اسلامیسلایدرمطالب مهم

متضاد روایات، مذهبی اختلافت – 24 برخه

خضر عليه السلام

متضاد روایات، مذهبی اختلافت

سلفي شم که مذهبي پاته شم؟!

 

لیکوال: محترم حکمتیار

برخه: 24

خضر عليه السلام

 

يوه له جدي اختلافي مسائلو څخه له خضر عليه السلام سره د موسى عليه السلام د ملگرتيا قصه ده چي متصوفينو خپل ټول عقائد د همدغي قصې له ځينو برخو اخيستي دي، دين په شريعت او طريقت وېشل، علم په اكتسابي او لدني، ظاهري او باطني وېشل، اولياء الله ته علم غيب ثابتول، او ځيني نور عقائد ئې له همدغي قصې مستنبط كړي!!

راشئ وگورو چي د دې قصې حقيقت څنگه دئ او الله تعالى د دې قصې په ترځ كي موږ ته څه لارښووني كړې دي.

په قرآن كي د موسى عليه السلام او خضر عليه السلام په اړہ دا آيتونه پر له پسې راغلي چي لومړۍ برخه ئې دا ده:

وَإِذۡ قَالَ مُوسَىٰ لِفَتَىٰهُ لَآ أَبۡرَحُ حَتَّىٰٓ أَبۡلُغَ مَجۡمَعَ ٱلۡبَحۡرَيۡنِ أَوۡ أَمۡضِيَ حُقُبٗا ٦٠ فَلَمَّا بَلَغَا مَجۡمَعَ بَيۡنِهِمَا نَسِيَا حُوتَهُمَا فَٱتَّخَذَ سَبِيلَهُۥ فِي ٱلۡبَحۡرِ سَرَبٗا ٦١ فَلَمَّا جَاوَزَا قَالَ لِفَتَىٰهُ ءَاتِنَا غَدَآءَنَا لَقَدۡ لَقِينَا مِن سَفَرِنَا هَٰذَا نَصَبٗا ٦٢ قَالَ أَرَءَيۡتَ إِذۡ أَوَيۡنَآ إِلَى ٱلصَّخۡرَةِ فَإِنِّي نَسِيتُ ٱلۡحُوتَ وَمَآ أَنسَىٰنِيهُ إِلَّا ٱلشَّيۡطَٰنُ أَنۡ أَذۡكُرَهُۥۚ وَٱتَّخَذَ سَبِيلَهُۥ فِي ٱلۡبَحۡرِ عَجَبٗا ٦٣ قَالَ ذَٰلِكَ مَا كُنَّا نَبۡغِۚ فَٱرۡتَدَّا عَلَىٰٓ ءَاثَارِهِمَا قَصَصٗا ٦٤ فَوَجَدَا عَبۡدٗا مِّنۡ عِبَادِنَآ ءَاتَيۡنَٰهُ رَحۡمَةٗ مِّنۡ عِندِنَا وَعَلَّمۡنَٰهُ مِن لَّدُنَّا عِلۡمٗا ٦٥

او كله چي موسى خپل زلمكي ته وويل: تر هغه به له تلو تم نشم چي مجمع البحرين (د دوو سيندونو يو ځاى كېدو سيمي) ته ورسېږم يا به تر اوږدې مودې (كلونه كلونه) درومم. نو كله چي د دواړو يوځاى كېدو سيمي ته ورسېدل نو دواړو خپل كب هېر كړ، چي په عجيبه توگه ئې په سيند كي خپله لار ونيوله او ولاړ. نو كله چي تېر شول خپل زلمكي ته ئي وويل: غرمنى (خوراك) مو راته راوړہ؛ په رښتيا چي له دې سفره مو ستړيا په برخه شوه (دې سفر ډېر ستومانه كړو)، وئې ويل: په ياد دي دي كله چي هغي لويي ډبري ته مو پنا يووړہ؛ نو ما كب هېر كړ، هسي شيطان رانه هېر كړ چي يادونه ئې (درته) وكړم، او په عجيبه توگه ئې په سيند كي خپله لار ونيوله. وئې ويل: همدا هغه څه دئ چي موږ ئې غواړو، پر خپلو پلونو گام په گام په شا وگرځېدل، نو زما له بندگانو ئې داسي يو بنده وموند چي له خپل لوري مو پېرزوينه ورپه برخه كړې وه او له خپل لوري مو ځانگړى علم ورزده كړى وو.

له دې آيتونو څو خبري معلومېږي:

  • موسى عليه السلام ته د يوه پوه او عالم شخصيت يادونه شوې، د اوسېدو ځاى ئې مجمع البحرين ښودل شوى، ده اراده كړې چي دا كس حتماً وگوري، څه وخت ورسره پاته شي او څه ترې زده كړي. په همدې موخه خوځېدلى، يو كس ئې د خادم او ساتونكي په توگه له ځان سره كړى.
  • دا سفر اوږد او ستونزمن وو، د ده دا وينا چي يا به مجمع البحرين ته رسم او يا خو به همداسي تر اوږدې مودې درومم، همدا مطلب افاده كوي. د هغو خلكو انتباه صحيح نه ده چي وايي: موسى عليه السلام سحر خوځېدلى، د غرمې شاوخوا مهال داسي ځاى ته رسېدلى چي ستړى او وږى شوى، هملته ئې ماهي ترې ورك شوى او خضر عليه السلام ئې هملته موندلى!! دا انگېرنه د قرآن له وينا سره په بشپړہ توگه تعارض لري.
  • دا سفر د دوبي په گرميو كي ترسره شوى، د تودوخي له امله ئې د غرمې مهال د يوې لويي ډبري سيوري ته پنا وړې وه.
  • د موسى عليه السلام د سفر ملگرى د (فتا: غلام او خادم) په نامه ياد شوى او له دې معلومېږي چي دا د هغه وخت قصه ده؛ او دا سفر هغه مهال ترسره شوى چي موسى عليه السلام د فرعون په كور كي او د شاهي كورنۍ د يوه غړي په توگه اوسېدو او ساتونكي او غلامان ئې په خدمت كي ول، دا ځكه چي قرآن د يوسف عليه السلام ساتونكي او خدمتگاران هم په دغه نامه يادكړي.
  • موسى عليه السلام ته كب د نښي په توگه ټاكل شوى، د قرآن له وينا معلومېږي چي په سيند كي روان كب د ده لپاره د داسي نښي په توگه ټاكل شوى وو چي هر ځاى ترې ورك شي او خپله لاره بدله كړي نو هملته به مجمع البحرين وي او هملته به هغه نېك سړى مومي.
  • موسى عليه السلام خپل ملگرى په دې گمارلى وو چي په سيند كي روان كب به ترنظر لاندي نيسي، كه ترې ورك شو نو ده ته به اطلاع وركوي، خو كله چي دې كب خپل مسير بدل كړى او په بل لوري تللى نو له ملگري ئې دا خبره هېره شوې او هغه مهال ئې موسى عليه السلام ته كړې چي هغه د خوراك غوښتنه ترې كړې.

كه د مصر حالت ته ځير شو نو په ټول مصر كي مجمع البحرين نشو موندلى، نيل له دوو سترو سيندونو (نيل الابيض او نيل الازرق) څخه جوړ شوى، دا دواړہ د سودان په مركز خرطوم كي سره يو ځاى شوي، له مصر نه تر خرطوم پوري بل مجمع البحرين نه ترسترگو كېږي، او دا تر دوو مياشتو زيات پلي مزل غواړي، د موسى عليه السلام له وينا هم معلومېږي چي دى په اوږده سفر وتلى وو، د ده له دې وينا نه چي يا به د دوو سيندونو د يوځاى كېدو ځاى ته رسېږم او يا خو به تر اوږدې مودې همداسي درومم، په څرگنده توگه معلومېږي چي موسى عليه السلام په اوږده سفر وتلى وو، په لنډ سفر كي هيڅوك دا خبره نه كوي چي يا به آخري مزل ته رسېږم او يا خو به همداسي تر اوږدې مودي روان يم. د هغو مفسرينو رأيه دقيقه ده چي مجمع البحرين د نيل د دوو څانگو د يوځاى كېدا محل گڼي، دلته له بحرين نه مراد دوه روان سيندونه اخلي نه دوه ولاړي اوبه، هغه رأيه كمزورې ده چي وايي له بحرونو نه مراد خليج عقبه او خليج سويس يا بحرالروم او بحر القلزم دي، دا ځكه چي د ولاړو اوبو لپاره د (مجمع بينهما) الفاظ كارول مناسب نه برېښي. همداراز كه له دې نه دغه بحرونه او د دوى يو ځاى كيدو سيمه مراد وى نو دا ځايونه نه كومي نښي ته ضرورت لري او نه ئې له موسى عليه السلام نه دومره اوږد سفر غوښتو چي ووايي: يا به مجمع البحرين ته رسېږم يا به كلونه كلونه (حقبا) مزل كوم. د خضر عليه السلام له وينا معلومېږي دا سيمه د فرعون له واكمنۍ بهر وه او بېل پاچا ئې درلود، ځكه هغه وايي: وړاندي ئې داسي پاچا دئ چي هره كښتۍ غصبوي، همداراز د قرآن له نورو آيتونو معلومېږي چي موسى عليه السلام له بعثت نه وروسته يوازي څلوېښت ورځي له بني اسرائيلو بېل شوى چي په همدې لنډي مودې كي سامري وغولول او د الله تعالى په ځاى ئې د سخوندر عبادت ته تيار كړل.

په خپله مخه د كب تلل ښيي چي مجمع البحرين همدلته وو، كب خپله لاره بدله كړې او په هغه لوري تللى چي له بل اړخ نه بل سيند له نيل سره يو ځاى شوى، نو ځكه موسى عليه السلام خپل ملگري ته وويل: موږ د همدغه ځاى (مجمع البحرين) په لټه كي وو. دې ته مو هم بايد پام وي چي هغه پلي نابلد مسافر ته چي د لوى سيند په ژۍ بري خوا ته روان وي، دا ډېره گرانه وي چي د دوو سيندونو د يو ځاى كېدو ځاى په دقيقه توگه تشخيص كړي، دا ځكه چي ډېر ځلي لوى سيندونه په يوه ځاى كي ووېشل شي او په بل ځاى كي ئې وېشل شوې څانگي بېرته سره يو ځاى شي، دې ته مو هم بايد پام وي چي الله تعالى كبان داسي پيدا كړي چي په ژمي كي تودو سيمو ته كوزېږي او په دوبي كي بېرته خپلو اصلي سړو سيمو ته درومي، كله كله د دوى دا ژمنى او دوبنى سفر سلگونه كيلومتره اوږد وي، د نيل كبان د دوبي (اوړي) په موسم كي له مصر نه د سودان او بيا په يوگندا او ايتوپيا كي د نيل د سرچينو په لوري درومي.

د قصې دوهمه برخه د موسى عليه السلام او خضر عليه السلام تر منځ د ملاقات څرنگوالى زموږ مخي ته ږدي او فرمايي:

قَالَ لَهُۥ مُوسَىٰ هَلۡ أَتَّبِعُكَ عَلَىٰٓ أَن تُعَلِّمَنِ مِمَّا عُلِّمۡتَ رُشۡدٗا ٦٦ قَالَ إِنَّكَ لَن تَسۡتَطِيعَ مَعِيَ صَبۡرٗا ٦٧ وَكَيۡفَ تَصۡبِرُ عَلَىٰ مَا لَمۡ تُحِطۡ بِهِۦ خُبۡرٗا ٦٨ قَالَ سَتَجِدُنِيٓ إِن شَآءَ ٱللَّهُ صَابِرٗا وَلَآ أَعۡصِي لَكَ أَمۡرٗا ٦٩ قَالَ فَإِنِ ٱتَّبَعۡتَنِي فَلَا تَسۡ‍َٔلۡنِي عَن شَيۡءٍ حَتَّىٰٓ أُحۡدِثَ لَكَ مِنۡهُ ذِكۡرٗا ٧٠

موسى ورته وويل: آيا كېدى شي د دي لپاره ستا متابعت او ملگرتيا وكړم چي د هغه رشد او پوهي څه رازده كړې چي تا ته ئې علم دركړى شوى؟ هغه ورته وويل: ته زما په ملگرتيا كي صبر نشې كولى، څنگه به په هغه څه صبر وكړې چي پرې خبر نه يې؟ وئې ويل: إن شاء الله ما به صابر ومومې او په هيڅ كار كي به له تا سرغړاوى ونه كړم. وئې ويل: نو كه زما متابعت كوې نو د هيڅ څه په اړہ تر هغه ما مه پوښته چي په خپله ئې يادونه درته وكړم.

له دې آيتونو څو خبري په ډېر وضاحت سره معلومېږي:

موسى عليه السلام د دې لپاره د خضر عليه السلام خوا ته ورغلى وو چي څه ترې زده كړي، او دا ښيي چي دا ملاقات هغه مهال ترسره شوى چي لا موسى عليه السلام په پيغمبرۍ نه وو مبعوث شوى، ځكه له بعثت نه وروسته دى په خپله د نورو معلم او مرشد شو، دا ضرورت ئې نه وو چي له خضر عليه السلام يا له بل چا څه زده كړي. له دې وروسته نه په ټولي نړۍ كي تر ده ستر عالم وو او نه ستر مرشد، هيڅ عقلمن انسان دا خبره نشي منلى چي د موسى عليه السلام په څېر ستر او اولوالعزم پيغمبر به له بعثت نه وروسته له داسي چا د څه زده كولو لپاره دومره اوږد سفر كړى وي چي نه ئې تر ده مقام لوړ وو، نه دا معلومه ده چي هغه پيغمبر وو او حتى قرآن د ده نوم هم نه دئ ياد كړى!! دې خبري ته په پام سره په بشپر يقين او اطمئنان سره ويلى شو چي دا سفر د موسى عليه السلام په ځوانۍ كي او له بعثت نه ډېر مخكي شوى!

كله چي موسى عليه السلام له خضر عليه السلام سره مخامخ شوى له هغه ئې غوښتي چي څه موده ئې له ځان سره د ملگري په توگه ومني او هغه څه وروښيي چي الله تعالى ده ته ورښودلي. هغه په ځواب كي دوه خبري ورته كړې: 1- ته زما په ملگرتيا كي صبر نشې كولى، ښايي د ده حالت ته په پام سره ئې دا خبره ورته كړې، هغه ئې په سوكالۍ او رفاه كي ستر شوى زلمى موندلى او د ځان د ستونزمنو او خطرناكو سفرونو د ملگرتيا جوگه ئې نه دى گڼلى؛ نو ځكه ئې دا خبره ورته كړې. او بيا ئې ورته ويلي: څنگه به په هغه څه صبر وكړې چي پرې خبر نه يې؟ 2- او كه سره له دې زما متابعت كوې نو د هيڅ څه په اړہ تر هغه ما مه پوښته چي په خپله ئې يادونه درته وكړم. له دې نه معلومېږي چي خضر عليه السلام ډېر محتاط شخصيت وو، خپل نږدې د سفر ملگرى ئې هم له خپلو اسرارو نه خبراوو، پر موسى عليه السلام ئې دا شرط ومنلو چي د اسرارو پوښتنه به نه ترې كوي، مگر هغه مهال چي دى ئې په خپله يادونه وكړي. له دې نه دا هم معلومېږي چي خضر عليه السلام په سري مبارزې بوخت وو، د دې خبري حقيقت هغه مهال موږ ته لاښه جوت كېږي چي د دوى دواړو د ملگرتيا درې پېښي په دقت سره له نظره تېري كړو. د موسى عليه السلام مخكنى د سفر ملگري له ځان سره نه بېول هم دغه مطلب په گوته كوي. موسى عليه السلام شرط مني او د صبر او اطاعت ژمنه كوي.

د قصې درېيمه برخه داسي ده:

وَإِذۡ قَالَ مُوسَىٰ لِفَتَىٰهُ لَآ أَبۡرَحُ حَتَّىٰٓ أَبۡلُغَ مَجۡمَعَ ٱلۡبَحۡرَيۡنِ أَوۡ أَمۡضِيَ حُقُبٗا ٦٠ فَلَمَّا بَلَغَا مَجۡمَعَ بَيۡنِهِمَا نَسِيَا حُوتَهُمَا فَٱتَّخَذَ سَبِيلَهُۥ فِي ٱلۡبَحۡرِ سَرَبٗا ٦١ فَلَمَّا جَاوَزَا قَالَ لِفَتَىٰهُ ءَاتِنَا غَدَآءَنَا لَقَدۡ لَقِينَا مِن سَفَرِنَا هَٰذَا نَصَبٗا ٦٢ قَالَ أَرَءَيۡتَ إِذۡ أَوَيۡنَآ إِلَى ٱلصَّخۡرَةِ فَإِنِّي نَسِيتُ ٱلۡحُوتَ وَمَآ أَنسَىٰنِيهُ إِلَّا ٱلشَّيۡطَٰنُ أَنۡ أَذۡكُرَهُۥۚ وَٱتَّخَذَ سَبِيلَهُۥ فِي ٱلۡبَحۡرِ عَجَبٗا ٦٣ قَالَ ذَٰلِكَ مَا كُنَّا نَبۡغِۚ فَٱرۡتَدَّا عَلَىٰٓ ءَاثَارِهِمَا قَصَصٗا ٦٤ فَوَجَدَا عَبۡدٗا مِّنۡ عِبَادِنَآ ءَاتَيۡنَٰهُ رَحۡمَةٗ مِّنۡ عِندِنَا وَعَلَّمۡنَٰهُ مِن لَّدُنَّا عِلۡمٗا ٦٥ قَالَ لَهُۥ مُوسَىٰ هَلۡ أَتَّبِعُكَ عَلَىٰٓ أَن تُعَلِّمَنِ مِمَّا عُلِّمۡتَ رُشۡدٗا ٦٦ قَالَ إِنَّكَ لَن تَسۡتَطِيعَ مَعِيَ صَبۡرٗا ٦٧ وَكَيۡفَ تَصۡبِرُ عَلَىٰ مَا لَمۡ تُحِطۡ بِهِۦ خُبۡرٗا ٦٨ قَالَ سَتَجِدُنِيٓ إِن شَآءَ ٱللَّهُ صَابِرٗا وَلَآ أَعۡصِي لَكَ أَمۡرٗا ٦٩ قَالَ فَإِنِ ٱتَّبَعۡتَنِي فَلَا تَسۡ‍َٔلۡنِي عَن شَيۡءٍ حَتَّىٰٓ أُحۡدِثَ لَكَ مِنۡهُ ذِكۡرٗا ٧٠ فَٱنطَلَقَا حَتَّىٰٓ إِذَا رَكِبَا فِي ٱلسَّفِينَةِ خَرَقَهَاۖ قَالَ أَخَرَقۡتَهَا لِتُغۡرِقَ أَهۡلَهَا لَقَدۡ جِئۡتَ شَيۡ‍ًٔا إِمۡرٗا ٧١ قَالَ أَلَمۡ أَقُلۡ إِنَّكَ لَن تَسۡتَطِيعَ مَعِيَ صَبۡرٗا ٧٢ قَالَ لَا تُؤَاخِذۡنِي بِمَا نَسِيتُ وَلَا تُرۡهِقۡنِي مِنۡ أَمۡرِي عُسۡرٗا ٧٣ فَٱنطَلَقَا حَتَّىٰٓ إِذَا لَقِيَا غُلَٰمٗا فَقَتَلَهُۥ قَالَ أَقَتَلۡتَ نَفۡسٗا زَكِيَّةَۢ بِغَيۡرِ نَفۡسٖ لَّقَدۡ جِئۡتَ شَيۡ‍ٔٗا نُّكۡرٗا ٧٤ قَالَ أَلَمۡ أَقُل لَّكَ إِنَّكَ لَن تَسۡتَطِيعَ مَعِيَ صَبۡرٗا ٧٥ قَالَ إِن سَأَلۡتُكَ عَن شَيۡءِۢ بَعۡدَهَا فَلَا تُصَٰحِبۡنِيۖ قَدۡ بَلَغۡتَ مِن لَّدُنِّي عُذۡرٗا ٧٦ فَٱنطَلَقَا حَتَّىٰٓ إِذَآ أَتَيَآ أَهۡلَ قَرۡيَةٍ ٱسۡتَطۡعَمَآ أَهۡلَهَا فَأَبَوۡاْ أَن يُضَيِّفُوهُمَا فَوَجَدَا فِيهَا جِدَارٗا يُرِيدُ أَن يَنقَضَّ فَأَقَامَهُۥۖ قَالَ لَوۡ شِئۡتَ لَتَّخَذۡتَ عَلَيۡهِ أَجۡرٗا ٧٧ قَالَ هَٰذَا فِرَاقُ بَيۡنِي وَبَيۡنِكَۚ سَأُنَبِّئُكَ بِتَأۡوِيلِ مَا لَمۡ تَسۡتَطِع عَّلَيۡهِ صَبۡرًا ٧٨ أَمَّا ٱلسَّفِينَةُ فَكَانَتۡ لِمَسَٰكِينَ يَعۡمَلُونَ فِي ٱلۡبَحۡرِ فَأَرَدتُّ أَنۡ أَعِيبَهَا وَكَانَ وَرَآءَهُم مَّلِكٞ يَأۡخُذُ كُلَّ سَفِينَةٍ غَصۡبٗا ٧٩ وَأَمَّا ٱلۡغُلَٰمُ فَكَانَ أَبَوَاهُ مُؤۡمِنَيۡنِ فَخَشِينَآ أَن يُرۡهِقَهُمَا طُغۡيَٰنٗا وَكُفۡرٗا ٨٠ فَأَرَدۡنَآ أَن يُبۡدِلَهُمَا رَبُّهُمَا خَيۡرٗا مِّنۡهُ زَكَوٰةٗ وَأَقۡرَبَ رُحۡمٗا ٨١ وَأَمَّا ٱلۡجِدَارُ فَكَانَ لِغُلَٰمَيۡنِ يَتِيمَيۡنِ فِي ٱلۡمَدِينَةِ وَكَانَ تَحۡتَهُۥ كَنزٞ لَّهُمَا وَكَانَ أَبُوهُمَا صَٰلِحٗا فَأَرَادَ رَبُّكَ أَن يَبۡلُغَآ أَشُدَّهُمَا وَيَسۡتَخۡرِجَا كَنزَهُمَا رَحۡمَةٗ مِّن رَّبِّكَۚ وَمَا فَعَلۡتُهُۥ عَنۡ أَمۡرِيۚ ذَٰلِكَ تَأۡوِيلُ مَا لَمۡ تَسۡطِع عَّلَيۡهِ صَبۡرٗا ٨٢

الكهف: 60-82

نو دواړہ وخوزېدل، حتى چي په هغي كښتۍ كي سپاره شول چي سورۍ ئې كړہ، وئې ويل: آيا د دې لپاره دي سورۍ كړہ چي سپرلۍ ئې غرق كړې، يقيناً چي په ستر (نادر) كار دي لاس پوري كړ، وئې ويل: آيا نه مي وو ويلي چي ته زما په ملگرتيا كي صبر نشې كولى؟ وئې ويل: ما پر خپلي هېرېدا مه نيسه، او زما په كار كي سختي مه راسره كوه، نو وخوزېدل، تر هغه چي له يوه ځوانكي سره مخامخ شول، نو هغه ئې ووژلو، وئې ويل: آيا يو بې گناه كس دي ووژلو، پرته له دې چي د كوم كس په بدل كي وژل شوى وي، يقيناً چي ډېر ناآشنا كار دي وكړ، وئې ويل: آيا نه مي وو درته ويلي چي ته زما په ملگرتيا كي صبر نشې كولى؟ وئې ويل: كه مي له دې وروسته د كوم څه پوښتنه درنه وكړہ نو بيا مي په ملگرتيا او مصاحبت كي مه درسره نيسه، يقيناً چي (په دې صورت كي به) زما له لوري د معذورتيا پړاو ته رسېدلى يې، نو وخوزېدل، تر هغه چي د يوه كلي اوسېدونكو ته ورغلل، له كليوالو ئې د خوراك غوښتنه وكړہ، هغوى له دې ډډہ وكړہ چي مېلمانه ئې كړي، بيا دواړو هلته يو داسي دېوال وموند چي غوښتل ئې نسكور شي، نو هغه ئې ټينگ ودراوو، وئې ويل: كه دي غوښتي وى نو پر دې كار به دي اجوره ترلاسه كړې وه، وئې ويل: همدا زما او ستا تر منځ د بېلتون سبب دئ، ژر به د هغو كارونو په حقيقت تا پوه كړم چي صبر دي پرې ونه كړى شو. اما هغه كښتۍ چي وه نو هغه د ځينو مسكينانو وه چي په سيند كي به ئې كار كولو، نو ما وغوښتل چي عيبجنه ئې كړم، او (دا ځكه چي) ترې وړاندي داسي پاچا وو چي هره كښتۍ ئې غصبوله، او هغه ځوانكى داسي وو چي پلار مور ئې مؤمنان ول، نو موږ (خضر او د هلك پلار او مور) ووېرېدو چي داسي نه چي په خپل كفر او طغيان سره دوى دواړہ تنگ كړي، نو اراده مو وكړہ چي د دوى دواړو رب تر ده د پاكوالي له پلوه غوره او د پېرزويني له پلوه نږدې په عوض كي وركړي. او هغه دېوال چي وو نو هغه په ښار كي د دوو يتيمو هلكانو وو او ترې لاندي د دوى خزانه وه، پلار ئې صالح انسان وو، ستا رب وغوښتل چي دواړہ ستر شي او خپله خزانه راوباسي، دا ستا د رب له لوري يوه پېرزوينه وه، ما دا كار د ځان له پلوه نه دئ كړى، دا د هغه څه حقيقت وو چي تا پرې صبر ونشو كړى.

د قصې دا برخه موږ ته څو مهمي لارښووني كوي:

كه د قصې دې برخي ته لږ ځير شو نو ډېر ژر په دې حقيقت پوهېدى شو چي الله تعالى خضر عليه السلام ته كوم علم وركړى وو او ده موسى عليه السلام ته د ملگرتيا په دوران كي څه ورزده كړل، قرآن فرمايي چي هغه موسى عليه السلام ته درې لارښووني وكړې:

  • د يوه ظالم پاچا له منگولو د مسكينو او بې وزلو جاله والو ژغورل؛ هغه هم په داسي بڼي كي چي جاله وال ترې خبر نشول، د لږ ضرر په مقابل كي ئې دوى له ستر تاوانه وژغورل.
  • د يوه مفسد، كافر او بې رحمه زلمي وژل او مؤمن مور پلار ئې له شره ژغورل،
  • تر نړېدونكي دېوال لاندي د دوو يتيمانو لپاره ښخه شوې خزانه له غارت كېدو خوندي كول،

موسى عليه السلام له خپل عالم او مجاهد استاد نه همدا لارښووني زده كړې وې، د همدې لارښوونو په رڼا كي هغه دغو دريو كارونو ته ورته كارونه وكړل: 1- له يوه مظلوم بني اسرائيلي نه د دفاع په موخه ئې يوه ظالم قبطي ته داسي گوزار وركړ چي پرې مړ شو، 2- د مدين د كوهي غاړي كي ئې په داسي حال كي د دوو بې وزلو نجونو رمه خړوبه كړہ چي د اوږده سفر له امله ډېر ستړى او ستومانه وو، 3- د بني اسرائيلو د نجات لپاره له مدين نه مصر ته لاړ او د فرعون مقابلې ته ئې ملا وتړله.

كه د القصص سورې د دغه 14 آيت نه وروسته آيت ته ځير شو گورو چي په هغه كي د يوه قبطي او بني اسرائيلي تر منځ نښتي او له مظلوم بني اسرائيلي نه د موسى عليه السلام دفاع ته اشاره شوې او ورپسې د موسى عليه السلام هغه تاريخي او انقلابي پرېكړہ په گوته شوې چي د ظالمانو له ملگرتيا او ملاتړ نه ئې خپل قطعي او دائمي برائت اعلان كړ:

قَالَ رَبِّ بِمَآ أَنۡعَمۡتَ عَلَيَّ فَلَنۡ أَكُونَ ظَهِيرٗا لِّلۡمُجۡرِمِينَ ١٧ القصص: 17

وئې ويل: اې زما ربه! د هغي پرزويني په وجه چي پر ما دي وكړہ هيڅكله به (له دې وروسته) د مجرمينو ملاتړى نشم.

دا په حقيقت كي له فرعوني نظام سره د موسى عليه السلام د بشپړي مقاطعې اعلان وو. د علم او حكمت له وركړي وروسته د دغو پېښو يادونه ښيي چي همدا د ده د علم او حكمت آثار او نتائج وو، يو داسي كس چي د فرعون په كور كي په ناز او نعمت كي ستر شوى وي، د فرعون مېرمني د خپل نازولي او گران زوى په توگه روزلى وي؛ ډېره بعيده ده چي هغه دي يوازي او له ساتونكو پرته ښار ته ننوځي او بيا دي د دوو عادي سړو تر منځ نښتي كي مداخله وكړي او هغه هم داسي مداخله چي په ترڅ كي ئې تېرى كوونكى ووژل شي، خو الله تعالى د ده د روزني بېل انتظام كړى وو، له خضر عليه السلام سره ملگرتيا هغه ته ښودلي وو چي د مظلوم ملگرتيا به كوې. خضر عليه السلام د ملگرتيا په دوران كي د دريو پېښو په ترڅ كي هغه ده ته دا درس وركړى وو چي تل به د مظلوم ملگرتيا كوي او د ظالم له منگولو نه د هغه د ژغورني لپاره به ملاتړي.

دا خبري په ډېر وضاحت سره ښيي چي:

خضر عليه السلام نه كوم لاهوتي او ناسوتي علم موسى عليه السلام ته ورښودلي، نه كوم لدني علم، نه كوم باطني علم او نه د طريقت مسلك، درې جهادي لارښوني ئې ورته كړې او په عملي توگه ئې ورښودلې. د ظالمانو په ضد د مظلومانو ملگرتيا، د بې رحمه مفسد وژل او د يتيمانو مرسته.

له هغه پوه او عالم سړي سره د موسى عليه السلام د ملگرتيا په قصه كي څو په زړہ پوري او د زياتي توجه وړ ټكي زمونږ مخي ته اېښودل شوي:

موسى عليه السلام له خپل پوه او عالم ملگري نه داسي څه ويني چي د ده لپاره د توجيه او منلو وړ ندي، په ظاهر كي داسي بد او قبيح ورته ښكاري چي په وړاندي ئې چوپ نشي پاته كېدى، فوراً اعتراض كوي. كه څه هم ژمنه ئې كړې وه چي ترڅو پوري ده نه وي پرې خبر كړى او قضيه ئې نه وي ورته بيان كړې، تر هغې پوري به د هيڅ كار په اړہ پوښتنه نه كوي، خو گورو چي موسى عليه السلام هرځل خپل تعهد هېروي، سكوت ماتوي او له خپل ملگري سوال كوي، اعتراض ورباندي كوي او ورته وايي: دا څه عجيب كار!! دا څومره ناوړہ عمل!! او ملگرى ئې هرځل ورته وايي: تا ته مي ويلي وو چي زما ملگرتيا نه شې كولى، زما پركارونو صبرنه شې كولى، ځكه چي په راز ئې نه پوهېږې، د كارونو له اسرارو بې خبري د دې سبب كېږي چي بې صبره شې. دا كار درې ځلي تكرارېږي، بالآخره موسى عليه السلام اعتراف كوي چي لدې شخص سره د ملگرتيا توان نه لري او د هغه د عجيبو كارونو په وړاندي صبر نه شي كولى. كه موسى عليه السلام علم غيب لرلى نو داسي به نه كېدل، نه به ئې په خپل ملگري اعتراض كاوو او نه به ئې له ملگرتيا پاته شوى وو، كه موسى عليه السلام چي له اولوالعزم رسولانو څخه دئ، علم غيب نه لري نو بل به څوك وي چي د علم غيب خاوند وي؟!

موسى عليه السلام پدې اعتراض وكړ چي د مسكينانو كښتۍ ولي تخريب شي او ولي له سفره پاتې شي، خو له دې خبر نه وو چي څو قدمه وړاندي دې كښتۍ او مالكانو ته ئې خطر متوجه دئ، هلته د يوه ظالم پاچا پلويانو كمين نيولى، هره كښتۍ چي مومي غصبوي ئې! د موسى عليه السلام ملگرى پدې خبر وو، د دې لپاره چي دا كښتۍ او غريب مالكان ئې له خطر سره مخ نه شي يو تدبير ئې وسنجاوو، كښتۍ ئې سورۍ كړہ، ترڅو له سفره پاتې شي، دا كار چي د موسى عليه السلام لپاره د توجيه وړ نه وو په حقيقت كي د كښتۍ د مالكانو لپاره لوى خدمت وو او په همدې كي د موسى عليه السلام لپاره يو لوى درس پروت وو او هغه دا چي يوه چا ته د ډېري گټي لپاره لږ ضرر رسول د ستايني وړ كار دئ نه د اعتراض وړ.

په دوهم ځل ئې هم د خپل پوه او عالم ملگري په كړو صبر ونشو كړى، بيا ئې اعتراض وكړ چي دا ځوان دي ولي بې موجبه ووژلو؟! له دې خبر نه وو چي دا ځوان يو شرير، سخت زړى، فاسد او كافر انسان دئ، مور او پلار ئې مسلمانان دي او د ده خطر دومره لوى شوى چي كورنۍ ئې تهديدوي، دا په اصطلاح يو فاسد غړى دئ، جراحي ته ضرورت لري، د دې فاسد او خطرناك غړي قطع كول په واقع كي لدې مؤمني كورنۍ سره مرسته ده. د موسى پوه او عالم ملگري دې مؤمني كورنۍ ته لوى خدمت وكړ، د يوه شرير انسان له شره ئې وژغورله او موسى عليه السلام ته ئې دا درس وروښود چي: په سالم بدن كي د فاسد غړى جراحي ممانعت نه لري، له سالم بدن نه د هغه غړي قطع كول ضروري دي چي د اصلاح او جوړيدو امكان ئې نه وي. كه اسلامي ټولني ته د يوه شرير او فاسد انسان له خوا گواښ او تهديد متوجه شي او تر خطر لاندي راشي چي له تصفيى او له منځه وړلو پرته بله چاره ونلري، نو د دا ډول غړي له منځه وړل د اعتراض نه بلكه د توجيه او ستايني وړ عمل دئ.

دې ته مو پام وي چي د قرآن له وينا په ډېر وضاحت سره معلومېږي چي خضر عليه السلام دا كار د دې ځوانكي د پلار او مور په خوښه او موافقه تر سره كړى دا ځكه چي اړوند آيتونه داسي وايي:

وَأَمَّا ٱلۡغُلَٰمُ فَكَانَ أَبَوَاهُ مُؤۡمِنَيۡنِ فَخَشِينَآ أَن يُرۡهِقَهُمَا طُغۡيَٰنٗا وَكُفۡرٗا ٨٠ فَأَرَدۡنَآ أَن يُبۡدِلَهُمَا رَبُّهُمَا خَيۡرٗا مِّنۡهُ زَكَوٰةٗ وَأَقۡرَبَ رُحۡمٗا ٨١ الكهف: 80-81

او هغه ځوانكى داسي وو چي پلار مور ئې مؤمنان ول، نو موږ (خضر، او د ځوانكي مور او پلار) ووېرېدو چي داسي نه چي په خپل كفر او طغيان سره دوى دواړہ تنگ كړي، نو موږ (درې واړو) اراده وكړہ چي د دوى دواړو رب تر ده د پاكوالي له پلوه غوره او د پېرزويني له پلوه نږدې په عوض كي وركړي.

كه په دې آيتونو كي لږ غور وكړو نو په وضاحت سره راته جوته كېږي چي د هغه هلك مور پلار خضر عليه السلام ته شكايت كړى، درې سره په دې صلاح شوي چي هغه ووژل شي، لكه چي گورئ دلته د (فخشينا) او ورپسې د (اردنا) صيغې راغلې، په دواړو كي د (نا) ضمير د هلك مور، پلار او خضر عليه السلام ته راجع دئ، دوى د هلك په اړہ وېرېدلي او د هغه د وژلو پرېكړہ ئې كړې، په دې كي اصلاً د الله نوم نشو شاملولى. هم له دې امله چي الله تعالى ته د وېرېدو نسبت كول صحيح نه دي، په قرآن كي د دې شاهد نه مومو، او هم له دې امله چي په (خشينا) كي ضمير يوازي خضر عليه السلام او د ماشوم مور او پلار ته راجع كېدى شي نه بل چا ته، دا ځكه چي تر دې د مخه د الله تعالى نوم نه دئ ياد شوى. اصولاً بايد ضمير نږدي اسم ته راجع شي، دلته د (نا) لپاره نږدې نومونه دوى درې دي، په خشينا او اردنا كي نه له ادبي پلوه او نه له اعتقادي پلوه؛ ضمير الله تعالى ته راجع كولى شو، همداراز كه په (اردنا) كي ضمير الله تعالى او خضر عليه السلام ته راجع شي د دې معنى داسي راوځي چي دوى دواړو په گډہ د هغه هلك د وژلو پرېكړہ وكړہ، حال دا چي الله تعالى د پرېكړو په صادرولو كي له هيچا سره مشوره نه كوي او څوك له ځان سره نه شريكوي!! څوك چي په اردنا كي (الله او خضر) مرادوي دې ته ئې پام نه دئ كړى چي په دې صورت كي بايد په (خشينا) كي هم دوى دواړہ مراد كړي!! چي دا كاملاً غلطه خبره ده، الله تعالى په ټول قرآن كي هيڅ ځاى د خشي صيغه ځان ته نه ده منسوب كړې، وېره الله تعالى ته منسوبول صحيح نه ده، دلته هم د (خشينا) يعني ووېرېدو صيغه د هلك مور پلار او خضر عليه السلام ته راجع ده او هم د اردنا يعني اراده مو وكړہ صيغه، له دې پرته بل تعبير ته هيڅ مجال نه پاته كېږي؟

له دې آيتونو نه دا هم جوته كېږي چي دا خبره صحيح نه ده چي ووايو خضر عليه السلام يو معصوم ماشوم وژلى، د هغه ځوانكي په اړہ د موسى عليه السلام وينا په دې معنى نه ده چي هغه وژل شوى ځوان يو معصوم ماشوم وو، موسى عليه السلام هغه نه پېژاندو، د اعتراض مقصد ئې دا وو چي هغه داسي جرم نه دئ كړى چي د وژلو مستحق وي، د دې ځوانكي په اړہ د خضر عليه السلام وينا معيار ده، د ده له وينا معلومېږي چي هغه په داسي كفر، طغيان، فساد او بې رحمۍ كي غرق وو چي نږدې وه خپله كورنۍ تباه كړي.

موسى عليه السلام درېيم ځل پدې اعتراض وكړ چي ولي له هغه بخيل قوم سره د كاږہ دېوال په جوړولو او له غورځيدا مخنيوى كي مرسته كوي، له داسي قوم سره ولي مرسته كوي چي دومره بخيل او بې احساسه دئ چي اړ او مجبور انسان ته يوه مړۍ ډوډۍ هم نه وركوي او ولي ئې دې خلكو ته مفت او مجاني كار وكړ؟ موسى عليه السلام د خپل ملگري پدې عمل انتقاد وكړ، ځكه هغه پدې نه وو خبر چي تردې دېوال لاندي د هغو دوو يتيمانو خزانه ده چي له مؤمنو والدينو په ميراث ورته پاتې ده، د موسى عليه السلام ملگري په خپل دې مفت او بې اجورې كار سره هغو يتيمانو ته غټ خدمت وكړ او په عين وخت كي ئې موسى عليه السلام ته دا لارښوونه وكړہ چي انسان ته نه ښايي تل بالمثله معامله وكړي، مناسبه نده چي د ټولني د اكثريت بدكړہ او ناسمه معامله تا له كمزوري اقليت سره له نېكي كولو منع كړي. كه لږ غور وكړو نو دا خبره راته جوته كېږي چي د هغو يتيمانو پلار خضر عليه السلام يو امين او صالح كس گڼلى، ورته ويلي ئې وو چي د زامنو لپاره مي تر دېوال لاندي سكې ښخوم، كله چي ستر شي نو ترې خبر ئې كړہ، ده ورسره ژمنه كړې، د همدې ژمني په وجه دې كلي ته راغلى چي د دېوال حالت وگوري، هغه ئې د ړنگېدو په حال كي موندلى نو ځكه ئې رغولى. هيڅ عقلمن انسان دا خبره نشي منلى چي د يتيمانو پلار دي په داسي حال كي د دوى لپاره تر دېوال لاندي سكې ښخي كړې وي چي هيڅوك ئې نه وو پرې خبر كړى، له داسي نامعقول كار به د ده زامنو ته څه گټه رسېده؟ زامن به ئې څنگه خبرېدل چي پلار ئې دلته د دوى لپاره سكې ښخي كړې دي؟ طبيعي او معقوله خبره دا ده چي د دوى پلار خضر عليه السلام ته دا خبره كړې وه.

پدې قصې كي هيڅ داسي دليل نشته چي د موسى عليه السلام ملگري ته علم غيب ترې ثابت شي، قرآن ندي ويلي چي دى په غيب پوهېدو، نه پوهېږو څوك چي هڅه كوي د دې قصې له كومي برخي خضر عليه السلام ته علم غيب ثابت كړي څنگه دا جسارت كوي؟! د قصې له كومي برخي او د اړوند آيتونو له كوم لفظ ئې دا انتباه اخيستې ده؟! د ظالم او غاصب پاچا په اړہ د ده علم، د هغه ځوان له نېك عمله مور او پلار او د ده له كفر او طغيان نه د ده خبرتيا او تر نړيدونكي دېوال لاندي د هغو يتيمانو خزانه چي صالح مور پلار ئې له لاسه وركړي وو، دا معلومات ولي په علم غيب حمل شي؟ دا ولي د هغه د پراخو معلوماتو او د سيمي له حالت نه د ده د خبرتيا نښه ونه گڼو؟

صحيح نه ده چي د ظالم واكمن په اړہ علم، د صالح پلار د طاغي او عاصي زوى په اړہ علم او تر دېوال لاندي د يتيمانو د خزانې په اړہ علم داسي توجيه او تعبير كړو چي له قرآن سره تعارض ولري او په غيب د انسان د پوهېدا غلطه خبره ترې راووځي، دا آيتونه بايد د قرآن د نورو آيتونو په رڼا كي تفسير كړو، خضر عليه السلام په دې خبرو پوهېدو؛ دا ځكه چي دى په همدې سيمي كي اوسېدو، موسى عليه السلام ترې خبر نه وو ځكه چي هغه له بلي سيمي هلته تللى وو.

په دې قصې كي دوه شخصيتونه انځور شوي: يو ئې اولوالعزمه پيغمبر موسى عليه السلام او بل ئې د خداى يو نېك بنده، موسى عليه السلام د هغه ليدو ته ورغلى، د ده د سيمي له حالته معلومات نه لري، هغه په خپلي سيمي كي بلد دئ، ښه او بد پېژني، موسى عليه السلام د ملگرتيا او سفر په دوران كي له خپل ملگري درې داسي كارونه گوري چي د علم غيب نه درلودو په وجه نه پوهېږي چي ولي ئې دا كارونه وكړل، له هغه وروسته پرې پوه شو چي ملگري ئې تفصيلات ورته بيان كړل، دا قصه په ډېر وضاحت سره دا حقيقت زموږ مخي ته ږدي چي پيغمبران عليهم السلام په غيب نه پوهېږي، عجيبه دا ده چي د كږو زړونو خاوندان له دغي قصې معكوسه نتيجه اخلي او د موسى عليه السلام ملگري ته علم غيب ثابتوي!!

د كږو او خيرنو زړونو خاوندانو او په خرافاتو كي تر ستوني غرق ډلو د دغي قصې له څو برخو خپل عقائد په دې توگه اخيستي دي او وايي:

  • موسى عليه السلام پيغمبر وو او خضر يو ولي، پيغمبر ته شريعت وركړى شوى او ولي ته طريقت، د شريعت علم پر ظواهرو ولاړ دئ او د طريقت علم پر باطن، ولي ته د باطن علم وركړى شوى او پيغمبر ته د ظاهر علم!!
  • خضر په غيب پوهېدو، د غاصب پاچا، وژل شوي ماشوم او دېوال لاندي خزانې په اړہ د ده علم د علم غيب بېلگي دي!!
  • د طريقت لاروي د شريعت په احكامو ملزم نه وي، كولى شي د شريعت خلاف عمل وكړي!! د ماشوم وژل د شريعت له مخي حرام دئ خو خضر همدا كار وكړ. پر اولياء الله به دا اعتراض نه كوئ چي ولي ئې د شريعت خلاف عمل وكړ.

راشئ وگورو چي دا خبري څومره وزن لري او څومره د حقيقت مطابق يا خلاف دي؟ آيا له دې قصې دا مطالب راايستل او د خپلو عقائدو بنسټ ئې گرځول صحيح دي كه نه؟

كه څوك له شفاف ذهن سره، پرته له دې چي كوم خاص مخكنى فكر ورسره وي، د موسى عليه السلام او خضر عليه السلام د قصې اړوند آيتونو باندي غور وكړي نو په بشپړ يقين او ډاډ سره ويلى شي چي په دغو آيتونو كي هيڅ داسي څه صراحتاً او اشارتا نه تر سترگو كېږي چي د دغې بې لاري ډلي د انگېرنو او غلطو تصوراتو لپاره كوم مستمسك ترې جوړ شي. يوازي هغه به دا غلطه انتباه ترې اخلي چي په غرض او مرض مبتلا وي او د دې پروا نه لري چي د الله تعالى په كلام كي تحريف وكړي. كه تاسو د دغي ډلي افكارو او دلائلو ته ځير شئ نو وبه گورئ چي د قرآن په كوم آيت يا د كوم آيت په كوم لفظ د استناد پر ځاى پر داسي كمزورو رواياتو استناد كوي چي هم له قرآن سره په څرگنده توگه تعارض لري او هم په خپلو منځونو كي!! راشئ هغه روايات هم وڅېړو چي د دې قصې په اړہ ئې د رواياتو په كتابونو كي مومو. يو روايت دا دئ:

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ أَنَّهُ تَمَارَى هُوَ وَالْحُرُّ بْنُ قَيْسِ بْنِ حِصْنٍ الْفَزَارِىُّ فِي صَاحِبِ مُوسَى قَالَ ابْنُ عَبَّاسٍ هُوَ خَضِرٌ. فَمَرَّ بِهِمَا أبي بْنُ كَعْبٍ، فَدَعَاهُ ابْنُ عَبَّاسٍ فَقَالَ إِنِّي تَمَارَيْتُ أَنَا وَصَاحِبِى هَذَا فِي صَاحِبِ مُوسَى الَّذِي سَأَلَ مُوسَى السَّبِيلَ إِلَى لُقِيِّهِ، هَلْ سَمِعْتَ النَّبِيَّ صلى الله عليه و سلم يَذْكُرُ شَأْنَهُ قَالَ نَعَمْ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم يَقُولُ ” بَيْنَمَا مُوسَى فِي مَلإٍ مِنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ، جَاءَهُ رَجُلٌ فَقَالَ هَلْ تَعْلَمُ أَحَدًا أَعْلَمَ مِنْكَ قَالَ مُوسَى لاَ. فَأَوْحَى اللَّهُ إِلَى مُوسَى بَلَى، عَبْدُنَا خَضِرٌ، فَسَأَلَ مُوسَى السَّبِيلَ إِلَيْهِ، فَجَعَلَ اللَّهُ لَهُ الْحُوتَ آيَةً، وَقِيلَ لَهُ إِذَا فَقَدْتَ الْحُوتَ فَارْجِعْ، فَإِنَّكَ سَتَلْقَاهُ، وَكَانَ يَتَّبِعُ أَثَرَ الْحُوتِ فِي الْبَحْرِ، فَقَالَ لِمُوسَى فَتَاهُ أَرَأَيْتَ إِذْ أَوَيْنَا إِلَى الصَّخْرَةِ فَإِنِّي نَسِيتُ الْحُوتَ، وَمَا أَنْسَانِيهِ إِلاَّ الشَّيْطَانُ أَنْ أَذْكُرَهُ. قَالَ ذَلِكَ مَا كُنَّا نَبْغِي، فَارْتَدَّا عَلَى آثَارِهِمَا قَصَصًا، فَوَجَدَا خَضِرًا. فَكَانَ مِنْ شَأْنِهِمَا الَّذِي قَصَّ اللَّهُ- عَزَّ وَجَلَّ- فِي كِتَابِهِ “.  بخاري: 74

عبدالله بن عباس رضى الله عنهما نه روايت دئ چي وايي: د ده او حر بن قيس تر منځ د موسى عليه السلام د ملگري په اړہ مناقشه رامنځته شوه، ابن عباس وويل چي دا خضر وو، أبى بن كعب د دوى دواړو خوا ته تېر شو، نو ابن عباس ورغږ كړ او وئې ويل: زما او دغه ملگري تر منځ د موسى عليه السلام د هغه ملگري په اړہ مناقشه راغله چي موسى له هغه سره د ملاقات د لاري موندو پوښتنه كړې وه، آيا له رسول الله صلى الله عليه و سلم نه دي د ده په اړہ څه اورېدلي؟ وئې ويل: هو؛ له رسول الله صلى الله عليه و سلم نه مي واورېدل چي ويل ئې: كله چي موسى عليه السلام د بني اسرائيلو په يوې غونډي كي وو يو سړى ورته راغى او وئې ويل: آيا داسي څوك پېژنې چي تر تا زيات پوه وي؟ موسى عليه السلام وويل: نه، نو الله تعالى موسى عليه السلام ته وحي وكړہ چي ولي نه، زموږ بنده خضر (عليه السلام )، نو موسى له هغه سره د ملاقات د لاري په اړہ پوښتنه وكړہ، نو الله تعالى كب ورته د نښي په توگه وټاكو او ورته وويل شو: كله چي دي كب ورك كړ نو راوگرځه او هملته به ئې وگورې، او هغه به په نهر كي د روان كب تر شا (په استقامت) تلو، نو موسى ته خپل ځوانكي وويل: آيا پام دي وو چي كله مو هغه لوى كمر ته پنا يووړہ نو ما كب هېر كړ، فقط شيطان رانه هېر كړ چي يادونه ئې وكړم، موسى عليه السلام وويل: دا همغه څه دئ چي لټولو مو، نو پر خپلو پلونو بېرته راستانه شول، نو خضر ئې وموند، او بيا د دوى دواړو خبره همغسي ده چي الله تعالى ئې قصه په خپل كتاب كي راوړې.

دا روايت څو خبري زموږ مخي ته ږدي: دا عالم او پوه شخص خضر عليه السلام وو. موسى عليه السلام ته ويل شوي وو چي په ژوندي ماهي پسي روان شي، په هر ځاى كي چي ترې ورك شو هملته به خضر ومومي. موسى عليه السلام د سفر ملگرى په دې گمارلى وو چي په سيند كي روان كب به تر نظر لاندي نيسي، كله چي ترې ورك شي نو ده ته به خبر وركوي، دوى د سفر په دوران كي د تودوخي په وجه د كوم كمر سيوري ته پنا وړې، په همدې وخت كي كب خپله لار بدله كړې او د هغه ځوانكي له سترگو غائب شوى، كله چي بيا خوځېدلي، له څه مزل وروسته موسى عليه السلام له هغه غرمنى خوراك غوښتى، په همدې وخت كي هغه ته د كب د غائبېدو خبره ورپه ياد شوې او موسى عليه السلام ته ئې يادونه كړې، موسى عليه السلام ورته ويلي چي موږ د همدې ځاى په لټه كي وو، بېرته راستانه شوي او خضر عليه السلام ئې هملته موندلى.

دا روايت په بخاري كي دولس ځلي نور په دغو شمېرو راغلى: 78، 122، 2267، 2728، 3278، 3400، 3401، 4725، 4726، 4727، 6672، 7478، له دې نه درې ځلي نور د پورتني روايت په څېر دئ، له عادي توپيرونو سره او په دې شمېرو: 78، 3400، 7478، او پنځه ځلي په دغو شمېرو 122، 3401، 4725، 4726، 4727 كي داسي راغلى چي له پورتني سره ژور تعارض لري، او په كي راغلي چي موسى عليه السلام ته ويل شوي وو چي وريت شوى كب په ټوكرۍ كي ورسره واخلي، په دغو پنځو كي هم ژور توپيرونه تر سترگو كېږي، دا په داسي حال كي چي د ټولو ديارلسو روايتونو راوي يو دئ! امام بخاري رحمه الله نه دي ويلي چي كوم روايت ئې تر نورو غوره، دقيق او صحيح دئ، هغه له بېلو بېلو راويانو چي څه اورېدلي په امانت سره ئې رانقل كړي، له دغو متعارضو رواياتو به يو غوره كوو، يا هغه چي وايي موسى عليه السلام ته په سيند كي روان كب د نښي په توگه ټاكل شوى وو يا هغه چي وريت شوى كب نښه گڼي، د اسنادو له مخي دا پرېكړہ نشي كېدى، ځكه كه دا كار ممكن وى نو امام بخاري رحمه الله به هرومرو ويلي وو چي كوم ئې ضعيف دئ او كوم ئې صحيح. مجبور يو د قرآن په رڼا كي او د درايت له مخي ارجح روايت تشخيص كړو، راشئ د وريت شوي كب اړوند روايت ته ځير شو، روايت داسي دئ:

عن سَعِيدُ بْنُ جُبَيْرٍ قَالَ قُلْتُ لاِبْنِ عَبَّاسٍ إِنَّ نَوْفًا الْبِكَالِيَّ يَزْعُمُ أَنَّ مُوسَى لَيْسَ بِمُوسَى بَنِي إِسْرَائِيلَ، إِنَّمَا هُوَ مُوسَى آخَرُ. فَقَالَ كَذَبَ عَدُوُّ اللَّهِ، حَدَّثَنَا أبي بْنُ كَعْبٍ عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه و سلم قَالَ ” قَامَ مُوسَى النَّبِيُّ خَطِيبًا فِي بَنِي إِسْرَائِيلَ، فَسُئِلَ أَيُّ النَّاسِ أَعْلَمُ فَقَالَ أَنَا أَعْلَمُ. فَعَتَبَ اللَّهُ عَلَيْهِ، إِذْ لَمْ يَرُدَّ الْعِلْمَ إِلَيْهِ، فَأَوْحَى اللَّهُ إِلَيْهِ أَنَّ عَبْدًا مِنْ عِبَادِي بِمَجْمَعِ الْبَحْرَيْنِ هُوَ أَعْلَمُ مِنْكَ. قَالَ يَا رَبِّ وَكَيْفَ بِهِ فَقِيلَ لَهُ احْمِلْ حُوتًا فِي مِكْتَلٍ فَإِذَا فَقَدْتَهُ فَهْوَ ثَمَّ، فَانْطَلَقَ وَانْطَلَقَ بِفَتَاهُ يُوشَعَ بْنِ نُونٍ، وَحَمَلاَ حُوتًا فِي مِكْتَلٍ، حَتَّى كَانَا عِنْدَ الصَّخْرَةِ وَضَعَا رُءُوسَهُمَا وَنَامَا فَانْسَلَّ الْحُوتُ مِنَ الْمِكْتَلِ فَاتَّخَذَ سَبِيلَهُ فِي الْبَحْرِ سَرَبًا، وَكَانَ لِمُوسَى وَفَتَاهُ عَجَبًا، فَانْطَلَقَا بَقِيَّةَ لَيْلَتِهِمَا وَيَوْمِهِمَا فَلَمَّا أَصْبَحَ قَالَ مُوسَى لِفَتَاهُ آتِنَا غَدَاءَنَا، لَقَدْ لَقِينَا مِنْ سَفَرِنَا هَذَا نَصَبًا، وَلَمْ يَجِدْ مُوسَى مَسًّا مِنَ النَّصَبِ حَتَّى جَاوَزَ الْمَكَانَ الَّذِي أُمِرَ بِهِ. فَقَالَ لَهُ فَتَاهُ أَرَأَيْتَ إِذْ أَوَيْنَا إِلَى الصَّخْرَةِ فَإِنِّي نَسِيتُ الْحُوتَ، قَالَ مُوسَى ذَلِكَ مَا كُنَّا نَبْغِي، فَارْتَدَّا عَلَى آثَارِهِمَا قَصَصًا، فَلَمَّا انْتَهَيَا إِلَى الصَّخْرَةِ إِذَا رَجُلٌ مُسَجًّى بِثَوْبٍ- أَوْ قَالَ تَسَجَّى بِثَوْبِهِ- فَسَلَّمَ مُوسَى. فَقَالَ الْخَضِرُ وَأَنَّى بِأَرْضِكَ السَّلاَمُ فَقَالَ أَنَا مُوسَى. فَقَالَ مُوسَى بَنِي إِسْرَائِيلَ قَالَ نَعَمْ. قَالَ هَلْ أَتَّبِعُكَ عَلَى أَنْ تُعَلِّمَنِى مِمَّا عُلِّمْتَ رَشَدًا قَالَ إِنَّكَ لَنْ تَسْتَطِيعَ مَعِيَ صَبْرًا، يَا مُوسَى إِنِّي عَلَى عِلْمٍ مِنْ عِلْمِ اللَّهِ عَلَّمَنِيهِ لاَ تَعْلَمُهُ أَنْتَ، وَأَنْتَ عَلَى عِلْمٍ عَلَّمَكَهُ لاَ أَعْلَمُهُ. قَالَ سَتَجِدُنِي إِنْ شَاءَ اللَّهُ صَابِرًا، وَلاَ أَعْصِي لَكَ أَمْرًا، فَانْطَلَقَا يَمْشِيَانِ عَلَى سَاحِلِ الْبَحْرِ لَيْسَ لَهُمَا سَفِينَةٌ، فَمَرَّتْ بِهِمَا سَفِينَةٌ، فَكَلَّمُوهُمْ أَنْ يَحْمِلُوهُمَا، فَعُرِفَ الْخَضِرُ، فَحَمَلُوهُمَا بِغَيْرِ نَوْلٍ، فَجَاءَ عُصْفُورٌ فَوَقَعَ عَلَى حَرْفِ السَّفِينَةِ، فَنَقَرَ نَقْرَةً أَوْ نَقْرَتَيْنِ فِي الْبَحْرِ. فَقَالَ الْخَضِرُ يَا مُوسَى، مَا نَقَصَ عِلْمِى وَعِلْمُكَ مِنْ عِلْمِ اللَّهِ إِلاَّ كَنَقْرَةِ هَذَا الْعُصْفُورِ فِي الْبَحْرِ. فَعَمَدَ الْخَضِرُ إِلَى لَوْحٍ مِنْ أَلْوَاحِ السَّفِينَةِ فَنَزَعَهُ. فَقَالَ مُوسَى قَوْمٌ حَمَلُونَا بِغَيْرِ نَوْلٍ، عَمَدْتَ إِلَى سَفِينَتِهِمْ فَخَرَقْتَهَا لِتُغْرِقَ أَهْلَهَا قَالَ أَلَمْ أَقُلْ إِنَّكَ لَنْ تَسْتَطِيعَ مَعِيَ صَبْرًا قَالَ لاَ تُؤَاخِذْنِي بِمَا نَسِيتُ. فَكَانَتِ الأُولَى مِنْ مُوسَى نِسْيَانًا. فَانْطَلَقَا فَإِذَا غُلاَمٌ يَلْعَبُ مَعَ الْغِلْمَانِ، فَأَخَذَ الْخَضِرُ بِرَأْسِهِ مِنْ أَعْلاَهُ فَاقْتَلَعَ رَأْسَهُ بِيَدِهِ. فَقَالَ مُوسَى أَقَتَلْتَ نَفْسًا زَكِيَّةً بِغَيْرِ نَفْسٍ قَالَ أَلَمْ أَقُلْ لَكَ إِنَّكَ لَنْ تَسْتَطِيعَ مَعِيَ صَبْرًا- قَالَ ابْنُ عُيَيْنَةَ وَهَذَا أَوْكَدُ- فَانْطَلَقَا حَتَّى إِذَا أَتَيَا أَهْلَ قَرْيَةٍ اسْتَطْعَمَا أَهْلَهَا، فَأَبَوْا أَنْ يُضَيِّفُوهُمَا، فَوَجَدَا فِيهَا جِدَارًا يُرِيدُ أَنْ يَنْقَضَّ فَأَقَامَهُ. قَالَ الْخَضِرُ بِيَدِهِ فَأَقَامَهُ. فَقَالَ لَهُ مُوسَى لَوْ شِئْتَ لاَتَّخَذْتَ عَلَيْهِ أَجْرًا. قَالَ هَذَا فِرَاقُ بَيْنِي وَبَيْنِكَ “. قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه و سلم ” يَرْحَمُ اللَّهُ مُوسَى، لَوَدِدْنَا لَوْ صَبَرَ حَتَّى يُقَصَّ عَلَيْنَا مِنْ أَمْرِهِمَا “.  بخاري: 122

د دې روايت په اړہ ډېري داسي پوښتني راولاړېږي چي ځواب ئې نشي ويل كېدى، پوښتني دا دي:

  • د روايت په سر كي راغلي چي عبدالله بن عباس رضى الله عنهما وويل: كَذَبَ عَدُوُّ اللَّهِ: د خداى دې دښمن دروغ ويلي! د عبدالله بن عباس غوندي له شخصيت لري خبره ده چي د يوه كس د ادعاء له مخي د بل چا په اړہ داسي وينا وكړي. شريعت داسي قضاوت جائز نه گڼي چي د يوې لانجې د دواړو خواوو د ويناوو له اورېدو مخكي وي او هغه هم داسي قضاوت چي يوه غائب كس ته په كي د خداى دښمن وويل شي.
  • دا روايت وايي چي موسى عليه السلام د بعثت نه وروسته دا سفر كړى، حال دا چي له بعثت نه وروسته هغه د ټول عالم لپاره لارښود وو، تر ده بل پوه او عالم كس په نړۍ كي نه وو، ولي به الله تعالى د دې خبري په كولو تر عتاب لاندي نيولو چي د يو چا په ځواب كي ئې ويلي وو: تر ما بل پوه كس نشته؟! پيغمبر عليه السلام په وار وار صحابه وو ته ويلي چي تر تاسو ټولو ښه پوه يم، او صحابه وو هم ويلي چي الله او د هغه رسول تر ټولو زيات پوه دي.
  • قرآن وايي چي موسى عليه السلام د بعثت نه وروسته يوازي څلوېښت ورځي له خپل قوم نه لري شوى چي د ده په غياب كي سامري وغولول، كه دا سفر له بعثت نه وروسته وى نو حتماً به ئې قرآن وضاحت كړى وو.
  • د قرآن له وينا معلومېږي چي دا سفر هغه مهال شوى چي موسى عليه السلام لا مدين ته هجرت نه وو كړى او د فرعون په كور كي اوسېدو، ځكه قرآن وايي چي په همدغي مودې كي الله تعالى هغه ته علم او حكمت ورپه برخه كړ، د علم ترلاسه كولو يوه مرجع ئې همدا له خضر عليه السلام سره څو ورځنى سفر وو، په همدې سفر كي هغه له خضر عليه السلام نه څو خبري زده كړې، د يوه ظالم پاچا له شر نه د بې وزلو جاله والو ژغورل، د يوه كافر، مفسد او بې رحمه زلمي وژل او با ايمانه مور پلار ئې د ده له شر نه ژغورل، له هغو يتيمانو سره مرسته چي پلار ئې تر دېوال لاندي خزانه ورته ښخه كړې وه، او موسى عليه السلام دغو دريو كارونو ته ورته كارونه وكړل: د يوه ظالم قبطي په وړاندي د يوه مظلوم بني اسرائيلي داسي مرسته چي ظالم قبطي ته ئې كلكه څپېړہ وركړہ او په همدې سره هغه ومړ، د مدين د كوهي په غاړہ ئې د دوو مېرمنو مرسته وكړہ او په داسي حال كي ئې په يوازي تن له كوهي اوبه راوايستې او د دوى رمه ئې خړوبه كړہ چي د اوږده سفر له امله سخت ستړى او ستومانه وو، د بني اسرائيلو د ژغورني لپاره مصر ته ولاړ او د فرعون مقابله ئې پيل كړہ، د خضر عليه السلام له هغو دريو كارونو سره د موسى عليه السلام د دغو دريو كارونو شباهت په ډېر وضاحت سره ښيي چي دا سفر له بعثت نه مخكي ترسره شوى. له بعثت نه وروسته هغه د سينا په صحرا كي وو، هلته نه سيندونه وو او نه مجمع البحرين، كه احياناً څوك دا دوه بحرونه گڼي او وايي چي له مجمع البحرين نه مراد د خليج عقبه او خليج سويس يا د بحرالروم او بحر القلزم يوځاى كېدا ده نو دا ځايونه هيڅ نښي ته ضرورت نه لري او له موسى عليه السلام نه ئې دومره اوږد سفر هم نه غوښتو چي ووايي: يا به مجمع البحرين ته رسېږم يا به كلونه كلونه (حقبا) مزل كوم. په دې كي هيڅ شك نشته چي معقوله او ارجح رأيه دا ده چي له مجمع البحرين نه د نيل د دوو څانگو؛ نيل الابيض او نيل الازرق د يوځاى كېدا محل مراد دئ.
  • كه وريت شوى او پوخ ماهي د دوى لپاره نښه وو نو موسى عليه السلام به څنگه خپل خادم ته ويل چي هغه د خوراك لپاره راوړہ؟!! په دې صورت كي خو به ئې تل له ځان سره ساتو او له خوړلو به ئې ډډہ كوله.
  • نه قرآن ويلي چي د موسى عليه السلام د سفر ملگرى يُوشَعَ بْنِ نُونٍ وو او نه نورو رواياتو دا خبره كړې او نه دا ضروري ده چي نوم ئې په گوته شي، كه ضروري وى قرآن به حتماً د ده نوم اخيستى وو! يوشع بن نون د سينا په سفر كي د موسى عليه السلام ملگرى شوى نه په مصر كي د هغه بل سفر په دوران كي.
  • دا روايت وايي چي وريت شوى كب ژوندى شو او سيند ته ئې ټوپ كړل او دا موسى عليه السلام او ملگري ته ئې د حيرانتيا سبب شو، حال دا چي قرآن وايي چي په سيند كي د كب وركېدا يوازي د موسى عليه السلام ملگري ليدلي او موسى عليه السلام دا صحنه نه وه ليدلې نو ځكه ئې له خپل ملگري نه د دغي خبري په اورېدو سره وويل: موږ د همدې ځاى په لټه كي وو چي كب به په خپله مخه درومي او له موږ نه به غائب كېږي. د روايت الفاظ دا دي: فَانْسَلَّ الْحُوتُ مِنَ الْمِكْتَلِ فَاتَّخَذَ سَبِيلَهُ فِي الْبَحْرِ سَرَبًا، وَكَانَ لِمُوسَى وَفَتَاهُ عَجَبًا او دا د قرآن له وينا سره په بشپړہ توگه تعارض لري، ځكه قرآن د موسى عليه السلام د ملگري له خولې وايي:… وَمَآ أَنسَىٰنِيهُ إِلَّا ٱلشَّيۡطَٰنُ أَنۡ أَذۡكُرَهُۥۚ وَٱتَّخَذَ سَبِيلَهُۥ فِي ٱلۡبَحۡرِ عَجَبٗا ٦٣
  • همداراز دا روايت وايي چي موسى عليه السلام او ملگري ئې د كمر خوا ته سرونه كېښودل او ويده شول، كه داسي وو نو د كب ژوندي كېدا او سيند ته لوېدا ئې څنگه وليده؟! دا پوښتنه ډېره پر ځاى پوښتنه ده، ځكه قرآن د ډبري خوا ته د ويده كېدو خبره نه كوي بلكي د پناه وړلو خبره كوي او ښيي چي د تودوخي له امله ئې د كمر سيوري ته پناه وړې او څو شېبې ئې هلته دمه كړې ده، خو دا روايت وايي چي هلته دواړہ ويده شوي!!
  • دا روايت وايي چي خضر عليه السلام د موسى د سلام په اورېدو سره حيران شو او وئې پوښتل چي ستا په سيمي كي سلام له كومه شو، هغه ورته وويل: زه موسى يم، پوښتنه ئې ترې وكړہ چي د بني اسرائيلو موسى؟ وئې ويل: هو؛ د دې معنى دا ده چي هغه په غيب نه پوهېدو او موسى ئې ونه پېژندو، خو د دې روايت له ځينو الفاظو داسي معلومېږي چي گواكي هغه په غيب پوهېدو، حال دا چي قرآن وايي له الله تعالى پرته هيڅوك په غيب نه پوهېږي. پوښتنه دا ده چي خضر عليه السلام څنگه د موسى عليه السلام په څېر يوه پيغمبر ته وايي: ما ته داسي علم راكړى شوى چي تا ته نه دئ دركړى شوى يا په بل روايت له تا سره نه ښايي، او تا ته داسي علم دركړى شوى چي ما ته نه دئ راكړى شوى او په بل روايت كي له ما سره نه ښايي؟! كوم علم ده ته وركړى شوى وو؟ علم غيب خو نشي كېدى!! ځكه چي هغه د ملاقات پر مهال موسى عليه السلام ونه پېژندو، پوښتنه ئې ترې وكړہ چي څوك يې؟ چي ورته وئې ويل موسى، نو پوښتنه ئې وكړہ چي د بني اسرائيلو موسى؟! له دې نه خو معلومېږي چي هغه په غيب نه پوهېدو، نو ده كوم علم درلودو چي موسى عليه السلام له بعثت نه وروسته نه درلودو؟ څوك چي دا روايت صحيح گڼي څنگه خضر عليه السلام ته علم غيب هم منسوبوي؟!! له دې روايته خو معلومېږي چي په هغو دريو مواردو كي هم د ده علم؛ خاص علم او په غيب پوهېدا نشو گڼلى. دې ته مو بايد پام وي چي د قرآن له وينا په ډېر وضاحت سره معلومېږي چي خضر عليه السلام هغه مفسد ځوانكى د ده د مور او پلار په مشوره وژلى،
  • همداراز د قرآن له وينا معلومېږي چي خضر عليه السلام د هغو يتيمانو دېوال د هغي ژمني له مخه رغولى چي د دوى له پلار سره ئې كړې وه، دا ځكه چي هيڅوك د اولاد لپاره په داسي حال كي خزانه نه ښخوي چي هيڅوك پرې خبر نه كړي، له داسي كار نه به د ده اولاد ته څه گټه ورسېږي؟!! كېدى شي دېوال ړنگ شي او خزانه د بل چا په لاس كي پرېوزي.
  • په دې روايت كي د خضر عليه السلام په لاس د كافر او مفسد ځوانكي د وژل كېدو په اړہ دا الفاظ راغلي چي منل ئې گران دي: فَأَخَذَ الْخَضِرُ بِرَأْسِهِ مِنْ أَعْلاَهُ فَاقْتَلَعَ رَأْسَهُ بِيَدِهِ: نو خضر د سر له لوړي نه ونيو او په خپل لاس سره ئې سر ترې وايست!!

ځيني خلك د خضر عليه السلام دا وينا چي وئې ويل: (و ما فعلته عن امري: ما (د خپل زړہ) په حكم دا كار نه دئ كړى) داسي تعبيروي چي گواكي ده ته د الله تعالى له لوري په مشخصه توگه د دغه ځوانكي د وژلو امر شوى وو، خو په آيتونو كي په لږ دقت سره پوهېدى شو چي دا غلط تعبير دئ، د دې وينا معنى دا ده: ما دا كار د خپل نفسي غوښتنو په حكم نه دئ كړى، كوم ذاتي غرض مي په كي نه وو، د الله دين د داسي څه كولو اجازه راكړې، په الهي دين كي د هغه چا وژل مانع نه لري چي صالح ټولنه په كفر او طغيان گواښي، يوازي دغسي تعبير موسى عليه السلام ته يو مهم درس گڼل كېدى شي، نه دا چي گواكي د الله تعالى له لوري خضر عليه السلام ته په مشخصه توگه د دغه ځوانكي د وژلو حكم شوى وو!!

دغو خبرو ته په پام سره په يقيني توگه ويلى شو چي دا روايت ډېر اشكالات لري او قطعاً د منلو وړ نه دئ، هغه بل له هره پلوه ارجح او غوره دئ او د قرآن له وينا سره اړخ لگوي.

د دې قصې په اړہ مزيد تفصيلات د القصص او الكهف د سورو په تفسير (د قرآن پلوشې) كي ولولئ.

څوك چي د الكهف د سورې د 65 آيت له دې فقرې ۡ وَعَلَّمۡنَٰهُ مِن لَّدُنَّا عِلۡمٗا ٦٥

د لدني علم اصطلاح راباسي او هغه د داسي علم په توگه معرفي كوې چي له تعليم او تدريس پرته ترلاسه كېږي او مرشد ئې په يوه نظر مريد ته القاء كوي، هغـه ته وايو:

لومړى بايد د دغه آيت په معنى ځان پوه كړو، او وگورو چي الله تعالى هغه عالم بنده ته كوم علم وركړى وو، هغه علم چي ته ئې ادعاء كوې كه بل علم؟! قرآن په خپله د دې پوښتني ځواب موږ ته راكوي او د هغو دريو پېښو په ترڅ كي ئې موږ ته راښيي چي له موسى عليه السلام سره د سفر په دوران كي رامنځته شوې. قرآن موږ ته وايي چي موسى عليه السلام له خپل استاد نه جهادي درسونه زده كړي نه (لدني علم).

د قرآن له آيتونو خو دا حقيقت جوتېږي چي خضر عليه السلام يو مجاهد وو، د بې وزلو او مظلومانو ملگرتيا ئې كوله، موسى عليه السلام ته ئې د جهاد درس وركړ، اوس ته موږ ته ووايه چي تا د دغوڅرگندو او واضحو آيتونو له كومي برخي او له كوم لفظ نه د (لدني علم) اصطلاح راايستلې؟!! او غواړي له قرآن بې خبرو مريدانو ته ووايي چي كه ستاسو پير او مرشد نه قرآن لوستلى شي، نه د پيغمبر عليه السلام له احاديثو خبر دئ، نه په ليك پوهېږي او نه لوست كولى شي، د هغه په اړہ شك مه كوه او لمن ئې كلكه ونيسه، دا خبري بايد ستا اخلاص كم نكړي، هغه ته د مخكني مرشد له لوري (لدني علم) وركړى شوى او د دين په ټولو رموزو او پټو اسرارو د مرشد د يوې دعاء له امله پوه شوى!! هغه په يوې مراقبې سره كولى شي د اسرارو دروازې پرانېزي او په پټو حقائقو پوه شي!!

ډېره عجيبه ده، د قرآن له داسي قصې او مضمون چي هر مخاطب ته د سري مبارزي درس وركوي، غرضي او مرضي خلكو داسي افسانه جوړہ كړې چي د مخاطب ذهن تخديروي او له سره تر پايه غلط افكار القاء كوي، چېري د خضر عليه السلام هغه درې جهادي كارونه او چېري دې ته د لدني علم نوم وركول او دا ادعاء كول چي هغه په غيب پوهېدو او كارونه ئې غيرعادي ول!!

دوى دې ته هم متوجه نه دي چي د همدغي (و أتينه من لدنا علما) فقرې ته ورته الفاظ د قرآن په گڼ شمېر آيتونو كي راغلي، او په ترڅ كي ئې قرآن موږ ته لارښوونه كوي چي د انسان هر څه د الله تعالى ېېرزوينه ده، ژوند ئې، استعدادونه ئې، رزق ئې، علم او معرفت ئې، قرآن دا ټول الله تعالى ته منسوبوي او د الله تعالى پېرزوينه ئې گڼي، په ټولو هغو آيتونو كي چي دا حقيقت په كي بيان شوى همدا د (لدن) لفظ راغلى؛ لكه دا آيتونه:

وَإِنَّكَ لَتُلَقَّى ٱلۡقُرۡءَانَ مِن لَّدُنۡ حَكِيمٍ عَلِيمٍ ٦ النمل: 6

وَقَالُوٓاْ إِن نَّتَّبِعِ ٱلۡهُدَىٰ مَعَكَ نُتَخَطَّفۡ مِنۡ أَرۡضِنَآۚ أَوَ لَمۡ نُمَكِّن لَّهُمۡ حَرَمًا ءَامِنٗا يُجۡبَىٰٓ إِلَيۡهِ ثَمَرَٰتُ كُلِّ شَيۡءٖ رِّزۡقٗا مِّن لَّدُنَّا وَلَٰكِنَّ أَكۡثَرَهُمۡ لَا يَعۡلَمُونَ ٥٧  القصص:57

هُنَالِكَ دَعَا زَكَرِيَّا رَبَّهُۥۖ قَالَ رَبِّ هَبۡ لِي مِن لَّدُنكَ ذُرِّيَّةٗ طَيِّبَةًۖ إِنَّكَ سَمِيعُ ٱلدُّعَآءِ ٣٨ آل عمران:38

وَمَا لَكُمۡ لَا تُقَٰتِلُونَ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱلۡمُسۡتَضۡعَفِينَ مِنَ ٱلرِّجَالِ وَٱلنِّسَآءِ وَٱلۡوِلۡدَٰنِ ٱلَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَآ أَخۡرِجۡنَا مِنۡ هَٰذِهِ ٱلۡقَرۡيَةِ ٱلظَّالِمِ أَهۡلُهَا وَٱجۡعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيّٗا وَٱجۡعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرًا ٧٥ النساء: 75

وَإِنِّي خِفۡتُ ٱلۡمَوَٰلِيَ مِن وَرَآءِي وَكَانَتِ ٱمۡرَأَتِي عَاقِرٗا فَهَبۡ لِي مِن لَّدُنكَ وَلِيّٗا ٥   مريم: 5

د دغو آيتونو الفاظو ته لږ ځير شئ، او له هغه آيت سره ئې مقايسه كړئ چي تاسو او ستاسو ملگرو د (لدني علم) اصطلاح ترې راايستلې، تاسو د خپل اسلوب مطابق بايد له دغو آيتونو نه هم (لدني رزق)، (لدني ولي و نصير)، (لدني اولاد) (لدني قرآن) راوباسئ، خو هر عاقل انسان پوهېږي چي دا بې بنسټه او غلط اسلوب او كركجن استباط دئ.

موږ ته ووايه چي له (لدني علم) نه ستاسو مراد څه دئ؟ مراد مو (ذاتي علم) دئ، كه د (الله تعالى له لوري وركړى شوى علم)؟ كه آناً او له تعليم او ليك لوست نه پرته ترلاسه شوى علم؟ ذاتي علم خو له الله تعالى پرته هيڅوك نه لري، د انسان علم خو اكتسابي دئ، انسان د وحي، تعليم، تدريس، ليك او لوست له لاري علم ترلاسه كوي، قرآن د پيغمبر عليه السلام په اړہ فرمايي چي له بعثت نه مخكي لار ترې وركه وه، سمه لار ئې نه پېژندله:

أَلَمۡ يَجِدۡكَ يَتِيمٗا فَ‍َٔاوَىٰ ٦ وَوَجَدَكَ ضَآلّٗا فَهَدَىٰ ٧ وَوَجَدَكَ عَآئِلٗا فَأَغۡنَىٰ ٨

مگر نه ئې وموندلې يو يتيم او د ټېكي ځاى ئې دركړ؟ مگر نه ئې وموندلې يو لاروركى او لار ئې وښودله؟ او نيازمند ئې وموندلې، خو غنا ئې كړہ په برخه.

همدا راز فرمايي چي له بعثت نه مخكي نه په كتاب پوهېدو او نه د ايمان په حقيقت او معنى:

وَكَذَٰلِكَ أَوۡحَيۡنَآ إِلَيۡكَ رُوحٗا مِّنۡ أَمۡرِنَاۚ مَا كُنتَ تَدۡرِي مَا ٱلۡكِتَٰبُ وَلَا ٱلۡإِيمَٰنُ وَلَٰكِن جَعَلۡنَٰهُ نُورٗا نَّهۡدِي بِهِۦ مَن نَّشَآءُ مِنۡ عِبَادِنَاۚ وَإِنَّكَ لَتَهۡدِيٓ إِلَىٰ صِرَٰطٖ مُّسۡتَقِيمٖ ٥٢ الشورى:‏52

همداسي مو تا ته له خپل لوري د يوه خاص امر وحي وكړہ، ته نه پوهېدې چي كتاب څه دئ او نه د ايمان (په معنى او حقيقت) پوهېدې، خو موږ داسي نور وگرځاوو چي له خپلو بندگانو نه هغه څوك پرې هدايتوو چي غواړو ئې، او بې شكه چي ته د مستقيمي لاري خوا ته لارښوونه كوې.

قرآن موږ ته لارښوونه كوي چي د هر انسان علم په حقيقت كي د الله تعالى له لوري وركړى شوى علم دئ، د پوهي او معرفت وسائل او استعدادونه هم الله تعالى وركړي او په يوه څه د پوهېدو مجال او شرائط هم الله تعالى ورته برابروي. قرآن په دې اړہ فرمايي:

ۚ يَعۡلَمُ مَا بَيۡنَ أَيۡدِيهِمۡ وَمَا خَلۡفَهُمۡۖ وَلَا يُحِيطُونَ بِشَيۡءٖ مِّنۡ عِلۡمِهِۦٓ إِلَّا بِمَا شَآءَۚ ٢٥٥ البقرة:255

په داسې حال كې چې دى په هر هغه څه پوهېږي چې د دوى مخي ته دي يا ئې شاته دي او دوى د ده له علم څخه يوازې په دومره څه احاطه كولى شي چې دى ئې وغواړي،

يعني دا الله تعالى دئ چي هر چا ته علم او پوهه وركوي، سترگي، زړہ، غوږونه، دماغ او اعصاب ئې د ده په اراده ورته كار كوي، لار ورته ښيي او د ښه او بد، مفيد او مضر په پېژندلو كي ئې مرسته كوي، په هر څه چې انسان علماء احاطه كوي او په كوم څه د پوهېدو توفيق ترلاسه كوي نو دا ټول د الله په خوښه او اذن او په همغه حد كي وي چي الله ئې وغواړي. د انسان پر مخ چي د معرفت هره دروازه پرانيستل كېږي او په هري نوې خبري چي د پوهېدو توفيق ترلاسه كوي، د ده هر (كشف) او په هر سِر او راز پوهېدل ئې په حقيقت كي د الله تعالى يوه پېرزوينه ده، دا دروازه د ده له لورې ورته پرانيستل كېږي، په دغو حقائقو د پوهېدو توفيق دى وركوي او د دغو اسرارو د كشف توان دى وركوي، چي حقيقت همداسي دئ نو ته ما ته ووايه چي ولي د خضر عليه السلام علم استثنائي علم گڼې او د (لدني علم) نوم وركوې؟!!

او د درېيم تعبير په صورت كي بايد پوه شې چي له عيسى او يحيى عليهما السلام نه پرته نه الله تعالى چا ته په وړوكتوب كي فوق العاده علم وركړى او نه ئې په پيغمبرۍ مبعوث كړى، عيسى عليه السلام ته په ماشومتوب كي يوازې څو خبري ښودل شوې، جامع علم ئې هغه مهال په برخه شو چي انجيل پرې نازل شو.

پيغمبرانو عليهم السلام ته چي د وحي له لاري كوم علم وركړى شوى دا هم په تدريجي توگه او د كتاب او صحيفې په بڼه كي وركړى شوى، نه دا چي په يو ځل او په بشپړہ توگه ټول علوم د هغوى زړہ او دماغ ته القاء شوي، قرآن پر پيغمبر عليه السلام په تدريجي توگه نازل شوى، دا د ټولو فقهاوو او علماوو متفقه قول او د قرآن د صريحوآيتونو مطابق نظر دئ، يوازي غلات شيعه ورسره مخالفت لري، پيغمبر عليه السلام د هرې قضيې او پېښي په اړہ د وحي نزول ته انتظار كړى، د وحي له راتلو مخكي نه پوهېدو چي څه حكم وكړي.

اوس موږ ته ووايئ چي تاسو د كوم منطق له مخي د (لدن) له لفظ (لدني علم) اخلئ او ادعاء كوئ چي دا علم له تعليم او تدريس، ليك او لوست پرته ترلاسه كېږي؟ آيا له دې حقيقته خبر نه يئ چي دا د محرف بايبل غلطه او بې بنسټه ادعاء ده چي قرآن ئې په كلكه ردوي او د قرآن لومړى نازل شوى آيت د بايبل د دغي ادعاء خلاف وايي چي د انسان علم اكتسابي دئ، د قرائت او ليك لوست له لاري ترلاسه كېدى شي او الله تعالى د قلم له لاري انسان ته هغه څه ښيي چي نه پرې پوهېږي: قرآن فرمايي:

ٱقۡرَأۡ بِٱسۡمِ رَبِّكَ ٱلَّذِي خَلَقَ ١ خَلَقَ ٱلۡإِنسَٰنَ مِنۡ عَلَقٍ ٢ ٱقۡرَأۡ وَرَبُّكَ ٱلۡأَكۡرَمُ ٣ ٱلَّذِي عَلَّمَ بِٱلۡقَلَمِ ٤ عَلَّمَ ٱلۡإِنسَٰنَ مَا لَمۡ يَعۡلَمۡ ٥

العلق: 1-5

ولوله په نوم د خپل رب، هغه چي پيدا ئې كړ. انسان ئې له ځوړندو پيدا كړ. ولوله چي رب دې ډېر كريم دئ. آ چي په قلم ئې پوهه وركړہ. انسان ته ئې ورزده كړل څه چي نه پرې پوهېدو.

په دې مباركو آيتونو كي څو مطالب خاصه توجه غواړي:

  • د الله تعالى له لوري وحي د اقرأ (ولوله) په امر پيل شوې او دا ښيي چي د اسلام له نظره د (لوست) مقام او منزلت څومره لوړ دى او څومره اهميت لري، دا د الله تعالى لومړى امر دئ، په دغه امر سره ئې د وحي لېږل پيل كړي.
  • دا د الله تعالى د كرم او پېرزويني څرگنده نښه ښودل شوې چي انسان د يوه (ځوړند توكي) له حالته هغه ځاى ته رسوي چي (كامل انسان) ترې جوړ شي، ليك او لوست ورښيي، انسان يوازينى مخلوق دئ چي كولى شي د (لوستلو) له لاري د بل په خبره پوه شي او د (ليكلو) له لاري خپل معلومات خوندي كړي او خپل پيغام نورو ته ورسوي او په دې سره د خپل سلف له قيمتي تجاربو گټه واخلي، د معلوماتو د ضايع كېدو مخه ونيسي او راتلونكي نسل ته ئې انتقال كړي، له انسانه پرته دا وړتيا او امتياز په هيڅ ذيروح كي نه گورو، الله تعالى په انسان كي دا استعداد او وړتيا ايښې ده چي له (قلم) نه د تعليم او تعلم وسيله جوړہ كړي، له دې اړخه ئې انسان ته پر ټولو نورو مخلوقاتو فضيلت وركړى.
  • په (قرائت)، (علم) او (قلم) سره هم انسان ته پر نورو مخلوقاتو فضيلت وركړى شوى او هم په خپله د انسانانو تر منځ يوه ته پر بل فضيلت.
  • (قلم) د زده كړې او پوهي ډېره اغېزمنه وسيله ده، په دې سره انسان د دې مجال ترلاسه كوي چي په ډېرو هغو حقائقو پوه شي چي له بلي لاري پرې پوهېدل ورته ممكن نه وو.
  • په اصل كي انسان (بې علمه) دئ، په تدريج سره زده كړہ كوي او علم ترلاسه كوي. د انسان د پوهي او علم تفاوت د نورو ژوو له شعور او پوهي سره په دې كي دى چي نور ژوي ثابت او محدود علم لري، له مخكي د دوى په خټه او دماغ كي اېښودل شوى، په فطري او الهامي توگه ورته تفهيم شوې چي څنگه ژوند وكړي، كوم كوم كارونه وكړي، څه وخوري او د څه له خوراكه ډډہ وكړي، څنگه مفيد او مضر سره بېل كړي، خو انسان كولى شي چي تر هغه څه زيات هم زده كړي چي په فطري او الهامي توگه ورښودل شوي او په ضمير كي ئې اېښودل شوي. دى كولى شي زده كړہ وكړي، د خپلي پوهي سطح لوړہ كړي، اسرار كشف كړي او پټ حقائق ځان ته معلوم كړي، په (لوستلو)، (ليكلو) او له (قلم) نه په استفادې سره د خپلي حافظې ظرفيت لوړ او پراخ كړي او په هغه څه هم پوه شي چي نور پرې پوهېدلي او دى ترې غافل وو او له پېژندو ئې عاجز. كه انسان ته له (قلم) نه د استفادې استعداد نه وى وركړى شوى او په ليك او لوست نه پوهېدى نو د هر چا علم او پوهه به له ده سره پاتې كېده، نه به په دې توانېدو چي د نورو له پوهي او تجربو گټه واخلي او نه به ئې خپل تجارب او علم نورو ته انتقالولى شو.

انسان يوازينى مخلوق دئ چي كولى شي د (لوستلو) له لارې د بل په خبره پوه شي او د (ليكلو) له لارې خپل معلومات خوندي كړي او خپل پيغام نورو ته ورسوي او په دې سره د خپل سلف له قيمتي تجاربو گټه واخلي، د معلوماتو د ضايع كېدو مخه ونيسي او راتلونكي نسل ته ئې انتقال كړي، له انسانه پرته دا وړتيا او امتياز په هيڅ ذيروح كي نه گورو، الله تعالى په انسان كي دا استعداد او وړتيا ايښې ده چي له (قلم) نه د تعليم او تعلم وسيله جوړہ كړي، له دې اړخه ئې انسان ته پر ټولو نورو مخلوقاتو فضيلت وركړى.

سره له دې چي قرآن (قلم)، (ليك) او (لوست) ته دومره اهميت وركړى او سره له دې چي پيغمبر عليه السلام ته د وحي په پيل كي لومړۍ لارښوونه د قرائت او قلم په هكله ده او ورته ويل شوي چي قلم د تعليم او تعلم ستره وسيله ده، خو متأسفانه دا منحرفه ډله دا ستر او څرگند حقيقت له پامه غورځوي او ادعاء كوي چي له قرائت، تعليم، تدريس، ليك او لوست پرته هم (علم) ترلاسه كېدى شي، نو د علم د زده كړي لپاره مدرسې ته مه ځه، د عالم مخي ته مه كښېنه، كتاب او قلم پرېږده، خانقاه ته ولاړ شه، د مرشد لمن ونيسه، د كوم قبر خوا ته دېره شه، (لدني علم) به دي په برخه شي، سترگي به دي پرانيستل شي او په غيبي حقائقو به پوه شې!! دا همغه خبره ده چي محرف بايبل ئې كوي؛

تاسو د قرآن دا علمي، دقيقه او په حقيقت او واقعيت ولاړہ وينا د بايبل او د بايبل تر اغېز لاندي د تللو متصوفينو له دغي بې بنسټي ادعاء سره مقايسه كړئ چي وايي: انسان د معرفت د وني مېوه وخوړہ، سترگي ئې پرانيستل شوې، د ځان او خپل ماحول په حال پوه شو.

د بايبل په درېيم فصل كي، د انسان سقوط تر عنوان لاندي په لومړيو 19 جملو كي دا مطالب لولو:

(مار تر ټولو هغو حيواناتو ډېر زيرك وو چي خداى پيدا كړي وو، يوه ورځ مار د ښځي خوا ته راغى او هغې ته ئې وويل: آيا رښتيا ده چي خداى تاسو د باغ د ټولو ونو د مېوو له خوړلو منع كړي يئ؟ ښځي په ځواب كي ورته وويل: موږ ته اجازه راكړى شوې چي د ټولو ونو مېوه وخورو پرته د يوې وني چي د باغ په منځ كي ده، خداى امر كړى چي د دې وني مېوه ونه خورو او حتى لاس ورنه وړو كه نه نو مرو. مار ورته وويل: “مطمئن اوسه چي نه مرئ، بلكي خداى ښه پوهېږي چي كله تاسو دا مېوه وخورئ سترگي مو پرانيستل كېږي، د خداى په څېر كېږئ او ښه له بده بېلولى شئ”، هغه ونه ښځي ته ښايسته وبرېښېده او له ځان سره ئې فكر وكړ چي “كېدى شي د دې ښايسته وني مېوه خوندوره وي او پوهه مي په برخه كړي، نو د دې وني مېوې ئې راوشكولې، وئې خوړلې او خپل خاوند ته ئې هم وركړې او هغه هم وخوړلې” په همدې سره د دوى دواړو سترگي پرانيتلې شوې، په خپلي بربنډتيا پوه شول، نو د انځر له پاڼو ئې د ځان پټولو جامه جوړہ كړہ، د همدې ورځي په مازديگر كي، آدم عليه السلام او ښځي ئې د خداى غږ واورېدو چي په باغ كي گرځېدو، نو په ونو كي پټ شول، خداى آدم ته غږ كړ: اې آدمه! چېري يې، ولي پټېږې؟ آدم ځواب وركړ: ستا غږ مي په باغ كي واورېدو، ووېرېدم، دا ځكه چي لوڅ وم، نو ځكه پټ شوم، خداى وفرمايل: چا درته وويل چي لوڅ يې؟ آيا د هغي وني مېوه دې خوړلې ده چي ترې منع كړى مي وې؟ آدم ځواب وركړ: دغي ښځي چي زما ملگرې دې گرځولې، ما ته ئې دا مېوه راكړہ او ما هم وخوړہ، دلته نو خداى له ښځي وپوښتل: دا څه كار وو چي تا وكړ؟ ښځي وويل: مار وغولولم!! نو خداى مار ته وويل: د دغه كار د كولو په سبب به د زمكي تر ټولو وحشي او اهلي حيواناتو زيات ملعون وې، تر څو چي ژوندى وې په خپلي سينې به خوځې، خاوري به خورې، ستا او د ښځي او ستا د نسل او د ښځي د نسل تر منځ به تلپاتې دښمني اچوم، د ښځي نسل به ستا سر ځپي او ته به د ده پنډۍ چيچي، دغه وخت خداى ښځي ته وفرمايل: ستا د زېږولو د وخت درد به درته زيات كړم، ته به په درد او كړاوو سره خپل اولاد زېږوې، د خپل مېړہ مشتاقه به وې او هغه به پرتا برلاسى وي، بيا خداى آدم ته وفرمايل: له دې كبله چي د خپلي ښځي خبره دې ومنله او د هغي وني مېوه دي وخوړله چي درته ويلي مي وو مېوه ئې مه خوره، زمكه به تر لعنت لاندي راشي او ته به په خپل ټول عمر كي په زحمت او كړاو سره خپل معاش ترې ترلاسه كوې، له زمكي به اغزي او خاشاك درته راټوكېږي او د بېديا بوټي به خورې، د عمر تر پايه به د تندي په خولو سره ډوډۍ خورې او په پاى كي به همغې خاوري ته بېرته ورگرځې چي ترې واخيستى شوې، دا ځكه چي ته له خاورو جوړ شوى يې او خاورو ته به بېرته ورگرځې، آدم خپله ښځه حوى (يعني ژوندون) ونوموله، ځكه چي دا بايد د ټولو ژونديو مور شي)!!!

په دې برخي كي دومره بېهوده او د خندا وړ خبري دي چي انسان ورته حيران شي، نه پوهېږو يهودان او مسيحيان څنگه دا خبري د الله تعالى له لوري او د يوه مقدس آسماني كتاب خبري گڼي!! لاندي څو خبرو ته ئې متوجه شئ:

  • وايي: مار تر ټولو حيواناتو زيات زيرك دئ، حال دا چي د مار زيركتيا تر ډېرو ډېرو حيواناتو لږ ده.
  • وايي: مار د ښځي د غولولو لپاره باغ ته ورغى!! نه پوهېږو د مار ئې د ښځي له غولولو سره څه؟ كوم عاقل انسان به دا خبره ومني چي مار كولى شي ښځه وغولوي!!
  • وايي: مار ښځي ته وويل: خداى تاسو ته حقيقت نه دئ ويلى، دا سمه نه ده چي د دې مېوې په خوړلو سره تاسو مرئ، حقيقت دا دئ چي د دې مېوې په خوړلو سره تاسو په ښه او بد پوهېږئ، خداى په دې خاطر نه غواړي چي تاسو دا مېوه وخورئ چي په دې سره تاسو د خداى په څېر معرفت ترلاسه كوئ او په ښه او بد پوهېږئ او د ده رقيبان درنه جوړيږي، هغه نه غواړي چي رقيب ولري!! د همدې لپاره ئې تاسو د دغي مېوې له خوړلو منع كړي يئ!! بايبل وايي چي د مار خبره سمه وخته او د خداى خبره ناسمه او د حقيقت خلاف، دوى دواړو دا مېوه وخوړہ، مړہ نه شول، برعكس په ښه او بد پوه شول!!

قرآن دا موضوع د يوې ډېري ژوري علمي موضوع په توگه څېړلې او يوه ستر علمي حقيقت ته ئې اشاره كړې او هغه دا چي د عالم په ټولو ژوو كي يوازي انسان داسي پيدا شوى چي مجبور دى د مفيد او مضر خوراك په هكله له بله معلومات ترلاسه كړي، نور ژوي داسي پيدا شوي چي د پيدايښت له لومړيو شېبو په دې پوهېږي چي كوم څه وخوري او كوم څه نه، په دماغ كي ئې د مضر او گټور بوټي او دانې د تشخيص استعداد اېښودل شوى، د دغه استعداد په مرسته د پيدايښت له لومړۍ ورځي سم او ناسم خوراك معلومولى شي، د غرڅه بچى، ورى، سېرلى، وزگوړى، سخوندر، جونگى او ټول نور ژوي او بچيان ئې هغه بوټي نه په خوله كوي چي ورته مضر وي، خو د انسان بچى ډبره، خاوره، سكروټه او هر څه په خوله كوي، تر اوږدې مودې ئې بايد مور سمبال كړي او د تاواني شيانو له خوړلو ئې وساتي، قرآن په جنت كي د آدم عليه السلام د ځاى په ځاى كېدو او د ممنوعه شجرې په يادولو سره دغي اساسي او مهمي خبري ته اشاره كړې، خو د بايبل ليكوال له دې نه يوه خندونكې بې بنسټه قصه جوړہ كړې!!

دا ډېره ډېره مسخره خبره ده چي د دغي مېوې له خوړلو مخكي دوى خپل بربنډتوب نه احساساوو او له خوړلو وروسته پوه شول چي بربنډ دي!! او دا ځكه چي مخكي بې معرفته ول او د معرفت د مېوې له خوړلو وروسته ئې سترگي پرانيستلې شوې او خپل لوڅوالى ئې احساس كړ!! حقيقت د دې خبري كاملاً عكس او دا دئ چي: الله تعالى د زمكي په سر هر ژوي ته داسي لباس وركړى چي هم ښايسته دئ، هم ئې په ځان برابر دئ، نه گڼدل غواړي او نه اوبدل، نه زړېږي او نه شړېږي، هم ئې په ژمي كي له يخنۍ ساتي او هم په دوبي كي له تودوخي. د ځينو لباس خو دومره ښايسته دئ چي كه د نړۍ ټول انسانان راغونډ شي نو نه په دې ظرافت، لطافت، ښايست او رنگ كي داسي لباس اوبدلى شي او نه ئې گنډلى. په ټولو ژوو كي يوازي انسان هغه مخلوق دئ چي بربنډ دئ، د نورو په څېر جامه نه لري، دې ته اړ دى چي ځان ته به جامه جوړوي، د ژمي لپاره بېله او د دوبي لپاره بېله، د قرآن له وينا معلومېږي چي انسان په سر كي داسي نه وو، وروسته بربنډ شوى، له لوڅېدو مخكي ئې داسي جامه وه چي هيڅكله به نه بربنډ كېدو، تل ئې دى پټ ساتو، نه د جامو اوبدلو ته اړ وو او نه گنډلو ته، له دې جامې نه د يوې اشتباه په نتيجه كي محروم شو، د ممنوعه شجرې مېوه ئې وخوړہ او په دې سره هغه جامه ترې وايستى شوه او بربنډ شو، لومړى ئې د ونو له پاڼو ځان ته جامه جوړہ كړہ او وروسته ئې نوري جامې، ځيني ئې يوازي د ځان پټولو لپاره، ځيني ئې د ښايست او سينگار لپاره او ځيني ئې د تقوى لباس، سنگين، باوقاره له گناه نه مانع لباس. د بايبل ليكونكي د آدم عليه السلام بربنډېدا هغسي توجيه كړې، له سره لوڅ ول، خو نه پرې پوهېدل، د معرفت د مېوې په خوړلو سره پرې پوه شول!! په مسلمانانو كي د بايبل تر اغېز لاندي راغلي خلك د آدم عليه السلام له لومړني لباس نه داسي تعبير لري چي گواكي دا به له وړيو، ورېښمو، سنډو او يا مالوچو نه اوبدل شوې كومه جامه وه، چي د ده په قد قامت برابره گنډل شوې وه، حال دا چي اوبدلې او گنډل شوې جامه بني آدم جوړہ كړې، الله چي كومه جامه وركوي هغه اوبدل او گنډل نه غواړي. دوى نه د قرآن الفاظو ته پام كړى او نه هغه څه ته چي هره شېبه ئې په خپلو سترگو گوري، يوې خوا ته په مليونهاوو هغه ژوي گوري چي په ښايسته الهي جامو پټ دي او بلي خوا ته يوازي بني آدم چي له دې جامې محروم او دې ته اړ شوى چي له وړيو، ورېښمو، سنډو، نيلون او يا مالوچو نه ځان ته جامه جوړہ كړي، قرآن په دې سره يو ستر علمي حقيقت بيان كړى خو د اسرائيلي رواياتو په دام كي پرېوتو كسانو له دې نه افسانه جوړہ كړې.

له كومي ورځي چي انسان له لومړنۍ الهي جامې محروم شوى او په خپل لاس د جامو جوړولو ته اړ شوى، نو همدا جامه د انسانانو ترمنځ د تفريق، تبعيض او يو په بل د لويي او تېري وسيله گرځېدلې، نه گورئ چي په دغه جامه كي څومره ظلمونه كېږي، په عسكري او پوليسي جامو كي هره ورځ څومره بې گناه انسانان ځورول كېږي، څومره شريف انسانان د خړو جامو په سبب تحقير كېږي، څومره ذليل انسانان په فاخره جامو كي تر نورو ځان لوړ گڼي، نه گورئ چي يوه له خپلي جامې د گيدړې پوستكى جوړ كړى خلك پرې غولوي، بل له جامو نه د پسه په څېر بې آزاره برېښي خو په سينه كي ئې د لېوه زړہ او هغه بل به په خپلو جامو سره ځان داسي ښيي چي زمرى دئ خو تر گيدړ به زيات بې زړہ او جبون وي. الله تعالى انسان ته د جامو جوړول ورښودلي، د دې لپاره چي ځان له تودوخي او يخنۍ پرې وژغوري او د هغه لباس ئې په درېو ډولونو وېشلى: د ځان پټولو لباس، د ښايست لباس او د تقوى لباس، خو انسان له خپلي جامې نه يا د غولولو وسيله جوړہ كړې، يا د ظلم او تېري وسيله، يا يو په بل د لويي او تكبر ذريعه!!

د بايبل دا خبره تر ټولو حيرانوونكې ده چي وايي: د همدې ورځي په مازديگر كي، آدم عليه السلام او ښځي ئې د خداى غږ واورېدو چي په باغ كي گرځېدو، نو په ونو كي پټ شول، خداى آدم ته غږ كړ: اې آدمه! چيري يې، ولي پټيږې؟ آدم ځواب وركړ: ستا غږ مي په باغ كي واورېدو، ووېرېدم، دا ځكه چي لوڅ وم، نو ځكه پټ شوم، خداى وفرمايل: چا درته وويل چي لوڅ يې؟ آيا د هغي وني مېوه دي خوړلې ده چي ترې منع كړى مي وې؟ آدم ځواب وركړ: دغي ښځي چي زما ملگرې دې گرځولې، ما ته ئې دا مېوه راكړہ او ما هم وخوړہ، دلته نو خداى له ښځي وپوښتل: دا څه كار وو چي تا وكړ؟ ښځي وويل: مار وغولولم!!

دلته څو خبري د پام وړ دي:

بايبل الله تعالى داسي معرفي كوي: په يوه وړوكي باغ كي گرځي، د گامونو غږ ئې آدم عليه السلام واورېدو، ترې پټ شو، خداى نه پوهېدو چي آدم چېري دئ، غږ ئې ورته وكړ: اې آدمه چېري يې؟ له دې هم خبر نه وو چي دوى دواړو هغه ممنوعه مېوه خوړلې ده!!! له آدم عليه السلام نه پوښتنه كوي: څنگه پوه شوې چي لوڅ يې؟ آيا هغه مېوه مو خوړلې چي ترې منع كړي مي وئ؟!! له دې هم نه وو خبر چي ښځي دا كار كړى!! او له دې هم چي مار غولولې وه!!

په دې سزا هم لږ غور وكړئ چي مار ته د دغه غولولو په وجه وركړى شوه: تل دې په سينه خوځېږې، خاوري دي خوراك شه!! پوښتنه كوو: آيا مار له دې د مخه په سينه نه په پښو خوځېدو؟ دا نور ډېر حيوانات او خزندې چي په سينه خوځېږي هغوى ته د كومي گناه سزا وركړى شوې؟! دا څومره نامعقوله او غلطه خبره ده چي د مار خوراك خاوره ده!! هيڅ مار خاوره نه خوري، د مار خوراك خاوره نه بلكي د مرغانو، موږكانو او چنگښو په څېر حيوانات دي!!

ښځي ته چي كومه سزا وركړى شوې په دې هم لږ غور وكړئ: د زېږولو د وخت درد دې زيات شه!! د خاوند د اشتياق په اور وسوزې، هغه دې پر تا برلاسى وي!! پوښتنه كوو: دغو بې شمېره حيواناتو ته چي د اولاد زېږولو په وخت كي همداسي د درد احساس كوي، د كومي گناه سزا وركول كېږي؟! د مېړہ اشتياق خپلي مېرمني ته زيات دئ كه د مېرمني خپل مېړہ ته؟ مگر دا اشتياق سزا ده؟ په ټولو ژوو كي دا اشتياق شته، دوى ته د كومي گناه په وجه دا د اشتياق سزا وركړى شوې؟ دا اشتياق خو سزا نه بلكي د الله تعالى يوه لويه پيرزوينه ده، د انسان او حيوان د نسل د دوام يوه ستره وسيله ده، تاسو ولي دې اشتياق ته د سزا په سترگه گورئ؟ قرآن خو د ښځي او مېړہ ترمنځ دا الفت، مينه او اشتياق د الهي رحمت او پيرزويني يوه ستره بېلگه گڼي!! آيا دا سمه ده چي د نارينه سلطه او برلاسى پر خپلي مېرمني ښځي ته سزا وگڼو؟! دا برلاسى يوه طبيعي مسئله ده، په اكثرو حيواناتو كي هم د دې شاهد يو، داسي چي نارينه د ښځي ساتنه او څارنه كوي، ترې دفاع كوي، بل ئې خوا ته نه پرېږدي، اداره كوي ئې،… دا برلاسي نه يوازي ښځي ته سزا نه شو گڼلى بلكي د ښځي لپاره يوه ستره الهي پېرزوينه ده، چرگ له خپلو چرگو دومره دفاع كوي چي پرې زخمي زخمي شي، همداسي بې شمېره نور مرغان او حيوانات، هيڅ عاقل انسان به د بايبل دا وينا د منلو وړ ونه گڼي.

د بايبل ليكوال خداى داسي معرفي كوي چي نه غواړي د ده په مخلوقاتو كي داسي څوك وي چي په ښه او بد پوهېږي، غوښتل ئې چي آدم عليه السلام د معرفت د وني مېوه ونه خوري، خو د ده د ارادې خلاف آدم عليه السلام د هغي مېوې په خوړلو موفق شو!! اوس نو دا تدابير سنجوي چي څنگه د دې مخه ونيسي چي آدم عليه السلام د حيات د وني مېوه هم ونه خوري او د ده لپاره يو تلپاتى حريف او رقيب نه شي!! نو ځكه ئې له يوې خوا آدم عليه السلام د عدن له باغه وايست او له بلي خوا ئې دغي وني ته د رسېدو په لار كي داسي فرشتې وگمارلې چي په تورو سمبال وي او دا توري هم د اور توري چي هري خوا ته څرخي او نه پرېږدي څوك ترې تېر شي!! پوښتنه كوو: كه دا باغ آسمان كي وي طبيعي ده چي له آسمانه د آدم له راكوزېدو وروسته هغه باغ ته د ده ننوتل ممكن نه وو، نو په سرو تورو سمبال فرشتې د څه لپاره گمارل كېدې؟ او كه دا په زمكي كي وو نو موږ ته ووايئ چي چېري دى اوس خو له داسي پهره دارانو تېرېدل آسانه شوي، كه آدم عليه السلام نه شو تېرېدى اولاد خو ئې اوس كولى شي د حيات وني ته د رسېدو لپاره په هليكوپترو سره هلته ځان ورسوي. كه عادي خلك دا كار نه شي كولى پاپ ته خو ډېره آسانه ده!!

له دغو بېهوده او چټي خبرو نه هر څوك په دې پوهېدى شي چي د بايبل ليكوال څوك او د څنگه شخصيت خاوند دئ او د الله تعالى په اړہ د ده انگېرنې څومره بې بنسټه دي!!

قرآن د بايبل د دغو غلطو خبرو د ترديد او تصحيح لپاره فرمايي چي الله تعالى آدم عليه السلام د داسي مخلوق په څېر پيدا كړ چي معرفت ئې تر فرشتو ډېر لوړ وو، په هر څه د پوهېدو توان او استعداد ئې وركړ، په هغه څه ئې د پوهېدو توفيق وركړ چي فرشتې پرې نه پوهېدې او د همدې معرفت او پوهي په سبب ئې د زمكي خلافت ده ته وسپارو، د معرفت په وجه ئې دى رټلى نه دئ، د ځان رقيب او حريف ئې نه دئ گڼلى بلكي د زمكي خلافت ئې ورسپارلى او فرشتو ته ئې امر كړى چي ده ته سجده وكړي، بايبل وايي چي فرشتې په سرو تورو د آدم مقابله كوي او قرآن وايي چي فرشتو آدم عليه السلام ته سجده وكړہ او الله تعالى د زمكي او آسمان هر څه آدم عليه السلام ته مسخر كړل.

دا په داسي حال كي چي د حيات ونه، د معرفت ونه، د حيات اوبه او دې ته ورته نوري خبري بې بنسټه او د خيال په عالم كي جوړي شوې خبري دي، انسان داسي پيدا شوى چي خامخا به مري، الله تعالى داسي اوبه او مېوه نه ده پيدا كړې چي د هغې په خوړو سره انسان دايمي او ابدي ژوند ترلاسه كړي، د انسان معرفت اكتسابي دئ، ورو ورو زياتېږي، د تعليم، تعلم، زده كړې او تجربې په نتيجه كي ئې د معرفت او د ښه او بد د پېژندا سطح لوړېږي، الله تعالى داسي مېوه نه ده پيدا كړې چي د هغې په خوراك سره انسان ته د ښه او بد د پېژندو معرفت ورپه برخه شي!! قرآن د بايبل دغه وينا رد كړې او په هغو آيتونو كي چي تر ټولو د مخه پر پيغمبر عليه السلام نازل شوي او په همدې آيتونو سره د قرآن د نزول لړۍ پيل شوې فرمايي چي د انسان علم اكتسابي دئ او په ليك لوست سره ترلاسه كېږي.

د بايبل له منونكو پوښتنه كوو: آدم عليه السلام ته د كومي مېوې د نه خوړلو توصيه شوې وه او گواښل شوى وو چي كه دا مېوه وخورې حتماً مرې؟ د حيات د وني كه د معرفت د وني؟ طبيعي ده چي دا د حيات د وني مېوه نه شي كېدى دا ځكه چي هغه خو په مرگ نه بلكي په دائمي ژوند منتج كېږي!! او د دوهمي خبري معنى خو دا ده چي كه ته د معرفت ترلاسه كولو هڅه وكړې او (د ښه او بد پېژندو د وني) مېوه وخورې نو هرو مرو مرې، يعني په پټو سترگو ژوند كوه، د معرفت د وني مېوه مه خوره، دا مېوه ستا د مرگ باعث كېږي!! په دې هكله څو پوښتني لرو:

  • آدم عليه السلام خو دا مېوه وخوړہ، ولي مړ نه شو؟ ولي د بايبل د خداى خبره غلطه وخته؟ هغه خو ورته ويلي وو چي كه دا مېوه وخورې مطمئن اوسه چي حتماً مرې!!
  • د انسان د مرگ يو ستر عامل خو د بايبل د خبري برعكس د ده عدم معرفت دئ، هغه كه له بيمارۍ مري وجه ئې دا ده چي د دې بيمارۍ د علاج دوا نه پېژني، هغه كه د كوم دښمن په لاس مغلوبېږي او په قتل رسېږي سبب ئې دا دئ چي معرفت ئې ناقص دئ، د دښمن د پرځولو او د ده له شره د ځان ژغورلو په چل او چم نه پوهېږي، معرفت خو د ده د ژوند د اوږدوالي باعث دئ نه د مرگ باعث، الله تعالى به څنگه ده ته وايي چي د معرفت د وني مېوه ستا د مرگ باعث كېږي؟!!

او د موسى او خضر عليهما السلام د قصې په ارتباط بايد ووايو: آيا دې ته مو پام كړى چي دا قصه اصلاً د دې لپاره راغلې چي وښيي موسى عليه السلام په غيب نه پوهېدو؟! له يوه ملگري سره روان دئ خو د هغه د څو كارونو په وجه او موخه نه پوهېدو!! هيڅوك دا ادعاء نشي كولى چي د دې كس مقام تر موسى عليه السلام لوړ وو؟ قرآن خو موسى عليه السلام د هغو پنځو پيغمبرانو له ډلي گڼي چي هيڅ انسان او هيڅ پيغمبر د هغوى مقام ته نشي رسېدى. تا د قرآن له كوم لفظ نه دا معنى اخيستې ده چي دا كس په غيب پوهېدو؟ قرآن خو وايي چي له الله تعالى پرته هيڅوك په زمكه او آسمان كي په غيب نه پوهېږي. قرآن خو د ابراهيم، موسى، ذكريا، لوط، نوح، يعقوب، محمد،… عليهم السلام قصې زموږ مخي ته ږدي چي ښيي دوى په غيب نه پوهېدل، فرشتې ئې په خوا كي ولاړي وې خو دوى د زلمو او مېلمنو گمان پرې كاوو، د اولاد زېرى وركړى شوي، پوښتنه ئې كوله چي دا زوى به څنگه او څه وخت وركول كېږي، څو متره آخوا ئې زوى په څا كي لوېدلى خو له حاله ئې خبر نه دئ او له غمه ئې سترگي ړندې شوې، د خپل ملگري د كارونو په كنه او حقيقت خبر نه وو… خضر عليه السلام خو معلومه نه دئ پيغمبر دئ كه نه، ځكه په قرآن كي ئې نوم د پيغمبر په توگه نه دئ راغلى، په يوه روايت كي د موسى عليه السلام دا ملگرى د خضر په نامه ياد شوى، تاسو څنگه هغه تر موسى عليه السلام لوړ گڼئ او علم غيب ورته ثابتوئ؟!!

عجيبه ده؛ هغه كسان چي زړونه ئې بيمار دي، لدې ښوونكې او له پندونو نه ډكي قصې نه سرچپه او غلطه انتباه اخلي او د داسي يوه تصور د اثبات لپاره پرې استدلال كوي چي په حقيقت كي دا قصه د هغه د ترديد او نفى لپاره راغلې. دوى هڅه كوي لدې قصې نه د پيغمبرانو عليهم السلام لپاره د علم غيب د اثبات لپاره د دليل په توگه كار واخلي، پداسي حال كي چي دا قصه په واقع كي له موسى عليه السلام نه د علم غيب نفى كوي.

موضوعات مشابه

Back to top button