تاریخیسلایدرسیاسیمطالب مهمنوشته ها

پټې توطئې بربنډې څېرې – ۲۷مه برخه

د روسانو له وتو د ائتلافي حکومت تر نسکوريدو

 

د گاونډيو دريځ

 

د کتاب نوم: پټې توطئې بربنډې څېرې

لیکوال: محترم انجنیر حکمتیار، د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر

برخه: ۲۷


 

په پاكستان كي د افغانستان په اړہ څو نظره وو:

ځينو په كابل كي د مجاهدينو يو قوي حكومت، هم له سياسي پلوه او هم له اقتصادي پلوه گټور گڼلو، د مركزي آسيا نووو بازارونو ته لار موندل او له هند سره په شخړہ كي له خپلي شانه مطمئن كېدل ئې په كابل كي له يوه قوي مركزي حكومت سره مرتبط گڼل.

ځينو حلقو دا رأيه درلوده چي بايد په كابل كي دولتي قدرت يوه ضعيف غيرپښتون مشر ته وسپارلى شي، يو پياوړى پښتون مشر دوي ته د پښتونستان مسئله راولاړولى شي.

ځيني بيا داسي دي چي مستقل ملي نظر نلري، په ټولو كورنيو او بهرنيو قضاياوو كي د امريكا نظر مقدس، محترم او واجب التعميل گڼى او د امريكا له پرېكړي نه د مخالفت تصورهم نشي كولي، دغي حلقې هم پدې خاطر د ائتلاف ملاتړ كولو چي امريكا همدا خوښوى او هم پدې خاطر چي گمان ئې كولو پدې سره د هغو كمونستانو خواخوږي جلبولى شي چي د شوروي اتحاد له زواله وروسته، د بلي پناگاه په لټه كي دي.

په ايران كي يوه حلقه داسي وه چي په كابل كي ئې يو قوي اسلامي حكومت د دې لپاره د ايران په گټه گڼلو چي پدې سره به د ايران مټ پياوړى شي، افغانستان به د امريكا په اډې نه بدلېږي او له ختيځ لوري به ايران ته هيڅكله گواښ نه متوجه كېږي، دوى د افغانستان قضيې ته د مذهبي او ملي تعصب په ځاى د اسلامي زاويې نه كتل.

خو په ايران كي يوه حلقه داسي وه چي په كابل كي ئې يو قوي مركزي حكومت، هغه هم د سنيانو او پښتنو تر قيادت لاندي، د ايران د ملي گټو لپاره مفيد نه گڼلو، دې ته ئې ترجيح وركوله چي شيعه، تاجك او نوري پرگنې د پښتنو په خلاف متحد شي او پدې سره يا هغوى ته په واكمني كي په زړہ پوري برخه په لاس ورشي او يا لږ ترلږہ د يوه ځواكمن حكومت د جوړېدو مخنيوى وشي، د غى ډلي په افغانستان كي د ملي اومذهبي تعصب په اساس، حتى د هغو ډلو ملاتړ كولو چي په غرب پوري كاملاً تړلې دي او تل ئې د امريكا د خوشحالولو لپاره ايران ته بد او رد ويلي!

همدا راز د خليج په جگړي كي د حزب دريځ چي هم ئې پدې منطقې كي د امريكايي فوځونو ځاى په ځاى كېدل محكومول او هم ئې په عراق حمله غندله له يوې خوا ايران او له بله پلوه سعودى عربستان خوابدى كړي وو.

ډہلي ته داسي راپورونه وركړي شوي وو چي گواكي، اكثر كشمېرى مجاهدين د حزب له خوا روزل شوي، په كابل كي د حزب اسلامي واكمني او يا په حكومت كي فعاله او مؤثره ونډہ، ډہلي ته داسي برېښېده چي پدې سره به په منطقې كي انډول د ډہلي په ضرر تغيير مومي، پدې سربيره په ائتلاف كي د كمونستانو برخه او په ډہلي كي د كمونست حزب د زيات شمېر غړو اوسېدل، د ډہلي واكداران دې ته هڅول چي د كابل له ائتلافي ادارې سره پوره خواخوږي ولري.

ځيني ښايي داسي گمان وكړي چي دا د حزب اسلامي د ناكام بهرني سياست نتيجه وه چي ندى توانېدلى د گاونډيو يا د منطقې له هېوادونو څخه د كوم يوه ملاتړ ترلاسه كړي، خو هغوى ښايي دې ته متوجه نه وي چي دا د ټولو هغو سياسي احزابو گډ مسير دى چي د خپلواكۍ لار ئې غوره كړې، د خپل هېواد په استقلال او د خپل ولس په آزادۍ او سرلوړۍ باور لري او نه غواړي چي د نورو دگټو لپاره د ده ولس قرباني شي. د دې ذهنيت له خاوندانو نه تپوس كوم چي: زموږ په وړاندي له پرتو دريو لارو څخه د كومي يوې غوره كول، گټور اود اسلامي اصولو مطابق وو:

له امريكايي كمپ سره ملگرتيا، چي د ظاهرشاه له مسلط كولو نه پرته په بل شي نه راضى كېدل.

د هغه كمپ ملگرتيا چي د مسكو تر مشرتابه لاندي جوړ شوى او له كمونستانو سره د ائتلافي حكومت غوښتونكى وو.

خپلواكه او مستقل پاتې كېدل اود خپلواكه پاتې كېدو كړاوونه گالل.

ښايي د سطحى رأيي خاوندان داسي وگڼى چي دوې لومړنۍ لاري، قدرت ته د رسېدو لنډي او آسانه لاري دي، خو د افغانستان د پېښو بهير ثابته كړہ چي دا يو غلط او خطا تصور دى، چا چي دا لار غوره كړي د نورو دگټو لپاره قرباني شوي او په پاى كي له رسوايي او ندامت نه پرته بل څه په لاس ندي ورغلي.

زه له زړہ نه پدې خبري باور لرم چي وروستۍ فتح به د هغه چا په برخه وي چي دريمه لار ئې غوره كړي. چي نتائج هرڅه وي موږ په همدې دريمي لاري د تلو كلك او پوخ عزم كړي. موږ سل ځله د اسلام د حاكميت او د اسلامي امت د سر لوړى لپاره قرباني كېدو ته چمتو يو، هر څه منلى او زغملى شو، خو له الله نه پرته بل بادار او آقا ته سر نشو ټيټولي، له هر چا سره د خپلي عقيدى په چوكات كي پتمنه ملگرتيا كولى شو، خو د هيچا غلامي نه منو.

نور بیا…

 

خپرندویه اداره: نهضت

www.nuhzat.com

موضوعات مشابه

جواب دهید

Back to top button