تاریخیسلایدرسیاسیمطالب مهمنوشته ها

پټې توطئې بربنډې څېرې – ۱۵ برخه

د روسانو له وتو د ائتلافي حکومت تر نسکوريدو

 

 

د نجيب پيغامونه

 

د کتاب نوم: پټې توطئې بربنډې څېرې

لیکوال: محترم انجنیر حکمتیار، د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر

برخه: ۱۵


پدى مودې كي له مختلفو لارو، له موږ سره پدې اړہ تماسونه ونيولى شول چي له نجيب سره په يوه ائتلافي حكومت توافق وكړو.

د پاكستان، سعودي، ايران، عراق، ليبيا او د الفتحى تنظيم له گڼ شمېر هيئتونو سره د ليدنو كتنو په جريان كي دا جوته كېده چي مسكو او كابل دواړہ د افغانستان د بحران د حل لپاره د مذاكراتو او ائتلافي حكومت غوښتونكي دي. د مختلفو چينلو په ذريعه د نجيب شخصى پيغامونه راورسېدل. ولي خان د نشنل پارتي مشر په همدې سلسله كي زما د ليدلو لپاره كورته راغى او پدې ئې ټينگار كولو چي له نجيب سره د ده په وساطت مذاكرات پيل كړو. د ځينو قاصدانو او منځگړو په لاس لېږل شوي پيغامونه داسي وو چي گواكي نجيب پدې راضى دى چي د يوه مؤقت حكومت لپاره له قدرت نه لاس واخلي، خو دا كار به هله كوي چي مخامخ له ماسره وگوري، يو ځل ئې پيغام داسي وو چي: حكمتيار د مشر ورور په حيث منو، د كابينې لس مهم وزارتونه دي دى انتخاب كړي. له خپلي استعفى نه پنځه ورځي د مخه ئې دا احوال راولېږو چي كه تاسو له ائتلافي حكومت سره توافق و نكړ نو وبه گورئ چي موږ قدرت چا ته سپارو!! دا ئې هم ويلي وو چي كه له ائتلافي حكومت سره د مخالفت په نتيجه كي ظاهرشاه راغى مسئوليت به ئې د حكمتيار په غاړہ وي. د نجيب له هيئتونو سره په بغداد او ليبيا كي ليدني كتني وشوې، زموږ له خوا كرياب او داكتر بهير او د دوى له خوا د بغداد په مذاكراتو كي، يعقوبي، سليمان لايق، وطن جار او كاوياني نمايندگي كوله او د ترابلس په مذاكراتو كي سليمان لايق او كاوياني.

پدى ټولو ليدنو كتنو او د پيغامونو وړلو راوړلو كي د دوى صرف يوه خبره وه او هغه، د حزب اسلامي او دوى ترمنځ ائتلافي حكومت او طبعاً زموږ هم يوازي يو ځواب وو او هغه دا چي: قدرت دي يوه مؤقت غير ائتلافي حكومت ته انتقال شي، بيا دي انتخابات ترسره شي او د وطن گوند ټول غړي دي فقط د عمومي عفوى په امتياز اكتفاء وكړي. پداسي حال كي چي نجيب له نورو ډلو سره هم تماسونه درلودل خو موږ ته ئې مسلسل ويل چي مسئله يوازي د حزب اسلامي او وطن گوند د روغي جوړي له لاري حل كېدى شي، كه حزب توافق وكړي د نورو ډلو مخالفت هيڅ اهميت نلري. خو موږ له يوې خوا د اسلامي اصولو په حكم لدوى سره په ائتلافي حكومت توافق نشو كولى او له بلي خوا پدې هم ښه پوهېدو چي د ائتلافي حكومت نتائج به دا وي:

د نورو ډلو د تصفيې لپاره به د هغوى په خلاف د جگړي لار غوره كوو، يعنى له كمونست سره ائتلاف او له مجاهد سره جگړہ.

پداسي حال كي چي د سياسي احزابو ائتلافي حكومتونه ناكام وي او دوام نشي كولي، د دوو داسي مسلح ډلو ائتلافي حكومت به څنگه ادامه وكړي چي كلونه كلونه د يوه بل په خلاف جنگېدلى دي، يو په اسلام باور لري او بل كمونست وي، يو د خپل هېواد كامل استقلال غواړي او بل سل په سلو كي د پرديو گوډاگى وي.

په حقيقت كي پداسي يوه ائتلافي حكومت كي شاملېدل د كابل واكمنانو ته د تسلمېدو په معنا وه چي فوځ، خاد، د كابل او لويو ښارونو امنيتي كمربندونه او د لويو لارو امنيت د دوى په لاس كي وي، طبعاً به ائتلاف سل په سلوكي د دوى په گټه وي.

كه خلقيان او پرچميان پداسي حال كي چي عقيده ئې يوه او حامي او پالونكى ئې يو دى، دواړہ له مسكو نه توجيه كېږي، نشي كولى په گډي ادارې كي د قدرت په وېش توافق وكړي، د قدرت په سر ئې د يوه بل له وژلو، بندي كولو او له هېواد نه شړلو نه ډډہ ونكړہ او روسان تر پايه ونشو توانېدى چي دوى په ډاډمنه توگه خپلو منځونو كي متحد وساتي، نو د مجاهدينو او د دوى ائتلاف به څنگه عملي وي. پدې هم ښه پوهېدو چي د كمونستانو له شر نه د هېواد د ژغورني تر ټولو ډاډمنه او آسانه لار دا ده چي قدرت يوه غير ائتلافي مؤقت حكومت ته انتقال شي او بيا انتخابات ترسره شي. دا ځكه چي:

الف: پدې سره د وطن گوند متلاشي كېږي.

ب: كابل ته د مسلح ننوتلو او د قدرت په سر د مجاهدينو تر منځ د جگړو مخنيوى كېږي.

ج: د سازشونو او كودتاگانو له لاري او د پرديو په مرسته قدرت ته د رسېدو سلسله به د تل لپاره پاى ته رسېږي او انتخابات به د حكومت د جوړولو د يوازنۍ اصولى لاري په حيث منل كېږي.

د: د ملي اردو د وسائلو او د ملي شتمنيو د ضايع كېدو مخنيوى به كېږي.

نوموړى مذاكرات پدې دليل بې نتيجې پاتې شول چي موږ ائتلافي حكومت نشو منلى او دوى له غير ائتلافي مؤقت حكومت سره توافق نه كولو.

 

نور بیا …

 

خپرندویه اداره: نهضت

www.nuhzat.com

موضوعات مشابه

جواب دهید

Back to top button