غزه؛ د ايمان او آزادۍ مضبوط او مقاوم سنگر – اتمه برخه

غزه؛ د ايمان او آزادۍ مضبوط او مقاوم سنگر
د آزادۍ لپاره د فلسطيني مجاهدينو خوځښتونه او قربانۍ
لیکوال: محترم انجنیر حکمتیار، د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر
برخه: 8
د يعقوب عليه السلام اولاد ولي د يهود په نامه مشهور شول؟
بني اسرائيل ولي د يهودانو په نامه ياد شوي؟ يهودا خو د يوسف عليه السلام د يوه ورور نوم وو او يهود يعني د همدې ورور زامن، آيا د يعقوب عليه السلام د 11 نورو زامنو اولاد په دوى کي شامل دي؟ ځواب ئې دا دئ: د سليمان عليهالسلام له وفات وروسته د بنياسرائيلو لوى سلطنت په دوو برخو ووېشل شو:
1- د شمال سلطنت؛ چي لس قبائل په کي وو، او د اسرائيل په نامه يادېدل؛ دوى د يعقوب عليه السلام د لسو زامنو اولاد وو.
2- د جنوب سلطنت چي دوه قبائل په کي وو؛ د يعقوب عليه السلام د دوو زامنو يهودا او بنيامين اولاد؛ دوى د يهودا په نوم ياد شوي.
تر ميلاد اته پېړۍ وړاندي د اشوريانو له خوا د شمال اسرائيلي سلطنت نسكور او له منځه ولاړ او خلك ئې يا ووژل شول، يا داسي متلاشي شول چي د وخت په تېرېدو سره په نورو قومونو كي مدغم او آثار ئې له منځه ولاړل.
د جنوب سلطنت له شړېدو او نړېدو وژغورل شو؛ د يهودا او بنيامين نسل پاته شو؛ دوى د نورو له لوري د يهود په نامه ياد شول؛ كه څه هم په هغوى كي د بنيامين اولاد هم وو او د يعقوب عليه السلام د نورو زامنو اولاد هم. ورو ورو دا نوم د ټولو هغو خلکو لپاره وکارول شو چې د موسى عليهالسلام دين ئې منلی وو.
امريكا له يهودانو سره څه كړي
دا هم بايد واضح كړو چي امريكا له يهودانو سره څه كړي او ولي ئې دومره ډېر مهاجر يهودان منلي او پراخ امتيازات ئې وركړي؟
امريکا د نورو هېوادونو په پرتله له یهودانو سره بېل او امتيازي چلن کړی؛ دا امتيازي چلن خپل خاص وجوهات او دلائل لري چي په پېژندو كي ئې لاندي وضاحتونه زموږ مرسته كولى شي:
- يهودان امريکا ته كله او څنگه راغلل؟: دوى له ۱۵۰۰م کال وروسته او هغه مهال چي له اروپايي هېوادو او هسپانيې تېښتي ته اړ شول او امریکا ته لاړل؛ له ۱۸۰۰م وروسته؛ ډېری یهوديان له روسیې، پولنډ، آلمان او ختیځي اروپا؛ امريکا ته کډه شول.
- يهودان د اوسنۍ امريکا تر جوړېدو (۱۷۷۶م) وړاندي هغو سيمو ته مهاجر شوي وو چي اوس په متحده ايالاتو كي مدغم شوې؛ مهاجرت ئې لا په ۱۶مي او ۱۷مي پېړۍ کي پيل کړى وو، دا هغه ۱۳ سيمي وې چي د برتانيې تر واک لاندي وې؛ ځيني ئې دا وې:
1- اوسنی نیویارک (New York) چي مخكي د نیو امسټرډام (New Amsterdam) په نامه يادېدو. دا لومړنی امریکايي بندر وو چي یهودان ورغلل. لومړۍ جوپه ئې د پرتگالي استعمار له لاسه په ۱۶۵۴م کال کي تښتېدلې او نيو امسټرډام بندر ته رسېدلې وه.
2- رود اسلنډ (Rhode Island)؛ هغه مستعمره چي د مذهبي آزادۍ له امله مشهوره وه، همدلته په ۱۷۶۳م كال کي د امريکا تر ټولو مخكينۍ يهودي کنیسه جوړه شوه.
3- جنوبی کارولینا (South Carolina)؛؛ دلته یهودي مهاجرين له اروپا؛ خاصتاً آلمان او پرتگال راغلل. د دې ايالت چارلستون ښار د امريکا له هغو ښارونو وو چي د یهوديانو تر ټولو لویه ټولنه ئې درلوده.
۴- د پنسلوانیا (Pennsylvania) ايالت په فيلډلفيا ښار كييهودان مېشت شوي او دلته يهودي ټولنه ډېره فعاله وه.
۵. په جورجیا (Georgia) كي هغه یهودي مهاجرين مېشت شوي چي د برتانيا د سلطې په دوران كي له هسپانيا، پرتگال او آلمان راغلي ول.
- په ماسچوسټس (Massachusetts) كي مېشت يهودان په پیل کی له سختو محدوديتونو سره مخ ول؛ خو سره له دې دلته پاته شوي.
دوی د مجبوريتونو له كبله او د يوې سرپنا موندلو په هيله دغو سيمو ته مهاجر شوي؛ هلته ئې هم د سوداگرۍ لپاره مناسب شرائط په برخه شوي او هم د مذهبي آزادۍ حق؛ او همدا دوى وروسته د برتانيا له سلطې د امريکا د آزادۍ په خوځښت كي څه ناڅه ونډه درلوده.
امریکا يهودانو ته څه ورکړل؟
يهودانو په امريكا كي تابعيت، مذهبي آزادي، په اقتصادي، تعليمي او مطبوعاتي ډگرونو کي د فعاليتونو او پانگوني حق ترلاسه كړ؛ دومره چي نن د امريكا بانکي نظام، وال سټریټ او د ډېرو تجارتي شرکتونو مشري د دوى په واك كي ده؛ CNN، New York Times، Hollywood، Netflix رسنۍ او فرهنگي مراكز دوى کنټرولوي. په تعليمي برخي كي د Harvard، Yale، Columbia په شان پوهنتونونو کي پراخ نفوذ لري. په سياسي برخي كي د امريكا پر دواړو اساسي گوندونو (ډيموکرات او ريپبليکن) ژور اغېز لري؛ هر يو په انتخاباتو كي د بريا ترلاسه كولو لپاره د يهودانو ملاتړ ته ځان اړ گڼې، د امريكا خارجه پالیسي تر ډېره حده د يهودي لابي تر اغېز لاندي جوړېږي په دې كي د اسرائيل پراخ ملاتړ د امريکا ثابت اصل گرځېدلی. پر دې سربېره د امریکا حکومت يهودانو ته دا امتيازات هم ورکړي:
د اسرائيلو له حكومت سره هر کال ميليارډونه ډالر مرستي.
يهودي مؤسساتو ته د مالياتي معافيتونو امتيازات.
د Antisemitism تر نامه لاندي د يهودانو هغه قانوني حمايت چي د یهودانو خلاف کرکه، تعصب، سپکاوى، توهین؛ یا تاوتریخوالى د مجازات وړ جرم گڼل كېږي؛ که څوک د يهودو پر ضد څه ووايي نو مجازات کېږي؛ که څوک د Holocaust هولوکاست کیسه تر پوښتني لاندي راولي، نيوکه پرې وکړي، يا انکار ترې وکړي؛ نو مجازات او حتی بندي کېږي.
دا مرستي په داسي حال كي كېږي چي اكثر امريكايان ورسره موافق نه دي، نوى نسل دا مرستي او حمايتونه په كلكه غندي؛ فلسطينيان په حقه گڼي او له هغوى سره خوا خوږي ښيي، په اكثرو ايالتونو كي د فلسطينيانو په حمايت او د تل ابيب د جناياتو د غندني لپاره ستر ستر؛ حتى مليوني تظاهرات ترسره شول؛ په كانگريس كي كه يوه اړخ ته داسي بد ضمير او وحشت خوښوونكي سناتوران شته چي وايي: پر غزه بايد اټمي بم وكارول شي، لينډسي گراهم (Lindsey Graham)؛ د امریکا د جنوبي کارولینا ایالت جمهورپال (Republican) سناتور؛ له فاكس نيوز (Fox News) سره په مرکې كي ويلي وو: «که اړتیا وي نو اسرائيل دي له اټومي وسلو هم کار واخلي، غزه باید له منځه یووړل شي.» دغه څرگندوني ئې د ۲۰۲۴ کال د مې په ۱۹مه په خپلي تلويزيوني مركې كي كړې وې. د دې پوښتني په ځواب كي چي که حماس مقاومت ته دوام ورکړي نو اسرائيل څه بايد وکړي؟ ده وويل: “که حماس جگړه ختمه نه کړي؛ نو اسرائيلو ته باید اجازه ورکړل شي چي جنگ د جاپان د ماډل له مخي پای ته ورسوي”؛ يعني همغسي لکه چي امریکا د جاپان پر ضد اټومي بمونه وکارول. د هغه اشاره د هیروشیما او ناگاساکي اټومي بریدونو ته وه، او هدف ئې دا وو چي اسرائيلو ته هم باید اجازه وركړى شي چي همدا ډول پرېکنده او مرگوني بریدونه وکړي؛ حتی که اټومي وسلې هم په کي وكارول شي.
دا مرکه له پراخ غبرگون سره مخ شوه؛ گڼو نړۍوالو فعالانو او سیاستوالو دا څرگندوني؛ نسلوژني ته مشروعيت ورکول وبلل؛ خو دى تر ننه پر خپل شرير او له رذالت ډك دریځ ولاړ دئ. فتوى ئې د افغانستان د اشغال په دوران كي د ايساف مفتيانو ته ورته ده چي ويل ئې: د طالبانو (مجاهدينو) بنديان بايد د كابل په څلور لارو كي زيندۍ او په دار وځړول شي؛ او د طالبانو هغو پوچ خولو او پټ مخو فيسبوكيانو ته ورته ده چي وايي: د امارت مخالفين باغيان دي او بايد ككرۍ او سينې ئې په مرميو سورۍ سورۍ شي!! دا درې واړه له يوه گنده ډنډ خړوبېږي او په سينو كي ئې د انسان زړه نه بلكي د ځناورو زړونه دي.
بل لوري ته د برني سندرز په څېر مستقل سناتوران شته چي هم د صهيونستانو جنايات غندي او هم د دوى له جناياتو د امريكا حمايت او له هغوى سره مالي او نظامي مرستي. دې پخواني سناتور په خپل ایکس پیغام کي ويلي: پر سناتورانو به فشار راولم چي په سنا کي د هغه پرېکړهلیک ملاتړ وکړي چي غواړي پر اسرائیل د ۶۷۵.۷ میلیون ډالرو وسلو پلورلو مخنیوی وشي؛ له هغوی به وغواړم چي دې پريكړه ليك ته مثبته رأى ورکړي. هغه وايي: اوس هغه وخت رارسېدلی چي کانگرس له اسرائیل سره د امريكا مالي مرستي بندي کړي؛ امریکا باید له هغه حکومت سره مرسته ونه کړي چي پر ماشومانو لوږه تپي. امریکا ولي د مالیه ورکوونکي ولس په سلگونو مليونه ډالر د نتنیاهو د نژادپال او افراطي حکومت په ملاتړ لگوي؛ نور بس ده؛ موږ نه شو کولی د مالیه ورکوونکو پیسې پر هغه حکومت ولگوو چي شاوخوا شپېته زره فلسطینیان ئې وژلي؛ ډېری ئې ښځي، ماشومان، زاړه او بوډاگان؛ تر ۱۴۳ زره زیات ئې ټپیان کړي. موږ نور نشو کولای له هغه رژیم ملاتړ ته دوام ورکړو چي د بشري مرستو د مخنیوي له لاري د غزې تراړه په یوه ستره لوږه اخته کوي او خلک په قصدي توگه وږي ساتي.
د امریکا نامتو ورځپاڼي «واشنگټن پوسټ» د هغو ۱۸۵۰۰ فلسطیني ماشومانو نوملړ خپور کړی چي د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومي نېټې تر اوسه د اسرائیلي بریدونو له امله په غزه کي وژل شوي؛ دغه نوملړ ئې په چاپي نسخه کي خپور کړی او بشپړ فهرست ئې د عکسونو او کیسو سره یوځای پر خپل وېبسایټ خپور کړی دئ.
دا بايد په پام كي ولرو چي واشنگټن پوسټ د معتدلي ليبرالي رسنۍ په نامه پېژندل کېږي چي د اسرائيلو ملاتړ کوي، خو ځيني وختونه نرم انتقادونه هم پرې کوي؛ که څه هم دا ورځپاڼه د فلسطيني مظلوم ولس د بشپړ ملاتړ ژبه نه کاروي، خو د انساني ناورين، ملکي تلفاتو او جگړو پر مهال نسبي توازن رامنځته کولو هڅه کوي؛ نو دا تبصره بايد يو نرم اعتراض تعبير كړو؛ نه د فاجعې د ټولو ابعادو بشپړ انعكاس.
په دغه فهرست کي د هغو ماشومانو دردناکي کیسې هم بیان شوې چي د خپل زیږون د لومړي کال جشن ته نه دي رسېدلي؛ لکه «سند ابوالشاعر» چي یوازي ۷۰ ورځنی وو او ووژل شو او د هغه ۵ کلن «طارق» د وژل كېدو قصه هم چي د ډاکټر کېدو هیله ئې لرله.
د راپور له مخي؛ تر ۹۰۰ زیات داسي ماشومان وژل شوي چي عمر ئې تر یوه كال كم وو. په نوملړ کي د «هند رجب» په نامه د یوې ۵ کلني نجلۍ او د هغې د ۱۵ کلني ترور زۍ «لیان حماده» نومونه هم راغلي چي د دوی د وژني تفصیلي او دردناکي کیسې په کي بیان شوې دي.
واشنگټن پوسټ لیکلي: دا نومونه چي تر دې ځایه ثبت شوي؛ د هغو ټولو ماشومانو تر یوې سلني کمه برخه ده چي د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اومي تر اوسه وژل شوي.
د اسرائيلي اشغالگرو له خوا د غزې پر تراړه د ترسره شوو بریدونو له امله د شهیدانو شمېر ۶۰ زره او ۲۳۹ تنو ته او د ټپیانو شمېر ۱۴۶۸۹۴ ته رسېدلی دئ. د غزې د روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کي ويلي: یوازي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي ۶۲۵ تنه ټپیان او د ۱۰۱ نورو شهیدانو جسدونه روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د ناصر روغتون مشر، عاطف الحوت، د روغتیا وزارت له خوا په خپره شوې ویدیو کي ويلي: هره ورځ لږ تر لږه ۱۰۰ ملکي کسان چي د بشري مرستو د ترلاسه کولو پر مهال د اسرائیلي فوځ له خوا په نښه کېږي، روغتون ته انتقالېږي.
له دې اټكل كولى شئ چي په غزه كي څومره ستره او دردناكه فاجعه روانه ده؛ دا هر څه د امريكا په مالي او نظامي مرسته او مستقيم حضور ترسره كېږي او دا په داسي حال كي چي امريكا؛ بشري حقوقو ته د درناوي شعارونه وركوي، انساني برابري او عدالت ته د ژمنتيا ادعاء كوي، په سيكولرزم (غير مذهبي حكومت) تأكيد كوي؛ خو په عمل كي د داسي صهيونستانو نژادپال، د مظلومو فلسطينيانو په نسل وژني مصروف، د كركجنو قومي او مذهبي تعصباتو پر بنسټ ولاړ رژيم؛ سياسي، مالي او نظامي مرسته كوي؛ په دې دوه مخي سياست او د جنايتكارانو حمايت كي نه يوازي د امريكا او ټولي نړۍ هيڅ شريف انسان د سپيني ماڼۍ د سياستونو مرسته نه كوي بلكي په كلكه ئې غندي؛ په واشنگټن كي د سپيني ماڼۍ مخي ته او د امريكا ډېرو نورو ښارونو او ايالتونو او د نړۍ په لويو ښارونو كي سترو سترو مظاهرو او په ترڅ كي ئې د امريكا د جمهور رئيس د عكسونو سوزولو وښوده چي د امريكا صهيونست پاله تگلاره د نړۍ د ټولو عدالت غوښتونكو له لوري محكومه او مردوده ده.
امريكا ولي صهيونست پاله تگلاره غوره كړې؟
يهودان په امريكا كي شتمن شوي، ځواكمني رسنۍ ئې په خدمت كي دي، قوي او فعاله لابي ئې تر شا ده، د هغو ډلو او څېرو انتخاباتي کمپاینونه تمویلوي چي د بريا په صورت كي په حكومت او كانگريس كي د دوى مرسته او حمايت كوي. د قومي مذهبي جوړښت له كبله د دوى ټولنه د متحده ايالاتو تر بلې هري ټولني زياته متحده ده، په امريكا كي فكري، قومي او مذهبي جوړښتونه نه شته، په مسيحيت كي دا ظرفيت نه دئ پاته چي پر مذهبي او فكري بنسټ متحده او اغېزمنه ډله رامنځته كړي؛ مسيحيت او كليسا نه د خلكو په فردي او اجتماعي ژوند كي حضور او اغېز لري؛ نه د حلال او حرام، جائز او ناجائز، ښه او بد ترمنځ د كرښو ترسيم كي څه ونډه لري؛ نه دا وړتيا چي د حكومت داخلي او بهرني سياستونه توجيه كړي او تر خپل اغېز لاندي ئې تنظيم او مديريت كړي؛ كه په كوم ايالت كي څو مشهوري كليساوي؛ د يكشنبې په ورځ؛ څو عمر خوړلي؛ د څو دقيقو لپاره يوې تكراري ډله ايزي دعاء ته راغونډ كړى شي؛ دا به هم نادر او فوق العاده كار وي؛ د نويو كليساوو جوړېدو لړۍ كلونه دمخه بنده شوې او زړې يا تشي پاته دي او يا ځيني په جوماتونو بدلېږي او ځيني د نورو اغراضو لپاره كارول كېږي؛ همدا سبب دئ چي د يهودانو 6 مليوني ټولني د امريكا 333 مليوني ټولني مهار داسي په لاس كي نيولى چي سپيني ماڼۍ ته به هغه نوماند درومي چي يهودان او د دوى رسنۍ او لابي ئې حمايت كړي؛ جمهور رئيس او كانگريس؛ د تل ابيب له سفاك، جاني صهيونستي رژيم سره هر كال په ملياردونو ډالر مرسته كوي؛ د غزې مظلوم ولس په خلاف د دې رژيم له ټولو وحشيانه او غير انساني جناياتو ملاتړ کوي، په داسي حال كي چي د اسرائيل دولت، نظام او ملت پر قومي او مذهبي تعصب او نژاد پالني ولاړ دئ؛ صهيونستي نژاد پال خوځښت پر همدې بنسټ جوړ شوى چي د يهودانو لوى دولت به له فرات تر نيل پوري جوړوي؛ دا مفکوره د صهيونيزم په ايديولوژيکي متونو، مذهبي آثارو او حتي د اسرائيل په پخوانيو رسمي شعارونو کي څرگنده شوې. دا د صهيونستانو شعار دئ (هغه خاوره چي الله بنياسرائيلو ته ورکړې؛ (په عراق کي) د فرات له سيند د (مصر تر) نيل سيند پوري خوره ده)؛ بايبل تر دې عنوان لاندي (له ابرام (ابراهيم) سره د خداى ژمنه) په پنځمي فقرې كي ليكي: خداى په شپه كي ابرام له خپله كوره بهر راوغوښت او هغه ته ئې وويل: د آسمان ستورو ته نظر وكړہ آيا كولى شې وئې شمېرې؟ ستا نسل به هم دې ته ورته بې شمېره وي!! دلته نو ابرام پر خداى اعتماد وكړ او د همدې لپاره خداى ترې راضي شو او دى ئې قبول كړ، خداى ابرام ته وويل: زه همغه خداى يم چي ته مي له اوركلدانيان د دې لپاره راوايستې چي دغه سيمه تا ته دركړم، … او بيا دا سيمه ورته ښيي چي له فرات تر نيل پوري خوره ده.
بايبل دلته او په گڼ شمېر نورو ځايونو كي د دې هڅه كوي چي ثابته كړي د بني اسرائيلو خداى د مصر له نيل د فرات تر سيند پوري دا ټوله سيمه دوى ته وركړې، دلته وايي چي له ابراهيم عليه السلام سره خداى ژمنه وكړہ چي د ده نسل به د ستورو تر شمېر هم زيات كړي او دا سيمه به د ده اولاد ته وسپاري!! دا د آسمان تر ستورو او د زمكي تر شگو د بني اسرائيلو د نسل د زياتېدو مبالغه د بايبل په څو ځايونو كي مخي ته راځي، د بايبل ليكوال په دې نه پوهېدو چي د بني اسرائيلو ټول شمېر (د يعقوب عليه السلام له پيدايښته تر قيامته پوري) به دومره هم نه شي لكه د آسمان د يوې وړې برخي د ستورو شمېر، كه تاسو د بايبل دا خبره هغه چا ته وكړئ چي د ستورو په اړہ معلومات لري او تحقيق كوي او په دې پوهېږي چي په آسمان كي څومره ستور ليكي او په هر ستور ليكي كي څومره ستوري دي، هغه به درته ووايي چي د انسان له پيدايښته تر نن پوري د ټولو انسانانو شمېر د يوه ستور ليكي د ټولو ستورو د يوې وړې برخي په اندازه هم نه دئ او په آسمان كي نژدې دوه ټريليون (2000 مليارده) ستور ليكي دي!! او په هر ستور ليكي كي تر سل مليارد زيات ستوري؛ آيا ممكنه ده عليم خداى داسي له مبالغې ډكي او د حقيقت خلاف خبره وكړي او ووايي چي د ابراهيم عليه السلام د اولاد شمېر به د آسمان تر ستورو او د زمكي تر شگو هم زيات شي، داسي خبره خو يوازي يو بې باك شاعر كولى شي نه يو عالم او محقق انسان!!
د قرآن په هيڅ ځاى كي به د بايبل دغي غلطي وينا ته ورته كوم مطلب ونه گورئ، په ټول قرآن كي به نه هيڅ داسي څه ومومئ چي د علم، عقل او عدالت خلاف وي؛ او نه داسي څه چي صراحتاً يا اشارتاً د قومي تبعيض او نژادي توپير د دفاع او تأييد شائبه ترې معلومه شي؛ نه به دا ومومئ چي الله تعالى فرمايلي: له عربانو او يا د عربو له كومي خاصي قبيلې سره ژمنه كوم چي فلانۍ سيمه به دوى ته سپارم، دا به د دوى په نسل پوري تړلې وي، نور قومونه به په كي د ژوند كولو او مېشت كېدو حق نه لري، قرآن د بايبل دا وينا له بنسټه ردوي او فرمايي: د ټولو انسانانو نژاد يو دئ، له يوه مور پلار پيدا شوي، په رگونو كي ئې ورته وينه ده، هيڅ قوم پر بل هيڅ قومي او نژادي فضيلت نه لري؛ زمكه ټوله د خداى ده، د خپلو ټولو بندگانو لپاره ئې پيدا كړې او هغه چا ته به ئې په ميراث وركوي چي صالح وي، د ده ټول صالح بندگان؛ كه د هر قوم او قبيلې وي؛ د زمكي اصلي وارثان دي. لكه چي فرمايي:
وَلَقَدۡ كَتَبۡنَا فِي ٱلزَّبُورِ مِنۢ بَعۡدِ ٱلذِّكۡرِ أَنَّ ٱلۡأَرۡضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ ٱلصَّٰلِحُونَ ١٠٥ الانبياء
او يقيناً چي له تورات وروسته مو په زبور كي هم وليكل چي زمكه به زما صالح بندگان په ميراث وړي.
همدا راز فرمايي:
قَالَ مُوسَىٰ لِقَوۡمِهِ ٱسۡتَعِينُواْ بِٱللَّهِ وَٱصۡبِرُوٓاْۖ إِنَّ ٱلۡأَرۡضَ لِلَّهِ يُورِثُهَا مَن يَشَآءُ مِنۡ عِبَادِهِۦۖ وَٱلۡعَٰقِبَةُ لِلۡمُتَّقِينَ ١٢٨ الاعراف
موسى خپل قوم ته وويل: له الله مرسته وغواړئ او صبر وكړئ، زمكه خو له شكه پرته د الله ده، له خپلو بندگانو ئې چي چا ته غوښتي وي په ميراث ئې وركوي او نېكه پايله د پرهېزگارانو ده.
گورئ چي الله تعالى له كوم خاص قوم او قبيلې سره نه بلكي د نړۍ له ټولو صالحو بندگانو سره وعده كړې چي زمكه به دوى ته په ميراث وركوي، د بايبل او د قرآن د وينا ترمنځ هومره ژور توپير شته لكه د زمكي او آسمان ترمنځ، لكه د الله تعالى د كلام او د يوه متعصب انسان د كلام ترمنځ!! يو وايي چي زمكه د ټولو صالحانو گډ كور دئ او بل وايي چي خداى له فلان كس سره ژمنه كړې چي د زمكي دا پراخه برخه ستا نسل ته سپارم!! او د دې زمكي قباله په خوب كي وركړى شوې، ليكلى سند هم نه لري!! نن اسرائيليان په همدې خوب استناد كوي او نور قومونه له هغي سيمي شړي، كورونه ئې ورورانوي او بېرته ستنېدو ته ئې نه پرېږدي!!
قرآن د بايبل دا وينا رد كړې؛
وَإِذِ ٱبۡتَلَىٰٓ إِبۡرَٰهِـۧمَ رَبُّهُۥ بِكَلِمَٰتٖ فَأَتَمَّهُنَّۖ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامٗاۖ قَالَ وَمِن ذُرِّيَّتِيۖ قَالَ لَا يَنَالُ عَهۡدِي ٱلظَّٰلِمِينَ١٢٤ البقرة
او كله چي خپل رب ئې ابراهيم په څو خبرو وآزمويلو، چي ده ترسره كړې، وئې فرمايل: زه خو دې د خلكو لپاره د يوه امام او پيشوا جوړونكى يم، وئې ويل: او زما له اولاد هم، وئې فرمايل: زما ژمنه ظالمانو ته نه رسېږي.
ابراهيم عليه السلام له گڼ شمېر الهي آزموينو سره مخامخ شو، د پلار او قوم مخالفت، زندان ته تگ، په اور كي لوېدل، هجرت او وطن پرېښودل، د مكې په وېروونكې وچي بيديا كي هاجر او اسمعيل يوازي پرېښودل، د اسمعيل په ذبح كولو ئې گمارل، … هغه په ټولو دغو الهي آزموينو كي بريالى شو، د دې بريا بدله او جزاء دا وه چي د خلكو د امامت او مشرۍ مقام ئې په برخه شي، الله تعالى ورته وفرمايل چي اوس نو ته د خلكو د امامت وړ يې، دا مقام تا ته سپارم. تمنى ئې وكړه چي كاش د خلكو د لارښووني دا مقام د ده د اولاد هم په برخه شي! الله تعالى وفرمايل: زما په دې فرمان كي ظالمان نه دي شامل، ظالمان كه څه هم ستا زامن وي د دې جليل مقام وړ نه دي.
بني اسرائيل په دې غره وو چي د ابراهيم عليه السلام اولاد دي، گڼ شمېر پيغمبران په دوى كي مبعوث شوي، دوى د دغو پيغمبرانو ورثه دي، د خلكو امامت او زعامت د دوى حق دئ، دوى د جنت لپاره او جنت د دوى لپاره پيدا شوى،… دلته د دوى د دې غلطو او بې بنسټه تصوراتو د نفي لپاره ويل شوي چي له ابراهيم عليه السلام سره د الله تعالى په هغي وعدې كي چي د خلكو امامت به د ده اولاد ته سپاري، ظالمان نه دي شامل، تاسو د ابراهيم عليه السلام له طريقې عدول كړى، ستاسو ظلم او شرك تاسو د هغه له وراثت او امت ايستلي ياست، د الله په وړاندي د خپلوۍ اړيكي، قومي او نسلي تعلقات هيڅ ارزښت نه لري، په دې اساس د خلكو په اړه فيصله نه كوي، ټول ئې له يوې مادې او له يوې جوړې پيدا كړي، له بندگانو سره د الله معامله د دوى د ايمان او عمل له مخي وي؛ نه د جاه او نسب له مخي.
قرآن مسلمانان داسي وروزل چي د حق د غلبې او د مظلومانو د ژغورلو لپاره ملا وتړي، د هغو بې وزلو او تر ظلم لاندي انسانانو استغاثې ته ځواب ووايي چي د يوه ژغورونكي راتلو ته سترگي په لار ول، د الله تعالى په وړاندي ئې د دعاء لاسونه اوچت كړي ول او ويل ئې: اې زموږ ربه! ته مو له ظالمانو وژغورې، له دې هېواده چي واكمنان ئې ظالمان دي كومي بلي سيمي ته د وتلو لار راته پرانيزې، داسي څوك راپيدا كړہ چي موږ ته د دوستۍ او مرستي لاس رااوږد كړي!!
وَمَا لَكُمۡ لَا تُقَٰتِلُونَ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱلۡمُسۡتَضۡعَفِينَ مِنَ ٱلرِّجَالِ وَٱلنِّسَآءِ وَٱلۡوِلۡدَٰنِ ٱلَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَآ أَخۡرِجۡنَا مِنۡ هَٰذِهِ ٱلۡقَرۡيَةِ ٱلظَّالِمِ أَهۡلُهَا وَٱجۡعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيّٗا وَٱجۡعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرًا٧٥ النساء
او پر تاسو څه شوي چي د الله په لار كي او د هغو بې وزلو سړيو، ښځو او ماشومانو د ژغورني لپاره نه جنگېږئ چي وايي: اې زموږ ربه! له دې كلي چي اهل ئې ظالمان دي موږ وباسه او له خپلي خوا راته كوم پالونكى وټاكه او له خپل لوري راته كوم ملاتړ وټاكه؟!
دا مبارك آيت په ډېرو قاطع او واضح الفاظو وايي چي د الله په لار كي وسله وال جهاد او د مظلومانو د ژغورني لپاره له ظالمانو سره جنگېدل يوه داسي الهي فريضه ده چي پرېښودل ئې په هيڅ دليل او هيڅ بهانه نه شي توجيه كېدى، كله چي مسلمانان داسي يوې مرحلې ته ورسېږي چي وسلې ته لاس كول او د دښمن په خلاف جنگېدل ضروري وگڼل شي، نو دا كار پرې فرض دئ او پرېښودل ئې د يوې الهي فريضې پرېښودل دي او الله تعالى د داسي جهاد له تاركينو هيڅ دليل او بهانه نه مني.
الله تعالى مسلمانانو ته دا شرف ورپه برخه كړ چي د مظلومانو ملگرتيا وكړي، تر هند او چين پوري، تر هسپانيا او مراكش پوري پلي او په اوښانو سواره ولاړل، د نړۍ په گوټ گوټ كي ئې د ظالمانو واكمني پاى ته ورسوله او مظلومان ئې آزاد كړل، خو هلته ئې اقتدار صالح انسانانو ته وسپارو، د دوى فتوحات د يوه قوم او قبيلې فتوحات نه ول، يو توكم ئې پر بل توكم نه دئ مسلط كړى، دا ځكه چي قرآن ورته ويلي وو: دا زمكه د ټولو صالح بندگانو گډ كور دئ!!
گورئ چي د بايبل ليكونكى اسرائيليان د نورو قومونو په ضد څه څه كولو ته هڅوي، ورته وايي: دوى ووژنئ، له خپل ملك ئې وشړئ، هيڅوك ئې مه پرېږدئ چي ستاسو په منځ كي ژوند وكړي، خداى د فرات تر سيند پوري دا ټوله پراخه زمكه تاسو ته غوره كړې، قباله ئې د خداى له لوري تاسو ته دركړى شوې، له دې سيمي د نورو اوسېدونكو په ايستلو كي خداى ستاسو مرسته كوي!!
په كار دا ده چي بايبل او د يهودانو ټول مذهبي كتابونه په ژوره توگه تنقيح شي او د عدل، عقل او علم خلاف ټول مطالب ترې حذف شي، په هر هېواد كي د يهودانو او هري بلي قومي- مذهبي ډلي؛ شتون په دې پوري مشروط شي چي خپل غلط او نژادپال باورونه تصحيح كړي او له خپلو مذهبي كتابونو هغه مطالب حذف كړي چي د انسانانو ترمنځ نژادي تعصبات پاروي، نژادي تصفيو ته بلنه وركوي او د نژاد پر بنسټ هېواد جوړولو تأكيد كوي. كه غواړو نړۍ له خونړيو قومي- مذهبي جگړو وژغورل شي نو بايد صهيونستان او د دوى په څېر متعصبي قومي- مذهبي ډلي غير مجاز وگنل شي.
نوربیا …



