
د اناكونډه ناكام عمليات
لیکوال: محترم حکمتیار
امريكايانو د شاهي كوټ عملياتو ته د اناكونډہ “anaconda: ښاه مار” نوم وركړى وو. دوى گمان كولو چي په دې عملياتو سره به د مخالفينو د شاهي كوټ مركز داسي ووځپي چي بيا به څوك پداسي مرايشكزو كي د راغونډېدو او له امريكايي فوځونو سره د ډغرو وهلو جرأت نكوي!! خو د عملياتو نتيجه د دوى د انگېرنو او تبليغاتو كاملاً برعكس وه. لاندي څو موارد دا حقيقت ښه ثابتولى شي:
1ـ امريكايانو په لومړى سر كي دا تبليغات كول چي د شاهي كوټ په مورچلو كي “150 ـ 200” كسان راغونډ شوي، خو په ورستيو ورځو كي ئې ويل چي دلته تقريباً 1000كسان موجود وو.
2ـ د دوى اندازه دا وه چي عمليات به حد اكثر درې څلور ورځي دوام كوي!! خو برعكس توده جگړہ تر دوو هفتو روانه وه او لا تر اوسه چي څو اونۍ ورباندي تېري شوې، په هغي سيمي كي جگړہ ايز حالت نه دئ ختم شوې او يو په بل پسي د نښتو راپورونه وركول كېږي.
3ـ غريي خبري سرچينو د امريكايي چارواكو د ادعاگانو په استناد ويل چي په دې عملياتو كي “800” مجاهدين په قتل رسېدلي، خو د عملياتو تر دولسمي ورځي پوري دوى نه يو اسير وښودلى شو او نه د يوه شهيد جسد!! له دې وروسته او د عملياتو په پاى كي د افغاني امريكايانو په خوله ئې يوازي د “8” مړو خبره كوله. او د خبريالانو د دې پوښتني په وړاندي ئې ځواب نه درلودو چي د”800″ مړو اجساد څه شول او ولي موږ ته اجازه نه راكوئ چي د جگړي ساحه وگورو او د تلفاتو، مړو او د جگړي د نتائجو دقيق راپور جوړ كړو.
4ـ امريكايي چارواكو د خپلو فوځونو د مرگ ژوبلي په اړه هم دې ته ورته دروغ ويل. دوى يوازي د دوو هليكوپترو د سقوط او د “8” مړو او “24 ” ټپيانو راپور وركړى!! حال دا چي لږ تر لږه پنځه هليكوپتري يا كاملاً يا په نسبي توگه تخريب شوې. د دوى د مړو او ټپيانو شمېر تر “90” زيات وو، د افغاني امريكايانو د مړو او ټپبيانو شمېر تر”70″ زيات وو.
5ـ دوى په تېرو مياشتو كي په “36000 ” نظامي الوتنو اعتراف كړى!! يعني هره ورځ 200 الوتني!! خو د دې تر څنگ ئې ويلي چي تر اوسه 21000 بمونه ورول شوي. دا خبره له دې کبله صحيح نه ده چي كه د هري الوتني په ترڅ كي لږ تر لږه دوه بمونه ورول شوي وي نو بايد د ټولو بمونو شمېر
2 x36000= 72000 وي. كه دوى ويلي وى چي په دې مياشتو كي د راكټونو او نورو بمونو تر څنگ 21000 ليزري بمونه ورول شوي، ادعاء ئې د منلو وړ وه!!
6ـ دوى د شاهي كوټ په عملياتو كي نه د خپلو اسيرانو په اړہ اعتراف كړى او نه په دې چي نه دي توانېدلي د خپلو ټولو مړو اجساد تر لاسه كړي. د شاهي كوټ مجاهدين ادعاء كوي چي دوى 22 كسان په اسارت نيولي وو چي له دې جملې څلور كسان وژل شوي، څلور كسان د زړہ د سكتې په وجه مړہ شوي او باقى 14 كسان له دوى سره ژوندي پاته دي. دوى دا ادعاء هم كوي چي د يوه مړي د جسد شا او خوا ته داسي بمونه ايښودل شوي وو چي كله نور امريكايان او د دوى مزدور افغاني ټوپکيان د مړي ځاى ته رسېدلي او د جسد د انتقال هڅه ئې كړې، منفجر شوي او دوى ته ئې زياته مرگ ژوبله اړولې. له دغي ورځي وروسته امريكايي فوځيان د دې هڅه كوي چي خپل مړي د افغاني امريكايانو په ذريعه انتقال كړي، چي د هر مړي د پيداكولو او انتقال په سر څلور زره ډالر جايزه وركوي.
7ـ د شاهي كوټ مجاهدين وايي: دې امريكايي عملياتو ته د “اناكونډہ يعني ښامار” نوم وركول صحيح نه وو، بايد نوم ئې “كونډہ انا” ايښودل شوى وى. “كونډہ انا” هغي زړې بوډۍ ته وايي چي مېړہ ئې مړ شوى وي، ځان تر ټولو ستر گڼي، چي كله په خپلو لمسيانو غصه شي او وغواړي چي په تېږہ ئې وولي گوزار ئې خطا ځي او د بل پر ځاى خپل سر ولي!



