
د فلسطین د رسمیت پېژندنې سره هم مهاله غزه کې د اسراييلي ځواکونو پرمختګ
د اسراییل تروریستی رژیم پوځ د سې شنبې په ورځ په غزې ښار کې تر ټولو ګڼ مېشته سیمو ته خپل پرمختګ زیات کړ؛ داسې اقدام چې یو ځل بیا یې اوسېدونکو ته دا وښودله چې د لوېدیځو قدرتونو له خوا د فلسطین د دولت پېژندنه د جګړې د کړاونو او وېرې د پای معنا نه لري، ځکه ټانکونه لا هم په وړاندې تګ دي.
دغه بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې وشول چې د نړۍ لسګونه مشران د ملګرو ملتونو په غونډه کې سره راټول شول څو د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني؛ دا د نړۍوالې ډیپلوماسۍ یو ستر بدلون دی چې له نږدې دوه کلنې جګړې وروسته رامنځته کېږي.
خو اسراییل او د هغه اصلي متحد، امریکا، په کلکه د دې اقدام مخالفت کړی دی.
ډاکټرانو ویلي، لږ تر لږه څلور تنه د اسراییل د هوايي برید له امله په یوه استوګنیز ودانۍ کې وژل شوي او دا هغه ښار دی چې اسراییل ملکي وګړو ته سپارښتنه کړې چې د ټانکونو له پرمختګ د خلاصون لپاره دې د غزې سوېل ته لاړ شي.
په صبره او تلالهوا سیمو کې، د اسراییلي ځواکونو د چاودېدونکو توکو ډک موټر والوزول شو، څو د هغو ټانکونو لپاره لاره خلاصه کړي چې د ښار لوېدیځ لور ته په پرمختګ وو. اوسېدونکو ویلي دغو چاودنو لسګونه کورونه او سړکونه ویجاړ کړي دي.
په یوه ډيپلوماټیک بدلون کې، د فرانسې ولسمشر اېمنیول مکرون د سعودي عربستان په ګډه غونډه کې اعلان وکړ چې هېواد یې د فلسطین د دولت پېژندلو ته چمتو دی. دغه پرېکړه کېدای شي د فلسطینیانو روحیه لوړه کړي، خو داسې نه ښکاري چې پر ځمکني وضعیت په غزه کې سمدستي اغېز ولري.
برعکس، اسراییل خبرداری ورکړی چې دا ډول یو اړخیز اقدامات د سولې بهیر لا پېچلی کوي او د یوې دایمي حل لارې احتمال کموي.



