
د استاد عبدالصبور فريد صدارت
د کتاب نوم: پټې توطئې بربنډې څېرې
لیکوال: محترم انجنیر حکمتیار، د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر
برخه: ۲۹
موږ د صدارت لپاره استاد فريد معرفي كړ، پدې اړہ د حزب اجرائيه شوري، كابل ته د مجددى له راتلو نه د مخه خپله پرېكړہ اعلان كړہ. استاد فريد په قوم تاجك، د كاپيسا د ولايت اوسېدونكى او په هغه ولايت كي د حزب اسلامي د جهاد امير وو، مسعود څو څو ځله مخصوصاً له روسانو سره له اوربند نه وروسته، د ده په هغو سيمو بريدونه كړي وو چي پنجشير ته څېرمه پرتې وې. خو هرځل ئې ماتې خوړلې وه، ده هم په فكرى لحاظ او هم په عملي او جهادي لحاظ د استاد فريد په نسبت د حقارت احساس كولو او د صدر اعظم په حيث د ده منلو ته تيار نه وو، كابل ته د ده له راتلو سره مخالف وو. موږ استاد فريد پدې خاطر د صدراعظم په حيث وټاكو چي پدې سره د كمونستانو هغه خطرناكه توطئه شنډہ كړو چي د پښتنو اوغير پښتنو تر منځ، قومي او ژبنيو تعصباتو ته لمن وهل او په همدې اساس د جگړو اور بلول وو.
مقابل طرف دجگړو له نتائجو نه له مأيوس كېدو وروسته، كابل ته د استاد فريد له ننوتلو سره موافقه وكړہ، خوله استادفريد نه د كابل د ولس او په لاري كي د پروان د خلكو شانداره او بې سابقى استقبال، ائتلافيون سخت وارخطا كړل، په كابل كي د حزب نفوذ په همدې ورځ دوي ته ښه معلوم شو، عقدى ئې تحريك شوې او حسادتونه ئې راوپارېدل، خو په هر صورت، استاد فريد د صدارت ماڼۍ كي مستقر شو.
د استاد رباني له خوا د ده څو ځله مېلمستيا او بيا په يوې خاصي غونډي كي ده ته يوه پټه وينا ښايي له تاسوسره د رباني په نظرياتو د ښه پوهېدلو مرسته وكړي:
استاد فريد وائي: يو ځل ئې ماته خاصه مېلمستيا وكړہ، خوله ما سره د جرير په شمول داسي وروڼه وو چي رباني نه غوښتل د هغوى په وړاندي خپله خبره ماته وكړي، مېلمستيا په عادي او عامو خبرو پاى ته ورسېده، دوهم ځل ئې احوال راولېږو چي زما خاص مېلمه يي، ما له ځان سره جرير صاحب ملگرى كړ، له ډوډۍ نه وروسته ئې راته وويل چي له تا سره څو خاصي خبري لرم، ما جرير له ځان سره واخيست او د استاد خاص اطاق ته ورغلم، ماته ئې كومه خاصه خبره ونكړہ او په عامو څو لنډو خبرو ئې اكتفاء وكړہ. دريم ځل ئې بيا احوال راولېږو، د ډوډۍ نه وروسته، لده سره يوازي خاص اطاق ته ولاړم او هغه راته وويل: موږ ته يوه خاصه تاريخي موقع په لاس راغلي، زه جمهور رئيس، ته صدراعظم او مسعود د دفاع وزير دي. لدې تاريخي موقع نه بايد اعظمي استفاده وكړو، محرومو قومونو ته داسي فرصتونه ډېر كم په لاس ورځي، استاد فريد وايي: ما گمان نه كولو چي يو مسلمان، بيا د شرعياتو يو استاد دى، داسي غير اسلامي ذهنيت ولري، ما د احزابو د يووالى او د افغان ولس د ملي وحدت او د كمونستانو په خلاف د گډ موقف په ارتباط له جناب رباني نه د كومي خاصي او مهمي خبري اورېدلو انتظار درلود، هغه ته مي وويل: استاده دا د حل لاره نده، نه اسلام دا د حل لارگڼى او نه د هېواد اجتماعي جوړښت داسي دى چي لدې نه موږ ته كومه خاصه گټه ورسېږي.
نور بیا…
خپرندویه اداره: نهضت
www.nuhzat.com



