
ركود او د كودتا هڅه
د کتاب نوم: پټې توطئې بربنډې څېرې
لیکوال: محترم انجنیر حکمتیار، د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر
برخه: ۱۶
د جلال آباد د عملياتو ناكامي، د نجيب د حكومت دوام او له هغه سره د ځينو ډلو ټپلو اوربندونه، له خاد سره د ځينو تش په نامه نفوذى قومندانانو يوځاى كېدل، د رژيم له خوا د كابل گرديز لويه لار پرانستل، تر لوگر او ميدانشهر پوري د كابل د امنيتي كمربند پراخېدل، د سالنگ په لوى لاري د رژيم د اكمالاتي كاروانونو مصئون تگ راتگ، د مجاهدينو د مؤقت حكومت انحلال، په شمال كي د حزب اسلامي په خلاف د مسعود جگړي چي ورو ورو نورو سيمو ته خورېدي، د كابل رژيم په گټه او د مجاهدينو په خلاف د غربي آژانسونو شديد تبليغات، د پاكستان له خوا د مجاهدينو په مؤقت حكومت عدم اعتراف او… په يوه داسي خطرناك حالت او وروسته پداسي ركود منتج شو چي د ماتولو لپاره ئې يوه جدي ابتكار ته ضرورت وو. دا ابتكار بايد د تل په شان حزب اسلامي كړي وي، په بلي ډلي كي د دې توان او استعداد نه وو.
په فوځ كي د كاركولو، د ناراضى افسرانو له لاري رژيم ته له داخل نه د يوه سخت گوزار وركولو فيصله مو وكړہ، چي پدې سره يا رژيم رانسكور شي او يا لږ تر لږہ موجود ركود ختم شي.
له جنرال آصف شور سره چي په حربى ښوونځى كي زما همصنفى وو او د كمونستانو د اقتدار په دوران كي يوه موده په ننگرهار كي او څه موده په گرديز كي د دولت د قطعاتو قومندان وو، تماس ونيولى شو، كه څه هم پدې وخت كي دى په كورس (آ) كي استاد وو، خو د يوه با اعتباره افسر په حيث ئې په فوځ كي د كار كولو ښه چانس درلودو، هغه دې ته چمتو شو چي له خپل اعتبار نه په استفادى سره هغه افسران تنظيم كړي چي د روان وضعيت له دوام سره موافق نه وو او له بحران نه د هېواد د ايستلو په لټه كي وو.
دلته بايد دا خبره توضيح كړم چي ما له شپږم نه تر نهم پوري په حربى ښوونځى كي سبق ويلي، په شپږم اوم او اتم صنفونو كي زه اول نمره وم او آصف شور به كله دريم او كله دوهم نمره شو، خو له اتم نه نهم ته هغه اول نمره او زه دوهم نمره كامياب شوم، ما ته د دې ناڅاپي تبديلى وجه، حربى ښوونځى ته د آصف شور د تره راتگ برېښېدو او دا گمان مي وكړو چي په استادانو د هغه نفوذ باعث شو چي زما په اړہ بې انصافى وشي، په همدې خاطر ما د حربى ښوونځى د پرېښودو فيصله وكړہ، خو په حربى ښوونځى كي د درې كاله پاتې كېدو نتيجه دا وه چي اوس گڼ شمېر زما هم دوره افسران په فوځ كي د جنرالى رتبى ته رسېدلى وو او ما ته ئې د دې امكان راپه برخه كولو چي د دوى ترمنځ كار وكړي شم.
جنرال آصف شور له لنډي مودې نه وروسته ما ته د يوه تفصيلي ليك په ذريعه اطلاع راكړہ چي تر ډېره حده په خپل كار كي موفق شوي يو او زيات شمېر افسران مو ليدلي، اكثرو راسره موافقه كړي، په نورو كار روان دى. وروسته له څه مودې د ده كار داسي پړاو ته ورسېدو چي له مانه ئې د راډيويي او تلويزيوني وينا متن او كسټى وغوښتي، ما ليكلى متن ورولېږو، د وينا اساسي ټكي دا وو:
ملت ته د پخواني كړغيرن رژيم د نسكورېدو مباركي وايو.
د جگړي له شرنه د هېواد د ژغورني لپاره د افسرانو د دې عسكري اقدام نه پرته بله لار نه وه، موږ د اقتدار لاس ته راوړو لپاره نه بلكي د جگړي د پاى ته رسولو لپاره دا اقدام كړي.
موږ هغه افسران يو چي د خپل هېواد په استقلال او اسلامي هويت باور لرو او غواړو چي د ملت د خوښي منتخب اسلامي حكومت ته اقتدار انتقال شي.
د ټولو جهادي تنظيمونو مشرانو ته بلنه وركوو چي په يوه مؤقت بې طرفه حكومت او بيا د همدې حكومت تر نظارت لاندي په انتخاباتو توافق وكړي.
ځينو افسرانو دا نظر وړاندي كولو چي په كار ده د اقدام نه د مخه د ټولو يا ځينو مؤثرو تنظيمونو توافق تر لاسه شي. كه څه هم موږ ته معلومه وه چي تنظيمونه لدې كار سره په څو دلائلو توافق نكوي:
الف: ځيني له عبورى حكومت او انتخاباتو سره پدې خاطر مخالفت كوي چي نه يوازي لدې لاري قدرت ته د رسېدو كوم چانس نلري بلكي پدې كار سره له صحنې نه وځي.
ب: ځيني په بهرنيو قوتونو مخصوصاً غرب پوري هومره تړلي دي چي د هر هغه پلان او اقدام به حتماً مخالفت كوي چي د دغو ځواكونو له مداخلې او موافقې نه پرته تر سره كېږي.
له دې سره سره ما د تنظيمونو د مشرانو په يوې غونډي كي دا خبره په مجمل انداز كي وكړہ چي ځيني عسكري صاحب منصبان پدې نظر دي او موږ ته ئې احوالونه لېږلى چي كه ټول مشران له يوه مؤقت حكومت او انتخاباتو سره موافقه وكړي، دوى د نجيب راپرزولو ته تيار دي. عكس العمل هماغه وو چي موږ ئې اټكل كولو، پدغو مشرانو كي دوو كسانو د كابل رژيم ته اطلاع وركړہ چي پام كوي، حزب اسلامي د كومي كودتا پلان لري او موږ ته ئې په يوې غونډي كي دا او دا ويلي !! موږ فيصله وكړہ چي دا كار بايد په هر صورت كي تر سره شي. پدغه وخت كي، د نجيب او د ده د دفاع وزير، شهنواز تڼى ترمنځ اختلافات هومره تشديد شوي وو چي د روسانو سفير او گڼ شمېر لوړ رتبه هيئتونه د دوى په روغي جوړي موفق نشول.
شيوارډناډزي، د شوروي اتحاد د خارجه چارو وزير او ورنتسوف، په كابل كي د دوى ځواكمن سفير د نجيب ملاتړ كولو او په همدې خاطر مسكو پدې اختلافاتو كي د نجيب مرسته كوله، په خلقيانو مخصوصاً د امين په پلويانو شكمن وو، چي گواكي دوى د روسانو له گټو سره خاصه علاقه نلري او نشنلستي روحيه ورباندي غالبه ده ! تاسو ته به حتماً معلومه وي چي د كابل رژيم اصلي ځواك له خلقيانو نه جوړ شو ى وو، د خلق د گوند غړي اكثراً د پښتنو له غريبو او نيستمنو كورنيو څخه او د پرچم غړي اكثراً د تاجكو له شتمنو كورنيو څخه راولاړ شوي وو. په جگړي كي اصلي ونډہ د خلقيانو وه. خوپه واكمني كي د دوى برخه په جگړي كي د دوى د برخي په انډول نه وه.
آصف شور وتوانېدو چي لدې وضعيت نه پوره گټه اوچته كړي، د اوږدې جگړي نه د فوځ ستومانه كېدل، د جگړي د مستقبل په اړہ بې باوري، د افغاني فوځ له افسرانو سره د روسي مشاورينو له غروره ډك او سپكونكى چلند، دا هغه عوامل وو چي اكثر افسران مخصوصاً هغه افسران چي يا كمونستان نه وو يا له كمونيزم نه بيزاره شوي او غوښتل ئې د ملت غېږي ته راوگرځي، دې ته هڅول چي د دغسي يوه عسكري بدلون بلني ته مثبت ځواب ووايي.
جنرال آصف شور په خپلو وروستيو ليكونو كي ماته اطلاع راكړہ چي “د دفاع وزارت په قرارگاه او د شهنواز تڼى په ما حول كي مو كار ډېر مخكي تللى دى، قرارگاه او د ده دفتر، ټول زموږ په كنټرول كي دى، خو دى مو له جريان څخه ندى خبر كړى، د اقدام په وخت كي به د قوتونو د سوق او ادارې كار كاملاً زموږ په لاس كي وي”
دوى غوښتل چي خپل اقدام پداسي وخت كي پيل كړي چي د نجيب او تڼى ترمنځ شخړہ په مخامخ تصادم بدله شي، خو دا تصميم د دې باعث شو چي اقدام وځنډېږي او نجيب ته له خطر سره د مقابلې لپاره د تيارى كولو فرصت په لاس ورشي.
له نجيب سره د وزارت دفاع په مقابل كي د خاد مسلح ځواكونه او د هوايي قواوو په مقابل كي د مزار هوايي ځواكونه ملگري وو، نجيب خپل اقدام مخكي كړ، د خاد د پنځم رياست ځواكونو په واسطه ئې د وزارت دفاع قرارگاه محاصره كړہ، عملي تصادم پيل شو، جنرال آصف شور، د قوتونو د سوق او ادارې مهار په لاس كي واخيست، شهنواز تڼى د دې په ځاى چي په خپلي قرارگاه كي پاتې شي، د يوه جيپ په سورلۍ، ځان د بگرام هوايي ميدان ته ورسولو، د بگرام ميدان د نجيب له پلويانو نه تصفيه شوى او عملاً د مخالفو ځواكونو په لاس كي وو، په ارگ ئې مسلسل بمباري پيل كړہ، خو د بگرام هوايي ډگر له مزار شريف نه په پرله پسې توگه تر بمبارۍ لاندي ونيولى شو، پدې بمبارۍ كي د جنرال مصطفى لويه ونډہ وه، د بگرام هوايي ډگر فلج شو، د جنرال تڼى ارتباطات له خپلي قرارگاه سره قطع شول، غوښتل ئې د جنرال قادر اكا، د هوايي قواوو قومندان او ځينو نورو ملگرو سره د كوم هليكوپتر په ذريعه د مجاهدينو كومي جبهې ته پناه يوسي، خو وروسته، دى او ملگري ئې په يوه هليكوپتر او يوه ان ـ12 كي سواره شول او د پاكستان په لوري ئې حركت وكړ چي هليكوپتر په جمرود كي او ان 12 د پاره چنار په هوايي ډگر كي راكوز شوه.
جنرال آصف شور، جنرال كبيركارواني او جنرال جعفر سرتېر چي د اقدام لارښوونه ئې كوله، يو په ريشخور كي او نور د وزارت دفاع په قرارگاه كي د جگړي په جريان كي ووژلى شول او پدې ترتيب نجيب د خاد په مرسته په هغه اقدام كي بريالى شو.
موږ د تصادم له پيل سره سم، خپل ملاتړ اعلان كړ او له ټولو مجاهدينو نه مو وغوښتل چي د نجيب د حكومت د پرزولو لپاره لدې فرصت نه اعظمي استفاده وكړي او د هغوځواكونو مرسته وكړي چي د نجيب په خلاف راپورته شوي..
د تنظيمونو يو مشر له بى بى سي سره په خپلي يوې مركې كي نه يوازي د دې اقدام مخالفت وكړ بلكي وئې ويل: ان شاء الله د نجيب ځواكونه د برلاسي په حالت كي دي!!
كه څه هم نجيب لدې خطرناكي پېښي نه روغ رمټ ووتو او په ظاهر كي ئې بريا په برخه شوه، خو په حقيقت كي د ده د زوال ستر عامل همدا اقدام وو. د فوځ زيات شمېر افسران وتښتېدل، په سلگونو بنديان شول، ډېر ووژلى شول، په فوځ او وطن گوند كي بې باورى انتهاء ته ورسېده، د رژيم اعتبار په داخل او خارج كي سخته جټكه وخوړله، ركود مات شو، د مجاهدينو ضعيفه روحيه لوړہ او مړاوى هيلي ئې راژوندۍ شوي. خو د پاكستان ISI نه غوښتل دا اقدام كامياب شي، ښايي د نوموړى ادارې د مخالفت دوه اساسي وجهى په گوته كړي شو:
د اقدام په اړہ مخكنى راپور نه درلودل او په ناڅاپي ډول له يوې ستري پېښي سره مخامخ كېدل، دې كار د پاكستان د لوړو مقاماتو په وړاندي، د دې ادارې د هغه وخت د مسئولينو بې كفايتي په گوته كوله، نو ځكه ئې له موږ نه د غچ اخستلو په خاطر د دې اقدام د ناكامولو هڅه وكړہ.
دوى او امريكائيان په گډہ دې نتيجې ته رسېدلى وو چي پدې ترتيب او د دې اقدام په نتيجه كي د كابل د رژيم نسكورېدل دوى ته گټور كار ندي.
زه بايد دا ټكي واضح كړم چي موږ د دې اقدام په وخت كي د قوي نشراتو لپاره د 50 كيلو واته MW ترانسميتر په بهركي اخيستى وو او د پاكستان له لاري مو داخل ته انتقالولو، خو آى اس آى د هغه له سپارلونه ډډہ وكړہ او نږدې يوكال ئې له ځان سره وساتو او له اقدام نه ډېر وروسته ئې موږ ته تسليم كړ. د اقدام د شنډولو لپاره، ISI شهنواز تڼى د خپلو ملگرو سره، په هماغه حساسو شيبو كي چي جگړہ روانه وه، په اسلام آباد كي، په مخفى ځاى كي، تر نظارت لاندي وساتو او د ده رابطه ئې له موږ سره قطع كړہ، چي كله اقدام كاملاً شنډ شو، جگړہ پاى ته ورسېده او نجيب په اوضاع مسلط شو، هغه ته ئې اجازه وركړہ چي له ما سره وگوري!!
نور بیا …
خپرندویه اداره: نهضت
www.nuhzat.com



