سلایدرمقالات محترم حکمتیارنوشته ها

څو مهمي لارښووني

 

څو مهمي لارښووني

 

لیکوال: محترم حکمتیار

هغه با ايمان او په خداى مين مجاهدين چي د روسي فوځونو په خلاف له ستر او نه هېرېدونكي جهاد وروسته، اوس غواړي د امريكا او بريتانيا د كفري ځواكونو مقابله وكړي او له خپل دين، ايمان، مقدساتو، ملي نواميسو او د هېواد له خپلواكي او اسلامي هويت دفاع وكړي، هغوى ته په كار ده چي د امريكايي فوځ د نظامي تكتيكونو، جنگي پلانونو او هغو وسائلو په اړه پوره معلومات تر لاسه كړي چي دوى ئې په دې جگړي كي استعمالوى، بايد د همدې معلوماتو په رڼا كي خپل جنگي تكتيكونه عيار او د دښمن مقابله وكړي. د دې ليكني په ترڅ كي دغو خداى پالونكو مجاهدينو ته څو مهمي توصيې لرو:

  • امريكايي فوځيان د روسانو په پرتله ډېر جبون او ډارن دي، روحيه ئې ضعيفه او د كړاوونو تحمل او زغم ئې ډېر كم دئ، مرگ ژوبله نشي زغملى، د قربانۍ انگيزه نه لري، كه له معمولي مقاومت سره مخامخ شي توقف كوي، پټېږي او په شا زغلي، يوازي په هغه صورت كي مخكي درومي چي د دښمن سنگرونه په كامله توگه ټكول شوي وي او د درنو بم ورونو په نتيجه كي د مقابل لوري ټولي مورچلي ورته تخليه شوې وي.
  • امريكايي افسران تر هر څه د مخه په مخكي تللو وسلو او درنو بم ورونو حساب كوي. د دغو وسلو د مؤثريت په اړه هومره تبليغات كوي چي مخالف لورى دا گمان وكړي چي د دغو وسلو مقابله په هيڅ صورت كي ممكنه نه ده، نه هيڅ سنگر ترې خوندي پاته كېدى شي او نه هيڅ څمڅه، نه ئې د شپې چاره كېدى شي او نه د ورځي، هم ثابت اهداف تخريبولى شي او هم متحرك، لوى او ووړ، ثابت او متحرك هدف ورته يو شانته دئ!! خو د توري بوري او شاهي كوټ ناكامو عملياتو دا ثابته كړہ چي دا تبليغات دروغ، له مبالغو ډك او د خلكو د وېرولو لپاره تر سره شوي او هيڅ حقيقت نه لري. امريكايي بى 52 بمبارد طيارې د لويو او گڼو ثابتو اهدافو لپاره جوړي شوې، پر ښارونو او سترو سترو فوځي اډو د ډېرو هممهاله بمونو ورولو لپاره مؤثري دي خو د وړو او متحركو اهدافو او مخصوصاً په غرنيو سيمو كي او د چريكي عملياتو په خلاف هيڅ مؤثريت نه لري. پداسي عملياتو كي تر دغو غټو طيارو د دوى اف 14 او اف 16 طيارې ډېري غوره او مؤثري دي، د همدې لپاره امريكايي افسران دې ته اړ شول چي د توري بوري او شاهي كوټ په عملياتو كي له همدې طيارو زياته استفاده وكړي. بى 52 ډېري ستري دي، د مانور قدرت ئې ډېر كم دئ، له ورايه معلومېږي، چي د بريد سيمي په فضاء كي دوره كوي نو لاندي كسانو ته هومره فرصت په لاس ورځي چي له يوه  بل اړخ ته په ډاډ او اطمئنان وخوزېږي، مورچله بدله كړي، د غره له يوې ډډي بلي ته شي او د بمونو له استقامت ځان خوندي كړي. د دغو طيارو اهميت يوازي په دې كي دئ چي په يوه وخت په يوې ساحې ډېر بمونه ورولي شي. د بى52 د كار طريقه دا ده چي د ثابتو اهدافو نقشه چي له مخكي اخيستل شوې وي د دغو طيارو په كمپيوټري سيستم كي تعبئه (ځاى پر ځاى) شي او د هر هدف لپاره خاص ليزري بم غوره شي، ساحې ته د طيارې له رسېد‏و سره سم، د همغه نقشې له مخي او د كمپيوټر د اتومات سيستم له لوري په هر هدف خپل ځانگړى بم وورېږي. د توپچي او دافع هوا په ځايونو د دغه ډول طيارو بريد له دې امله مؤثره وي چي د دغو ځايونو عكسونه يوه ورځ مخكي اخيستل شوي او د سبا ورځي د بريد لپاره د دغو طيارو كمپيوټري سيستم ته وركړى شوي وي او د بريد په مهال د همدې كمپيوټر په ذريعه پر دغو اهدافو بريد ترسره كېږ‏ي. خو كه مقابل طرف له فراست كار واخلي او د توپچي او دافع هوا مورچلي بدلي كړي او له متحرك دافع هوا استفاده وكړي او يا غولوونكي مورچلي جوړي كړي، په دې كار سره نه يوازي د دغو طيارو بم وروني عبث درومي بلكي داسي بې ځايه او بې فايدى بم ورونو په نتيجه كي د دښمن جنگي مصارف هومره زياتېږي چي د اوږدې مودې لپاره ئې تحمل ورته گران شي، هر ليزري بم په ډېره گرانه بيه دښمن ته تمامېږي، په دوامداره توگه او د وړو اهدافو لپاره له دغو بمونو استفاده ممكن نه ده، تاسو وليدل چي د افغانستان په څو معدودو جگړو كي له دغو بمونو د زياتي استفادې په وجه د امريكا د جنگ وزارت اعلان وكړ چي زموږ په سلاح كوټونو كي د دغو طيارو مربوط ليزري بمونه په خلاصېدو دي!!

چا چي د SU-22 روسي طيارو او د F-14 او F-16 امريكايي طيارو بريدونه په خپلو سترگو ليدلي دي په قطعي توگه دې نتيجې ته رسېد‏لي چي دا امريكايي طيارې له هغو روسي طيارو سره اصلاً نشي مقايسه كېدلى، د افغانستان په ظروفو او شرائطو او په چريكي جنگونو كي د مجاهدينو په ضد د دغو طيارو مؤثريت د روسي طيارو په نسبت ډېر كم دئ.

كه مجاهدين داسي مورچلي او سنگرونه ونه لري چي له ورايه ليدل كېږي او يا د جاسوسي طيارو او سپوږمكيو په ذريعه د هغوى عكسونه اخيستل كېدى شي او د جنگي طيارو په ضد له دافع هوا استفاده ونه كړي او په دې سره خپل سنگرونه دښمن ته افشاء نه كړي، پرېږدي چي د دښمن پلي ځواكونه د موټرو او هليكوپترو په ذريعه د دوى ساحې ته داخل شي او داسي ځاى ته راورسېږي چي د پيكا، RPG -7او كلشنكوف په ذريعه تر اور لاندي نيول كېدى شي، پداسي يوه دقيق تكتيك سره هغوى له يوې خوا د جنگي طيارو مؤثريت ختموي، له بلي خوا كولى شي دښمن ته داسي گوزار وركړي چي نه ئې گمان كولى شو او نه ئې چاره كولى شي او نه هم له هغو وسائلو استفاده كولى شي چي ډېر ورباندي حساب كوي او په جنگ كي تر هر څه زيات په هغوى تكيه كوي. د شاهي كوټ يوه همداسي عملياتو چي د امريكايانو‏ د وينا په اساس درې اپاچي هليكوپتري په كي نسكوري شوې، نه امريكايي فوځيان په قتل ورسېد‏ل او تر پنځوسو زيات په كي زخميان شول، امريكايان‏ ئې هومره وارخطا كړل چي د جورج ډبليو بش اوشكي توى شوې، رامزفيلد د مطبوعاتي كنفرانس په جريان كي هومره پرېشان وو چي په وار وار خپلو خبرو كي غلطېدو، امريكايي ورځپاڼو د افغانستان جنگ د صومال او ويتنام له جنگ سره تشبيه كولو او په دې ئې اعتراف كولو چي د دې جگړي د پاى او پايلو په اړه د امريكا د جنگ وزارت د چارواكو تبصرې غلطي وې او دا چي نه يوازي جگړہ پاى ته نه ده نژدې شوې بلكي اوس شروع شوې او امريكا اوس د دې جنگ تر ټولو خطرناك پړاو ته داخله شوې. په همدې جگړي كي د درنو تلفاتو په وجه دې ته اړ شول چي ووايي: زموږ فوځي قطعات به له دې وروسته هيڅ كله دې ته ورته عمليات ترسره نه كړي!!

كه د شاهي كوټ په څېر څو نور همداسي عمليات ترسره شي او امريكايان‏ په هر يوه كي همدومره تلفات وگوري، حتماً او ډېر ژر به له افغانستان وځي، امريكايان‏ د روسانو په څېر نه دي چي د ډېرو تلفاتو زغملو او د اوږده جنگ حوصله ولري، روسانو په خپله د دوى په وينا 40000 مړي او زخميان وركړل او د نورو په وينا ئې 76000  او لس كاله په افغانستان كي وجنگېدل، خو كه د افغانستان په رواني جگړي كي د 1000 امريكايانو‏ تابوتونه امريكا ته انتقال شي او د مجاهدينو فقط 1000 مرمۍ پر هدف ولگېږي امريكايان‏ به له افغانستان همداسي په منډہ وځي لكه له صومال او بيروت چي ووتل.

مجاهدين بايد له نقليه وسائطو د جنگ په ساحې او جنگ ته څېرمه ساحو كي استفاده ونه كړي، كه پر موټرو كي نصب دافع هوا استفاده كوي بايد د ستر او اخفاء ټول مقررات او غوښتني مراعات كړي، ځاى ئې ژر ژر بدل كړي، د شپې په تياره كي له يوې سيمي بلي ته انتقال شي او له چراغونو قطعاً استفاده ونه كړي.

همدا راز دوى بايد د اور له بلولو، دود او د شپې لخوا له لاسي بجليو استفاده كاملاً ترك كړي او له هر هغه څه ډډہ وكړي چي د دوى ځاى افشاء كوي او دښمن ئې له ورايه ليدلى شي.

د دې پر ځاى چي مجاهدين ثابت مركزونه جوړ كړي او دښمن ته پر دې مراكزو د بريد بلنه وركړي، په كار ده چي د دې پر ځاى د دښمن د تجمع پر مراكزو، هوائي ميدانونو او قطارونو عمليات ترسره شي، دا كار هم آسان دئ، هم دښمن ته زيات تلفات رسولى شي او هم په دې سره د جگړي ابتكار د تل لپاره د مجاهدينو په لاس كي پاته كېږ‏ي، دا پرېكړہ به د دوى په لاس كي وي چي د دښمن د ځواكونو په كومي برخي، كله او څنگه حمله وكړي، دښمن به په دې نه پوهېږي چي څه عكس العمل وښيي، له چا غچ واخلي او څنگه د دې بريدونو مخه ونيسي.

د داسي عملياتو لپاره چي كومو وسائلو ته ضرورت شته مجاهدين هغه عملا په واك كي لري او هر وخت او په هر ځاى كي ئې تر لاسه كولى شي. پداسي عملياتو كي تر ټولو مهمه وسله باروت او لوازم ئې دي، مخصوصاً ريموت كنترول. كه له دې علاوه څه ته ضرورت لري نو هاوان، پيكا او د اوږې راكټ دي، چي د مجاهدينو هره وړہ ډله ئې په واك كي لري.

مجاهدين بايد تر ټولو د مخه د هغو كسانو چاره وكړي چي دښمن ته جاسوسي كوي، لاري ورښيي، په عملياتو كي د هغوى تر قومندې لاندي برخه اخلي، د دښمن د ځواكونو مخي ته روان وي او افغانان دې ته تشويقوي چي د دښمن ملگرتيا وكړي. كه د دغو بې ننگه او بې ايمانه جاسوسانو څو معدود او بدنام كسان مجازات شي او د خپلو جنايتونو جزا وگوري بيا به نه څوك د دښمن خوا ته د ودرېدلو جرأت كوي او نه به د څو ډالرو لپاره جاسوسي ته زړہ ښه كوي. په دې سره به كلي او د ښارونو شا او خوا سيمي د مجاهدينو د اوسېدو او تلو راتلو لپاره خوندي او مصونى شي او دښمن به له ښارونو او خپلو عسكري مراكزو د بهر وتلو جرأت نشي كولى، دا ځكه چي بهرني دښمنان يوازي د خپلو افغاني جاسوسانو په مرسته او اعتماد له خپلو مراكزو وتلى شي او د دوى د معلوماتو په رڼا كي عمليات ترسره كولى شي.

دښمن د عملياتو په وخت كي داسي تبليغاتو ته خاص اهميت وركوي چي د مجاهدينو روحيه ورباندي تضعيف كړى شي، د همدې لپاره هغوى ته د درنو تلفاتو د اړولو او د دوى په ليكو كي د زياتي مرگ ژوبلي دروغجن او له مبالغې ډك تبليغات كوي. د توري بوري او شاهي كوټ د عملياتو په دوران كي د امريكايي منابعو او د امريكا پلوه خبري سرچينو تبليغات داسي وو چي خلكو گمان كولو د امريكايي طيارو د بم ورونو په نتيجه كي د مجاهدينو ټولي څمڅي تخريب شوې، په سلگونو كسان ئې وژل شوي، هيڅوك نه دئ توانېدلى چي له صحنې روغ رمټ ووځي او په هيڅ مورچلي او څمڅي كي خوندي نه شو پاته كېدى!! خو حقيقت كاملاً برعكس وو، د مجاهدينو تلفات ډېر كم او د دوى په خلاف د امريكايي طيارو بمباري تر ډېره حده غير مؤثره وه. په توري بوري كي تر شلو كم مجاهدين په شهادت رسېد‏لي، د دغو شهيدانو زياته برخه هلته شهيدان شول چي د سيمي د پرېښېدو فيصله ئې وكړہ او د شپې له لوري په گډہ او په زيات شمېر‏ كي د سليمانخيلو درې ته داسي راكوز شول چي اكثرو ئې بجلۍ بلي كړې وې، دښمن له زمکي او هوا د دوى څارنه كوله، كله چي د درې يوې تنگي ساحې ته راورسېد‏ل، په هغوى ئې درنه بمبارۍ پيل كړہ، دلته نه د پناه ځاى وو، نه سنگرونه او نه څمڅي وې. دلته چي د دوى كوم شمېر‏ كسان شهيدان شوي د جگړي په ټولي اوږدې مودې كي د دې شمېر‏ درېيمه برخه هم نه وو شهيدان شوي. د شاهي كوټ په عملياتو كي هم دښمن دا تبليغات كول چي د مجاهدينو 400-500 كسان په قتل رسېد‏لي، دا په داسي حال كي چي دوى ته د يوه شهيد جسد هم په لاس نه وو ورغلى، د مجاهدينو د شمېر‏ په اړه هم د دوى تبليغات داسي وو چي د دښمن ضعيف او غير موثق اطلاعاتي سيستم ئې په گوته كولو: كله به ئې ويل چي د مقاومت كوونكو شمېر‏ تر څلورو زرو پوري دئ، كله ئې هغه دوه زره او كله له څو سوو تر زرو پوري ښودو!! د دښمن له دغو ارقامو معلومېده چي يا عمداً دروغ وايي او يا د دوى معلومات په افواهاتو ولاړ وو، هيڅ دقيقه اطلاع ئې نه درلوده، د دوى جاسوسي سپوږمكي په دې نه توانېدى چي د مجاهدينو دقيق شمېر‏ معلوم كړي، پداسي حال كي چي دوى به تل دا دعوى كوله چي د دوى جاسوسي سپوږمكي د زمکي په سر داسي ووړ شي هم ليدلى او پيژندلى شي چي اوږدوالى ئې فقط څلور انچه وي!! له دغو تبليغاتو متأثره شوو كسانو دا گمان كاوو چي د زمکي په سر مخصوصاً هلته چي عمليات روان وي، هيڅ څه له امريكايانو پټ نشي پاته كېدى او هر څه ئې تر سترگو لاندي وي!! پداسي حال كي چي امريكا او متحدينو ئې اوه جاسوسي سپوږمكۍ د افغانستان په فضاء كي مستقر كړې وې خو تر پايه په دې پوه نه شول چي په توري بوري او شاهي كوټ كي د مجاهدينو دقيق شمېر‏ څومره وو؟ د دوى خپور جاسوسي جال په دې موفق نه شو چي د القاعدې او طالبانو د مشرانو د پټېدو ځايونه په گوته كړي او امريكايانو‏ ته دا توفيق ورپه برخه كړي چي دوى ونيسي يا ئې په قتل ورسوي. د شاهي كوټ عمليات د امريكايانو‏ د ټولو اټكلونو خلاف تر دريو اونيو پوري روان وو او په پاى كي دوى اعتراف وكړ چي نه ئې كوم كس ژوندى نيولى او نه ئې د كوم مړي جسد موندلى!! مجاهدين بايد دې ته متوجه وي چي د عملياتو په وخت كي د دښمن د داسي تبليغاتو تر تأثير لاندي رانشي او خپله روحيه له لاسه ورنه كړي.

موضوعات مشابه

Back to top button