سلایدرشعر و ادب

نهضت

 

نهضت

مستیار

د شاهي تورتم له غیږي ئې څرک خیږي
که د خړو اوبو سیند کښي لامبو کیږي

چوپه چوپه واویلا د استبداد تر غضب لاندي
ټیټي سترګي او ټیټ سر،زړونه دربیږي

د ظلمت پر ټټر وار د شفق کار دئ
پر اُفق ددې بهیر طواف ځلیږي

د سپین غر او هندوکُش پر ټغر شور شي
دولس ستوري د تیاره انګړ له منځه بیداریږي

ستر فرعون ته د مذهب فتوا ترسیم شي
دین،مذهب او د مفتیانو تول لګیږي

د عباء او خانقاء نقاب بربنډ شي
حق د خپل ازل په وزن نن درنیږي

توره هېښه سېلۍ راشي له مشرقه ،له مغربه
که اجل د خپل تقدیر لومي ته لویږي

ددې لاري مسلّم پای او اثر دئ
استشهاد د خپل فطرت له غېږ ویښیږي

د تېر مجد او عظمت په تکل درومي
معرکه د حق باطل؛ مدار چورلیږي

د طاغت له بغاوته د وثقیٰ رسۍ ته رسي
ددې کفر له انکاره؛ د نور شمع بلیږي

دولس ۱۲ ستوري : د جوانان مسلمان یا حزب اسلامي لمړني مؤسسین چي یولس ۱۱ ئې د شاهي رژیم له لوري په شهادت ورسېدل او یوازي محترم حکمتیار د الله رب العزت په حکم او اذن لا تر اوسه ژوندی پاته دئ.

موضوعات مشابه

Back to top button