خبرهای داخلیسلایدر

اړين سپېناوی!

اړين سپېناوی!

په ټولنیزو رسنیو کې د استخباراتو لوی ریاست ته منسوب یو مکتوب لاس په لاس کېږي، چې د ګڼو املائي او إنشائي تېروتنو سربېره په‌کې د حزب اسلامي او د افغانستان د اسلامي إمارت تر منځ د ټکر او بې‌باورۍ مواردو ته إشاره شوې ده، چې يوازې يوه دروغجنه اوازه او جعلي پروپاګنډ دی.

حزب اسلامي دا جعلي مکتوب او دې‌ته ورته جعل‌کارۍ او پروپاګنډ په کلکه ردوي او د هغو غرضي، مرضي او سپېرو کړيو کار يې ګڼي، چې غواړي د حزب اسلامي او د افغانستان د إسلامي إمارت تر منځ د ټکر او پر يو بل د بې‌باورۍ فضاء رامنځ‌ته کړي.

حزب اسلامي د خپل ديني او ملي رسالت له مخې تر دم‌ګړۍ د خير په ټولو کارونو کې د اسلامي إمارت ملاتړ او تأیید کړی، او همداراز د ښې حکومتولۍ د رامنځ‌ته کولو په پار يې په أحسنه توګه مسئولين او چارواکي خپلو مسئوليتونو او عُليا ملي مصالحو ته متوجه کړي، او تر اوسه هېڅ داسې کومه پېښه نه‌ده رامنځ‌ته شوې چې په پايله کې يې دواړه لوري د يو بل پر وړاندې د تقابل او تصادم سياست اختيار کړي.

دا جعلي مکتوب محضِ د دُښمنانو له لوري يوه دروغجنه شائعه ده او هېڅ حقيقت نه‌لري.

ټولو داخل‌مېشتو او بهرمېشتو مُتعهدو ورونو ته مو توصيه او سپارښتنه داده چې په داسې دروغجنو مکتوبونو او اوازو باور ونه‌کړي.

 

موضوعات مشابه

Back to top button