اسلامیسلایدرمطالب مهم

متضاد روایات، مذهبی اختلافت – 25 برخه

د نبوي احاديثو په اړہ صحيح عقيده

 

متضاد روایات، مذهبی اختلافت

سلفي شم که مذهبي پاته شم؟!

 

لیکوال: محترم حکمتیار

برخه: 25

د نبوي احاديثو په اړہ صحيح عقيده

 

د شهادت په درنې ورځپاڼي كي مي د يوه ليكونكي هغه ليكنه ولوسته چي د تنوير په درنې مجلې كي د يوې خپرې شوې ليكني په اړہ ئې ليكلې او ځيني ملاحظات ئې پرې وړاندي كړي. ما غوښتل چي دغسي ملاحظات او د هغوى ځوابونه د هغو خلكو په وړاندي كېښودى شي چي د حق په لټه كي دي، غواړي د دين په حقيقت، د قرآن په صحيح تفسير او د نبوي احاديثو په سم او حقيقي معنى او تعبير پوه شي او هغه خلك وپېژني چي د نبوي احاديثو په اړہ په كږہ لار درومي او رسول الله صلى الله عليه و سلم ته نامناسبي او د عقل او دين خلاف ويناوي او كړني منسوبوي. ښه شو چي دې ښاغلي دا بحث د شهادت ورځپاڼي ته راوايست، د ده په ځواب كي څو عرائض لرم:

د ده لومړۍ ملاحظه پر دې خبري ده چي ويل شوي: حديث به هغه وخت قبلېږي چي كله د قرآن كريم سره ټكر نه وي!! ورپسې خپل تعليق په دې توگه وړاندي كوي: دا خبره په عام ډول هغه خلك كوي څوك چي له احاديثو منكر دي… ورپسې ليكي: دوى استدلال په دې روايت كوي: إذا روي لكم الحديث فاعرضوه على كتاب الله فان وافقه فاقبلوه و إن خالفه فردوه. ورپسې ئې د دې روايت ناقصه او ناسمه ژباړہ وړاندي كړې او بيا ئې د دې روايت په رد كي د داسي خلكو اقوال رااخيستي چي ويلي ئې دي: دا روايت زنادقه وو له ځانه جوړ كړى!! په داسي حال كي چي گمان نه كوو هيڅ په دين پوه او له خدايه وېرېدونكى انسان به د داسي گنده او غلطي فتوى وركولو جسارت وكړي، په دې روايت كي هيڅ داسي خبره نشته چي ويونكى ئې زنديق وگڼل شي!! هر مؤمن انسان به دا خبره كوي چي قرآن وروستى ملاك او معيار دئ، هغه وينا به مني چي له قرآن سره موافق وي او هغه وينا به ردوي چي له قرآن سره مخالف وي، ليكونكى په خپله څو سطره وروسته همدغه خبره كوي چي په دې روايت كي راغلې، او دلته ئې د هغه راوي ته د زنديق خطاب كړى!! زنديق هغه دئ چي د قرآن خلاف خبره مني او رسول الله صلى الله عليه و سلم ته د قرآن خلاف خبري منسوبوي. دا د تكفيري ډلو كار دئ چي د خپل غلط مسلك هر مخالف په ضد د تكفير فتواگاني صادروي، دوى هم په خپلو فتواگانو سره خلك تكفيروي او هم له دين، قرآن او حديث نه په خپلو غلطو تعبيرونو او تفسيرونو سره خلك له اسلام نه متنفر كوي. دوى ته په ځواب كي وايو:

تا د ليكني مطلب په امانت سره نه دئ نقل كړى، د سالم او صحيح نقد تقاضاء دا وي چي تر نقد لاندي مطلب په احتياط او امانت سره نقل شي، دا روايت تا له خپله ځانه راوړى، په ليكني كي په دې روايت استناد نه دئ شوى. په ليكني كي راغلي چي د متن له پلوه هغه حديث صحيح گڼل كېدى شي چي:

  • په قرآن كي د هغه لپاره كوم شاهد وي، د قرآن له كوم آيت سره په واضح توگه توافق ولري، يا لږ تر لږہ د كوم آيت له الفاظو اشارتاً داسي معلومه شي چي د روايت متن ورسره اړخ لگوي.
  • له قرآن سره تعارض ونه لري. دا د كبار صحابه او د ابوحنيفه رحمه الله په شمول د ټولو فقهاوو مسلك دئ چي حديث قرآن ته راجع كوي او په هغه صورت كي ئې د استناد وړ گڼي چي په قرآن كي د هغه لپاره شاهد ومومي او يا لږ تر لږہ له قرآن سره تعارض ونه لري.
  • له بل صحيح حديث سره تعارض ونه لري.
  • د متواتره سنت مخالف نه وي.
  • په داسي قضيې او واقعې بحث نه كوي چي په ډېرو پوري تړلې وي خو يوازي يوه كس پرې څه ويلي او بل داسي څوك ونه موندل شي چي د همدې قضيې په اړہ ئې همدا خبره كړې وي.
  • په حديث كي داسي څه نه وي ويل شوي چي صحابه وو عملاً د هغي وينا مخالفت كړى وي.
  • داسي څه په كي نه وي ويل شوي چي يا د عام الهي سنت خلاف وي او يا د عقل خلاف وي. الهي سنن ثابت او تغيير نه منونكي دي، عقل په حقيقت د پوهېدو وسيله ده، قرآن د كافرانو په اړہ فرمايي چي هغوى له دې امله په حقائقو نه پوهېږي او ايمان پرې نه راوړي چي تعقل نه كوي، د دې معنى دا ده چي نه قرآن د عقل خلاف دئ او نه عقل د قرآن خلاف، نه نقل (نصوص) د عقل له پرېكړو سره تصادم كوي او نه عقل د نقل له پرېكړو سره، هيڅ نقلي دليل د عقلي دليل خلاف نه وي او هيڅ عقلي دليل د نقلي دليل خلاف نه وي، نه په صحيح نصوصو كي داسي څه شته چي عقل ئې نه مني، او نه عقل داسي خبره كولى شي چي نصوص ئې نه مني، موږ هم د قرآن حقيقت په خپل عقل سره درك كوو او هم د احاديثو صحت او ضعف، څوك چي عقل نه لري نه د قرآن په تفسير پوهېدى شي او نه د حديث په صحت او ضعف.

دا د جليل القدر امام ابوحنيفه په شمول د ټولو فقهاوو رأيه ده چي روايت يوازي هغه مهال د اعتبار وړ گڼلى شو چي له قرآن سره تعارض ونه لري، له دې خبري سره يوازي هغه غرضي او مرضي خلك مخالفت كوي چي له قرآن منكر وي، د الله تعالى كلام وروستى معيار او ملاك نه گڼي، رسول الله صلى الله عليه و سلم ته داسي څه منسوبوي چي د قرآن خلاف وي، غواړي هره غلطه خبره او وچ او لانده د حديث په نامه پر خلكو ومني!! دې ته نه گوري چي محدثينو د امام بخاري په شمول روايات د قرآن په رڼا كي چڼلي او په زرگونو هغه روايات ئې لري غورځولي چي له قرآن سره ئې تعارض درلود. امام بخاري له شپږو لكو رواياتو نه دوه زره دوه سوه غوره كړل او نږدې پنځه لكه اته نوي زره ئې ونه منل او په خپل كتاب كي ئې د هغوى له راوړلو ډډہ وكړہ. آيا دا له حديث د انكار په معنى ده كه رسول الله صلى الله عليه و سلم ته د غلطي وينا له انتساب ځان لري ساتل؟!! آيا ته امام بخاري هم د حديثو منكر گڼې؟

د امام ابوحنيفه د مسند په شرحي كي ملا علي القاري د امام ابو حنيفه په اړہ ليكي: ومن أصوله: عرض أخبار الآحاد على عمومات الكتاب وظواهره فإذا خالف الخبر عاما أو ظاهرا في الكتاب أخذ بالكتاب وترك الخبر، عملا بأقوى الدليلين، لأن الكتاب قطعي الثبوت وظواهره وعموماته قطعية الدلالة عنده: د امام ابوحنيفه له اصولو څخه يو دا وو چي أخبار الآحاد (هغه روايات چي يو راوي لري) د الله تعالى د كتاب عامي او څرگندي وينا ته راجع كوي كه دا روايت د قرآن له عمومي او څرگندي لارښووني سره مخالفت ولري نو پر كتاب استناد كوي او دا روايت پرېږدي، په دې توگه هغه پر قوي دليل استناد كوي، دا ځكه چي د قرآن حقانيت ثابت دئ او عموميات او ظواهر ئې د ده له نظره پرېكنده دليل دئ.

سند له هغه وروسته د اعتناء او اعتبار وړ گڼلى شو چي د روايت متن له قرآن سره تعارض ونه لري. كه ئې له قرآن سره تعارض نه درلود، له نورو صحيح رواياتو سره متعارض نه وو، د عقل او عدل خلاف خبره په كي نه وه، نو كه ئې په سند كي څه ضعف هم وي رواړل ئې هيڅ اشكال نه لري، مگر محدثينو په خپلو كتابونو كي گڼ شمېر ضعيف احاديث نه دي راوړي؟!! دغه روايت چي تا د ځينو په وينا ضعيف گڼلى د متن له پلوه نه يوازي صحيح دئ بلكي بايد هر مسلمان ئې د لارښود په توگه ومني، هغه به كوم مسلمان وي او څنگه به مسلمان وي چي د قرآن خلاف خبره مني او رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ئې منسوبوي؟!!

دا ډېره كمزورې خبره ده چي كه حديث له قرآن سره د موافقت په شرط منلى شو نو بيا خو حديث ته څه ضرورت دئ؟!! دا خبره هيڅ هوښيار انسان نه كوي، حديث د قرآن شرح او تفصيل دئ، د قرآن شرحي او تفصيل ته همدومره ضرورت لرو لكه د قرآن راتلو او د پيغمبر بعثت ته، رسول الله صلى الله عليه و سلم ته هم قرآن وركړى شوى او هم د قرآن فهم، رسول الله صلى الله عليه و سلم هم قرآن موږ ته رارسولى، هم ئې په خپل عملي ژوند كي موږ ته عملاً انځور كړى، هم ئې شرح او تفصيل موږ ته راښودلى. د ايمان تقاضاء دا ده چي له قرآن سره موافقه خبره ومنو، مخالفه رد كړو، كه مخالفه نه وي، سند او متن ته ئې له پام نه وروسته د هغې د منلو او نه منلو پرېكړہ وكړو. جناب ليكوال ليكي چي: دا صورت موږ هم منو چي حديث هله دليل دى چي د قرآن كريم مخالف به نه وي!! پوښتنه كوم: كه دا خبره منې نو بيا ستا اعتراض په څه دئ؟ ولي دي د هغه روايت راوي ته د زنديق خطاب وكړ؟ هغه خو همدا خبره كوي، ته ولي دا روايت زنادقه وو ته منسوبوې؟ موږ خو همدغه خبره كړې او تل به ئې كوو چي روايت په هغه صورت كي د منلو دئ چي له قرآن سره تعارض ونه لري!! ائمه وو همدا خبره كړې، نه پوهېږو تا ته هسي اختلاف خوند دركوي كه څنگه؟ ته له دې خبري سره توافق كوې خو دا پرې زياتوې چي: خو دا مخالفت معلومول د هر چا كار نه دئ!! علماء كرامو ته چي د آيت او حديث تر منځ تعارض په نظر ورغلى دوى د دې تعارض لپاره د تطبيق يا نسخي لار اختياروي، داسي نه وايي چي دا حديث نه منو… بيا ليكي: په احاديثو كي د تضاد او تعارض په هكله ادعاء يوه بې بنسټه او بې دليله ادعاء ده!!! عجيبه ده!! څو سطره وړاندي ليكي علماء كرامو ته چي د آيت او حديث تر منځ تعارض په نظر ورغلى دوى د دې تعارض د تطبيق يا نسخي لار اختياروي!! خو دلته د تعارض له شته والي په بشپړہ توگه انكار كوي او دا بې بنسټه ادعاء گڼي!! دا خبره يوازي هغه څوك كولى شي چي نه ئې د احاديثو كتابونه لوستلي وي او نه ئې د احاديثو د شرحي كتابونه، په دې خبر نه وي چي د احاديثو د شرحي كتابونه د دې لپاره ليكل شوي چي دغو تعارضونو ته توجيه پيدا كړي او هغو پوښتنو ته ځواب ووايي چي په دې اړہ راولاړېږي، ځينو ته ئې توجيه وړاندي كړې، د ځينو په پاى كي ئې خپل عجز څرگند كړى او ويلي ئې دي والله اعلم او په ځينو مواردو كي ئې اعتراف كړى چي توجيه مي ونه موندله. زه حاضر يم د بخاري دومره متعارض راوايات ستا مخي ته كېږدم چي يو كتاب ترې جوړېږي، داسي متعارض روايات چي هيڅ شارح ئې په توجيه او تلفيق نه دئ توانېدلى، د عمدة القاري معروف او منلي مؤلف علامه عيني د بخاري په لسگونو هغه روايات په گوته كړي چي په خپلو كي تعارض لري. راشه چي دلته ئې څو بېلگي ستا مخي ته كېږدم، په دې طمع چي د حقيقت په موندلو كي ستا مرسته وكړي، د پېښور له نمك منډيي نه د رياض تر مسجد كبير پوري ولاړ شه او د دغو متعارضو او متضادو رواياتو توجيه او تلفيق راوړہ، هغه كتاب په گوته كړہ چي د دغو متعارضو او متضادو رواياتو په توجيه او تلفيق توانېدلى!!

بخاري د ابو طالب او ابن ابى په اړہ دوه متعارض روايات راوړي، دواړہ ئې هم له قرآن سره تعارض لري او هم د بخاري له نورو رواياتو سره، نه ئې له قرآن سره تلفيق ممكن دئ او نه په خپلو منځونو كي، يو ئې وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د ابوطالب د مړيني او سا ختو په وخت كي د هغه ليدو ته ورغى او د شهادت د كلمې ويلو بلنه ئې وركړہ، هغه ونه منله، ده ورسره وعده وكړہ چي تر هغه به د مغفرت غوښتنه درته كوم چي الله تعالى مي ترې منع كړي، او په همدې اړہ دا آيت نازل شو: إنك لا تهدي من احببت… بل ئې وائي دا آيت نازل شو: ما كان للنبي… ته به ښايي پوهېږې چي يو ئې د القصص د سورې 56 آيت دئ او بل ئې د التوبه د سورې 113، ته ما ته ووايه چي كوم روايت صحيح دئ؟ كوم آيت نازل شوى؟ بخاري دواړہ صحيح گڼي!! خو ته ښايي په دې پوهېږې چي له دوو متعارضو او متضادو خبرو نه يوازي يوه ئې احتمالاً صحيح ختى شي نه دواړہ ئې، له دغو دواړو متعارضو رواياتو نه يوازي يو به ئې احتمالاً صحيح وي نه دواړہ!! كه قرآن ته رجوع وكړو نو له شكه پرته راته جوته كېږي چي د القصص د سورې آيت د ابوطالب له مرگه ډېر مخكي نازل شوى او د التوبې د سورې آيت د هغه له مرگه نږدې دولس كاله وروسته او د تبوك له جگړي وروسته او له تبوك نه د راستنېدو پر مهال نازل شوى. كه څوك ادعاء وكړي چي ښايي دا آيتونه به دوه ځلي نازل شوي وي دا ادعاء د منلو وړ نه ده، ځكه داسي روايت نشته چي وښيي دا آيتونه دي دوه ځلي نازل شوي وي. هيڅ عقلمن انسان به دا خبره ونه كړي چي جبريل عليه السلام به د ابى ابن سلول او ابوطالب لپاره دوه ځلي له اومه آسمانه زمكي ته راغلى وي او د دوى په اړہ به ئې يو يو آيت له ځان سره راوړى وي!! زه به ستا ځواب ته انتظار كوم چي ووايي: په دغو دواړو رواياتو كي كوم يو صحيح دئ؟ همداراز د ابن ابى په اړہ درې سخت متعارض او متضاد روايات زموږ مخي ته راځي، دوه ئې په بخاري كي راغلي او درېيم ئې واقدي راوړى، يو ئې وايي: د ابن ابى زوى د خپل پلار د مړيني په ورځ رسول الله صلى الله عليه و سلم ته راغى او ورته وئې ويل: خپل كميس دي راكړہ چي خپل پلار ته كفن ترې جوړ كړم، رسول الله صلى الله عليه و سلم خپل كميس وركړ او بيا ئې د هغه جنازه هم وكړہ… بل ئې وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم ابن ابى له قبره راوايست او خپل كميس ئې ورواغوست، بل ئې وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم خپل كميس د ابن ابى له مړيني مخكي په خپله ابن ابى ته وركړى وو!! ما ته ووايه: په دغو رواياتو كي كوم يو صحيح دئ؟ څوك توانېدى شي چي دا متعارض روايات تلفيق او توجيه كړي؟! په دغو رواياتو كي يو ئې وايي: عمر رضى الله عنه هغه مهال چي رسول الله صلى الله عليه و سلم غوښتل د ابن ابى د جنازې لمونځ پيل كړي وويل: آيا د يوه منافق د جنازې لمونځ كوې، حال دا چي الله تعالى ترې منع كړى يې؟! يعني دا چي د منافقينو د جنازې له لمانځه نه د اجتناب آيت تر دې د مخه نازل شوى وو!! خو بل ئې وايي چي د ابن ابى د جنازې له لمانځه وروسته دا آيت نازل شو!! ما ته ووايه: په دې دواړو كي كومه خبره صحيح ده؟ دا آيت هم د التوبې د سورې په هغي برخي كي راغلى چي د تبوك له جگړي وروسته نازله شوې، ما ته ووايه: ابن ابى د تبوك له جگړي مخكي مړ شوى كه وروسته؟ كه يوه خبره وكړي يو روايت دي رد كړى او كه بله وكړې بل روايت دي رد كړى! كه د شهادت ورځپاڼه ئې د نشرولو حوصله لري نو زه تيار يم په لسگونو لسگونو هغه روايات ورولېږم چي يا له قرآن سره تعارض لري او يا په خپلو منځونو كي، داسي تعارض چي هيڅوك ئې په توجيه او تلفيق نشي توانېدى.

جناب ليكوال له دې وينا سره توافق نه كوي چي: د رواياتو د يوې خاصي لړۍ په اړہ ړوند تعصب د دې باعث شو چي شيعه له ټول امت نه بېله لار غوره او په امت كي د اختلاف باعث شي!! نه پوهېږم چي دوى په دې خبري غور نه دئ كړى كه هسي ئې د اختلاف كولو شوق كړى؟! آيا ړوند تعصب جائز گڼي؟ د شيعه وو روايات ورته صحيح برېښي؟ له دې خبري سره موافق نه دئ چي شيعه په امت كي د اختلاف باعث شول او دا اختلاف ئې له هغو رواياتو راولاړ شوى چي دوى ئې صحيح گڼي؟!! موږ خو ړوند تعصب حرام گڼو، حتى كه دا د امام بخاري رحمه الله او د ده د كتاب په اړہ وي!! د ليكوال صاحب دا خبره هم صحيح نه ده چي له امت سره د شيعه وو د اختلاف سبب د دوى روايات نه دي!! ده ته وايو: د اسلامي امت اختلاف يا سياسي عوامل لري، يا قومي او ژبني او يا له مختلفو رواياتو راولاړ شوي، د شيعه وو اختلاف خو پرېږده د اهل سنت و جماعت تر منځ د اختلاف لويه وجه مختلف راوايات دي، له دې حقيقته يوازي ناپوه او بې خبره كسان انكار كولى شي. ما ته ووايه: امام بخاري رحمه الله ولي د امام ابوحنيفه رحمه الله په څېر ستر امام سره اختلاف كړى؟ ولي ئې د بېل مذهب بنسټ كېښود؟ ولي د ده سلفي پلويان د نورو مذاهبو پلويانو ته د مشرك او بدعتي په سترگه گوري او تقليد حرام گڼي؟ آيا له رواياتو پرته بله وجه ورته موندلى شو؟ امام بخاري د رفع اليدين، آمين بالجهر، قرائت خلف امام، او ډېرو نورو مسائلو كي په داسي رواياتو استناد كړى چي د احنافو له نظره كمزوري او مرجوح دي او په مقابل كي ئې دوى په داسي رواياتو عمل كوي چي تر دغو رواياتو ارجح او غوره دي، خو بخاري دغه روايات نه دي راوړي.

عجيبه ده چي جناب ليكوال زموږ له دې وينا سره هم اختلاف كړى چي: احاديث د قرآن له شرحي او تفصيل پرته بل څه نه دي!! نه پوهېږو آيا له دې خبري سره د اختلاف كولو څه دليل او مجال شته؟! د رسول الله صلى الله عليه و سلم هر څه د قرآن مطابق وو، هم ئې عمل، هم ئې وينا، هم ئې امر، هم ئې نهي، د قرآن ځيني لارښووني داسي دي چي هر څوك پرې پوهېږي، ځيني ئې داسي دي چي د علم او پوهي خاوندان پرې پوهېږي، ځيني ئې داسي دي چي يوازي رسول الله صلى الله عليه و سلم پرې پوه شوى او هغه خپل امت ته بيان كړي، د دې خبري يو مثال دا دئ: هر څوك د قرآن په دې حكم پوهېږي چي لمونځ به كوي، د لمانځه د اوقاتو په اړہ په قرآن كي داسي اشارې شته چي د لمانځه وختونه ترې معلومېږي، د پوهي او علم خاوندان دا اشارې درك كولى شي، خو د لمانځه د ركعتونو د شمېر او څرنگوالي په اړہ داسي اشارې راغلې چي يوازي رسول الله صلى الله عليه و سلم پرې پوه شوى او خپل امت ته ئې ښودلي.

ليكوال د قرآن او حديث تر منځ د تعلق په اړہ څو خبري كړې دي چي اوږد او غير ضروري بحث ايجابوي او دا ئې ځاى او وخت نه دئ، په دې اړہ د ده تعبيرونه نامناسب او ناشايسته دي، د رسول الله صلى الله عليه و سلم د احاديثو په اړہ دا وينا مناسبه نه ده چي د قرآن د احكامو تأييد ئې كړى، مناسبه وينا دا ده چي حديث د قـرآن شرح او تفصيل دئ. خو ده ځيني احاديث په هغو قضياوو پوري مربوط گڼلي چي قرآن ترې ساكت دئ او په مثال كي ئې د واده كړي زنا كار د رجم او د ترور او ورېرې په يوه نكاح كي د جمع كولو ناروا كېدل راوړي!! نه پوهېږم چي هغه اشتباهاً دا مثال راوړى او كه عمداً!! د ورېرې، خورزې، خاله او عمه په اړہ خو د قرآن حكم دومره څرگند دئ چي هر عادي مسلمان هم ترې خبر دئ، د النساء د سورې 23 آيت هغه ښځي معرفي كړې دي چي نكاح ورسره حـرامه ده، اوه ئې له نسبي پلوه او اوه ئې له صهري پلوه، د ترور او ورېرې د نكاح په اړہ خو قرآن نه يوازي سكوت نه دئ كړى بلكي په ډېر وضاحت او قاطع الفاظو سره ئې له دوى سره نكاح حرامه گڼلې، دواړہ په يوې نكاح كي خو لري پرېږده بېله بېله ئې نكاح حرامه ده!! آيا دا آيت دي نه دئ لوستلى، په معنى ئې نه ئې پوه شوى، كه غوښتل دي بل څه ووايي او اشتباهاً دا خبره درنه شوې؟!! هو؛ ته غواړې ووايي چي يوه سړي ته د دوو هغو ښځو يو ځاى نكاح ناجائزه ده چي په خپلو منځونو كي ورېره او ترور وي، خو د مطلب په سمي افادې نه يې موفق شوى، قرآن په دې اړہ يو څرگند اصل زموږ مخي ته ايښى او فرمايلي ئې دي چي يوه سړي ته دوې خويندي په يو ځاى نكاح كول حرام دي، ښځه او د هغې مور يا لور ورسره يو ځاى نكاح كول حرام دي، رسول الله صلى الله عليه و سلم دغه اصل ته په پام سره د هغو دوو ښځو د يو ځاى نكاح كول هم ناجائز گڼلي چي په خپلو كي ترور او ورېره وي، دا ځكه چي قرآن د دوو خويندو يو ځاى نكاح، له ورېرې سره نكاح، له ښځي او د هغې له مور سره نكاح او له بل مېړہ نه د هغې له لور سره نكاح حرام كړې. يعني د دوو داسي ښځو د يو ځاى نكاح په اړہ صريح او واضح حكم د ده مخي ته پروت وو چي په خپلو منځونو كي ئې خاص تعلق وو، رسول الله صلى الله عليه و سلم دغه حكم ته په پام سره د ورېرې او ترور په اړہ دا لارښوونه كړې ده. دا حكم ئې له خپله ځانه نه دئ صادر كړى، د قرآن له صريح حكم نه ئې اقتباس كړى. قرآن خو دا هم نه دي ويلي چي د لمسۍ او انا حكم څه دئ، كه دا خپله وي يا د مېرمني او يا د خور او ورور، خو هر عقلمن انسان د دوى په اړہ حكم له نورو احكامو نه قياس كولى شي، له دغو څوارلسو مواردو نه علاوه نور محرمات د همدغو آيتونو له مخي ټاكل شوي دي، نه دا چي د دوى په اړہ رسول الله صلى الله عليه و سلم ته بېله بېله وحي نازله شوې!! ستا دا بل مثال هم ستا دغي خبري ته ورته دئ، قرآن د ناواده زناكار سزا په څرگندو الفاظو ټاكلې او ويلي ئې دي چي دواړہ سل سل درې ووهئ، يو هوښيار انسان پوهېږي چي د ناواده زناكار سزا دا وي نو د واده شوي زناكار سزا به څه وي، طبعاً چي دا سزا به حتماً تر هغه زياته وي، رسول الله صلى الله عليه و سلم د داسي زناكار سزا په خپله خوښه نه ده ټاكلې، د قرآن د دغه حكم په رڼا كي او دې ته په پام سره چي په مخكني الهي شريعت كي د دوى سزا رجم وو، فرمايلي چي داسي زناكار به رجم كېږي. موږ وايو چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم د دغو لارښوونو منشأ همدغه آيتونه دي، ته وايي دا بېله بېله وحي ده!! پوښتنه كوو: ستا دليل څه دئ؟ دا خبره خو ته له ځانه كوې، رسول الله صلى الله عليه و سلم نه دي ويلي چي په دې اړہ ما ته بېله وحي شوې.

جناب ليكوال ليكلي چي حديث حجت دئ، هغه ته وايو: موږ درسره موافق يو، خو دومره وضاحت ضروري گڼو چي صحيح حديث حجت دئ، نه هر حديث او صحيح حديث هغه دئ چي له قرآن سره تعارض ونه لري، كوم روايت چي له قرآن سره تعارض ولري كه ټوله دنيا ئې صحيح وگڼي موږ ئې نه د اعتبار وړ گڼو او نه پرې استناد كوو.

موږ له تا سره په دې كي هم موافق نه يو چي حديث هم د قرآن په څېر د الله تعالى له لوري دي، عقيده مو دا ده چي قرآن د الله تعالى له لوري پر پيغمبر عليه السلام نازل شوى او حديث هغه فهم او پوهه ده چي الله تعالى د قرآن په اړہ د رسول الله صلى الله عليه و سلم په برخه كړې. دا مطلب هغه روايت ښه توضيح كوي چي وايي:

له ابو جحيفه نه روايت دئ چي وايي: علي رضى الله عنه ته مي وويل: آيا كوم خاص كتاب درسره شته؟ وئې ويل: نه؛ مگر د الله كتاب، او هغه پوهه چي يوه مسلمان سړي ته په برخه كېږي او هغه څه چي په دې پاڼي كي دي، وايي: ورته ومي ويل: نو په دې پاڼي كي څه دي؟ وئې ويل: د ديت حكم، د اسير آزادول او دا چي مسلمان د كافر په بدل كي نه وژل كېږي.

ځيني خلك داسي دي چي قرآن مني خو حديث نه مني او ځيني داسي دي چي حديث مني خو قرآن نه مني، ځيني داسي دي چي د يوه كتاب احاديث مني او د بل نه، او د دې كتاب هر روايت ته كه څه هم غريب وي او له قرآن سره په بشپړہ توگه متعارض، د داسي حجت په سترگه ورته گوري چي د قرآن څرگند آيت د هغه لپاره شا ته غورځوي!! موږ له دغو ډلو نه كركه لرو او الله تعالى ته پناه وړو چي د دوى له ډلي څخه شو.

د قرآن او حديث تر منځ د توپيرونو په اړہ چي ليكوال څه ليكلي اكثر ئې بې بنسټه او له ځانه جوړي شوې خبري دي، سمه او دقيقه وينا فقط دا ده چي قرآن د الله تعالى كلام دئ چي د الله تعالى له لوري رسول الله صلى الله عليه و سلم ته وحي شوى او حديث د قرآن قولي شرح او تفصيل، عملي مصداق او عيني تجسم دئ.

ليكوال په پاى كي قولي روايت تر ليكلې روايت د زيات اعتبار وړ گڼي، يا ښايي غواړي ووايي چي له صحابه وو نه په ليكلې بڼي كي د رواياتو نه راتگ د هغوى اعتبار ته زيان نه رسوي!! نه پوهېږو چي مقصد ئې كوم يو دئ او دا خبره ئې په څه مناسبت كړې!! خو موږ ته دا يوه مغالطه معلومېږي، كه ليكل ضروري او مهم نه وى او تر وينا ئې اعتبار زيات نه وى نو رسول الله صلى الله عليه و سلم به د قرآن د ليكلو امر نه كاوو، صحابه وو به په يوه مصحف كي د قرآن د ليكلو په اړہ اجماع نه كوله، محدثينو به د حديثو كتابونه نه ليكل، د قرآن په لومړي نازل شوي آيت كي به د قرائت او قلم يادونه نه كېده، د قرض او پور په اړہ به ئې دا حكم نه كاوو چي هغه وليكئ. كه مسلمانانو او په خاصه توگه زموږ درنو محدثينو د رسول الله صلى الله عليه و سلم ټول احاديث په يوه كتاب كي راغونډ كړي وى او ټولو پرې اجماع كړې وى نو نن به موږ د متعارضو رواياتو له ستونزي سره مخامخ نه وو، بېلي بېلي داسي مذهبي ډلي به نه وې چي هره يوه ئې ځان ته د رواياتو خاصه لړۍ لري او د هغوى په اړہ ړوند تعصب.

موضوعات مشابه

Back to top button