د تلې (ميزان) په مياشت کې صليبي گډو اشغالگرو ځواکونو ته د سر او مال زيانونه

د ١٣٨٩ ل کال د تلې (ميزان) په مياشت کې
صليبي گډو اشغالگرو ځواکونو ته د سر او مال زيانونه
راټولونکى: عبدالکريم ساپى
افغان مجاهد ولس له تېرو لسو کالو څخه يو ځل بيا د تيرې نولسمې او شلمې پيړۍ د انگريزي او روسي کمونيستي امپراتوريو ښکيلاکگرو صليبي ځواکونو سره په تپل شوې جگړه کې ښکيل دى- د تېرو لسو کلونو د جگړې په اوږدو کې هره شيبه، هره ورځ، اونۍ او هره مياشت د امريکا په مشرۍ د صليبي ځواکونو د تباهۍ او د مقاومت دجهادي ليکو د فتحې، بري او برلاسۍ گواهي وايي دښمن هره تېره مياشت د خپلو ځواکونو تر ټولو زياته ملاماتوونکى او د تباهۍ مياشت بولي خو له راتلونکې مياشت نه خبر نه وي چې دا به ورته تر ټولو زياته ملاماتوونکې او له تباهۍ ډکه وي.
د تېرو نورو مياشتو په څير د ١٣٨٩ ل ش کال د تلې (ميزان) مياشت هم د امريکا په مشرۍ د بهرنيو اشغالگرو صليبي ځواکونو لپاره هم په اقتصادي هم په مالي او هم په پوځي لحاظ ډيره ملاتوونکې وه.
د مقاومت جهادي ليکو د تېرې تلې په مياشت کې د امريکا په مشرۍ د ناټو، امريکايي او ايتلافي ځواکونو (٨) پوځي چورلکې، پوځي الوتکې او بې پيلوټه جاسوسي الوتکې راغورځولي چې تفصيل يې په لاندې ډول دى:
١- د ميزان په لومړۍ نيټه دزابل ولايت په دايچوپان کې يوه پوځي چورلکه مجاهدينو راوغورځوله- ٩ تنه هلاک.
٢- ٢/٧/١٣٨٩ پکتيا کې د کمپاين په ودانۍ کې ولاړه چورلکه.
٣- ٢/٧/١٣٨٩- فراه- پشت رود ولسوالۍ چورلکه- ١٣ هلاک.
٤- ١٣/٧/١٣٨٩- پکتيکا- سرروضه ولسوالۍ بې پيلوټه الوتکه.
٥- ١٩/٧/١٣٨٩- گرشک ولسوالۍ کې چورلکه- ١٤ هلاک.
٦- ٢٠/٧/١٣٨٩- کونړ- مرورې ولسوالۍ چورلکه- ٢٦ هلاک.
٧- ٢١/٧/١٣٨٩- کابل- څرخي پل- ترانسپورتي الوتکه- ٩ هلاک.
٨- ٢٩/٧/١٣٨٩- پکتيا يحيٰى خيل- بې پيلوټه الوتکه.
په دښمن باندې د حزب اسلامي افغانستان بريدونه او دښمن ته د رسيدلي مالي او ځاني زيان تفصيل:
١- کونړ:
کونړ کې د حزب اسلامي مجاهدينو په بريدونو او جگړو کې ٢٥ تنه امريکايي هلاک شوي او ١٠ تنه يې ژوبل دي، ١٠ تنه ايتلافي او ٨- تنه حکومتي مليشې هم په هلاکت رسيدلي، ١١- ټانکونه، ٦ پوځي موټر او ٤- اکمالاتي موټر يې ويجاړ شوي.
٢- لغمان:
١١- امريکايي، ٤ د ناټو، ٦ -ايتلافي او ٤ حکومتي عسکر وژل شوي، ٤ ټانکونه او ٢ پوځي موټر ويجاړ.
٣- غزني:
٢- امريکايي، ٤ ايتلافي او ٢ حکومتي عسکر هلاک يو ټانک يو پوځي موټر او ٢- اکمالاتي موټر ويجاړ.
٤- فارياب:
٣ حکومتي او ٢- ايټالوي عسکر هلاک، يو پوځي موټر ويجاړ.
٥- هرات:
٧- امريکايي، ٣- ايتلافي عسکر هلاک، يو ټانک ٢ پوځي موټر ويجاړ.
٦- پکتيا:
٤- ايتلافي عسکر هلاک يو ټانک ويجاړ.
٧- خوست:
٦- امريکايي، ٤ ايتلافي، ٢ حکومتي عسکر هلاک، ٢ټانکونه، ٣ پوځي موټر او ٤- اکمالاتي موټر ويجاړ.
٨- فراه:
٦-ايتلافي، ٤ ايټالوي عسکر هلاک، ٢ ټانکونه، ٧ اکمالاتي موټر ويجاړ.
٩ -هلمند ولايت:
٣- برتانوي او ٢ ناټو عسکر هلاک، يو ټانک ويجاړ.
١٠- کابل:
٥ حکومتي، ٦- امريکايي عسکر هلاک، ٢ پوځي موټر ويجاړ.
١١- بلخ:
٤ -ايتلافي، ٣ پولنډي عسکر هلاک، ٢ پوځي موټر ويجاړ.
١٢- کندز:
٢ حکومتي او ٦ جرمني عسکر او ٦- اربکي مليشه هلاک يو ټانک او يو پوځي موټر ويجاړ.
١٣- پروان:
٤- امريکايي، ٣ ناټو عسکر هلاک، يو ټانک، يو پوځي موټر ويجاړ.
١٤- کاپيسا:
٨- فرانسوي عسکر هلاک، ٢ ژوبل، ٢ ټانکونه يو پوځي موټر ويجاړ.
١٥- ميدان وردگ:
ميدان وردگ ولايت کې د حزب اسلامي اتلو مجاهدينو په بريدونو کې ٢٣ امريکايي، ٨ ناټو، ١٥ حکومتي او ٨ تنه پولنډي عسکر هلاک، ٣ ټانکونه، ٧ پوځي موټر او ٦- اکمالاتي موټر ويجاړ.
١٦- لوگر:
١١- امريکايي، ٢ ناټو او ٣ ايتلافي عسکر هلاک، ٤ ټانکونه او ٢ پوځي موټر ويجاړ.
په دې سربيره حزب اسلامي مجاهدينو د دښمن ٧ کانټينرونه او ٣ پوځي موټر او يوه اندازه وسلې او مهمات هم ولجه کړي دي د حزب اسلامي مجاهدينو او د مقاومت جهادي ليکو دامريکا په مشرۍ د صليبي ناټو، ايتلافي او دکابل د گوډاگۍ ادارې په اجيرو مليشو دغه بريدونه د هېواد په گوټ گوټ کې په ځانگړې توگه نورستان، کونړ، لغمان، ننگرهار، کابل، پروان، پکتيکا، خوست، غزني، بلخ، فارياب، جوزجان، فراه، زابل، نيمروز، هلمند، کندهار، کندز، تخار او هرات ولايتونو کې ترسره شوې دي چې په مجموعي توگه په دغو بريدونو او نښتو کې د صليبي دښمن ٤٢٩- تنه سرتيري چې په کې ١٩٠- تنه امريکايان، ٣٣- تنه ناټو، ٩٤- تنه ايتلافي، ٨٨ -حکومتي، ٢٥- اربکي، ٢٢ -بريتانوي، ١٥- فرانسوي، ١٤- جرمني، ١٠- ايټاليايي، ٦- سويډني ٦- گرجي، ٤- چکي، ٣- ډنمارکي، ١٢- پولنډي او ٧- تنه استراليايي عسکر شامل دي.
په دې سربيره د صليبي اشغالگر ماتې خوړلي دښمن ٨٨- عرادې محاربوي ټانکونه، ٣٤- پوځي موټر او ٧٢- اکمالاتي او لوژستيکي موټر او کانټيرونه ويجاړ او له منځه وړل شوي دي. دښمن اوس د مجاهدينو د سختو گوزارونو څخه دومره وارخطا شوى او روحيات يې له لاسه ورکړي چې اوس، وخت په وخت او ځاى پر ځاى پخپلو او حکومتي عسکرو هم بمباري کوي، د بيلگې په توگه د ميزان په مياشت کې يې د ژيړۍ په ولسوالۍ کې پخپلو عسکرو بمباري وکړه او ٢٢ تنه يې ووژل چې وروسته يې بيا د پښيمانۍ اوښکې تويولې- او دا ځکه چې دښمن ته اوس له ډيرې ويرې هر خپل او پردي، مجاهد او عام ولسي وگړي د سر قاتل ښکاري.
د ميزان مياشت په افغانستان کې بهرنيو اشغالگرو ځواکونو ته د افغان مجاهد ولس د سختو گوزارونو له لامله ډېره سخته ملاماتوونکي او تباه کوونکي مياشت ثابته شوې ده.



