
د خوست فتحه
د کتاب نوم: پټې توطئې بربنډې څېرې
لیکوال: محترم انجنیر حکمتیار، د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر
برخه: ۲۰
د مجاهدينو په لاس د خوست فتحه، د رژيم لپاره دوهم سخت گوزار وو، خوست په څو لحاظه اهميت درلود:
الف: يو داسي سرحدي ښار وو چي د مجاهدينو لاس ته د هغه په ورتلو سره د جنوب ډېره پراخه ساحه د دولت له كنټرول نه ووته.
ب: د خوست جگړہ له رواني لحاظه په يوې داسي جگړي بدله شوې وه چي د كابل رژيم او ټولو پلويانو ئې خپل برخليك په هغې پوري تړلى گڼلو.
ج: د كمونست رژيم زيات شمېر مهم افسران او د گوند غړي په همدې ساحى پوري مربوط وو. په خپله نجيب، د ده د دفاع مخكنى او وروستنى وزير او… د همدې ولايت اوسېدونكي وو.
د خوست په سقوط سره د رژيم د ملا تير مات شو. كه مجاهدينو د جلال آباد په ځاى د روسانو له وتلو سره سم د خوست د نيولو هڅه كړې وى او همداسي د دوى په لاس فتحه شوى وي، نو د كابل رژيم به هيڅكله دومره دوام نه ووكړى.
كابل ته د كارمل راستنېدل
د 1370 كال د سرطان په مياشتي كي په ناڅاپي ډول، له مسكو نه افغانستان ته د ببرك كارمل د ستنېدو خبر خپور شو، ځينو دا گمان كولو چي ښايي مسكو پدې توانېدلى وى چي د نجيب او كارمل ترمنځ اختلاف ختم كړي او له حالاتو سره د مقابلې لپاره د دوى پلويان په يوه صف كي سره ودروي. ځينو نورو گمان كولو چي د سرطان د بيمارى په وجه، هغه له خپل ژوند نه مأيوسه شوى او د همدې لپاره هېواد ته راستون شوى. خو په حقيقت كي د ده د راستنېدو اصلي وجه دا وه چي:
د نجيب په خلاف په گوند كي مخالفت خپل اعظمي حد ته رسېدلى وو.
روسانو چي د 1986 كال د مي په مياشتي كي د كومي كودتا يا انقلاب نه پرته، فقط له مسكو نه په كابل كي د روسي قواوو عمومي قومندان ته د يوه سرى هدايت په نتيجه كي، كارمل له ارگ نه د تورو شيشو په موټر كي وايست او تر ډېرو ورځو، هيڅوك، حتى د مركزي كميټى غړي نه وو خبر چي ببرك چيرته دى!! او د ده په ځاى ئې نجيب د واكمنۍ په تخت كښېنولو او ارگ ته له داخلېدو نه وروسته ئې د مركزي كميټى غړي پدې خبركړل چي لدې وروسته، نجيب جمهور رئيس او د حزب منشي دى، وجه ئې دا وه چي مسكو گمان كولو ببرك كارمل پدې خاطر ناكام او د مقاومت له مقابلې نه عاجز دى چي د گوند او فوځ پښتانه غړي لده سره مرسته نكوي او د افغانستان ټولنيز جوړښت د دې اجازه نه وركوي چي د ده په شان كوم كس د هېواد جمهور رئيس وي، په كار ده نجيب راوړاندي كړو او پدې ترتيب د افغاني ټولني اكثريت قانع كړو، خو اوس ټول هغه گوندي غړي او د فوځ افسران، يا شړل شوي او يا بنديان شوي چي د دوى په خاطركارمل په نجيب بدل شوى وو.
د دولت، گوند او فوځ ټول حساس پستونه، په مركز او ولاياتو كي د ببرك د پلويانو په لاس كي وو، دوى غوښتل چي په مناسب وخت كي نجيب له صحنې لري او د گوند اصلي مشر راوړاندي كړي. دا د دوى ډېره مخكنۍ پرېكړہ وه.
نبي عظيمي د خپل كتاب په 158 مخ كي هغې ته داسي اشاره كوي: “ده (عبدالوكيل) وويل: زه غواړم چي د اردو د مسلحانه قيام په اړہ ستاسو او د 14 فرقې د ملگرو لخوا، ملگري ببرك كارمل ته اطلاع وركړم. څه فكركوې؟ آيا كولى شې هلته د خپلي فرقې استقلال اعلان كړې او زموږ له غوښتني سره سم د كابل په لور وخوځېږي؟ څو شېبې مي له ځان سره فكر وكړ دا ځكه چي د لومړى ځل لپاره مي په حزب كي د انشعاب او له خلقيانو سره د عدم روغي جوړي سندره اورېده، د هغي شېبې احساسات هيڅكله نشم هيرولى، خو چاره نه وه، يو تريخ حقيقت وو چي بايد قبول كړي مو وى… زموږ ترمنځ رمز او شفر وټاكل شو او پرېكړہ مو وكړہ چي د تلفون او يا قاصد په لاس بايد دا شفر ماته ورسېږي ترڅو خپل كار پيل كړم.”
د دوى پلان دا وو چي له اقدام نه د مخه بايد د ځينو ډلو او قومندانانو سره داسي خبري وكړي چي گواكي د دوى اقدام به د دغو ډلو په نفع وي او راتلونكى حكومت به د دوى په مشوره جوړوي، ترڅو د اقدام په وخت كي د دغو ډلو له خوا، نه يوازي مخالفت ونشي بلكي نتائجوته ئې هيلمند وي.
خو د هېواد سياسي او نظامي وضعيت او يو ېه بل پسې خاصي پېښي د دې باعث شوې چي د نجيب تر استعفى پوري، د مؤثر اقدام موقع ترلاسه نكړي، جنرال نبي عظيمي د خپل كتاب “اردو و سياست” په 565 مخ كي ليكي: “عبدالوكيل د خارجه چارو وزير د مخكنيو تماسونو نه وروسته په 27/1/1371 د داكتر نجيب “چى تر دې نېټې لا جمهور رئيس وو” په مشوره او اجازه پروان ته ولاړ او له مسعود سره ئې وليدل مسعود د ده دروند استقبال وكړ. پدې وخت كي د وكيل او د اجرائيه بيورو طرحه ورته او د رأيو په اتفاق داسي وه:
له مجاهدينو خاصتاً مسعود سره د ائتلافي حكومت تشكيلول. كه نور له ائتلافي حكومت سره موافق نه وو د گلبدين حكمتيار په خلاف گډہ جبهه جوړول او د كابل ښار له شا او خوا نه د هغه ايستل او د قدرت مساويانه وېش”
هغه په 566 مخ كي ليكي: “عبدالوكيل له تلويزيون سره د خپلي مركې له لاري وويل: ټول تنظيمونه حاضر دي چي د كابل له دولت سره ائتلاف وكړي او يو پراخ بنسټه ائتلافي دولت جوړ كړي، لدې كبله د ده په گمان د ملل متحد د پلان د تطبيق ضرورت نشته. هغه وويل: يوازي حكمتيار لاتراوسه له دولت سره د ائتلاف مخالف دى” هغه وروسته په همدې مخ كي ليكي: “مزدك، كاوياني او وكيل راتلونكې ته په اميدوارۍ سره كتل او مسعود ئې قهرمان گڼلو، ما پوښتنه وكړہ: څومره په مسعود اعتماد كولى شو؟ كاوياني او مزدك جواب راكړ: مسعود خپل رقيب حكمتيار ته د ماتې وركولو لپاره هر راز سازش او روغي جوړي ته تيار دى!! او پدې اړہ هيڅ تشويش ندى پكار!!”
په 630 مخ كي ليكي: پدې وخت كي يوازي لوى درستيز آصف دلاور وو چي د جگړو سوق او اداره ئې په لاس كي وه، نور د رباني او مسعود په شمول په كاريز مير او خيرخانې كي اوسېدل، ويل كېږي چي رباني په شپو ورځو د دكو په يوه تاكوي كي اوسېدو. شوراى نظار بې روحيې وه، يوازي د جنرال دوستم افرادو او سابقه نظامي قطعاتو اوچته روحيه درلوده او مقاومت ئې كولو. دلاور وايي: له حكمتيار سره د يوې پرېكندي جگړي لپاره عمليات پيل شول، حكمتيار مقاومت كولو او زموږ د قطعاتو مخكي تگ كم وو خو بلآخره د ده مقاومت مات شو او موږ برى ته نږدې شوو، د ده افرادو د لومړى خط مورچلى پرېښودى، حكمتيار خپله ماته احساس كړہ او بيا ئې د اوربند وړانديز وكړ، دلاور وويل: مجبور شوم له رباني سره وگورم او هغه ته ووايم چي عمليات بايد ادامه وكړي ترڅو حكمتيار تسليم شي خو رباني وويل: لوى درستيز صاحب! زه اختيار نلرم، د بهرنيو دوستانو تر فشار لاندي يم ! او پدې ترتيب يو ځل بيا حكمتيار روغ رمټ خلاص شو. دلاور وويل: كه يوه ورځ نور هم عملياتو ادامه كړي وى زموږ ځواكونو چهارآسياب نيولو او د كابل په شا او خوا كي جگړہ د تل لپاره پاى ته رسېدله”
نور بیا …
خپرندویه اداره: نهضت
www.nuhzat.com



