
متضاد روایات، مذهبی اختلافت
سلفي شم که مذهبي پاته شم؟!
لیکوال: محترم حکمتیار
برخه: 18
آيا الله تعالى انسان ته ورته صورت لري؟
د انسان يوه لويه ستونزه دا ده چي پر غيبي شيانو باور كول ورته گران وي، هغه شى ژر مني چي په خپلو حواسو سره ئې احساس كړي، په خپلو سترگو ئې وگوري او په غوږونو ئې واوري، يوازي د عقل په مرسته د يوه حقيقت منل ورته گران وي، غيبي شيانو ته هم داسي انځورونه په خپل ذهن كي جوړوي چي په سترگو ليدلو شيانو ته ورته وي، بني اسرائيلو موسى عليه السلام ته وويل: ستا بلنه يوازي هغه مهال منلى شو چي خداى په خپلو سترگو وگورو!! له مصر نه د وتلو په مهال له داسي سيمي تېرېدل چي بتان ئې لمانځل، موسى عليه السلام ته ئې وويل: موږ ته هم داسي معبود جوړ كړہ چي په سترگو ئې وينو او خوا ته ئې عبادت كوو، په بايبل كي ئې وليكل چي خداى آدم د ځان په څېر پيدا كړ، دواړہ سره ورته دي؛ تفاوت ئې يوازي په دې كي دئ چي هغه خداى دئ او دا انسان، د خداى انځور ئې د آدم عليه السلام د انځور په څنگ كي جوړ كړ، دواړہ يو رنگ، آدم پر زمكه پروت او خداى د فرشتو پر وزرونو سپور او آدم ته د خپلي گوتي له لاري روح وركوي، دا انځور تر ننه د دوى په موزيم كي پروت دئ، په كليساوو كي ئې تر سترگو كېږي، ټولو مشركو قومونو خپل معبودان د انسان په څېره كي جوړ كړي، كله ئې د كوم انسان په اړہ ويلي چي همدا خداى وو چي له آسمانه زمكي ته راكوز شوى وو، څه موده زموږ خوا ته پاته شو او بېرته خپل اصلي ځاى آسمانونو ته ولاړ، كله ئې د كوم انسان په اړہ ويلي: دى د خداى زوى، نازولى، د خدايي كورنۍ غړى او د خداى ځاى ناستى دئ.
په مسلمانانو كي هم داسي كمعقله، شرك وهلې او جهل ځپلې ډله راپيدا شوه چي د اهل كتابو او مشركينو تر اغېز لاندي ئې الله تعالى انسان ته ورته وگڼـلو، همغه خبره ئې وكړہ چي هغوى به كوله، وئې ويل: الله تعالى انسان د ځان په څېر پيدا كړى، الله تعالى په بشپړہ توگه داسي دئ لكه انسان، دوه پښې لري، دوه لاسونه، شى او كيڼ، لاسونه او پښې ئې پنځه پنځه گوتي لري، پښې ئې پونډۍ لري، دوه سترگي لري، څادر او پرتوگ لري… هر څه ئې د انسان په څېر؛ تفـاوت ئې يوازي دومره دئ چي هغه خداى دئ او دا انسان!!! د دغه شيطاني او شركي تصور او انگېرني لپاره ئې هڅه كړې چي داسي دلائل له قرآن او حديث نه راپيدا كړي چي د دوى د جاهلانه دريځ ملاتړ وكړي!! دې ته څه اهميت نه وركوي چي قرآن په صريحو او پرېكنده الفاظو ورته وايي: په دې پراخ عالم كي هيڅ څه الله تعالى ته ورته نه دي، نه په ذات كي، نه په صفاتو كي او نه په افعالو كي، پام كوئ چي د الله تعالى لپاره مثالونه بيان نه كړئ، الله تعالى مثال نه لري، د هغه لپاره مثال نشئ موندلى، په دې عالم كي داسي څه نشته چي په كوم صفت كي له الله تعالى سره ورته والى ولري، پيغمبر عليه السلام ورته وايي: د الله تعالى د ذات په اړہ فكر مه كوئ؛ د نعمتونو په اړہ ئې فكر وكړئ، خو دا شرك وهلې ډله د دغو ټولو نصوصو مخالفت ته ملا تړلې او د الله تعالى په اړہ داسي څه وايي چي له هغه نه انسان ته ورته خداى جوړوي!! د بحث مهمه موضوع ئې هم دا وي: د خداى لاسونه څنگه او څو دي، پښې ئې څنگه او څو دي، گوتي ئې څو دي، سترگي ئې څو دي، پر عرش باندي ئې استوى څنگه ده، د اوسېدو ځاى ئې چېري دئ!!! نعوذ بالله من ذالك!!
راشئ هغو دلائلو ته لږ ځير شو چي دا ډله پرې استناد كوي: د دوى يو مستند دا روايت دئ:
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ عَنِ النَّبِىِّ صلى الله عليه و سلم قَالَ « إِذَا ضَرَبَ أَحَدُكُمْ فَلْيَجْتَنِبِ الْوَجْهَ وَلاَ يَقُلْ قَبَّحَ اللَّهُ وَجْهَكَ وَوَجْهَ مَنْ أَشْبَهَ وَجْهَكَ فَإِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ خَلَقَ آدَمَ عَلَيْهِ السَّلاَمُ عَلَى صُورَتِهِ ». رواه احمد
له ابو هريره رضى الله عنه نه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: كه چا بل څوك وهلو نو بايد پر مخ ئې ونه وهي او داسي ونه وايي چي الله تعالى دي ستا او تا ته د ورته كس مخ تور كړي، ځكه الله تعالى؛ آدم عليه السلام د ده په بڼه او شكل كي پيدا كړ.
پدې مبارك حديث كي چي مفهوم ئې ډېر روښانه دئ او د صافو زړونو خاوندانو ته په هغه كي د هيڅ اشتباه او سوء تفاهم ځاى او مجال نشته، خو اهل ظاهر او هغه كسان چي رنځور زړونه لري لدې حديث نه داسي څه راباسي او داسي ترجمه او تفسير ئې كوي چي په ډېرو خطرناكو نتائجو منتج كېږي، هغوى وايي: په (صورته) كي ضمير الله تعالى ته راجع دئ، گواكي الله تعالى آدم عليه السلام خپل ځانته ورته پيدا كړ!!! او وايي: دا هم د الله تعالى لپاره يو ثابت صفت دئ؛ خو لدې قيد سره چي د الله تعالى له شأن سره مناسب صورت!!! بې شكه چي دا خلك د خطاء او اشتباه په ډېري ژوري كندي كي پرېوتي، په خطرناكه فتنه كي لوېدلي، زړونه ئې رنځور دي، روښانه حقيقت سرچپه ويني او له څرگندو الفاظو نه داسي تعبير اخلي چي د رنځورو زړونو له خاوندانو پرته بل چا ته د منلو نه دئ، هغوى كه هر څه فكر كوي خو واقعيت دا دئ چي پدې ډول تصور سره الله تعالى له مخلوق سره تشبيه كوي.
لږ پورتني حديث ته ځير شئ، دلته د دوو كسانو ترمنځ شخړي ته اشاره شوې، رسول الله صلى الله عليه و سلم دا حكيمانه لارښوونه كوي چي د جگړي په وخت كي يو بل په مخ مه وهئ، داسي مه وايئ چي الله تعالى دي ستا او تا ته ورته كس مخ تور او قبيح كړي، ځكه چي الله تعالى، آدم عليه السلام هغه ته په ورته شكل او صورت كي پيدا كړى. په دې پوهېږو چي د دښمنۍ او جگړي په وخت كي هر انسان د مقابل لوري له مخ او څېرې نه په خپل زړہ كي د نفرت،كينې او كركي احساس كوي، د مقابل طرف د نفرت او كركي آثار هم د هغه په څېرې او مخ كي راڅرگند شي، په سترگو كي ئې د قهر او غصې نښي راښكاره شي، نو ځكه د ده غصه او كركه د مقابل لوري او دښمن مخ او سترگو ته متوجه كېږي، همدې برخي ته پام اړوي او خپل داخلي قهر داسي اظهاروي: سترگي دي راباسم، پزه دي پرې كوم، مخ دي تور، سترگى دي ړندى شه، دا مردار مخ دي داسي او داسي شه، پدې الفاظو هم اكتفا نه كوي بلكي لاس پورته كوي او غواړي په مخ ئې يوه كلكه څپېړہ وركړي، خوله ئې په سوك ورماته كړي. حكيم رسول الله صلى الله عليه و سلم په جگړہ د اخته وو افرادو روحي حالت ته په پام سره او د دوى د قهر او غضب د سړولو لپاره فرمايي: الله تعالى خپل بنده او ستاسو ټولو پلار آدم عليه السلام پداسي څېرې او شكل كي پيدا كړى وو لكه دا ستا مقابل لورى، دا له تاسره په جگړہ او شخړہ بوخت ستا ورور، خپل پلار ته د احترام په دود بايد هغه پر مخ ونه وهې او د مخ په اړہ ئې سپكي خبري ونه كړې، داسي مه وايه چي ستا مخ دي تور وي او د هغه چا هم چي تا ته ورته مخ لري، په دې سره خو ته خپل پلار آدم عليه السلام ته هم بد و رد وايې!! كه د رسول الله صلى الله عليه و سلم دا حكيمانه لارښووني مراعات شي او د شخړو او مشاجرو په وخت كي په پام كي ونيول شي، نو د ډېرو فتنو او جگړو مخنيوى به وشي. نه پوهېږم اهل ظاهر ولي دا څرگند حقائق نه شي درك كولى؟ او ولي څرگند مفاهيم غلط تعبيروي؟ او ولي داسي توجيهات پكي كوي چي خبره تشبيه او تمثيل ته رسوي؟
امام ابن حبان د دې روايت په اړہ د ابو حاتم وينا رااخلي او ليكي: قال أبو حاتم رضى الله عنه: « يريد به صورة المضروب، لأن الضارب إذا ضرب وجه أخيه المسلم ضرب وجها خلق الله آدم على صورته »: ابوحاتم وويل: له دې نه د وهل شوي كس صورت مراد دئ، ځكه كله چي وهونكى خپل مسلمان ورور پر مخ وهي نو په حقيقت كي ئې هغه مخ وهلى چي الله تعالى آدم عليه السلام ته دې ته ورته مخ وركړى وو.
د دوى بل دليل دغه روايت دئ:
عَن أَبِي هُرَيْرَةَ عَن النَّبِيِّ صلى الله عليه و سلم قَالَ خَلَقَ اللَّهُ آدَمَ عَلَى صُورَتِهِ طُولُهُ سِتُّونَ ذِرَاعًا فَلَمَّا خَلَقَهُ قَالَ اذْهَبْ فَسَلِّمْ عَلَى أُولَئِكَ النَّفَرِ مِنْ الْمَلَائِكَةِ جُلُوسٌ فَاسْتَمِعْ مَا يُحَيُّونَكَ فَإِنَّهَا تَحِيَّتُكَ وَتَحِيَّةُ ذُرِّيَّتِكَ فَقَالَ السَّلَامُ عَلَيْكُمْ فَقَالُوا السَّلَامُ عَلَيْكَ وَرَحْمَةُ اللَّهِ فَزَادُوهُ وَرَحْمَةُ اللَّهِ فَكُلُّ مَنْ يَدْخُلُ الْجَنَّةَ عَلَى صُورَةِ آدَمَ فَلَمْ يَزَلْ الْخَلْقُ يَنْقُصُ بَعْدُ حَتَّى الْآنَ. صحيح البخاري: 5873
له ابو هريره رضى الله عنه نه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: الله تعالى آدم (عليه السلام ) په خپل صورت پيدا كړ، جگ والى ئې شپېته گزه وو، كله چي ئې پيدا كړ ورته وئې ويل: ولاړ شه پر هغو فرشتو سلام واچوه چي هلته ناستي دي او واوره چي د سلام څه ځواب دركوي، همدا به ستا او ستا د اولاد سلام او ځواب ئې وي، نو وئې ويل: السلام عليكم، هغوى ورته وويل: السلام عليك و رحمة الله، رحمة الله ئې پرې اضافه كړ. هر څوك چي جنت ته ننوځي نو د آدم عليه السلام په څېر به وي، د هغه له پيدايښت نه تر نن پوري مخلوقات كمى مومي (لوړوالى ئې راكمېږي).
د دې روايت معنى هم كاملاً واضح ده، او هغه دا چي الله تعالى آدم عليه السلام داسي پيدا كړى وو چي صورت ئې همدا د ده د زامنو صورت وو خو لوړوالى ئې شپېته گزه وو، دا لوړوالى ورو ورو كم شوى او اوسنى حالت ئې غوره كړى، د قيامت په ورځ به د آدم عليه السلام ټول مسلمان اولاد په خپلي اصلي او لومړنۍ بڼي جنت ته درومي. ډېر ناپوه او غرضي او مرضي انسان به له دې روايت نه بل مطلب اخلي. يوازي هغه څوك به له دې روايت نه بل تعبير وړاندي كوي چي د كلام تحريفولو ته ئې ملا تړلې وي.
دغه ډله د خپلي غلطي ادعاء د اثبات لپاره دا دليل وړاندي كوي او وايي: دا دئ په قرآن كي الله تعالى ته سترگي، لاسونه، مخ او ساق منسوب شوي!! نو ځكه موږ وايو چي د الله تعالى صورت انسان ته ورته دئ!!!
دوى ته وايو: تاسو دروغ وايئ چي په قرآن كي الله تعالى ته ساق (پونډۍ) منسوب شوې، د قرآن په كوم آيت كي چي د ساق يادونه شوې هغه د كافرانو ساق دئ، نه د الله تعالى ساق، او مطلب ئې دا دئ چي د قيامت له هيبته به كافران داسي تښتي چي پيڅې به ئې بډوهلې وي، پونډۍ به ئې لوڅي او تښتي به، ډېر ناپوه او مرضي انسان به الله تعالى ته ساق منسوبوي، الله تعالى له دې نه منزه دئ چي غړي ولري، پونډۍ ولري، پونډۍ ئې په جامو پټي وي، او د قيامت په ورځ به د ده پونډۍ وربربنډي شي.
په قرآن كي خو الله تعالى ته نه خوله منسوب شوې، نه پښې، نه سر، نه وېښتان، نه سينه، نه غوږونه، نه پزه، او نه نور غړي، كه له سترگو او لاسونو نه مراد غړي نيسئ نو بيا خو دا هم ووايئ چي: الله تعالى يو لاس لري كه دوه كه ډېر، ځكه دا ټول په قرآن كي راغلي، ولي د دوى له منځه دوه انتخابوئ، په قرآن كي عين، عينان او اعين (يوه سترگه، دوې سترگي او ډېري سترگي) راغلې، ولي يوازې دوې سترگي ورته منسوبوئ؟!! په كومو ځايونو كي چي د دغو غړو يادونه شوې هلته مراد دا نه دئ چي د الله تعالى د ذات څرنگوالى معرفي شي، بلكي د الله تعالى يوه صفت ته اشاره كوي، د مثال په توگه (بيده الملك)، له دې نه مراد دا نه دئ چي الله تعالى يو لاس لري او پاچايي د كوم توپ په څېر داسي كوم شى دئ چي الله تعالى په خپل لاس كي نيولى، بلكي مراد ئې دا دئ چي الله تعالى مالك الملك دئ، واكمني د ده په واك كي ده.
همداراز الله تعالى بصير (ليدونكى) دئ خو الله تعالى د ليدو په صفت كي هيڅ مخلوق ته ورته نه دئ، په مخلوقاتو كي ځيني يوه سترگه لري، ځيني دوه، ځيني په سلگونو سترگي (لكه د شاتو مچۍ) او ځيني داسي دي چي د خپل بدن په ټول پوستكي سره هر لوري ته ليدل كولى شي (لكه آميب)، قرآن موږ ته وايي چي الله تعالى په دې صفت كي هم هيڅ يوه ته ورته نه دئ. په مخلوقاتو كي ځيني په دوو پښو تگ كوي، ځيني په څلورو، ځيني پر سينه، ځيني پر وزرونو، د برق او نور تگ له دې ټولو توپير لري، په نغلو كي د سويچ له وهلو سره سم د كابل لري سيمي ته همغه شېبه برق ورسېږي، خو الله تعالى په دې صفت كي هيڅ يوه ته ورته نه دئ. همداسي په ټولو نورو صفاتو كي.
دا ډله دې ته هم پام نه كوي چي د قرآن ځيني آيتونه متشابه دي، په هغوى كي غير مرئي شيان له مرئي شيانو سره تشبيه شوي، هغه څه چي انسان نه ليدلي او نه په خپل قاموس كي ورته كوم نوم لري، په داسي الفاظو بيان شوي چي انسان د مرئي شيانو لپاره وضع كړي، په دې آيتونو كي راغلي دا الفاظ په متبادره معنى نشو اخيستى، قرآن موږ ته وايي چي په اصلي معنى ئې له الله تعالى پرته هيڅوك نه پوهېږي، عرش، استوى على العرش، يد، عين، وجه، په هغه معنى نشو اخيستى چي موږ ئې د مخلوق لپاره كاروو، كه دا غلطي مو وكړہ نو الله تعالى مو له مخلوق سره تشبيه كړى، كه څه هم له دې وينا وروسته سل ځله ووايو چي بلاتشبيه او بلاتكييف، دا د خولې بلاتشبيه موږ ته هيڅ گټه نه رسوي او موږ له هغي ډلي څخه نه باسي چي مشبهه نومېږي او الله تعالى له مخلوق سره تشبيه كوي. سبحان الله عما يصفون.



