
نجيب څه وكړل
د کتاب نوم: پټې توطئې بربنډې څېرې
لیکوال: محترم انجنیر حکمتیار، د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر
برخه: ۱۸
د نوموړى عسكري اقدام د ناكامۍ په نتيجه كي اكثر غير پرچمي پښتانه غړي، په گوند او دولت كي، مخصوصاً له فوځ نه تجريد شول او ځاى ئې پرچميانو يا پرچميانو ته وفادارو افرادو ته تخليه شو.
نجيب دې ته اړ كړي شو چي د قومي او ژبنيو اړيكو پر بنسټ په ولس كي پراخ كار پيل او پرهمدې بنياد مسلح قطعات جوړكړي، د دې پرېكړي لاندي لاملونه وو:
فوځ عملاً ختم شوى وو، د مكلفيت د دورى پر اساس د فوځ جوړول نه ممكن وو او نه مؤثر، د دې په پرتله پر قومي بنياد او د امتيازاتو په مقابل كي د مسلح ټولگيو جوړول مفيد اومؤثر وو.
دوى پدې مرحلې كي د دعوت لپاره بل مضمون نه درلود، كمونيزم نور په مسكو كي د ختمېدو په حال كي وو، په افغانستان كي خو دوى لا د مخه له كمونيزم نه خپل برائت اعلان كړي وو او نجيب خو به ويل چي يوازي ږيره ئې نده پرېښې نور نو په مسلمانۍ كي تر ملايانو هم مخكي دئ، دا دى د اسلامي شئونو وزارت ئې جوړكړى او درويشت زره امامانو ته معاش وركوي…!!
دوى د مختلفو قومونو د جنگولو او لدې لاري په قدرت كي د پاتې كېدو او يا لږ ترلږہ د قوم تر حمايې او سيورى لاندي د ژوندي پاتې كېدو هيله درلوده.
نوموړى قومي قطعات په اوزبكو، پښتنو، هزاره وو او تاجكو كي جوړ شول، پدوى كي تر ټولو مؤثر قوت چي په جگړو كي ئې زياته ونډہ وه د جوزجانيانو او گلم جمانو په نامه د اوزبكو قطعات وو.
په پښتنو كي جوړ شوي قطعات د شمېر له پلوه كم ا وپه جگړو كي د برخي له پلوه ډېر ضعيف او غير مؤثر وو. چي وجه ئې يا د امكاناتو كموالى او يا پدوى د رژيم بې باورى او يا په جهادكي د پښتنو زياته ونډہ وه.
په ملي مصالحى زور اچول، يو اړخيز اوربندونه اعلانول، بې طرفانو ته په قدرت كي د فعالى او په زړہ پوري برخي وركولو ډنډورى غږول، د روسي فوځونو په ايستلوكي د نجيب جدي او صميمانه ونډي ته د خلكو پام رااړول، اسلام ته د وطن د گوند د وفادارى لپاره تبليغات كول، مجاهدين په نه پخلاكېدونكو او معتدل ډلو وېشل او له پخلاكېدونكو معتدلو ډلو سره تماسونو او حتى توافقاتو ته مسلسل گوته نيول، د نجيب د دې مرحلې د تكرارى وينا گانو اساسي ټكي وو.
نور بیا …
خپرندویه اداره: نهضت
www.nuhzat.com


