الهي كتاب كي نه دي راغلي!!! د قاديانت بنسټ په همدې غلط بنياد اېښودل شوى، د شيعه مذهب بنسټ همدا باور دئ، د جاهلو متصوفينو مشرب او مسلك همدا دئ، ټول له دې سره په كلكه مخالفت كوي چي د الله تعالى كتاب وروستى معيار او محك وگڼل شي او وحي په قرآن كي خلاصه كړى شي. كه تاسو شيعه وو ته ووايئ: ولي په داسي څه عقيده كوئ او د خپل مذهب بنسټ ترې جوړوئ چي په ټول قرآن كي معمولي اشاره هم نه ده ورته شوې؟!! په قرآن كي نه د علي رضى الله عنه د امارت يادونه شوې او نه ستاسو د پنځه كلن غائب امام زمان د امامت يادونه، نو ترې وابه ورئ چي د دغو خلكو خبره درته كوي او وايي: وحي په قرآن كي نه ده خلاصه شوې، رسول الله صلى الله عليه و سلم ته د علي د امارت وحي هم شوې او زموږ ائمه وو ته د امام زمان د امامت وحي هم!!! كه تاسو قاديانانو ته ووايئ: قرآن وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم خاتم النبيين دئ، د وحي سلسله په قرآن پاى ته رسېدلې، نو تاسو ته به ووايي: نه وحي په قرآن كي خلاصه شوې او نه ئې د راتلو لړۍ پاى ته رسېدلې، غلام احمد قادياني ته داسي وحي كېده لكه رسول الله صلى الله عليه و سلم ته!! يقيناً چي دا د ټولو خرافي مذاهبو گډ بنسټ دئ، څوك چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم ته پر قرآن سربېره وحي شوې هغوى په حقيقت كي د دغو منحرفو او دين دښمنو ډلو ملتيا كوي، د دغو ټگمارانو تبر ته لاستي اچوي او د هغوى غلط مشرب مضبوطوي!!

حقيقت دا دئ چي د ټولو فتنو، انحرافاتو، مذهبي اختلافاتو، فكري او اعتقادي تشنجاتو او د دجالانو او دوكه مارانو د مكرونو د مخنيوي يوازينۍ، اغېزمنه او ډاډمنه لار دا ده چي قرآن كامل او كافي وگڼو، هغه ته د بشپړ لارښود الهي كتاب په سترگه وگورو، هر اختلاف هغه ته راجع كړو او د هغه فيصله وروستۍ پرېكړہ ومنو، باور مو دا وي چي قرآن له نقص او عيب منزه دئ، د هر ډول فكري او اعتقادي اختلاف د حل وروستۍ مرجع او د هري قضيې په اړہ د هغه قضاوت او پرېكړہ وروستۍ عادلانه او حقيقي پرېكړہ ده، د رسول الله صلى الله عليه و سلم حديث ته د قرآن د دقيقي او جامع شرحي او تفسير په سترگه وگورو، په دې باور وو چي د قرآن او صحيح حديث تر منځ هيڅكله تعارض او تضاد نشي رامنځته كېدى، يوازي هغه روايت د اعتبار وړ وگڼو چي په قرآن كي كوم شاهد ورته ومومو، يا لږ تر لږہ له قرآن سره تعارض ونه لري، پر الله تعالى او د هغه پر رسول د ايمان حقيقي معنى او د الله تعالى او د هغه د رسول د اطاعت رښتينى مصداق همدا دئ.

 

سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِكَ، أشهد أن لاَ إِلٰهَ إِلاَّ أَنْتَ أَسْتَغْفِرُكَ وَأَتُوبُ إِلَيْكَ

 

پای

موضوعات مشابه

Back to top button