تاریخیسلایدرسیاسیمطالب مهمنوشته ها

پټې توطئې بربنډې څېرې – ۲۵ برخه

د روسانو له وتو د ائتلافي حکومت تر نسکوريدو

 

 

په كابل د حملې گواښ

 

د کتاب نوم: پټې توطئې بربنډې څېرې

لیکوال: محترم انجنیر حکمتیار، د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر

برخه: ۲۵


 

د جهاد او اسلام په خلاف، د دغي خطر ناكي توطئې له اسرارو څخه له خبرېدو وروسته، د پاكستان غونډي راته عبث او غولوونكې برېښېدې، د سپيني شگي له لاري مي د لوگر په لوري حركت وكړ، دوه كاره مو وكړل:

ټولو جبهاتو ته مو لارښوونه وكړہ چي د ولاياتو د پاتې مراكزو د نيولو لپاره بايد له صالح مجاهدينو سره له تفاهم نه وروسته گډ اقدام وكړي او مجاهدين د ائتلاف په خطر ناكو عزائمو او عواقبو پوه كړي.

كمونستانو ته مو دا خبره اعلان كړہ چي يا به د ثور له اوومي نه د مخه له قدرت نه بلاقيد او شرط لاس اخلي او د كابل امنيت به د كابل د شا او خوا مهمو قومندانانو هغي شورى ته سپارى چي لست ئې اعلان شوي، يا دي پر كابل د لويي حملې انتظار وكړي.

مخكي له هغه چي ولايتونه، ائتلافي جبهې ته په لاس ورشي د مجاهدينو د عملياتو په نتيجه كي د هېواد په جنوب او شرق كي، گڼ شمېر مراكز د مجاهدينو په لاس فتحه شول، خو متأسفانه په شمال او غرب كي، د مجاهدينو د غفلت په وجه ځيني ولايات د ائتلاف په لمن كي پرېوتل، هرات، غزني، كندهار او ميدان ښار هم پدې جمله كي وو. ننگرهار، لغمان، لوگر، پكتيا، هلمند، فراه، نيمروز، غور، بادغيس، كاپيسا، بغلان، كندز، زابل او ارزگان د مجاهدينو په لاس فتحه شول پكتيكا، خوست، كنر او تخار لا د مخه فتحه شوي وو.

ښايي د هغه مخابروى هدايت له متن نه خبرېدل به په حقايقو د لا ښه پوهېدو په لاره كي له تاسو سره مرسته وكړي چي د ببرك له خوا د ننگرهار د والى افضل لودين په نامه جلال آباد ته مخابره شوى وو: ببرك هغه ته ليكلي وو: “حتماً مقاومت وكړي او مه پرېږدى چي جلال آباد د مجاهدينو په لاس كي پرېوځي، تر دريو ورځو پوري به 2000 جوزجاني سرتېري ستاسو مرستي ته درورسېږي”. د مخابرى دا متن د جلال آباد له فتحى نه وروسته د مجاهدينو لاس ته ورغي.

زموږ ځواكونه د كابل په لوري و خوځېدل اول او دوهم امنيتي كمربندونه ئې له كوم جدي مقاومت سره له مخامخ كېدونه پرته مات كړل او ترقلعه چي پوري ورسېدل، زه پدې وخت كي د لوگرولايت په سرخاب كي وم. سرخاب ته پاكستاني هيئت راورسېد، له مانه ئې غوښتل چي يو ځل د څو ساعتو لپاره تر پېښور پوري ولاړ شم او د مشرانو په وروستۍ غونډي كي برخه واخلم. غونډي د پېښور په گورنر هاوس كي دائرېدى، د سعودى د استخباراتو مشر تركي الفيصل او د پاكستان صدراعظم نوازشريف هم پدې غونډو كي برخه اخسته.

د پاكستان صدرعظم او تركي الفيصل څو ځله د مخابرى له لاري له ما نه وغوښتل چي پېښور ته ورشم، ما ته ئې ويل چي په حكومت كي ستا او ستا د حزب د موقعيت په ارتباط به ټول مشكلات حل شي. خو ما ورته وويل: زه په حكومت كي د حزب د موقعيت په اړہ نه كومه خاصه غوښتنه لرم او نه اعتراض، زه د مسئلى اصولى او معقول حل غواړم، په كابل كي د كمونستانو له خوا خطرناكه توطئه روانه ده، د دې توطئې د شنډولو لپاره زما موجوديت د كابل په شا او خوا كي ضروري دى. د حكومت په اړہ د بحث لپاره زموږ با صلاحيته استاځي هلته شته او په غونډو كي برخه اخلي.

پدى وخت كي د سعودى له خوا د مشايخو او علماوو يوه لويه ډله د دې لپاره پېښور ته رااستول شوې وه چي د دوى په ذريعه د داسي يوه حكومت په سر د ټولو تنظيمونو توافق تر لاسه كړي چي:

  • تر دوو مياشتو پوري به د هغه رياست صبغة الله مجددى كوي.
  • وروسته به د څلورو مياشتو لپاره رباني د دولت رئيس وي.
  • مسعود به د دفاع وزير وي.
  • صدارت به حزب اسلامي ته سپارل كېږي.

آى اس آى پدې ټينگار كولو چي كه مسعود د دفاع وزير نشي او رباني او مجددى ته د جمهوري رياست مقام ورنكړي شي بحران نه حل كېږي او په كابل مسلط ځواكونه بل چاته قدرت نه سپاري. وروسته وروسته دا خبره كاملاً په ډاگه شوه چي په اصل كي مسكو او واشنگټن د دې فيصله كړې وه‏ چي په قدرت كي د كمونستانو گډون يوازي لدې لاري تضمين كېدى شي چي جمهوري رياست او دفاع وزارت هغه چا ته وسپارلى شي چي له كمونستانو سره ئې ائتلاف كړي او په خپلو پستونو كي د دوى له پاتې كېدو سره موافق وي، دا خبره د يادولو وړ ده چي ځينو خاصو حلقو اود آى اس آى مسئول جنرال جاويدناصر حكومت ته دا مشوره په مكرر ډول وركړې وه‏ چي: د پاكستان ملي مصالح دا غوښتنه كوي چي په كابل كي د يوه ځواكمن پښتون مشر په ځاى بايد يو غير پښتون مشر د حكومت واگي په لاس كي ولري چي پدې ترتيب به د افغانستان له لوري پاكستان ته د پښتنو تر نامه لاندي د كومي ستونزى د راولاړېدو احتمال پاى ته ورسېږي.

د كابل له لوري هم يوځل سليمان لايق د مخابرى له لاري تماس ونيوو او بيا ئې د جنرال رفيع د دفاع سابقه وزير په مشرى هيئتونه سر خاب ته راغلل. د سليمان لايق يوه خبره په خاصه توگه د يادولو وړ ده چي لما نه ئې پوښتنه وكړہ: تاسو په ائتلاف څه اعتراض لري، پداسي حال كي چي نور ورسره موافق دي او ستونزه يوازي له همدې لاري حل كېدى شي.

جنرال رفيع پدې تأكېد كولو چي په كابل د حملې له گواښ نه منصرف شو او د خبرو له لاري په يوې گډي ادارې توافق وكړو. ما ورته وويل: كه غواړئ په كابل حمله ونشي نو تاسو بلاقيد او شرط له قدرت نه لاس واخلئ. ده وويل: قدرت چاته انتقال شي؟ تر اوسه خو مجاهدينو په كومي ادارې توافق ندى كړى. ما ورته وويل: تاسو درې خبري اعلان كړئ:

موږ له قدرت نه لاس اخلو او مجاهدينو ته د قدرت له لېږدولو سره موافق يو.

كه مجاهدين په خپلو منځونو كي په كوم حكومت توافق وكړي قدرت به هماغه حكومت ته انتقالوو.

او كه داسي ونشول موږ به د كابل د ادارې واگي هغي شورى ته سپارو چي د كابل د شا او خوا له مؤثرو قومندانانو نه جوړہ شوې وي.

پدى صورت كي موږ اطمئنان دركوو چي په كابل به حمله نه كېږي.

دى كابل ته ستون شو، خو د كابل واكداران د دې په ځاى چي له دغو خبرو سره توافق وكړي له يوې خوا ئې كابل ته له شمال نه د ائتلافي جبهې قوتونه راانتقال كړل او له بلي خوا عبدالوكيل د نجيب د وخت خارجه وزير، اعلان وكړ چي كه حزب اسلامي په كابل حمله وكړي نو غاښ ماتونكى ځواب به وركړي شي.

جنرال رفيع هم راغى او ماته ئې دوه خبري، يوه رسمي او يوه شخصى وكړہ: رسمي خبره ئې دا وه چي د دولت عالى شورى ستاسو له طرحى سره موافق نده، پدې ټينگار كوي چي بايد گډہ اداره جوړہ شي، په كابل له حملې نه ډډہ وشي او زموږ او ستاسو ترمنځ دي مذاكرات ادامه وكړي.

غير رسمي خبره ئې دا وه چي ځيني ستاسو له طرحي سره موافق دي خو ځيني مخصوصاً د ببرك پلويان له ائتلافي او گډ حكومت نه پرته په بل څه نه راضى كېږي، ما په غونډي كي ستا هغه اعتراض هم وړاندي كړ چي: تاسو د شمال د ائتلاف ځواكونه د څه لپاره كابل ته راانتقال كړي؟ آيا د دې خبري معنا دا نده چي تاسو په زور په قدرت كي د پاتې كېدو اراده لري؟ د غونډي ځيني غړي لدې نه خبر نه وو، ځينو نورو وويل چي دا كار د كومي پرېكړي په اساس ندى شوى او شمېر ئې هم دومره ندى چي د تشويش وړ وي.

بالآخره د ثور په پنځمي نېټې له مختلفو خواوو گڼ شمېر مجاهدين كابل ته راكوز شول، ارگ، صدرات، داخله وزارت، خارجه وزارت او گڼ شمېر نور مهم مراكز د حزب د مجاهدينو لاس ته ورغلل، د دغو مراكزو په نيولو كي د يادوني وړ مقاومت او جگړہ نده شوې، كه په هماغه ورځ د خواجه رواش هوايي ډگر نيول شوى وى او پدې ترتيب د كابل او مزار ترمنځ هوايي رابطه قطعه شوې وى نو د شوم ائتلاف توطئه به كاملاً شنډہ او د كابل بحران به د تل لپاره ختم شوى وو.

نور بیا …

 

خپرندویه اداره: نهضت

www.nuhzat.com

 

موضوعات مشابه

جواب دهید

Back to top button