سلایدرسیاسیمطالب مهمنوشته ها

د سنګر له دوړو تر فکري محاذه!

 

د سنګر له دوړو تر فکري محاذه!

د افغانستان د مبارز نسل د تاریخي قربانیو، سیاسي محرومیتونو او فرهنګي مقاومت انځور

 

لیکوال: عبدالملک سرور

افغانستان د معاصر تاریخ په اوږدو کې یوازې د جغرافیې نوم نه دی پاتې شوی، بلکې د مقاومت، قربانۍ او نه ختمېدونکو سیاسي تقابلونو ډګر ګرځېدلی دی. په دې اوږده او خونړي مسیر کې یو داسې نسل راټوکېد چې د ژوند د طبیعي ارمانونو پر ځای یې د مبارزې دروند بار پر اوږو واخیست. دا هغه نسل و چې لا یې د مکتب او پوهنتون د زده کړو دوره نه وه بشپړه کړې، خو د وطن د سیاسي او ټولنیزو ناخوالو له امله د فکر له سنګر څخه د وسلې تر مورچله ورسېد.
دغه نسل په اصل کې د فکري بیدارۍ محصول و. هغوی د افغانستان د نامطلوبو سیاسي شرایطو، بهرنیو لاسوهنو، استبداد، فکري اختناق او ټولنیز بې‌عدالتۍ پر وړاندې د اصلاح، بدلون او ملي حاکمیت شعار پورته کړ. د دوی مبارزه په پیل کې فرهنګي، سیاسي او فکري بڼه لرله؛ یعنې غوښتل یې د قلم، فکر او سیاسي شعور له لارې ټولنه بدله کړي. خو د وخت سختو شرایطو، نړیوالو رقابتونو او داخلي بحرانونو دوی دې ته اړ کړل چې د نرم مقاومت پر ځای فزیکي مبارزې ته مخه کړي.
کله چې پر افغانستان بهرني یرغلونه او نیابتي جګړې تحمیل شوې، همدغه نسل د وطن د دفاع په لومړۍ کرښه کې ودرېد. د دوی ځواني د باروتو په لوګي کې تېره شوه، د علم او تحقیق فرصتونه ترې واخیستل شول، او د ژوند طبیعي بهیر یې د جګړې تودو سنګرونو ته سوق شو. نږدې څلوېښت کاله دوامداره جګړو نه یوازې د دې نسل فردي ژوند متأثر کړ، بلکې د افغانستان ټولنیز جوړښت، فرهنګي بنسټونه او سیاسي ثبات یې هم سخت وځپل.
له ټولنیز اړخه، د جګړې دوام افغانه ټولنه له ژور رواني او فرهنګي بحران سره مخ کړه. هغه نسل چې باید د پوهې، تولید، علمي ودې او مدني پرمختګ بنسټ ایښودونکی وای، د جګړې د بقا په ذهنیت کې را لوی شو. د ټولنې د فکري روزنې پر ځای د بقا، مهاجرت، بې‌باورۍ او قربانۍ فرهنګ غالب شو. کورنۍ متضررې شوې، تعلیمي نظامونه کمزوري شول او د نسلونو ترمنځ فکري تسلسل زیانمن شو. په داسې حالت کې ټولنه ورو ورو له طبیعي پرمختګ څخه د اضطراري بقا پر لور ولاړه.
له سیاسي اړخه، د افغانستان بحران یوازې د بهرنیو قدرتونو د یرغل پایله نه وه؛ بلکې داخلي سیاسي رقابتونو، شخصي معاملو او قدرت‌محوره سیاستونو هم د ملت ارمانونه قرباني کړل. ډېر ځل داسې وشول چې د سنګر قربانۍ د سیاست پر مېز معامله شوې. هغه مبارزین چې کلونه یې د وطن د آزادۍ لپاره قربانۍ ورکړې وې، ځانونه د داسې جوړجاړیو قرباني احساس کړل چې د ولس له ارادې پرته ترسره کېدې. همدې حالت په تدریج سره د سیاسي بې‌باورۍ فضا پیاوړې کړه.
اوسنی وضعیت هم د همدې اوږدې تاریخي سلسلې دوام ښکاري. نن که څه هم د جګړې بڼه بدله شوې، خو د تقابل ماهیت لا هم ژوندی دی. اوس مبارزه تر ډېره فکري، فرهنګي او سیاسي میدان ته داخله شوې ده. خو ستونزه دا ده چې هر هغه نظام چې د فکر، منطق او فرهنګي سیالۍ توان له لاسه ورکړي، معمولاً د حذف، ممنوعیت او فشار سیاست ته مخه کوي. کله چې د نظر اختلاف د بحث پر ځای د محدودیت له لارې ځپل کېږي، نو ټولنه ورو ورو د فکري رکود او سیاسي انحصار خواته بیول کېږي.
په حقیقت کې، فکري مبارزه د ټولنې د بیدارۍ تر ټولو سالمه او دوامداره لاره ده. هغه ملتونه چې د قلم او فکر ژبه بنده کړي، بالاخره د قهر او تقابل ژبې ته نږدې کېږي. ځکه تاریخ ښيي چې انساني فکر د زور له لارې نه خاموشېږي؛ بلکې فشار اکثره وخت د مقاومت نوې بڼې زېږوي. له همدې امله، د افغانستان اوسنی نسل تمه لري چې د بیان، فکر او سیاسي مشارکت فضا دومره تنګه نه شي چې خلک یو ځل بیا فزیکي مقاومت د یوازینۍ لارې په توګه وګڼي.
افغانستان نن تر هر وخت زیات د عقلانیت، سیاسي زغم، فکري تنوع او ملي تفاهم اړتیا لري. د دې خاورې ژغورنه یوازې د وسلې له لارې نه، بلکې د فکر، عدالت، مشارکت او متقابل احترام له لارې ممکنه ده. هغه نسل چې څلوېښت کاله یې د جګړې بار پر اوږو یووړ، اوس حق لري چې د سولې، فکري آزادۍ او ملي عزت فضا وویني. که سیاسي جوړښتونه د ملت مشروع غږونو ته ځای ور نه کړي، نو بحران به یوازې بڼه بدله کړي، اصل به یې پاتې وي.
همدا وجه ده چې د افغانستان د راتلونکې ثبات لپاره تر ټولو مهم اصل د ولس ارادې ته درناوی، د فکري اختلاف منل، او د سیاسي مشارکت پراخول دي. ځکه یو ملت هغه وخت ریښتینی ثبات مومي چې د قلم خاوند د وېرې احساس ونه کړي، د فکر خاوند د حذف له ګواښ سره مخ نه وي، او د وطن د برخلیک پرېکړه د ملت له ارادې سرچینه واخلي، نه د زور او انحصار له منطق څخه.

موضوعات مشابه

Back to top button