
عمر خوړلی شېخ؛ د حق او باطل تصادم
مستیار
د اسلامي امت په تاريخ کښي تل دا حقیقت په زرینو کرښو ثبت شوی چي حق او حقیقت له تحلیلي، فکري او منطقي ځواک څخه برخمن وي؛ په داسي حال کښي چي باطل او احساساتي بهیرونه کله چي د څرګند استدلال او شرعي منطق په وړاندي عاجز شي، نو د کښنځلو، تورونو او کرکي خپرولو لاره غوره کړي.
څو ورځې وړاندي د حزب اسلامي افغانستان قدرمن مشر محترم حکمتیار د خپلو متعهدینو او مجاهدینو سره د یوه مجازي کنفرانس (زوم ناستي) له لاري د هیواد او سیمي په کچه یوه مهمه، تحلیلي او بنسټیزه وینا درلوده، په دې وینا کښي د هېواد پر اوسني بحراني وضعیت، د واک پر انحصار، د خلکو پر حقوقو او د نظام پر سیاسي انحرافاتو ژور او رغنده بحث وشو؛ په صراحت سره وویل شول چي د اوسني حاکم نظام تګلاره دوام نشي کولای او په هېواد کښي تغییر حتمی او نږدې دئ، مګر له بده مرغه، د دې پر ځای چي د دغه علمي او فکري بحث په غبرګون کښي معقول ځواب او منطقي نقد وړاندي شوی وای، په ټولنیزو رسنیو کښي د « اسلامي امارت » فېسبوکیانو او تر څنګ ئې بې دینه سکولرانو او جنایتکارو کمونستانو ټولو په یو ږغ توند طوفان جوړ کړ او یوه متحده جبه ئې د حزب اسلامي او محترم حکمتیار په خلاف پرانسته .
۱. د اخلاقو او ایماني موازینو تر پښو لاندي کول
په ټولنیزو شبکو کښي یو شمېر کښنځلمارو او احساساتي کسانو د عدل، انصاف او اسلامي اخلاقو ټولي پولي تر پښو لاندي کړې، دوی هر وچ او لانده وژول، د بې بنسټه تورونو، توهین او اهانتونو لړۍ یې لا جاري ساتلې.
تر ټولو د درد او عبرت ځای دا دئ چي دغو کسانو د داسي یو عمر خوړلي شېخ پر وړاندي — چي ټول عمر ئې د جهاد، مبارزې او فکر په سنګرونو کښي تېر کړی — داسي غیر اخلاقي، سپکه او بې مروته ژبه وکارول چي د کمونستانو او سکولرانو له تور او تېر تاریخ څخه هم وړاندي ولاړل،دوی نه دا وکتل چي ایماني موازنات څه دي؟ نه ئې دا فکر وکړ چي د یو مؤمن مسلمان قلم او ژبه د بل مسلمان د عزت او ابرو پر وړاندي څه مسؤلیت لري؟ او نه ئې د اسلام د مبارک دین هغه زرین اصول په یاد ساتلي چي د حق د اثبات لپاره یوازي علم، ادب او انصاف ته ترجیح ورکوي.
۲. د شخصي ترور (Ad Hominem) علت
ولې دې وینا د تحلیلي ځواب پر ځای د احساساتي کسانو قهر او بې نظمي راوپاروله؟
د منطق او استدلال ماته: کله چي یو لوری په بحث او مناظره کښي د شرعي او سیاسي دلایلو وړتیا ونه لري، طبعاً د استدلال د ځپلو او له منځه وړلو لپاره د شخصي ترور لار خپلوي.
ترخه حقایق: د څو لسیزو د جهاد، مبارزې او سیاست د تجربو لرونکی مشر چي هر کله واقعیتونه را و سپړي،نو یقیناً چي د هغه خبري د ډیرو لپاره زهر خو له منطق او بصیرت ډکي وي.
فکري خلاء او پوچوالی: هغه تګلاره او طرز چي انحصار ئې پر زور، زر او بې اساسه شعارونو تکیه ولري، د حقیقت، تحلیل او نقد پر وړاندي د شګو د دېوال په څېر ژر نړیږي. د داسي بې اساسه، وچو او پوچو څېرو بېلګه د قرآن کریم په وينا کټ مټ داسي ده:
﴿وَإِذَا رَأَيْتَهُمْ تُعْجِبُكَ أَجْسَامُهُمْ ۖ وَإِن يَقُولُوا تَسْمَعْ لِقَوْلِهِمْ ۖ كَأَنَّهُمْ خُشُبٌ مُّسَنَّدَةٌ ۖ يَحْسَبُونَ كُلَّ صَيْحَةٍ عَلَيْهِمْ ۚ هُمُ الْعَدُوُّ فَاحْذَرْهُمْ ۚ قَاتَلَهُمُ اللَّهُ ۖ أَنَّىٰ يُؤْفَكُونَ﴾سورة المنافقون: ۴
دا مبارک آیت په خورا بلاغت سره د هغو ناپوه او منفي څېرو ظاهري پوچوالی انځوروي چي یوازي ظاهري هیبت، شعارونه او توندي خبري لري، مګر په داخل کښي له فکري روحیې او ایماني استدلال څخه تشي او کاواکه جوثې وي؛ له همدې امله له هر سم او حق نقد څخه په وېره او غوسه کښي لوېږي.
۳. د حزبي ورونو مسؤلیت
د اسلامي نهضت او د حق لاري مجاهدینو ته وایم : ددې شریرو او سپکو کړیو د تبلیغاتو په وړاندي اندېښمن نشئ،تاریخ دا شهادت او ګواهي ورکوي چي د حق هر داعي او مبارز د داسي زهرجنو او بې منطقه بریدونو هدف ګرځېدلی،په خلاف ئې سپک او پوچ تبلیغاتي کمپاینونه شوي دي،پدې حساسو شرائطو کښي زموږ مسؤلیت دا دئ:
اخلاقي ثبات ساتل« : د بدو ځواب په بدو ورنکړو او خپل قلم، ژبه او فکر له تحقیر او فحش څخه پاک وساتو.
علمي او فکري مبارزې ته دوام ورکړو: د مقابل لوري انحرافات او بې علمي د علم او بصیرت په رڼا کښي ټولني ته په ډاډه زړه افشا کړو.
هغه کسان چي د حق اواز له اورېدو عاجز دي او د اصلاح او بصیرت پر ځای په خیالي سرکښي او فتنې کښي غرق دي، د هغوی حالت او پایله د الله جل جلاله په دې سپېڅلي کلام کښي ډېر په څرګند ډول بیان شوې ده، څو د غرضي کړیو په ځواب او د حزبي ملګرو د بشپړ ډاډ او اطمینان لپاره د ډال په توګه پاته شي:
﴿اللَّهُ يَسْتَهْزِئُ بِهِمْ وَيَمُدُّهُمْ فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ﴾
سورة البقرة: ۱۵
ترجمه: «الله په دوی ملنډي وهي او دوی ته په خپله سرکښي او طغیان کښي مهلت ورکوي،تر څو لالهاند پاته شي.»
دا الهي وعده د حزبي اسلامي د متعهدو ملګرو لپاره یو ستر ډاډ او قلبي اطمینان دئ؛ هغه کسان چي نن د تعصب او غرض له کبله حقایق تر پښو لاندي کوي،د حق اورېدو ته غاړه نه ږدي، خپله د خپلو افعالو او سرکښي په لومه کښي ګیر دي، د دوی ناپوهي او اهانت به هیڅکله د حق ږغ چوپ نه کړای شي، بلکي د تاریخ رښتینی قضاوت به د هغو کسانو په ګټه اتمام مومي چي د ثبات، منطق، تقوا او اسلامي اخلاقو مسیر ئې مضبوط او کلک نیولی وي.
نهضت
www.nuhzat.com



