
د نجيب استعفى
د کتاب نوم: پټې توطئې بربنډې څېرې
لیکوال: محترم انجنیر حکمتیار، د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر
برخه: ۲۲
د نجيب د اقتدار په وروستيو شپو ورځو كي د هېواد حالات داسي وو:
كابل د مجاهدينو تر محاصرى لاندي وو، د روسانو مالي مرستي متوقف او نظامي مرستي ئې محدودي شوې وې، د خوراكي او سوند موادو بيه خپلي لوړى پوري ته اوچته شوې وه، رژيم حتى د نظامي پرسونل د معاش له وركړي نه عاجز وو، د نظامي وسائطو لپاره ئىكافي تيل نلرل، اردو عملاً متلاشي شوى وو او ځاى ئې د مليشو هغو ځواكونو ته تخليه شوى وو چي اجير جگړہ ماران وو او د غارت او تالان لپاره جنگېدل او د جگړو له لاري اكمالېدل، كارئى دا وو چي په مفتوحه سيموكي تالان گډ كړي او له همدې لاري تغذيه او اكمال شي. د دولت د جنگي پرسونل روحيه ډېره مړاوى او د وطن گوند د ملكي او نظامي غړو په ليكوكي شديد اختلافات راولاړ شوي وو، د حاكم حزب يوې ډلي غوښتل چي قدرت يوه داسي مؤقت حكومت ته انتقال شي چي د ملل متحد له لاري له مجاهدينو سره د تفاهم په نتيجه كي جوړېږي، بلي ډلي له ځينو جهادي تنظميونو سره د ائتلافي حكومت په جوړولو ټينگار كولو.
نجيب هم په لومړى سركي په ائتلافي حكومت اصراركولو خو كله چي د ائتلافي حكومت په اړہ ټولي هڅي ناكامي شوې نو ناچار شو چي مؤقت حكومت ته د قدرت د انتقال له طرحى سره موافقه وكړي. هغه په 28/ 12 / 1370 د چهارشنبې په ورځ دا موافقه اعلان كړہ، خو د ببرك پلويانو لكه عبدالوكيل، جنرال نبي عظيمي، محمود بريالى، جنرال آصف دلاور او نورو لدې مفكورى سره مخالفت وكړ او د يوه داسي ائتلافي حكومت په جوړولو ئې ټينگار وكړ چي له جمعيت اسلامي او نورو منځ لارو ډلو سره به ئې جوړوي. په نظامي او ملكي اداراتو كي د چارو واگي عملاً د همدې دوهمي ډلي په واك كي وې، ملېشې هم لدوى سره ملگري وې.
نجيب چي د خپلو مخالفينو په ټكولو او له صحنې نه په لېري كولو كي ناكام شو، د جنرال دوستم د ترور منصوبه ئې هم شنډہ شوه، نو مجبور شو چي د سه شنبې په ورځ 25 / 1 / 1371 خپله استعفى اعلان كړي.
د نجيب په استعفى سره د دولت ټول واك د ببرك د پلويانو په لاس كي پرېووت. دوى د احتمالي پېښو سره د مقابلې په خاطر او د دې لپاره چي د دولت تر تسلط لاندي منطقو مخصوصاً په كابل باندي د دوى سلطه قايم پاتې شي او د نظام د كامل متلاشي كېدو مخنيوى وكړي، د هغو ډلو سرتېري ئىكابل ته راانتقال كړل چي په يوې ائتلافي جبهې كي لدوى سره ملگري شوي وو. كابل ته د دغو سرتېرو د انتقال كار په 25/12/1370 عملاً پيل شوى وو او اكثره ئې د كابل د جنوبي كمربند په هغو پوستو كي ځاى په ځاى شوي وو چي د حزب اسلامي د ځواكونو د مخنيوى لپاره احداث شوې وې. په ولاياتوكي ټولو ملكي او نظامي مسئولينو ته ويل شوي وو چي د ائتلافي جبهې ملاتړ وكړي، كه په يوازي سر د ښارونو له ساتني نه عاجز شول نو له خپلو ائتلافي انډيوالانو نه دي مرسته وغواړي. د حزب اسلامي له جبهاتو نه پرته د هري ډلي افراد له ځان سره ملگري كولى شي. پدې ائتلافي جبهې كي د ببرك له پلويانو سره د دوستم، سيد منصور نادري د اسماعليانو مشر، د وحدت حزب او شوراى نظار ملگري وو، په ائتلاف كي د جنگي قوت له لحاظ د شوراى نظار ونډہ ترټولو كمه وه.
د كمونستانو پلان دا وو چي نظامي ځواك او د ښارونو امنيت او اداره د دوى د ځواكونو په لاس كي پاتې شي او ائتلافي انډيوالان يوازي په ځينو سياسي او اداري دندو كي مصروف كړي. د ائتلاف د دې خطرناكي توطئې اصلي لوبغاړو د ايران اسلامي جمهوريت ته دا ډاډينه وركړې وه چي دوى د پاكستان د جدي مخالفت او له ايران سره د كلكي دوستي او ملگرتيا اراده لري.
نور بیا …
خپرندویه اداره: نهضت
www.nuhzat.com



