تاریخیسلایدرسیاسیمطالب مهمنوشته ها

پټې توطئې بربنډې څېرې – ۲۷مه برخه

د روسانو له وتو د ائتلافي حکومت تر نسکوريدو

 

له كابل تر وتلو وروسته

 

د کتاب نوم: پټې توطئې بربنډې څېرې

لیکوال: محترم انجنیر حکمتیار، د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر

برخه: ۲۷


 

كه څه هم زموږ ځواكونه، پدې طمع له كابل نه ووتل چي پدې ترتيب به جگړہ متوقف شي، خو داسي ونشول، زموږ په مركزونو د ائتلافي جبهې حملې په مسلسل ډول رواني وي، حملې د كمونست رژيم نه پاتې قطعاتو كولى خو له اسلامي دولت نه د دفاع تر نامه لاندي!! موږ مجاهدينو ته د صبر او زغم توصيه كوله، پدې مرحلې كي موږ ته د صبر او انتظار سياست له هره پلوه غوره او گټور وو، جگړہ د كمونستانو په گټه وه، دا ځكه چي پدې ترتيب خلكو ته حقايق ښه څرگندېدل او په وضعيت د پوهېدو ښه فرصت په لاس ورتلو، مخصوصاً هغو مجاهدينو ته چي كابل ته داخلېدل او په خپلو سترگو ئې ليدل چي د كابل واك په بشپړہ توگه د كمونستانو په لاس كي دى او په ائتلاف كي شامل شوي مجاهد ډوله، په حقيقت كي د څو ورځو لپاره د كمونستانو مېلمانه دي، امنيت ئې د هغوى په لاس كي دى، حتى د دوى مشران، د كمونستو جنرالانو له كارت نه پرته د كابل په ښار كي تگ راتگ نشي كولي. راډيو او تلويزيون د هغوى په واك كي، د ارگ په دروازو كي هغوى ولاړ دي، هوايي ډگر دوى اداره كوي، د ښار د منځ او ښار ته د ورتلو راتلو لويو لارو امنيتي پوستې ټولي د كمونستانو په لاس كي! خو له جگړي نه زموږ ځان ساتنه او اجتناب كافي نه وو، كمونستو جنرالانو ته وظيفه وركړى شوې وه چي حتماً د جگړي اور بل كړي، له يوې خوا حزب وحدت او اتحاد په جگړہ اخته كړي او له بلي خوا، له اسلامي دولت نه د دفاع ترنامه لاندي د دولت ځواكونه د اتحاد او وحدت په شمول د حزب په خلاف وجنگوي.

پدې مرحلې كي د ائتلافي جبهې شعارونه، چي كله به جنرال مجيد روزى او كله مسعود او د ده نورو انډيوالانو تكرارول دا وو: حزب اسلامي به تر سپيني شگي زغلوو، پښتنو دوه نيم سوه كاله حكومت كړي، نه پرېږدو چي بيا په افغانستان حكومت وكړي.

زموږ شعار دا وو: موږ له جمعيت سره هيڅ جگړہ نلرو، كه جمعيت له كمونستانونه رابېل شي، له كمونست رژيم نه پاتې قطعات منحل كړي او د دولت له حساسو مناصبو نه كمونستان لېري كړي، موږ د مؤقتي مرحلې حكومت په كامله توگه دوى ته سپارو.

موږ مجاهدينو ته ويل: دكمونستانو هڅونكو بريدونو او حملو ته عكس العمل مه ښيي، صبر وكړي، د مخامخ جگړي په ځاى بايد هغه كمونست جنرالان ستاسو د حملو هدف وي چي دا جگړہ ئې پيل كړې او واگي ئې سل په سلو كي د دوى په لاس كي دي. د دغو جنرالانو په خلاف، ښه ډېر كارونه تر سره شول، ځيني ئې په قتل ورسېدل، ځيني د انفجاراتو په ترڅ كي ټپيان شول، په ځينو نورو يو په بل پسې گڼ شمېر حملې وشوې او له وېرى د هېواد پرېښودو ته اړ شول، جنرال آصف دلاور د همدغي ډلي په جملې كي وو، چي د كور مخي ته، د دفتر اوكور ترمنځ او په دفتر كي ئې ورته انفجارات وشول.

نور بیا…

 

خپرندویه اداره: نهضت

www.nuhzat.com

موضوعات مشابه

جواب دهید

Back to top button