
د حزب اسلامي طرح
د کتاب نوم: پټې توطئې بربنډې څېرې
لیکوال: محترم انجنیر حکمتیار، د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر
برخه: ۲۳
حزب اسلامي غوښتل چي په يوه داسي مؤقت حكومت توافق وشي چي ټولو جهادي ډلو ته د منلو وړ وي او دې حكومت ته په سوله ايز شكل قدرت انتقال او بيا په شپږو مياشتو كي انتخابات ترسره شي او دا هڅه ئې كوله چي ټولي ډلي پدې قانع كړي چي اقتدار ته د رسېدو لپاره د كودتاگانو، سازشونو او له كمونستانو سره د ائتلاف لار غوره نكړي او د كمونستانو ترخى تجربې ونه آزمويي او په مؤقت حكومت كي دي د خاصي برخي لاس ته راوړو هڅه ونكړي بلكي دا دي ومني چي مؤقت حكومت دي لداسي شخصيتونو نه جوړ شي چي ټولو ډلو ته د منلو وړ وي او دا خبره دي د يوه اصل په حيث قبول كړي چي د تنظيمونو برخه او د شخصيتونو وزن او حيثيت دي د انتخاباتو له لاري او د ولس لخوا وټاكل شي، مشران دي تر انتخاباتو انتظار وكړي او د انتخاباتو له لاري دي په حكومت كي داخل شي. موږ پدې باور وو چي يوازي پدې ترتيب د خپل منځى جگړو، كودتاگانو، سازشونو او د بهرنيو په مرسته قدرت ته د رسېدو د ټولو ناروا هڅو مخنيوى كولى شو. خو هغه كورني او بهرني ځواكونه چي د مجاهدينو په لاس د يوه اسلامي حكومت له جوړېدو نه وېرېدل، پدې هلوځلو بوخت وو چي لومړى دي له كمونستانو سره يوه ائتلافي اداره جوړہ شي، داسي چي واگي به د كمونستانو په لاس كي وي كه دا كار ميسر نشو نو په يوه داسي حكومت دي توافق وشي چي له غرب پلوه بې طرفانو او منځ لارو نه جوړ شوى وي، حزب اسلامي د دې توطئې د شنډولو لپاره دا طرحه وړاندي كړہ:
نجيب دي استعفى وكړي.
جهادي ډلي دي په يوه داسي مؤقت حكومت توافق وكړي چي له غير متنازع فيها شخصيتونو نه جوړ شوى وي او ټولو ته د منلو وړ وي، دا شخصيتونه كولى شي احزابو ته منسوب وي خو مشروط پدې چي د نورو په خلاف تعصب ونلري، د دوى د سوابقو، اسلام ته د تعهد او له كمونستانو سره د عدم ملگرتيا په اړہ هيڅ ډله پدوى اعتراض ونلري.
ملېشې چي د كمونست رژيم اصلي جنگي ځواك دى بايد منحل شي او د دوى وسلې دي اردو ته انتقال شي.
د كابل ښار امنيت دي د پوليسو ځواك ته وسپارلى شي.
قدرت دي په سوله ايز ډول دې حكومت ته انتقال شي.
په شپږو مياشتوكي دي عمومي انتخابات تر سره شي.
له مولوى خالص او استاد سياف نه پرته ټولو ډلو لدې طرحى سره توافق وكړ، د كابينې د غړو لست جوړ شو، كاپى ئې بينن سيوان د ملل متحد د سرمنشي خاص استاځي ته وسپارلى شوه، نجيب له خپلي استعفى او مؤقت حكومت ته د قدرت له انتقال سره توافق وكړ، د كابينې غړي په اسلام آباد كي راغونډ شول، ترڅو له بينن سيوان سره يو ځاى كابل ته ولاړ شي، خو دا پروسه د ببرك پلويانو د كي جى بى په اشاره مختل كړہ.
رباني په لومړى سر كي دا طرحه ومنله او د كابينې د غړو لست ئې په 27/1/1371نېټې امضاء كړ، خو څو ورځي وروسته او پس له هغه چي د ببرك پلويانو ډاډہ كړ چي دوى د نجيب په خلاف د اقدام اراده لري، له خپلي ژمني په شا شو او پدې ئې اصرار پيل كړ چي په مؤقت حكومت كي بايد مشران برخه واخلي، مقصد ئې دا وو چي په كابل كي د ائتلافي جبهې له خوا كودتا كېږي، دوي ته په حكومت كي په زړہ پوري برخه وركول كېږي، پكار ده دا برخه د جهادي تنظيمونو د گډي پرېكړي په نامه ترلاسه كړي نه د ائتلافي جبهې لخوا د كودتا تر نامه لاندي.
نور بیا …
خپرندویه اداره: نهضت
www.nuhzat.com



