تاریخیسلایدرسیاسیمطالب مهمنوشته ها

پټې توطئې بربنډې څېرې – ۳۱مه برخه

د روسانو له وتو د ائتلافي حکومت تر نسکوريدو

 

 

لويه گډہ حمله

 

د کتاب نوم: پټې توطئې بربنډې څېرې

لیکوال: محترم انجنیر حکمتیار، د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر

برخه: ۳۱


 

ائتلافيونو د يوې لويي حملې لپاره تيارى نيولو، غوښتل ئې د كابل په ختيځ او جنوب كي د حزب مراكز اشغال كړي. د كابل څلور لويي لاري د حزب په واك كي وې، دا د محاصرى حالت بايد ختم كړي، د حملې لپاره له شمال نه كافي شمېر د دوستم، جنرال مؤمن او حزب وحدت مسلح افراد كابل ته راانتقال شول، اصلي حمله بايد په دوو استقامتونو، د بالاحصار نه د چهار آسياب په لوري او له چهل ستون او دارالامان نه د ريشخور په لوري ترسره شي، له هوايي بمبارد نه بايد په پراخه پيمانه استفاده وشي.

موږ يوه ورځ د مخه د دوى د تجمع مراكز تر اور لاندي ونيول، پدې سره كه څه هم د دوى د وسيع حملې پروگرام مختل شو، خو د سختي بمبارۍ په وجه او له خوشه ئې بمونو نه په پراخه پيمانه د كار اخستلو په وجه، دوى وتوانېدل له بالاحصار نه د سياه سنگ په لوري پرمخ ولاړ شي او زموږ ځيني سنگرونه ونيسي، په يوې مرحلې كي زموږ د مجاهدينو روحيه هومره مړاوى او د شپې ورځي مسلسل بمبارۍ هومره ستومانه كړي وو چي د مقاومت له دوام نه مأيوسه شوى وو.

د وضعيت د څيړني لپاره مو د شپې لخوا يوه غونډہ راوبلله، حاجى صاحب كشمېرخان، انجنير صاحب فيض محمد، خوږمن صاحب، ارغنديوال صاحب، ابوبكر صاحب او حاجى صاحب شيريندل په غونډي كي شركت وكړ، د ټولو رأيه دا وه چي لږ په شا كېږو د سقاوى په دشتي كي دفاعى خط جوړوو. په هغي غونډي كي چي ما د دغو وروڼو په څېروكي كومه پرېشاني او د سختي ستړيا او ستوماني كومي نښى ليدلى هيڅكله به مي له ياده ونه وځي. تقريباً درې اونۍ مسلسل د شپې ورځي جگړہ وه، زيات شمېرمجاهدين مو شهيدان او ژوبل شوي وو، د شهداوو او ټپيانو د انتقال په وجه د مجاهدينو شمېركم شوى وو. موږ په ولاياتو كي منظم عسكري قطعات نه درلودل چي فوراً ئې لومړى خط ته سوق كړو او ستړى ستومانه مجاهدين تعويض كړو، له ولاياتو نه د داوطلب مجاهدينو راغونډول فرصت غوښتو، موږ ناڅاپي لداسي لوئى جگړي سره مخامخ شوي وو. ما وروڼو ته اطمئنان وركړ، غونډہ مي ختمه كړہ او وروڼو ته مي وويل چي ان شاء الله سبا به د حالاتو په رڼا كي مناسب تصميم نيسو. په خداى باور وكړي چي د جگړي له پيل نه تر همدې شپې پوري زما تر ټولو ډاډمنه شپه چي هم مي په اطمئنان او آرام زړہ، ډوډۍ خوړلې او هم مي پوره خوب كړي، همدا شپه وه، ما له ځان سره فيصله وكړہ چي سبا په خپله لومړى خط ته ځم او تر برى يا شهادت پوري به جنگېږم.

سبا سهار بيا جگړہ پيل شوه، خو په ډېرسريع ډول د جگړي تعادل او انډول داسي د مجاهدينو په گټه بدلېدو چي هيچا د هغه تصور نشوكولي، تر لسو بجو پوري موږ ټول اشغال شوي سنگرونه بېرته ونيول، ز موږ ځواكونه د بالاحصار خولى ته ورسېدل، دښمن ښه ډېر تلفات ليدلى وو، په تيښته وو او سنگرونه ئې يو په بل پسې پرېښودل.

دا جگړہ د ننگرهار د سولي د يوه هيئت په منځگړيتوب پاى ته ورسېده، د سولي د هيئت پرېكړہ چي دواړو خواوو ورباندي امضاء وكړہ، د اوربند، د بنديانو د تبادلي، له كابل نه د مليشو د ايستلو او د لويو لارو د خلاصون غوښتنه كوله. موږ د معاهدې مطابق جگړہ متوقف كړہ، بنديان مو خوشي كړل، لويي لاري مو د تل په شان خلاصى پرېښودي، خو مقابل طرف څو كاره وكړل:

د مليشو د ايستلو په ځاى ئې كابل ته د مليشو تازه نفس قوتونه راانتقال كړل.

د شينډنډ په هوايي ډگر، چي د حزب اسلامي د مجاهدينو په واك كي وو، بمباري پيل كړہ، دا بمباري تر دوو مياشتوپوري جاري وه.

د ننگرهار د سولي هئيت چي په خپلي پرېكړي كي ئې په واضح الفاظو ليكلي وو: كوم طرف چي لدې معاهدې نه تخلف وكړي، د ننگرهار قوتونه به د بل طرف په خوا كي، د متخلف په خلاف جنگېږي، خو په عمل كي ئې يوازي د مقابل طرف د سرغړونو په اړہ په يوې راډيويي اعلاميې اكتفاء وكړہ او هغه ئې له معاهدې نه د متخلف په حيث وغندلو.

 د دې حملې نتائج

پدې جگړي كي د ائتلافيونو د ماتې څو ستر ستر نتائج وو:

الف: د دوى غرور مات شو، پدې پوه شول چي ترسپيني شگي د مجاهدينو زغلول او د نادرشاه د واكمنۍ په دوران كي په پروان د حملې غچ اخستل، يعنى څه؟ لدې ماتې نه وروسته زموږ په سنگرونو د دوى مخكنۍ د توپونومسلسل ډزى متوقف شوي.

ب: د دې جگړي په وجه د دوى ترمنځ اختلافات تشديد شول، كه څه هم جنرال دوستم او حزب وحدت لادمخه پدې ناراض وو چي د جبل السراج د معاهدې مطابق دوي ته خپل منل شوي امتيازات ونسپارلى شول، خو پدې ستري جگړي كي د مسعود ضعيف شته والي، هغوى مزيد ناراضه كړل، دوى پدې كار د اعتراض حق درلود چي د دفاع وزير دي مسعود وي او په جگړي كي تلفات دي د جنرال دوستم قطعات گالي. د جگړي په دوران كي يوځل دوستم، مسعود ته په مخابرى كي وويل: نامرد كجاستى؟ ما كشته مي شويم و تو آرام نشسته اى !! نامرده چيرته يې؟ موږ وژل كېږو او ته آرام ناست يې !!

ج: د حزب وحدت او جنرال دوستم په افرادوكي دا ذهنيت راولاړ شو چي ولي بايد د نورو د اقتدار لپاره دوى د حزب اسلامي په خلاف وجنگېږي او مرگ ژوبله وزغمي؟ لدې جگړي نه د دوى حاصل څه دى؟ دې ذهنيت د دواړوطرفونو مشرتابه باندي فشار راووړ چي په خپل دريځ كي تجديد نظر وكړي، په حقيقت كي د دې ائتلاف د ړنگېدو سلسله له همدې ماتې نه وروسته پيل شوه او د هم آهنگي شورى په جوړېدو سره د هغه جنازه واخستلى شوه او ټغر ئې ټول شو او پدې ترتيب زموږ هېواد له يوې خطرناكي توطئې نه وژغورلى شو.

نور بیا…

 

خپرندویه اداره: نهضت

www.nuhzat.com

موضوعات مشابه

جواب دهید

Back to top button