
د مسكو او واشنگټن موافقه
د کتاب نوم: پټې توطئې بربنډې څېرې
لیکوال: محترم انجنیر حکمتیار، د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر
برخه: ۴
واشنگټن او مسكو د افغانستان د كشالې په اړہ د خپلو اختلافاتو د كمولو لپاره په لاندي خبرو توافق وكړ:
روسي فوځونه به د1367 كال د دلوي تر 25 ( د 1989 كال د فبرورى تر 15) پوري له افغانستان نه وځي.
د نجيب حكومت به په خپل حال پاتې وي او د روسانو مالي او نظامي مرستي به لدې حكومت سره ادامه لري.
له مجاهدينو سره به مرستي متوقف كېږي او دې ته به اړ كېږي چي د وطن له گوندسره د تفاهم له لاري مشكل حل كړي.
په ژنيو كي به د داسي مذاكراتو په ترڅ كي د روسي فوځونو د وتلو په مهال وېش او مربوطه معاهدې امضاء كېږي چي د پاكستان او افغانستان د حكومتونو استاځي به هم پكي برخه لري او د معاهدې اصلي طرفونه او امضاء كوونكي به د پاكستان او افغانستان د حكومتونو استاځي وي نه د واشنگټن او مسكو استاځي !!
امريكائيان به د دې هڅه كوي چي د مجاهدينو استاځي د ناظر په حيث پدې مذاكراتو كي برخه واخلي، ترڅو د نوموړې معاهدې په مراعات ملزم كړى شي او لږ تر لږہ دنيا ته داسي وښودل شي چي د مجاهدينو په سر امريكائيانو له مسكو سره سودا نده كړې، بلكي د دوى په موجوديت كي ئې د دوى د خوښي معاهده امضاءكړې.
د پاكستان دريځ
پدې وقت كي د پاكستان د حكومت واگي د جونيجو په شان د يوه بې انتهاء نرم مزاج او ضعيف شخص په لاس كي وې، غوښتل ئې له يوې خوا د روسي فوځونو وتل د ده د حكومت په دوران كي ترسره شي او پدې ترتيب شخصاً دى او د ده حزب” مسلم ليگ” په ولس كي خاص اعتبار او حيثيت ترلاسه كړي او له بلي خوا د امريكا غوښتنو ته په مثبت ځواب ويلو سره د خپل ضعيف حكومت لپاره قوي بهرنى تائيد او ملاتړ پيدا كړي. د همدې لپاره ئې د ژنيو د مذاكراتو او د مسكو او واشنگټن ترمنځ د شوو موافقو په كلكه ملاتړ كولو او ويل يي: د روسي فوځونو په وتلو بايد اكتفاء وشي، د نجيب حكومت دي په رسميت وپېژندلى شي او له مجاهدينو سره دي نظامي مرستي متوقف شي. ده د امريكائيانو له غوښتني سره سم له مجاهدينو نه په كلكه غوښتنه كوله چي حتماً د ژنيو په مذاكراتو كي شركت وكړي او د ژنيو د مذاكراتو او معاهدې له هر راز مخالفت نه ډډہ وكړي !!
خو موږ په كلكه، صراحت او مكرره توگه د دې مذاكراتو او په هغه كي د گډون مخالفت وكړ او دا خبره مو د گڼ شمېر مطبوعاتي كنفرانسونو او اجتماعاتو په ترڅ كي اعلان كړہ چي:
د ژنيو په مذاكراتو كي هيڅوك د مجاهدينو او افغان ولس نمايندگي او ترجماني نشي كولى.
موږ د دې مذاكراتو د نتائجو په اړہ هيڅ التزام نه لرو.
ترڅو چي قدرت د مسكو د لاس پوڅي حكومت څخه يوه مؤقت حكومت ته نه وي انتقال شوى، د افغانستان بحران نشي حل كېدى.
د افغانستان د بحران په ارتباط د پاكستان او د نجيب د استاځو تر منځ د يوې معاهدې د امضاء معنا دا وه چي د نوموړې كشالې اصلي طرفونه دوى دي، گواكي دا د پاكستان او افغانستان ترمنځ يوه سرحدي منازعه وه چي د دواړو د استاځو ترمنځ د ژنيو د نوموړې معاهدې د امضاء په نتيجه كي حل شوه.
زموږ او د پاكستان د خارجه وزارت د دريځونو ترمنځ د شديد او څرگند اختلاف د رفع كولو لپاره، د جهادي تنظيمونو د مشرانو او د پاكستان د هغه وخت د خارجه چارو د وزير ترمنځ د يوې گډي جلسې ترتيبات ونيول شول، پدې جلسې كي صاحب زاده يعقوب خان، د ژنيو له مذاكراتو نه د دفاع په خاطر څه مات گوډ استدلالونه وكړل او په پاى كي ئې وويل: “پاكستان د خپلو مجبوريتونو په وجه پدې مذاكراتو كي شركت كوي او له تاسو نه هم دا توقع كوو چي زموږ مجبوريتونه درك كړئ او له نوموړو مذاكراتو سره توافق وكړئ”.
ما په ځواب كي ورته وويل: روسي فوځونه حتماً او په هر صورت كي له افغانستان نه وځي كه د ژنيو معاهده وشي او كه ونشي، مسكو په خپله دا خبره مكرر اعلان كړي چي خپل فوځونه په هر صورت كي له افغانستان نه باسي. پداسي مذاكراتوكي چي د نجيب استاځي برخه ولري نه ستاسو شركت مناسب دى او نه دافغان مجاهدينو د هيئت گډون. تاسو له نجيب نه يوه بې طرفه مؤقت حكومت ته د قدرت په انتقال ټينگار وكړي او استدلال وكړي چي د نجيب د پاتې كېدو په صورت كي پدې هېواد كي امنيت نشي راتلاى او جگړہ پاى ته نشي رسېدي. موږ هم خاص مجبوريتونه لرو او د هغه په وجه موږ لدې مذاكراتو سره له توافق نه معذور وگڼي. زما د دې ځواب په مقابل كي صاحب زاده يعقوب خان د ديپلوماتيكي آدابو نه ډېر ډېر لېري په عصباني لهجى وويل: “پاكستان يو آزاد ملك دى، هره پاليسي ئې چي زړہ وغواړي غوره كوي به ئې، موږ د خپل هېواد گټي په خطر كي نشو اچولى او د چا د اقتدار لپاره ئې نشو قرباني كولي…)
ما ورته وويل: بيشكه چي پاكستان يو آزاد ملك دى او كولى شي د خپلي خوښي پاليسي غوره كړي خو د پاكستان په ارتباط نه د افغانستان په اړہ. موږ هم دا حق لرو چي د خپل هېواد په اړہ د خپلي خوښي سياست غوره كړو او پرى نزدو چي زموږ برخليك دي نور وټاكي او زموږ د ولس قرباني دي هدر لاړہ شي.
د ISI مشر مداخله وكړہ، د مشاجرې د مزيد تريخوالي مخه ئې ونيوله، صاحب زاده يعقوب خان ئې په كومه پلمه له جلسې نه د څو شيبو لپاره له ځان سره بهر وايستلو او د بېرته راستنېدو نه وروسته ده او خارجه وزير غوښتل چي مخكي تريخوالى جبران شي او جلسه په آرامه فضاء كي پاى ته ورسېږي.
د پاكستان د هغه وخت جمهور رئيس جنرال ضياءالحق هم د جونيجو د حكومت د دريځ په اړہ انديښمن وو، جونيجو ته ئې ويل چي روسان حتماً وتونكي دي، بايد په خپل پخواني دريځ، “يوه موقت حكومت ته د قدرت په انتقال” ټينگار وكړو او د نجيب حكومت د پاتې كېدو په اړہ د مسكو شرط ته تسليم نشو. ښايي هغه پدې پوهېدو چي د نجيب د پاتې كېدو عواقب به افغانستان او پاكستان ته څومره خطرناك وي. خو جونيجو د ضياءالحق مشورو ته خاصه توجه ونكړہ، هيچا د دې تصور نشو كولى چي جونيجو به د ضياءالحق مشورو ته نه يوازي دا چي توجه ونكړي بلكي د هغه په خلاف به په څرگنده گام اوچت كړي، خو همداسي وشول.
ده د ژنيو د معاهدې په اړہ د خپل دريځ په گټه د سياسي گوندونو د ملاتړ ترلاسه كولو لپاره، د ټولو گوندونو گډ”دگردي ميز” كنفرانس دائر كړ، د ولسي تائيد ترلاسه كولو لپاره ئې د ټول پاكستان د مهمو ښارونو دوره وكړہ او په عامو جلسو كي ئې د دغو مذاكراتو په گټه پوره تبليغات وكړل.
ښايي د جونيجو د حكومت د انحلال څه نور عوامل هم وي خو زه گمان كوم چي تر ټولو ستر عامل ئې د ژنيو د معاهدې په سر له جنرال ضياءالحق سره د ده اختلاف وو.
د دغو مذاكراتو په دوران كي موږ له جنرال ضياءالحق سره گڼ شمېر اوږدې جلسې درلودې، يو ځل خو زموږ جلسه چي ماښام شروع شوې وه د سحار له لمانځه نه لږ د مخه پاى ته ورسېده. د دغو جلساتو د بحث اصلي موضوع دا وه چي د مسكو او واشنگټن ترمنځ د توافق او د ژنيو له معاهدې نه د راولاړ شوي وضعيت له احتمالي ستونزو سره څنگه مقابله كولى شو او د پاكستان او مجاهدينو تر منځ څنگه د سوء تفاهم او اختلاف مخنيوى كولى شو.
د همدغو غونډو په نتيجه كي مرحوم ضياءالحق له ځان سره دا پرېكړہ وكړہ چي د امريكا فشارونو ته تسليم نشي او پرى نږدې چي پاكستان د داسي فشارونو لاندي د افغانستان د كشالې په اړہ داسي كوم گام اوچت كړي چي د مجاهدينو د قربانۍ او ارمان سره د جفا معنا وركړي.
دا تصميم څه آسان كار نه وو، د مرحوم ضياءالحق دا پرېكړہ د ده د ژوند په بيه تمامه شوه، زه په ټول ډاډ او اطمئنان سره دا ويلى شم چي د مرحوم ضياءالحق ترور او د طيارې انفجار د همدې پرېكړي نتيجه وه.
نور بیا …



