خبرهای داخلیسلایدر

پاکستان: د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ته دوام ورکوو

پاکستاني چارواکي وايي، د نومبر له پیله د ډسمبر تر یوولسمې نېټې یې ټولټال ۴ لکه ۳۴ زره ۸۴۲ تنه بې اسناده افغانان له پاکستانه اېستي دي. تر دې وړاندې ځینو پاکستاني چارواکو ویلي وو، چې د نومبر له پیله له دغه هېواده ۴ لکه ۸۰ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

له بلې خوا د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمان راشد د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ له استازي لیونارډ زولو سره په کتنه کې ویلي، چې پاکستان د افغان کډوالو په اړه پر خپلو پخوانیو موافقو ژمن نه دی پاتې شوی. ده وویل، پاکستان باید د افغان کډوالو ځورول ودروي.

د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ استازي وویل، چې له پاکستاني چارواکو سره یې د افغان کډوالو د اېستلو، د هغوی د شتمنیو د ضبطولو او نورو حقونو په اړه خبرې کړي او ورڅخه یې غوښتي، چې له دې ډول زیاتیو لاس په سر شي. پاکستاني رسنیو د خپل هېواد د اړوندو چارواکو په قوله نن راپور ورکړ، پرون ۱۸۱۱ افغانان چې ۴۵۴ یې نارینه، ۴۱۲ ښځې او ۹۴۵ یې ماشومان وو، افغانستان ته ستانه شول.

 

موضوعات مشابه

Back to top button