تاریخیسلایدرسیاسیمطالب مهمنوشته ها

پټې توطئې بربنډې څېرې – ۲۵ برخه

د روسانو له وتو د ائتلافي حکومت تر نسکوريدو

 

د فتحى زېرى

 

د کتاب نوم: پټې توطئې بربنډې څېرې

لیکوال: محترم انجنیر حکمتیار، د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر

برخه: ۲۵


 

ما په همدې ورځ 5/ 2/ 71 د مازديگر له خوا د مخابرى له لاري په پېښور كي، د افغان نيوز ايجنسي په دفتر كي له راغونډ شوو خبرنگارانو سره مركه وكړہ، پدې مطبوعاتي كنفرانس كي زما د وينا بشپړمتن دا وو:

ټول افغان ولس او گرد اسلامي امت ته د اسلامي انقلاب د برياليتوب مباركي وايم. دا برى د ټولو جهادي ځواكونو او د افغان ولس د فرد، فرد د نه هېرېدونكو قربانيو محصول دى، د دې عظيم جهاد د برياليتوب په افتخار كي ټول افغان ولس شريك دى، هغه ولس چي د اسلام لپاره ئې د ټولو ستونزو او كړاوونو په وړاندي په ميړانه صبر وكړ او يونيم مليون شهيدان ئې وركړل. زموږ ټول ولس په تېره بيا د كابل با ايمانه خلكو، پدې جهاد كي ستره ونډہ درلوده، د جهاد په دوران كي د كابل د ښاريانو قرباني كه تر نورو ولاياتو زياته نه وه، كمه په هيڅ صورت كي نه وه.

جگړہ پاى ته رسېدلى او د جگړي ضرورت منتفى گڼو، ټولو ته بلنه وركوو چي راځى يوه بل ته د ورورى لاسونه وركړو او د تلپاتې سولي د ټينگښت لپاره په گډہ هڅه وكړو.

د كابل اوسېدونكو ته اطمئنان وركوو چي مجاهدين د دوى په خدمت كي دي، هيچا ته به لدوى نه زيان ونه رسېږي او عمومي عفوه به د ټولو په اړہ مراعات شي.

زموږ په هېواد كي به راتلونكي حكومتونه د خلكو په خوښه، د انتخاباتو او د ولس رأيي ته د رجوع له لاري ټاكل كېږي، تردې وروسته د كودتايي او تحميلى حكومتونو د واكمني ټول امكانات پاى ته رسېدلي.

عجالتاً به د ټولو جهادي تنظيمونو په اتفاق جوړ شوي مؤقت حكومت ته واگي سپارل كېږي او د شپږو مياشتو په منځ منځ كي به انتخابات تر سره كېږي. هغه توافقات چي پدې اړہ د حزب اسلامي د استاځو او نورو تنظيمونو د مشرانو ترمنځ شوي زموږ له نظره تائيد دي او موږ د هغوى په نسبت التزام كوو. فقط د هغه كميسيون ضرورت منتفى گڼو چي د كابل له سابقه واكدارانو نه مجاهدينو ته د قدرت د انتقال لپاره جوړ شوي، ځكه قدرت عملاً د هغوى له لاسه وتلى او د مجاهدينو په لاس كي دى.

موږ هيڅكله د يوه حزب مطلقه واكمني، هغه هم له قوې نه د استفادى له لاري نه غواړو او نه ئې د خپلو اسلامي اصولو مطابق گڼو.

موږ ټولو ته بلنه وركوو چي راځى صادقانه تعهد وكړو چي لدې وروسته به زموږ په هېواد كي له يوه لاس نه بل ته د قدرت د انتقال په كار كي، د يوه څاڅكي ويني توئېدو او د پخوانيو ترخو او خونړيو تجربو تكرار ته اجازه نه وركوو.

بايد دا ومنو چي اسلام د حكومت د جوړولو حق ولس ته وركړي، يوازي هغه څوك په اسلامي نظام كي د حكومت كولو حق لري چي د ملت اكثريت ورباندي اعتماد وكړي.

له مؤمنو مجاهدينو، د كابل له ښاريانو او د اردو او څارندوى له هغو منسوبينو نه چي د رژيم په نسكورولو كي ئې فعاله ونډہ وه ستاينه كوو او لدوى نه غواړو چي يوبل ته لاس وركړي، په ښاركي كامل امنيت تأمين كړي او پرى نزدى چي ماجراغوښتونكي مفسد عناصر د بد نظمي او د ولس د آزار او اذيت سبب شي.

له گاونډيو او دوستو هېوادونو، پاكستان، ايران او سعودى عربستان او ټولو هغو هېوادونو نه چي د جهاد په دوران كي ئې زموږ د ولس د اسلامي مقاومت په يوه بله بنه ملاتړ كړي مننه كوو…”

جنرال جاويد ناصر د آى اس آى مشر ته د كابل د رژيم د نسكورېدو او ښار ته د مجاهدينو د ننوتو خبر پداسي وخت كي ورسېدو چي د تنظيمونو مشرانو د نواز شريف او تركي الفيصل په شمول د پېښور په گورنر هاوس كي غونډہ درلوده، ماته د يوه افغان مشر ( چي نوم اخستل ئې ضرور نه گڼم) يوه عربى ملگري، د دې غونډي په اړہ قصه كوله چي: زه هم د دې مشر د افرادو په ډله كي د غونډي ځاى ته داخل شوم، نوموړى افغاني مشر، د خپل يوه ملگري او جنرال جاويد ناصر سره، له غونډي نه راووتل او يوه اطاق ته داخل شول، ماته هم موقع په لاس راغله چي دې اطاق ته ننوځم، دغه افغاني مشر، پاكستاني جنرال ته مخ واړاوو او له الحاح نه ډك غږ سره ئې هغه ته وويل: د حكمتيار د اقدام عواقب ډېر وخيم دي، په هر قيمت چي كېدى شي بايد مخه ئې ونيولى شي.

جنرال ورته وويل: تا ته ډاډ دركوم چي په هر صورت كي به دا اقدام شنډوو، حتى كه د قوې د استعمال په بيه وي !! افغاني مشر ورته وويل: جنرال صاحب پليز (لطفاً داكار وكړي) هغه عرب وويل چي لدې ورځي وروسته ما خپله رابطه د تل لپاره له نوموړى مشر سره قطع كړہ.

متأسفانه مجاهدين پدې ونتوانېدل چي د خواجه رواش هوايي ډگر فلج او د كابل مزار تر منځ رابطه قطع كړي، له همدې هوايي ډگر نه په استفادى سره، د جبل السراج ائتلاف وتوانېدو چي د هوا له لاري له مزار نه كافي شمېر مسلح ملېشې د ثور په شپږمه شپه كابل ته راورسوى او په كابل كي جگړہ پيل كړي، جگړہ د كمونست رژيم لوى درستيز جنرال آصف دلاور، د كابل د گارنيزيون قومندان جنرال نبي عظيمي، د 055 فرقې قومندان جنرال بابه جان او د جنرال دوستم معاون جنرال مجيد روزى تر قومندې لاندي، د حزب اسلامي په خلاف پيل شوې وه. پدې جگړي كي اصلي ونډہ د كمونست رژيم نه د پاتې قطعاتو وه، د نظار شورى ونډہ ډېره ضعيفه وه، ډېر محدود شمېر كسان ئې كابل ته، هغه هم اكثراً د هوا له لاري راانتقال شوي وو، چي ځيني ئې د كابل په جنوب كي او ځيني ئې له برگو دريشيو سره پدې خاطر د سفارتونو شا او خوا ته ځاى په ځاى شوي وو چي خبرنگاران او د بهرنيو هېوادونو استاځي ئې وگوري او د جگړي په اړہ داسي راپورونه وركړي چي دا د كمونستانو او مجاهدينو تر منځ نه، بلكه په خپله د مجاهدينو ترمنځ ده.

مسعود په جبل السراج كي وو، د ده او كابل ترمنځ ټوله لاره د حزب اسلامي د مجاهدينو په لاس كي وه، له يوه پلوه كابل ته له داخلېدو وېرېدو، له بله پلوه مطمئن نه وو چي كمونست جنرالان دي مقاومت وكړي شي، كه څه هم داكتر عبدالرحمن د جنرالانو د اخلاص په اړہ او د مقاومت د امكان په اړہ ډاډ وركاوو خو ده جرأت نشو كولي. دوه اونۍ وروسته چي كله كمونست جنرالان د كابل په اوضاع نسبتاً مسلط شول او د حزب اسلامي ځواكونه له ښار څخه ووتل او صبغةالله مجددى هم كابل ته راورسېدو، نو هله مسعود د جنرال مؤمن په ټانكونوكي د هغه د حمايې تر سيورى لاندي په 19/2/1371كابل ته د ننوتلو جرأت وكړ، ده ترټولو زيات په جنرال مؤمن باور او اعتماد درلود.

پدى جگړي كي، د حزب وحدت ونډہ تر شوراى نظار، ډېره زياته او مؤثره وه. هم له شمال نه د جنرال دوستم له قطعاتو سره د دوى د راغلو كسانو شمېر تر شوراى نظار نه زيات وو او هم د كابل په اوسېدونكو كي د هزاره وو او پنجشيريانو د شمېر تناسب داسي وو چي د حزب وحدت تله ئې په شوراى نظار درنه كوله.

موږ ته د كابل په كوڅو كي، كور په كور جگړہ هم گرانه وه او هم د ښار د تالا كېدو او ورانېدو باعث معلومېده، پدې خاطر مو مجاهدينو ته هدايت وركړ چي له ښار نه ووځي او په څلورو خواوو كي ئې مستقر شي.

په ظاهر كي او په سطحى ليدني سره خو ښايي دا ننوتل او ژر وتل زموږ د ځواكونو ماتې تلقى شي، خو په حقيقت كي په همدې اقدام سره د كمونستانو ټول پلان شنډ كړي شو. د دوى پلان دا وو چي د جهادي تنظيمونو مشران او مؤثر شخصيتونه پداسي حال كي كابل ته ننوځي چي د كابل او ټولو سترو ښارونو او لويو لارو كنټرول كاملاً د كمونست رژيم نه د پاتې مسلح قطعاتو او خاد په لاس كي وي چي بيا به له دغو بې وزله لاس پښو تړلو مېلمنو سره هرڅه كول آسانه وي، په كابل كي له راغونډېدو سره سم به له منځه وړل كېږي او قدرت به د تل لپاره د ائتلافي جبهې په واك كي پاتې كېږي. په همدې اړہ اميد دى د څو پېښو وضاحت به لوستونكو سره مرسته وكړي چي په حقايقو ښه پوه شي:

1 – د نجيب له استعفى نه د مخه او د جبل السراج د ائتلاف له جوړېدو وروسته، ماته په غيرمترقبه ډول، د يوه هېواد له خوا (چى نوم اخستل ئې اوس ضروري نه گڼم) په پرله پسې توگه بلنه راكول كېده چي د دوى ملك ته سفر وكړم، پوښتنه مو وكړہ چي د دعوت هدف څه دى؟ د نوموړى هېواد سفارت په اسلام آباد كي زموږ استاځو ته وويل چي”زموږ حكومت حاضر دى حكمتيار د افغان ولس د لارښود په حيث استقبال كړي، دى به زموږ د جمهور رئيس خاص مېلمه وي او په هوايي ډگر كي به ئې د جمهور رئيس معاون هركلى كوي” پداس حال كي چي لدې نه د مخه د نوموړى هېواد په ورځپاڼو كي د حزب اسلامي په خلاف شديد تبليغات كېدل، د لومړى ځل لپاره، داسي بلني، لداسي عجيبو وعدو سره او د نوموړى هېواد په دريځ كي داسي حيرانونكې او ناڅاپي تبديلي، موږ ته سئوالونه او تشويشونه راپيدا كړل، طبيعي وه چي باور ونكړو او سفر ترسره نشي، ډېر وروسته مو معلومات تر لاسه كړل چي په اصل كي د نوموړى هېواد استخباراتي ادارې زموږ د وژلو لپاره خاص پلان جوړكړي وو ترڅو پدې ترتيب د ائتلافي جبهې د برى او په قدرت كي د تل لپاره د پاتې كېدو يوازنى خنډ او مانع له منځه يوسي.

2 – سياف چي د رباني په حكومت كي شريك وو او په كلكه ئې د هغه ملاتړ كولو، كابل ته له ننوتو دوه كاله وروسته، هيئتونو ته ويل چي” په خداى قسم ما په تېرو دوو كلونو كي يوازي دوه شپې په كابل كي تېرى كړي، د دې لپاره چي د كابل ښار امنيت د كمونستانو په لاس كي دى او په ځان وېرېږم ” ده د ځان د امنيت په اړہ دا تشويش پداسي حالت كي درلود چي په همدې تېرو دوو كلونو كي ده د ائتلاف او كمونستانو په خلاف د يوې خبري كول هم مناسب نه گڼل او پوره پوره احتياط ئې كولو. موږ په همدې مودې كي يو ځل د مركې لپاره خبرنگاران ورولېږل، هغه ورته وويل چي پدې شرط مركه كوم چي د مليشو او كمونستانو په اړہ به له مانه تپوس نكوي!

3 – د جگړي په يوه پړاو كي چي د سولي او روغي جوړي لپاره هڅي پيل شوې وي، مولوى محمدي، مولوى خالص او استاد سياف بتخاك ته راغلل او د ميا محمد آغا په مركز كي مو غونډہ درلوده، د خبروآترو په جريان كي مولوى محمدى موږ ته وويل: له مجددى سره مي مناقشه وه، هغه ته مي وويل: حزب اسلامي خو له كمونستانو څخه قدرت تر لاسه كړ، تاسو ولي او د كوم شرعى مجوز له مخي له كمونستانو سره ملگري شوئ او د حزب اسلامي په خلاف مو جگړہ پيل كړہ؟ مجددى راته وويل: حزب اسلامي پركابل راكټونه ويشتل!! په ځواب كي مي ورته وويل: خداى خبر كه حزب اسلامي نه واى په كابل كي به كمونستانو له موږ سره څه كړي وو؟! بيا ئې سياف ته مخ كړ او ورته وئې ويل: ته او خداى دي كه به له حكمتيار سره ملگرتيا نه كوي!! ما مولوى صاحب ته وويل: مولوى صاحب! دا خبره بايد په ډاگه او ټول ولس ته وكړي، نه يوازي مشرانو ته او په پټو غونډو كي!! مولوى صاحب راته وويل: حكمتيارصاحب ! ته ښه پوهېږې چي زه دا خبره په ډاگه نشم كولى!!

حقيقت دادى چي كه د حزب اسلامي مقاومت او د دې خطر ناكي توطئې په وړاندي په هوشيارتيا سره ودرېدل نه واي، نو په هماغه لومړيو ورځو كي به د كمونستانو پلان عملي كېدو او له مجاهدينو سره به هماغه څه كېدل چي تاجكستاني كمونستانو په دوشنبې كي وكړل، لومړى ئې له مسلمانانو او ديموكراتانو سره ائتلافي حكومت جوړكړ، بيا ئې ديوه عسكري اقدام له لاري ائتلافي حكومت ختم او دوشنبه ئې اشغال كړہ او د اسلامي نهضت غړي ئې هجرت ته مجبور كړل.

 

نور بیا …

 

خپرندویه اداره: نهضت

www.nuhzat.com

موضوعات مشابه

جواب دهید

Back to top button