
روسانو ولي مسعود انتخاب كړ؟!
د کتاب نوم: پټې توطئې بربنډې څېرې
لیکوال: محترم انجنیر حکمتیار، د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر
برخه: ۱۳
له ډېرو كسانو سره دا سوال دى چي كي جى بى ولي مسعود انتخاب كړ؟ پداسي حال كي چي هغه د فرانسويانو له خوا مطرح شو او سي آى اى په هغه كاركولو، د يوه منظم فوځ جوړولو لپاره ئې ده ته څوكاله كافي مالي مرستي وركولى، پاكستان ئې تل تر فشار لاندي نيولو چي ده ته زيات امتيازات، ډېر وسايل او امكانات وركړي، اسلام آباد ئې دې ته اړ كړ چي د مجاهدينو په حكومت كي رباني د جمهور رئيس او مسعود د دفاع وزير په توگه وټاكي او ټول جهادي احزاب د دې خبري منلو ته اړ كړي !!
هغه كسان چي د غربي آژانسونو، مخصوصاً بى بى سي او امريكا غږ د پراخو تبليغاتو تر تأثير لاندي تللي او مسعود د دغو تبليغاتو په هنداره كي د جهاد د اتلانو په څېره كي گوري، پدې خبري پوهېدل ورته گران برېښي چي څنگه د فرانسې او امريكا د حمايت ترڅنگ، له كي جى بى سره ټينگ روابط جوړوي او د مسكو مرستي ترلاسه كوي. ځيني خو حتى نن هم چي د كي جى بى گڼ شمېر مأمورينو او په افغانستان كي مستقر، د روسي قطعاتو گڼ شمېر قومندانانو د خپلو خاطراتو په كتابونو كي دا اسرار افشا كړي او له روسانو سره ئې د مسعود له معاهدو او پټو ارتباطاتو نه پرده اوچته كړي د دې معما له پوهېدو نه عاجز دي.
موږ هم د 1980ـ 1982 كلونو ترمنځ دا راپورونه ترلاسه كول چي مسعود له روسانو نه مالي او نظامي مرستي ترلاسه كوي او د حزب اسلامي په خلاف له روسانو سره گډ عمليات تر سره كوي، د پنجشير د شا او خوا جبهاتو قومندانانو له اندراب، ورسج، فرخار، اشكمش، كوهستان، كاپيسا، جبل السراج او غوربند نه موږ ته ليكل چي مسعود په ډېر مقدار كي هغه افغاني خوروى چي روسان ئې نجيب ته وركوي، په ورته بنډلونوكي او د ورته نمبرونو بانك نوټونه او زموږ په جبهاتوباندي د بريد په وخت كي روسي قطعات په هوايي حملو او د توپچى په ډزو سره د ده مرسته كوي او زموږ په ضد گډ عمليات لري ! گمان موكولو چي ښايي دا راپورونه د محلي رقابتونو زيژنده وي، نبايد جدي وگڼلى شي، خو كله چي موږ ته مؤثق اطلاعات راورسېدل، له روسانو سره د مسعود دتړون كاپى مو ترلاسه كړہ، د ده او روسانو د اوربند معاهده د راډيوگانو له لاري اعلان شوه نو د جريان په حقيقت پوه شوو.
روسانو د ضعيف النفسه قومندانانو په اخستلو، د مجاهدينو ترمنځ د شخړو او جگړو راولاړولو، په پوستو او اكمالاتي قطارونو د مجاهدينو د بريدونو په مخنيوى او د پايپ لاين له لاري د تيلو په خوندي انتقال ډېر مصارف كړي، د دې لپاره ئې د مجاهدينو په ليكو كي استخدام شوو ټولگيو ته ضرورت درلود، له ډېرو قومندانانو سره ئې تماسونه نيولي، هغوى ته ئې زړہ راښكونكي وړانديزونه كړي خو له لږو كسانو نه ئې مثبت ځواب اورېدلى، اكثرو منفي ځواب وركړي. د روسانو سره روغه جوړہ او اوربند ئې ملي خيانت گڼلى او لدې نه ئې په كلكه ډډہ كړي، يوازنى معروف قومندان چي له روسانو سره لومړى په پټه او بيا په څرگنده خبرو آترو ته كښېنستى او د اوربند ننگينه معاهده ئې امضاء كړې مسعود وو. روسانو له مسعود سره د پروتوكول د امضاء او د ده د استخدام لپاره څو محركات درلودل:
1ـ ښكيلاكگر ځواكونه تل د ملي مقاومتونو د ټكولو لپاره وړى ډلي د لويو په خلاف او اقليتونه د اكثريتونو په خلاف استعمالوى او د مقاومت په ليكو كي د خپل منځى جگړو لپاره په وړو ډلو پانگه اچوى.
2ـ له روسانو سره د مسعود څرگند اوربند او له جگړو لاس اخستل، له ټولو هغو پراخو تبليغاتو سره سره چي غربي آژانسونو د ده لپاره كول د كي جى بى لويه بريا گڼل كېده چي لږ تر لږہ ئې لدې سازش نه پراخه تبليغاتي استفاده كولى شوى.
3 ـ په جنوبي سالنگ كي د تونل له خولى نه تر جبل السراج پوري د روسي قطارونو امنيت تأمين كېدو.
4ـ د حزب اسلامي په خلاف ئې لده نه پراخه استفاده كولى شوى.
5ـ د پنجشير جبهه له څلورو خواوو د حزب اسلامي جبهاتو احاطه كړې وه، مسعود له پنجشير نه د وتلو او په نورو منطقو كي د نفوذ او د پښو ځاى موندلو لپاره دې ته ځان اړ گڼلو چي له حزب سره د جگړي لار غوره كړي، روسانو د ده دا د ضعف نقطه ښه درك كړې وه هيله من وو چي د اوربند، له يوه بل سره د نظامي مرستو او گډو عملياتو په اړہ به د روسانو وړانديز ته حتماً مثبت ځواب وايي.
6ـ حاكم كمونست حزب لا ډېر د مخه خپل مؤثريت له لاسه وركړي وو، روسان د بديل په لټه كي وو، د كمونستانو هيڅ ډله د مسكو لپاره بديل نشوه جوړېدى، غوښتل ئې د مسعود نه د يوه محتمل بديل په څېر كار واخلي. پدې مطلب هلته ښه پوهېدى شو چي د هغه روسي هيئت د رئيس وينا ته ځير شو چي په كولاب كي ئې له رباني او ملگري هيئت سره ليده كاته درلودو او هغه ته ئې په خپل خطاب كي وويل: “ښاغلې استاده ! مسكو په خپلو مخكنيو اشتباهاتو اعتراف كوي چي كمونست حزب ئې انتخاب كړ او له نجيب نه ئې ملاتړ وكړ، تاسو تر نجيب نه مسكو ته ډېر غوره او مفيد وئ!!”
د دې لپاره چي له روسانو سره د مسعود په ژورو اړيكو او پدې كار د كي جى بى تركيز او پانگي اچولو له اهدافو نه ښه خبر شو، د يوه امريكايي آزاد او مستقل ليكوال، بروس ريچاردسن له هغه كتاب نه څه اقتباسات كوو چي د افغانستان په اړہ ئې ليكلى، د افغان ولس په نامه ئې اهداء كړى، نوم ئې (افغانستان د شوروي وېرونكي تسلط پاى ته رسوونكى) دى، دا كتاب په انگليسي ليكل شوى او په دري ترجمه شوى، د كتاب ليكونكى د كي جى بى او په افغانستان كي د روسي قطعاتو د لوړ رتبه افسرانو په ډېرو ليكنو استناد كوي او ډېر په زړہ پوري اسرار ئې افشا كړي. بروس ريچاردسن د خپل كتاب په اړہ ليكي: ما د دې كتاب په ليكني كي د بوريس بى گروموف (د روسي فوځونو د 40 نمبر قول اردو قومندان) او د ليوند شيبارشين (د كي جى بى د لومړۍ شبكې رئيس) د خاطراتو له كتابونو نه استفاده كړي او د مسعود او په افغانستان كي د مېشت روسي افسرانو ترمنځ د تړون تفصيلات مي ترلاسه كړي. د دوى په كتابونو كي د روسي فوځونو د عملياتو تفصيلي معلومات موندلى شو، دا معلومات چي د افغان شوروي ټول جنگ احتواء كوي، كه د مخابرو راپورونه دي، كه پټ اوراق او اسناد او زما د دې كتاب د ليكني نه څه موده د مخه د اسرارو له دوسيونه راوتلى او منتشر شوى. ما له لاندنيو آثارو نه استفاده كړي:
“دسپاهيانو كيسه”او “روسي فوځيانو د جگړو خاطرې په ياد دي” د هانياما، ليپانن او ويور چنگو آثار.
“په افغانسان كي عام سياسي قتل” د روزان كلاس اثر.
“افغان ځواكونه او روسي سپتناتز” د محمد حسن كاكړ، بروس آمستوتز، الكساندربنگسن او ايلى كراكراسكي آثار.
او د خاطراتو هغه كتابونه چي د روسي قطعاتو مهمو افسرانو ليكلي لكه د الكساندر فوتودوف او پروفيسور اناتولى سودوپلاتوف خاطرات چي د جگړو په اړہ لومړني معلوماتونه وركوي. خو كوم كتابونه چي “د اسنادو د ساتني مركز” له خوا په مسكو كي نشر شوى، د پېښو د تفصيلاتو او په هغو كي د بېلابېلو څېرو ونډہ او د رسمي ملاقاتونو راپورونه نشر شوي ډېر ارزښتناك دي.
هغه ليكي: پداسي ټولنو كي چىگڼ مليته دي، پدوى د حكومت كولو لپاره روسانو تل د بېلابېلو قومي، اجتماعي او مذهبي ټولنو ترمنځ اختلافات راولاړ كړي، د ځواكمن په خلاف ئې د ضعيف ټولگي مرسته كړي، لكه چي د قفقاز په جگړو كي د تزارى دولت مشرانو د ” كباردى” او “كوميك” له قومونوسره د ” آوار” او “چيچين” د ولس پرضد مرسته وكړہ او د مسيحي” اوستانيانو” په مقابل كي د “ديگور” د قبايلو او د آذربايجاني مسلمانانو په خلاف ئې د ارمني مسيحيانو ملاتړ وكړ. د تزارى دولت له تجربو نه كمونستو بلشويكيانو استفاده وكړہ، په 1918 ميلادى كال كي د “بشكريانو” نه ئې د خپلو ځواكونو او جنگياليو رقيبانو (تاتاريانو) په وړاندي حمايت وكړ، په 1920 كي ئې د قفقاز په شمال كي د”دآلين” په مقابل كي له “آواريانو” او د چيچينيانو” په خلاف له “انگوشيانو” نه دفاع وكړہ، د قزاقستان په كورنيو جگړو كي ئې يوه ډله كوچيان اغوا كړل او له هغوى نه ئې د نورو په ضد كارواخيست “وگورئ: بنگسن 3 مخ”، همدا كار دوى په خوارزم او فرغانه كي وكړ، “اوزبك” او “قره كالپيتك” ئې د تركمنانو په خلاف استعمال كړل او له تاجيكانو” نه ئې د باسمچى خوځښت د ټكولو لپاره استفاده وكړہ، باسمچيان هغه چريكي مبارزين وو چي د خوقند له سقوط نه وروسته دبلشويكيانو په خلاف د مبارزى ډگر ته راووتل.
شورويانو داسي انگېرله چي په افغانستان كي د مختلفو قومي او مذهبي ډلو ترمنځ د شخړو د راولاړولو كافي امكانات شته، كولى شي د پښتنو مختلفى قبېلى، يوه د بلي په خلاف، شيعه د سني په ضد، اسماعيلى فرقه د شيعه او سني په خلاف او ښاريان د كليوالو او بزگرانو په ضد راوپاروى، خو روسان پداسي محيط كي راگير شوى وو چي د ټولني له فكرى او اجتماعي جوړښت سره نابلده وو او د يوې داسي موفقى ستراتيژى په جوړولو ونه توانېدل چي وكولى شي خپل دښمنان تجزيه كړي او د يوه بل په خلاف ئې وجنگوي.
بروس ليكي: خو يوه ډېره جالبه استخباراتي هڅه هغه وه چي په افغانستان كي د شوروي استخباراتي ډلو، د پنجشير له قومندان، احمد شاه مسعود سره د يوې پټي معاهدې په اړہ درلوده او پدې هڅي كي ډېر ژر بريالى شول. مسعود د / 350000 ډالرو غوښتنه وكړہ، چي د 1983 كال د فرورى په مياشت كي، په معاهدې د امضاء په مقابل كي ئې ترلاسه كړل “وگورئ د فوتودوف كتاب”.
دا دوهم تړون وو چي په يوه بل د عدم تعرض په اړہ مسعود له روسي افسرانو سره امضاء كړي وو. لومړى تړون د 1982 كال د جون په مياشت كي ترسره شوى وو، چي د پيسو د ترلاسه كولو نه علاوه د ده درې نوري غوښتني هم منل شوې وې:
له روسي چارواكو سره مخامخ او مسلسل تماس”د ببرك كارمل د حكومت په ځاى”.
له خپلو دښمنانو سره د مقابلې لپاره له روسانو نه مالي او نظامي مرستي ترلاسه كول.
په پنجشير د ده سلطه. “وگورئ: امستوتز: 292 مخ “.
كله چي استخباراتي مأمور، فرانز كلنسوويچ، خپل مافوق نظامي افسر، ډگروال واستروتين ته اطلاع وركړہ چي مسعود د شوروي له فوځ سره د فعال او منظم ارتباط غوښتونكى دى، ده ته وويل شوو: دا يوه مهمه استخباراتي كودتا ده، خاص استراتيژيك اهميت لري، تا ته ئې د دې كودتا په خاطر د “شجاعت او اتلوالى نشان” سپارشتنه كړي!!
كلنسوويچ له مسعود سره د خپلي ليدني په اړہ ليكي: خپل منځى اختلافات تل موږ ته گټور وو، ما هم دې لوري ته پاملرنه وكړہ، موږ ( ما او مسعود ) په يوې بې طرفى منطقې كي، په يوې داسي لوړى له يوه بل سره وليدل چي له هغه ځايه موږ دواړو، ټوله هغه ساحه ليدلى شوه كوم چي مسعود غوښتل د ده تر ولگې لاندي وې. بيا هغه د شپې په تياره كي زما ځاى ته راغى او تړون مو امضاءكړ. د دې تړون له مخي به هغه په خپلي منطقې كي د روسانو او د كابل حكومت پر فوځونو له حملو نه ډډہ كوي، له هر هغه پيلوت سره به مرسته كوي چي طياره ئې د ده په منطقې كي راپرېوزى او موږ به په پنجشير كي د ده په چارو كي مداخله نه كوو او له ده سره به د پيسو، وسلو، مهماتو، خوراكي موادو او طبى وسائلو مرسته كوو. دې ته ورته معاهدې د رسمي هداياتو له مخي له هغو مخالفينو سره تړل كېدى چي له روسي فوځونو سره تړون او ملگرتيا ته چمتو كېدل. هدف ئې دا وو چي د لويو نظامي عملياتو او بې ځايه تلفاتو مخنيوى وشي. وگورئ: د “شوفيلد كتاب ـ غوره شورويان 113ـ 114 مخ”.
واستروتين وايي: د شوروي ځواكونو 345 فرقې له مسعود سره د اوږدې مودې لپاره ټينگي اړيكي درلودى او د يوه بل مرسته ئې كوله، د ده په ملگرتيا مو ډېري هغه جهادي ډلي وټكولې چي په نورو تنظيمونو پوري تړلې وې او د ده لومړۍ درجه دښمنان ول. “وگورئ: شوفيلد: غوره شورويان: 113 ـ 114 مخ”.
دگروال واستروتين، هغي استخباراتي ټولگي ته چي د فرانز كلينسوويچ تر اشراف لاندي ئې كاركولو د ” شاملون” نوم وركړى وو، دا ټولگى چي له څه مودې كارنه وروسته، د 345 فرقې په يوه فعال او قوي مټ بدل شوى وو، په اصل كي د شوروي اتحاد له پوهنتونونو او انسټيټونو نه فارغ شوي افراد وو چي عمر ئې اكثراً له 20 كلونو نه زيات او اكثراً تاجيك او اوزبك وو خو په پښتو، دري او هندي ژبو هم بلد وو، د افغانانو له دود دستور سره آشنا وو او پدې اړہ تر نورو روسي افسرانو ډېر مخكي وو.
له افغاني ډلو سره دا راز معاهدو پدې خاطر روسانو ته اهميت درلود چي پدې سره مو لږ تر لږہ دا هدف ترلاسه كولى شو چي نظامي اكمالاتي قطارونه، د كابل ـ حيرتان د لويي لاري له ځينو برخونه په پوره ډاډ او اطمينان تېركړو، دغي لويي لاري موږ ته حياتي اهميت درلود.
كلنسوويچ چي افغانانو د كپتان فرانز په نامه پېژندو له مسعود سره د خپل لومړني تماس په اړہ ليكي: ما ته ډېره گرانه وه چي داسي څوك پيدا كړو چي مسعود ته زما د پيغام رسولو ته تيار شي، قاصدانو د ده له غبرگون نه او د نورو ډلو له عكس العمل نه تشويش درلودو.” وگورئ: شوفيلد 112 مخ”.
مسعود پداسي موقعيت كي وو چي كه دى داسي يوه تړون او معاملې ته تيار شي، نورو ډلو ته لار پرانستل كېږي او د هغوى دې كار ته تشويقول آسان كېږي. واستروتين استدلال كولو چي له مسعود سره داسي يو تړون په حقيقت كي يوه ارزښتناكه او استراتيژيكه سياسي كودتا ده، پكار ده چي د سپتسپروف استخباراتي ټولگي ته پوره صلاحيت او كافي امكانات وركړى شي ترڅو له مسعود سره د لازياتو تعهداتو او مزيد منظمو اړيكو شرايط برابر كړي “وگورئ د سودو پلاتوف خاطرات”.
كلنسوويچ د خپل هغه پيغام تفصيلات چي مسعود ته ئې لېږلى وو داسي ليكي: غواړم پدې خبره دي خبركړم چي زه حاضريم هرځاى او هركله چي ته وغواړې له وسلې نه پرته ستا ليدو ته درشم!!
هغه چا ته چي زما دا پيغام ئې مسعود ته ورسولو، شپږ كامازه اوړہ، غنم، وريځي او كالى مو وركړل، جواب ته سترگي په لاري وم، چي ناڅاپي راورسېدو او په هغه كي ده له ملاقات او د يوې معاهدې له عقد سره موافقه كړې وه “وگورئ: شوفيلد: غوره شورويان: 113مخ”.
“شاملون” د مواصلاتي لارو د امنيت په تأمين او كابل ته د كاروانونو په روغ رمټ رسولو كي ډېر مؤفق وو، له گڼ شمېر پروتوكولى قومندانانو مخصوصاً مسعود سره د نه تعرض له معاهداتونه ډېر راضى برېښېدو، په حقيقت كي دا يوه لويه او ستراتيژيكه سوبه وه چي په آساني او ارزان قيمت روسانو ته په لاس ورغلى وه او پدې توانېدلى وو چي د پروتوكولى قومندانانو اعتماد او صادقانه ملگرتيا ترلاسه كړي. ” وگورئ: شيبارشين: 180 مخ”.
هغه ليكي: د “ايوان شاملوف” هغه روسي سپاهى چي د جگړي لپاره افغانستان ته لېږل شوى وو، شفاهى شهادت دا حقيقت افشاء كوي چي څنگه د مقاومت په ليكو كي ځينو كسانو، شورويانو ته دا شرايط برابر كړل چي له شمال نه تر كابل پوري د هغي لويي مواصلاتي لاري امنيت تأمين كړي چي نه يوازي اوږده او طولاني وه بلكي له غرنيو سيمو نه تېره شوې وه.” شاملوف وايي: زما نوم ايوان شاملوف دى، زه په 1987 كال كي افغانستان ته ولاړم او په 1989 كال كي له وروستۍ قطعى سره بېرته خپل هېواد ته ستون شوم، زه له لنډي نظامي روزني نه وروسته افغانستان ته ولېږلى شوم، زموږ د روزني موده دوه مياشتي وه، ما ته د ماشينگڼى د استعمال روزنه راكړي شوه، له دوو مياشتو نه وروسته زموږ د قطعى مربوط ټولگى د افغانستان په لوري وخوځېدل، لومړى ټولگى بيا دوهم او بيا دريم، 60 نفره پاتې وو، موږ ته وويل شول چي له پاتې كسانو نه يوه نمونه قطعه جوړېږي ترڅو د فوځ جنرالانو ته وښيو چي لېږل شوو فوځيانو ته څنگه روزنه وركړى شوې. خو ډېر ژر معلومه شوه چي يو بل بلوك هم بايد ولېږلى شي، له پاتو دېرشو كسانو څخه لس كسيز گروپ انتخاب شو، زه هم پدې ډلگي كي وم، د كاماز په ذريعه مو د ترمز له لاري د افغانستان په لوري سفر پيل كړ، موږ ته ويل شوي نه وو چي چيرته لېږل كېږي، دگمرك په دفتر كي راته معلومه شوه چي كندز ته درومو، خو په پاى كي تاشقرغان ته ورسېدو! دا زما د كار لومړۍ ساحه وه، وروسته څو نورو سيمو ته د كار لپاره ولېږلى شوم… د شوروي فوځونو له وتلو نه د مخه زموږ قطعه د 201 فرقې په ساحه كي چي بغلان او سمنگان ته څېرمه واقع وه په عملياتو لگيا وه، مسعود دلته ځيني چريكي گروپونه درلودل، لدې ټولگيو سره زموږ اړيكو په زړہ پوري بڼه غوره كړې وه، دوى به زموږ مركز ته راتلل، زغره والو موټرو په سربه د يوه بل خواته كښېنستلو او په گډہ به مو سگرټ دودول، حقيقت دا دى چي د مسعود گوريلايانو روسي فوځيانوته هيڅ نه ويل، موږ ئې خپل كارته آرام پرېښودلو خو د كابل حكومت فوځيان به ئې ځورول. ” وگورئ د حسيني كتاب”
پدى منطقې كي، دلويي لاري په امتداد كي دوه پايپ لاينونه غزول شوي وو، چي ډيزل او تيل خاك پكي انتقالېدل، موږ د مسعود د ټولگيو سره دا تړون درلودو چي په ښارونو او سړكونو به موږ د پايپ لاين امنيت ساتو او غرنۍ سيموكي به دوى دا كاركوي، د دې كار په مقابل كي به موږ هره مياشت څو ټٌنه اوړہ او يو ټانكر تيل دوى ته وركول.
تر هغه ځايه چي زما په ياد دي زموږ له خوا زموږ د فرقې قومندان او د مجاهدينو له خوا د دوى قومندان “مسعود” دا تړون امضاءكړي وو، زموږ اړيكي د مسعود له گوريلايانو سره هومره ښې او خوندوري وې چي د دوى آمران به ډله ډله زموږ د قطعى قومنداني ته راتلل، موږ به مجللي مېلمستياوى ورته برابرولى، مسعود او زموږ د قطعى قومندان په خپلو منځونوكي تعهد كړي وو چي يوه بل ته به تاوان نه رسوى، لدې تړون نه وروسته زموږ ژوند ډېر سوكاله، له جگړو لېري تېرېدو “وگورئ: هايناما، ليپاتين او يورچنگو: له 115 تر 133 مخ پوري.”
د مقاومت په ټكولوكي د روسانو تكتيك دا وو چي له يوې خوا به ئې ستر فوځي عمليات تر سره كول، يوه لويه سيمه به ئې محاصره كړہ، كوتلونه، لوړى او د تلو راتلو لاري به ئې ونيولى او د مجاهدينو حامي كلى به ئې محاصره او تر شديد اور لاندي ونيول، كليوال به ئې هومره وځپل چي بيا څوك له مجاهدينو سره د مرستي او ملگرتيا جرأت ونكړي. له بلي خوا به ئې د رشوت له لاري د مجاهدينو ځيني ټولگي له نورو سره جنگول، د كابل حكومت هم ډېر كسان واخستل او له دوى نه ئې “پلاروطنه جبهه” جوړہ كړہ، د مجاهدينو ترمنځ به ئې ډېري خونړى جگړي (چى په اصل كي د روسانو د استخباراتي شبكو كار وو) په درواغو ځان ته منسوب كړي… له نورو مجاهدينو سره د مسعود خونړۍ او ستره جگړہ پدې منتج شوه چي نوموړى له روسي چارواكو سره سازش ته ملا وتړى او لدوى سره داسي يوه معاهده امضاء كړي چي د هغې له مخي به نورو تنظيمونو ته اجازه نه وركوي چي په روسي فوځونو او د كابل حكومت په قطعاتو او پوستو حمله وكړي. ” وگورئ: شيبارشين: 177ـ 214 مخ”
شيبارشين د خپل كتاب په همدې برخي كي ليكي: په همدې وخت كي مسعود، د شوروي قواوو د قومندان په غوښتنه د يوه داسي تړون امضاء ته تيار شو چىد 1984 كال د اپريل تر 21 ئې دوام درلود، د دې تړون له مخي مسعود ژمنه كړې وه چي د روسانو په خلاف به له هر راز مخاصمانه تبليغاتو نه ډډہ كوي، د روسي فوځونو او د كابل حكومت د قطعاتو په ضد به خپل عمليات متوقف كوي، نورو جهادي ډلو ته به اجازه نه وركوي چي د ده په سيمي كي داسي عمليات ترسره كړي، ده دا خبره هم ومنله چي د پنجشير مهاجرين كولى شي بېرته خپل كوركلى ته راستانه شي او يا د پنجشير نه كابل او د دولت تر تسلط لاندي نورو ولاياتو ته ولاړ او هلته مېشت شي، ده ژمنه كړې وه چي د پنجشير په درې كي مستقر د روسانو او كابل حكومت په قطعاتو به هيڅكله حمله نه كوي، خو مسعود د تړون پدې مودې كي د كابل له حكومت سره د مخاخ خبرو نه ډډہ كوله او دې ته ئې ترجيح وركوله چي خبري او اړيكي ئې مخامخ له روسي چارواكو سره وي !! د ده لدې دريځ نه په څرگنده معلومېده چي دى او د جمعيت مشرتابه له روسي چارواكو سره د يوه ځانگړي سياست پلوي كوي او غواړي چي له نورو ډلو نه بېل په مستقل طور تفاهم وكړي.
د جمعيت چارواكو له روسي فوځونو سره له جگړي او له نظامي مقابلې نه د ځان ساتلو سياست ته دوام وركړ او د دې هڅه ئې كوله چي د روسي فوځونو له وتلو نه وروسته مرحلې ته ځان چمتو كړي، د دوى په خلاف د روسي فوځونو عمليات هم متوقف شول، خو كله ناكله به ئې داسي حركات كول چي دوى ته دا وښيي چي شوروي به د توافقاتو له روحيې نه هيڅ ډول تخطى او انحراف ونه زغمي.
نور بیا …
خپرندویه اداره: نهضت
www.nuhzat.com



