پیام رهبرسلایدرمطالب مهم

د كابل د خونړۍ چاودني په اړه ثبت شوې صوتي وينا

 

 

د كابل د خونړۍ چاودني په اړه

ثبت شوې صوتي وينا

 

محترم حکمتیار

الحمد لله و كفى وسلام على عباده الذين اصطفى وبعد:

د كابل د وروستيو چاودنو په اړه د ځينو غرضي كړيو غلطو تبليغاتو دي ته اړ كړم چي يو ځل بيا د خپل ځورېدلي ملت په وړاندي خپل دريځ او د تروريستي عملياتو په اړہ خپل نظر توضيح كړم:

موږ د خپلو اسلامي اصولو په رڼا كي ټول هغه تروريستي اعمال په كلكه او د تل لپاره محكوموو چي د بي گناه هېوادوالو او بي وزلو انسانانو د مرگ ژوبلي او ځورولو باعث شي، كه دا د هر چا له خوا وي او تر هر نامه لاندي ترسره شوي وي. خو زموږ له نظره يوازي د هغو منفورو تروريستانو عمليات د غندني او تقبيح وړ نه دي چي يا په پټه او د غلو په څېر د بي وزلو خلكو د مرگ ژوبلي لپاره په ښارونو او د گڼي گوڼي په ځايونو كي بمونه چوي او يا د ظالم غچ له مظلوم اخلي، بلكي د هغو تروريستانو عمليات هم محكوموو چي په رڼا ورځ، په څرگنده، له زمکي او هوا او له غرور او تكبر سره پر ضعيفو ملكونو تېرى كوي، په بي دفاع خلكو آخرين ماډل وژونكي بمونه وروي، ښارونه، كلي، كورونه او جوماتونه ورانوي او په هر بم سره په سلگونو مظلوم او بي وزله انسانان په خپلو وينو كي رغړوي.

موږ په كابل كي د وروستيو چاودنو په ترڅ كي د بي گناه ښاريانو په بي رحمانه مرگ ژوبلي همدومره خواشيني يو لكه د ارزگان، كندهار، پكتيكا، خوست، پكتيا، لوگر، ننگرهار، كنر، كندز، مزار، هرات او شبرغان او د هېواد په نورو سيمو كي د امريكايي يرغلگرو ځواكونو او د دوى د ملگرو په لاس د مظلومو افغانانو په مرگ ژوبلي او ډله ييزو قبرونو كي ښخ شويو مظلومانو باندي چي خواشيني يو. موږ له تروريزم او تروريستانو هم كركه لرو او له هغو بي غيرتو افغانانو هم چي د پرديو تر قومندې لاندي د خپل ولس په خلاف جنگېږي، پر افغانستان د امريكايي كفري ځواك د وحشيانه يرغل ملاتړ كوي، د امريكايانو‏ په لاس د بي گناه افغانانو دردوونكي وژنه جائزه گڼي، د افغانانو پر ښارونو، كليو او جوماتونو د بم ورونو لپاره امريكايانو‏ ته بلنه او امريكايي طيارو ته كوردينات وركوي او له امريكايانو غواړي چي د افغانانو مخصوصاً پښتنو په ضد خپله ناروا جگړہ مزيد تونده او تېزه كړي او د خپلو پوځونو شمېر‏ لا زيات كړي. دوى د امريكا دغه صليبي جنگ ته د تروريزم په ضد د روا جگړي نوم وركوي!!!

موږ په دې باور يو چي د نړۍ تر ټولو ستر تروريستي ځواك امريكا ده، امريكا په ټوله نړۍ كي د تروريزم مور ده، د امريكايي چارواكو سياستونو په نړۍ كي د تروريزم كركجن تخم كرلى او هغه ته ئې وده وركړې، د اسرائيلو تروريست دولت دوى په وسلو سمبال كړى او د مظلومو فلسطينيانو په خلاف ئې تروريستي اقداماتو ته هڅوي.

هر با احساس انسان په دې پوهېږي چي نړيوال به فقط هلته د بين المللي تروريزم له شر ژغورل كېږي چي امريكا په نورو ملكونو كي د لاسوهنو توان له لاسه وركړي، پر ټولي نړۍ د سلطې فكر او اراده ترې سلب شي او د سي آى اې جهنمي تروريستي شبكه منحل شي.

امريكا كه چا ته په خپل هېواد كي تروريست ووايي او هملته د تروريزم مقابله وكړي، هيڅوك ورباندي اعتراض نه كوي، خو دا چي دوى خپل هر مخالف او د اسلام هر مدافع او هر آزادي غوښتونكى تروريست وگڼي او د دنيا په هر گوټ كي د تروريزم تر نامه لاندي د دوى په خلاف جگړہ اعلان كړي او سي آى اې ته رسماً او علناً وظيفه وركړي چي د امريكا د هر مخالف په ضد، د نړۍ په هر گوټ كي تروريستي عمليات ترسره كولى شي، داسي سياست ته به هر باضمير او هر باانصاف انسان د كركجن تروريستي سياست نوم وركوي او په ټول توان طاقت به ئې محكوموي.

موږ يو ځل بيا د دې خبري وضاحت ضروري گڼو چي په خپل هېواد كي د بهرنيو فوځونو شتون او د امريكايي ځواكونو په لاس د هېواد د اشغال په حالت كي له هيڅ افغاني ډلي او شخصيت سره د رقابت او مخالفت اراده نه لرو. په دې حالت كي نه انتقالي اداره او د هغې تركيب موږ ته اهميت لري او نه دا چي څوك په كوم مقام كي توظيف شوى. خپل وخت او امكانات په داخلي اختلافاتو او د انتقالي ادارې له تركيب او اجراءاتو سره د مخالفت كولو په بي فايدى كار ضايع كول اشتباه گڼو، ټولو ته توصيه كوو چي له دې كار ډډہ وكړي او خپل ټول توان طاقت او امكانات د هېواد د آزادۍ او د ښكېلاكگرو ځواكونو د ايستلو خواته متوجه كړي. ټولو مخلصو مجاهدينو او آزادۍ غوښتونكو افغانانو ته بلنه وركوو چي خپلمنځي اختلافات هېر كړي، يوه بل ته د ملگرتيا او تعاون لاس وركړي او له هېواد د ټولو بهرنيو فوځونو د ايستلو لپاره په گډہ ملا وتړي او په خپل آزاد او مستقل هېواد كي د تفاهم او ورورولۍ داسي فضاء را پيدا كړي چي هيڅوك له خپل داخلي رقيب سره د مقابلې لپاره پردي ته لاس اوږد نه كړي او پر هېواد د پرديو د تېري لپاره لار هواره نه كړي. بهرني فوځونه زموږ خپلواكي او ملي حاكميت تر پښو لاندي كوي او د دې هڅه كوي چي د وطنپالونكو پر ځاى، وطن پلورونكي ډلي او مفسد عناصر په افغاني ټولني مسلط كړي. دا فوځونه نه هېواد ته سوله راوستى شي ، نه امنيت تأمينولى شي او نه افغان ولس ته دا موقع برابروي چي د خپلي خوښي اسلامي نظام قايم او صالح مسئولين او مخلص چارواكي غوره كړي. دا دئ گورو چي امريكايي ځواكونه په يوه كال جگړو، بم ورونو او د بي گناه افغانانو د وژلو، نيولو او له هېواد په شړلو موفق نه شول چي په افغانستان كي د خپلي خوښي غولوونكي سوله راولي او د ځان او د خپلو ملگرو امنيت تأمين كړي. امريكايي فوځونه چي خپل امنيت نه شي تأمينولى د بل امنيت به څنگه تأمين كړي؟!! كه دوى په نيويارك او واشنگټن كي د امنيت له تأمين عاجز وي نو د افغانستان په تنگو درو او دنگو غرونو كي به څنگه امنيت راوستى شي.

نه پوهېږو چي امريكا څنگه ځان ته د دې حق وركوي چي د نړۍ له هغي لري گوښې راخوځېږي او د امنيت او سولي تر غولوونكو شعارونو لاندي پر افغانانو حملې كوي، كورونه ئې تلاشي كوي، وسلې ترې ټولوي او خپله واكمني پرې تحميلوي!! امريكا ولي له بي وزلو افغانانو سره خپل زور آزمويي؟ ولي خپل پرمختللي وژونكي وسلې د افغانانو په وژلو او د دوى د جونگړو په ورانولو امتحانوي.

موږ هغو افغانانو ته هم حيران يو چي د افغانانو د مرگ ژوبلي د انعكاس او اړوند خبرونو وركولو په ارتباط سياسي چلن كوي، د امريكايي ځواكونو په لاس د افغانانو مرگ ژوبله په لسگونو دلائلو توجيه كوي او عادي پېښي ئې گڼي!! لكه چي د ارزگان د دردوونكي سانحې په اړه به ئې ويل چي د يوې اشتباه په نتيجه كي او د يوې اشتباهي بمبارۍ په ترڅ كي، پنځلس كسان وژل شوي او دېرش زخميان شوي دي، حال دا چي هلته تر پنځوسو زيات شهيدان او تر يو سل او شلو زيات ټپيان شوي وو، ويل به ئې چي گناه د افغان اطلاع وركوونكو په غاړہ ده چي امريكايانو‏ ته ئې غلط اطلاعات وركړي وو!! او ويل به ئې: په جگړوكي داسي پېښي يو معمولي كار دى!! داسي پېښي نبايد د تروريزم په خلاف د رواني جگړي د دوام مانع شي. دا جگړہ بايد په هر حالت او په هر صورت كي دوام وكړي!!

خو همدغو كسانو د كابل د چاودنو د تلفاتو په اړه له مبالغې ډك داسي تبليغات كول چي د كورنيو چارو د مسئولينو له راپور سره نه شو مقايسه كېدى. د كورنيو چارو او د پوليسو مسئولينو ويل چي اته نفره مړہ او پنځلس زخميان دي. خو دوى د مړو شمېر‏ له دېرش تر پنځوس پوري او د زخميانو شمېر‏ ئې تر يو سل او پنځلس زيات ښودو! دوى هر څه د امريكايانو‏ د خوشحالولو لپاره كوي، خو په دې دي پوه شي چي امريكايان‏ نه د اوږدې مودې لپاره په اقتدار كي ستاسي پاته كېدل تضمينولى شي او نه ستاسو امنيت ساتلى شي. آيا هغه اقتدار د سختي كركي او نفرت وړ نه دئ چي د پرديو پښو ته د لوېدلو په بيه او د خپل هېواد د آزادۍ او د خپل ولس په خلاف د جگړو په بيه تر لاسه كېږي؟!!

زه بايد ښاغلي حامد كرزي ته ووايم: زما د وروستۍ وينا په اړه يا ښايي تا ته دقيق معلومات نه دي دركړى شوي او يا د هغو هېوادونو د خبري وسائلو په تبصرو دي باور كړى چي خپلي گټي د افغانانو تر منځ په جنگونو كي لټوي. ما په هغي وينا كي د انتقالي ادارې په ضد جهاد نه دئ اعلان كړى بلكي د بهرنيو فوځونو د ايستلو په اړه مي د افغان ولس د روا اسلامي مقاومت ملاتړ كړى. زه نه پوهېږم ستا مطلب له دې خبري څه دئ چي زه كابل ته درشم او د هغو ډلو په خلاف جهاد وكړم چي كابل ئې وران كړى!! كابل خو يا د هغو په لاس وران شوى چي روسي طياري ئې په واك كي وې او پر كابل ئې بمونه ورول او يا د هغو په لاس چي د امريكا اف 16 او بي 52 طيارو ته ئې كوردينات وركول. په كابل خو وروستۍ بمونه امريكايانو‏ ورولي، آيا د امريكا په خلاف جهاد ته مي دربلې؟ ته او د كابل مسلمان اوسېدونكي په دې ښه پوهېږي چي افشار، خوشحال خان مينه، كوټه سنگي، ده بري،  دشت برچي… د حزب وحدت او اتحاد تر منځ جگړو كي، كارته سه، كارته چهار، پوهنتون، كارته سخي او دهمزنگ د حزب وحدت او شوراى نظار تر منځ جگړو كي، بي بي مهرو، خواجه رواش، مكرويان، جاده ميوند، تپه مرنجان او غازي ستديوم او هغه ته څېرمه سيمه د شوراى نظار او جنبش تر منځ جگړو كي وران شوي او دا ډلي نن ستا خوا ته او په انتقالي ادارې كي شريك دي، دا حقيقت خو تا او هر افغان ته معلوم دئ چي د كابل پر پښتون مېشتو سيمو چا بمونه ورولي او چا د دې سيمي خلك له كابل ايستلي. زه نه پوهېږم د كوم خارجي ځواك په خلاف مي جهاد ته دربلې؟! هغه خارجي ځواكونه چي زموږ په هېواد كي ئې د جگړو اور بل كړى او د جگړو د دوام لپاره ئې جگړمارو ډلو ته هم پرون پيسې او وسلې وركولې او هم ئې نن وركوي، هغوى خو نن په ډاگه همغه څه كوي چي پرون ئې په پټه كول.

نه پوهېږم ستا به هغه ورځ په ياد وي كه نه چي ستا د اوسنيو ملگرو يوې ډلي په كابل كي ونيولې، بندي ئې كړې او ښه ډېر ئې وځورولې او زما ملگرو له هغه بد حالت وژغورلې او چهار آسياب ته ئې پداسي حالت كي راورسولې چي زخمي وې. په هغه ورځ چي تا د كومي ډلي او د هغې د بهرنيو حاميانو په اړه ويل چي كابل ئې وران كړ او د جگړو اور ئې بل كړ… زما خو هغه خبري نه دي هېري شوې.

زه خو ټولو افغاني ډلو ته بلنه وركوم چي راشئ د هېواد د رواني غميزي د ختمولو او د هېواد د بهرنيو ځواكونو د ايستلو لپاره خپلمنځي اختلافات پرېږدو، د ښكېلاكگرو او مداخله كوونكو خارجي ځواكونو لاسونه قطع كړو، اقتدار ته د رسېد‏و او په اقتدار كي د پاته كېدو لپاره په بهرنيو ځواكونو تكيه ونه كړو، هغوى ته پر خپل هېواد د بريد بلنه ورنه كړو، د جگړي ټغر ټول كړو، له صحنې د خپلو داخلي حريفانو د ايستلو لپاره له پرديو مرسته ونه غواړو او پر هېواد د دوى د تسلط لاره هواره نه كړو، خپل مشكلات په خپله او د خبرو له لاري حل كړو.

زه د هغو كسانو دې وينا ته هم حيران يم چي وايي: بايد زه ځان څرگند كړم او د نورو مشرانو په څېر كابل ته ولاړ شم!! پداسي حال كي چي دوى ښه پوهېږي چي امريكايان‏ نه په كابل كي زما شتون زغملى شي او نه د هېواد په هيڅ گوټ كي. په ايران كي ئې هم زما شتون نه شو زغملى، ايران د افغانستان په اشغال كي د امريكا تر ټولو هېوادو زياته مرسته كړې؛ په بدل كي ئې د كابل د امريكايي حكومت ټول مهم وزارتونه ايران پلو ډلو ته وبخښل؛ په دې حكومت كي كرزى تش په نامه جمهور رئيس وو؛ په ارگ كي هم ټول واك د مارشال فهيم په لاس كي وو؛ د جنرالي، مارشالي او ملي قهرمان جعلي او غير واقعي القاب هم د امريكا په امر توزيع كېدل، 600 ماشيني جنرالان د پنجشير ولسوالۍ ته منظور شول، كرزي فقط د بل په لاس ليكلي فرمانونه په پټو سترگو او نه زړه لاسليك او ټاپه كول؛ جعلي القاب خو پرېږدئ د شمالي ټلوالي د مړو پر قبرونو ئې په سلگونو مليونه ډالرو مصرفولو فرمانونه هم لاسليك كړي!! امريكا خپل ائتلافي ملگرى ايران دي ته اړ كړ چي له ايران زما د ايستلو او امريكا ته د سپارلو پرېكړه وكړي، د ايران ليبرال واكمنو ورسره ومنله؛ پلان دا وو چي ما د ايران پولي ته نژدې امريكايانو ته تسليم كړي او هغوى مي ډاكټر عبد الله ته وسپاري او داسي وښيي چي دا معامله د تهران او كابل تر منځ وه نه د ايران او امريكا تر منځ؛ … دا هغه څه دي چي د امريكا د هغه مهال سفير رايان كراكر له افغانستان انټرنيشنل سره په خپلي مركې كي پرې اعتراف وكړ؛ الله تعالى د دوى توطئه شنډه كړه او زه ئې د امريكا او ايران له دې گډي توطئې وژغورلم او دا سعادت ئې راپه برخه كړ چي هېواد ته راشم او د امريكا خلاف د عملي جهاد شرف تر لاسه كړم. كله چي  هېواد ته راستون شوم نو سي آى اې پر ما د هوائي بريد پلان جوړ كړ، د سي آى اې مشر جورج كينت اعلان وكړ چي موږ له يوې بې پيلوټه طيارې پر حكمتيار راكټي حمله وكړہ، څلور لوړپوړي ملگري ئې ووژل شول خو دى بچ شو او د امريكا جمهور رئيس او د جنگ وزير ئې د دې غلچكي بريد پخلى او ملاتړ وكړ.

د افغانستان د آزادۍ په هيله

او په آزاد افغانستان كي د يوه ځواكمن اسلامي حكومت دقايمېدو په انتظار

والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته

 

—————–

آرشیف: 

11 سپتمبر؛ د 21 پېړۍ د جنگونو پيل، مهم اسناد، ژور اسرار

موضوعات مشابه

Back to top button