تاریخیسلایدرسیاسیمطالب مهمنوشته ها

پټې توطئې بربنډې څېرې – ۱۴ برخه

د روسانو له وتو د ائتلافي حکومت تر نسکوريدو

 

د مسعود او 40 نمبر فرقې ترمنځ تړون

 

د کتاب نوم: پټې توطئې بربنډې څېرې

لیکوال: محترم انجنیر حکمتیار، د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر

برخه: ۱۴


د شوروي اتحاد استاځو هڅه وكړہ چي له مسعود سره اړيكي ټينگيكړي او د شوروي له حكومت سره د ده ملگرتيا ترلاسه كړي، د شوروي فوځ اعلى قومندان، د نجيب له موافقې نه وروسته د اعتدال خوښوونكو له لاري له مسعود سره تماس قايم كړ او د مذاكرى لپاره ئې لاندي آجندا چي په كابل كي د شوروي د سفارت مهر ورباندي وهل شوى وو، تياره كړہ:

سند: له مسعود سره د مذاكرى آجندا:

1: د تاجك مېشت‏ه داسي سيمو تأسيس چي د متحده افغانسان په چوكات كي به نسبى خپلواكي لري، په بدخشان، تخار، كندز او د پروان په ځينو سيمو كي به خپلواكه حكومتونه جوړېږي.

2: ده ته د تاجك قوم د تمثيل حق وركول او په دولتي اداراتو او د جمهوري رياست، پارلمان او كابينې په تشكيلاتو كي دوى ته مناسبه برخه سپارل.

3: د رباني اسلامي جمعيت د يوه مستقل سياسي گوند په حيث په رسميت پېژندل او هغه ته مساوى حقوق منل.

4: د تاجك قوم لپاره د جمعيت اسلامي تر اشراف لاندي منظم فوځي ځواك جوړول او په دولتي ادارو كي د هغه شاملول.

د دې نظامي ځواك د جوړېدو اهداف او مقاصد به د ملي گټو په اړہ او د حكومتي اهدافو په ارتباط، د كابل حيرتان لويي لاري د حفاظت په شمول د مذاكراتو په ترڅ كي تعريف كېږي.

5: د تاجك قوم د خپلواكو سيمو په داخل كي دسولي تأمين او د دې سيمو ولس ته د عادي ژوند د اعادي شرايط برابرول.

6: په شمال ختيځ افغانستان كي اقتصادي انكشاف، پدې اړہ د دولت له لوري مرستي، همدا راز څو اړخيزه مرستي په مالي، نظامي او نورو برخوكي او همداراز د سرحدي تجارت د انكشاف په اړہ.

هغه ټكي چي ما پدې سند كي ځاى كړي، د شوروي اتحاد لوى سفير دا ټكي د افغانستان د جمهوري رياست له نظره تېر كړي او د هغوى موافقه ئې ترلاسه كړي.

مسعود ما ته په ځواب كي دا پيغام راولېږو چي پدغو موضوعاتو د خبرو لپاره تيار دى او لده سره هم د مذاكراتو لپاره ځيني نور وړانديزونه شته. د شوروي اړخ استاځي له وسلې او محافظ نه پرته هغه ځاى ته لاړل چي د مذاكراتو لپاره ټاكل شوى وو. ورنتسوف او جنرال وى. اى وانيكوف پدې هيئت كي شامل وو، د مذاكراتو په ترڅ كي مسعود ته وويل شو چي يا دي له حكومت سره كوم تړون امضاء كړي او په گډہ دي د كابل ـ حيرتان لويي لاري امنيت وساتي او يا دي يوازي د خپلو قطعاتو په ذريعه د دې لاري امنيت تأمين كړي او تحريرى تضمين دي وركړي چي د اردو قطعاتو او قطارونو ته به پدې ساحه كي هيڅ راز مزاحمت نه راولاړېږي ” وگورئ: شيبارشين: 177 ـ 214 مخونه.”

د تړون مسوده

د هغي معاهدې د مسودى متن چي د شوروي ځواكونو د قومنداني او د پنجشير د مسلح ډلي ترمنځ ورباندي بحث شوى دا وو:

د افغانستان له سولي او ثبات سره د رغبت په وجه او پدې هېواد كي د سولي د تأمين لپاره د تړون دواړہ خواوى دا پروتوكول امضاء كوي او د هغې له مخي لاندي مكلفيتونه په غاړہ اخلي:

1: په جنوبي سالنگ او د حيرتان ـ كابل لويي لاري ته څېرمه سيمو كي د نظامي عملياتو كامل توقف او د جمعيت اسلامي په لوري پوري مربوطو سيمو او د شوروي اردو، د كابل حكومت ځواكونو، سرحدي محافظينو او په څارندوى پوري مربوطو كلو، پوستو او قطعاتو باندي له هري وسلې نه د هر راز ډزو قطع.

2: د پنجشير مسلح قطعات به د لويي لاري د هغي برخي امنيت ساتي چي له تاجكانو (د جبل السراج يوكلى) نه تر چوگنى ( دسالنگ تونل ته نږدې كلى) پوري غزېدلى، پدې ساحى كه به د شوروي فوځونو او كابل حكومت په خلاف د ډزو، بريد، غلا، شوكو او هر راز خصمانه عملياتو د مخنيوى تضمين كوي.

3: د شورويانو اړخ تعهد كوي چي د دې تړون له مخي به لازم مقدار وسائل او تجهيزات او د اړتيا وړ مواد د همدې تړون د مودې په جريان كي سپارى ترڅو د پنجشير او د سالنگ مشخص شوو سيمو اړتياوي رفع كړي.

4: د نورو تنظيمونو مجاهدينو ته به اجازه نه وركول كېږي چي پدې تړون كي ټاكل شوو سيمو ته ننوځي او د شوروي ځواكونو او كابل حكومت په خلاف عمليات وكړي او يا پايپ لاين تخريب كړي، كه د نورو ډلو له خوا د داسي عملياتو هڅه وشي د شوروي ځواكونه به دې ته تياروى چي د پنجشير د مسلح قطعاتو له غوښتني سره سم په توپچى او هوايي بريدونو د دوى مرسته وكړي.

5: د هغو روسي اتباعو د موندلو لپاره گډي هڅي او د معلوماتو تبادله كوم چي پدې تړون كي ټاكل شوو سيمو كي ورك شوي.

6: د دې تړون ساحه له تاجكانو نه تر چوگنى پوري د لويي لاري دواړو خوا وو تر 30 كيلومترى پوري اعتبار لري. لدې ساحى نه آخوا، روسي ځواكونه او د پنجشير مسلح ډله دا حق لري چي د هغو قطعاتو او وسله والو ډلو د ختمولو لپاره نظامي عمليات تر سره كړي چي د روسي فوځونو او د پنجشيرى قطعاتو په خلاف ئې خپل نظامي عمليات ندي متوقف كړي.

8: دا تړون له امضاء نه وروسته فوراً عملي كېږي.

د اطلاعاتو منبع: په افغانستان كي دشوروي قواوو د نظامي عملياتو گروپ ـ د 1988 كال د دسمبر مياشت.

دا سند جنرال وى بى گروموف، د شوروي اتحاد د دفاع وزير، شهنواز تڼى او احمد شاه مسعود- امضاء كړي. شيبارشين: 177ـ 214 مخ.

د وروستي تحليل له مخى، شاملون (د 40 نمبر قول اردو استخباراتي مركز) لدې توافقاتو نه ځيني خاص نتايج ترلاسه كړل، په 1982 كال كي موږ پدې بريالى شوو چي له مسعود سره تماس ونيسو او يوه توافق ته ورسېږو، دا توافق د شوروي فوځونو تر وتلو پوري په خپل حال پاتې شو. وگورئ: گروموف:محدود قطعات: 188 ـ 197 مخ

هغه ليكي: بيا هم د توجه وړ برياوى د روسانو په برخه شوې، د شوروي تهاجم د لس كلن جنگ په بهيركي، د اوربند تر ټولو مهمه موافقه هغه وه چي د 1982 كال د فبرورى په مياشت كي له مسعود سره تر سره شوه. د دې موافقې له مخي د پنجشير مجاهدينو د مسعود تر قوماندې لاندي دا ژمنه كړې وه‏ چي په روسي او د كابل حكومت په قطارونو به ډزى او حمله نه كوي او د نورو جهادي ډلو د حملو مخه به نيسي. له روسانو سره د مسعود همدې معاهدې، د حكمتيار له حزب اسلامي سره د مسعود اختلاف راوپاراوو چي تر نن پوري دوام لري، مسعود د 40 نمبر قول اردو د وسائلو په حمايت او مرسته په مسلسله توگه د حزب اسلامي په سپاهيانو بريدونه كړي او مرگ ژوبله ئې وراړولى. “وگورئ: د حسيني كتاب ”

دا معاهده دواړو خواوو ته گټوره وه، شوروي قواوو ته د سالنگ لويه او حياتي لار، چي ډېر ژر او په آساني تاوان منونكې وه، د دې معاهدې له مخي خوندي شوه او مسعود ته ئې د دې امكان ميسر كړ چي خپل ځواكونه اكمال او منظم كړي او له هغو وسلو او پيسو نه په استفادى سره چي روسانو ده ته وركولى د خپل نظامي قدرت بنسټ مزيد ټينگ كړي، … روسانو دا ژمنه كړې وه‏ چي د هغه تجارتي اموالو د ټولي بيي د پنځمي برخي برابر پيسې به ده ته وركوي پدې شرط چي دا اموال د سالنگ له لاري كابل ته خوندي ورسېږي. “وگورئ: روبين: 159 مخ”.

د دولت هڅي د قومندانانو او سرحدي قبايلو د اخستلو په لاركي تل بريالى نه وې، د مثال په توگه په 1980 كال كي د سرحداتو وزير فيض محمد د دې لپاره چي د ځدراڼو قبېله له دولت سره ملگرتيا ته چمتو كړي اته ويشت زره ډالر ئې د دې قبېلى مشرانو ته د رشوت وركولو لپاره له ځان سره يووړل، پدې اړہ له نوموړو مشرانو سره مخكنۍ موافقه شوې وه، خو د دې قبېلى سرتېرو نوموړى وزير او د ده دوه ملگري ووژل او پيسې دوى ته په لاس ورغلى.

د سياف د ډلي يوه قومندان له كابل نه رشوت ترلاسه كړ او له رژيم سره ملگرى شو خو د ده د جبهې اكثر مجاهدين لده نه بېل او له بلي ډلي سره ملگري شول.

پروفيسور روبين (د امريكا او سېدونكى) د 1988 كال د فبرورى په مياشت كي د ننگرهار ديوه قومندان له خولى ليكي چي د خاد مأمورينو ده ته د ډېرو پيسو وړانديز وكړ ترڅو د روسانو ملگرتيا وكړي خو هغه وايي چي ما د دوى په مخ تو كړل، دوى گمان كوي چي جهاد يو تجارت دى !! ” وگورئ: روبين: 336 مخ

گروموف پدې اړہ چي د دوى استخباراتي اداره څنگه وتوانېده چي د رشوت له لاري ضعيف النفسه قومندانان استخدام كړي او په ځينو سيمو كي مقاومت تضعيف او د مجاهدينو عمليات په تپه و دروى ليكي: د دې تكتيك د برياوو خاصي بېلگي په دوو ستراتيژيكو سيمو، بغلان او پروان كي ليدلى شو، له كومو نه چي د كابل او شوروي اتحاد تر منځ غزېدلى حياتي لار تېرېده، په پروان كي د تعجيز او اغوا (د ځپلو او په پيسو اخستلو) سياست هومره برياوى درلودى چي يوه غربي خبريال په 1983 كي د دې ولايت په اړہ راپور وركړ چي دلته مقاومت كاملاً فلج شوى. وگورئ: گروموف: 118ـ 197 مخ”

پروفيسور الكزاندر فيدوتوف له راډيو پيام ‏آزادي سره په خپلي مركې كي وايي: روسان لا تر اوسه په افغانسان كي خپلو مخفى عواملو نه گټي اخستو ته دوام وركوي ترڅو په خپلي بربنډى لاس وهني پرده واچوى.

بروس ريچاردسن ليكي: له جگړي نه د مخه، پښتانه د افغاني ټولني، 40ـ 50 په سلوكي وو، دوى توريالي، جنگيالي او آزادي غوښتونكي دي، له تاريخي لحاظه هيڅكله د پرديو سلطې ته ندي تسليم شوى، د بل چا سلطه ئې نده منلى، دوى پدې هېواد حكومت كولو،د سكندر له زمانې نه ترنن پوري دوى پدې هېواد خپل خاص هويت او سليقه تحميل كړي. “وگورئ: كارو 134 ـ 135 مخ”

پښتانه د آمو دريا شمال ته مېشت‏ قومونو سره قومي او ژبني اړيكي نه درلودى، د همدې لپاره روسانو ته غير قابل هضم پاته شوي. روسانو د افغانستان د نيولو لپاره د پښتنو مهاجر كول او لدې هېواده ايستل ضروري گڼل، همداراز پاكستان ته د دغو پښتنو هجرت په هغه هېواد كي د عدم استقرار باعث كېدو، ځكه هلته د پښتنو يوه لويه برخه، له كلونو كلونو راديخوا، د بېلېدو او استقلال هڅه كوي، روسان ئې تشويقوي او د كابل حكومت ورسره مرسته كوي: “وگورئ: كلاس: 130 ـ 131 مخ”

كه څه هم د افغانستان د ټولو سيمو اوسېدونكي د روسانو له لاسه ځورېدلى خو د روسانو معامله له پښتنو او غير پښتنو سره ډېر توپير درلودو، كه څه هم د وېرى اچوني نظامي عمليات د ځينو نورو سيمود تخليې لپاره هم تر سره شوي خو د روسانو عمومي ستراتيژى دا وه چي پښتون مېشت‏ه سيمي تخليه كړي او لدې لاري د افغانستان اجتماعي جوړښت تبديل كړي، چي پدې سره ئې په آساني كولى شوى دا مهمه او ستراتيژيكه سيمه د مركزي آسيا له اشغال شوو جمهوريتونو سره يو ځاى كړي، دا ځكه چه افغاني تاجكان، ازبكان او تركمنان د پولى آخوا خلكو سره قومي او ژبني اړيكي لري او په آساني له هغوى سره يو ځاى كېدى شي، دا كار د مسعود په لاس چي له يوې خوا تاجك وو او له بلي خوا د روسانو يو پروتوكولى قومندان، په آساني تر سره كېدى شو. “وگورئ: فودوتوف خاطرات”

د هغي احصايې له مخي چي پاكستاني او ايراني حكومتونو ترسره كړي د افغاني مهاجرينو شمېر شپږ مليونو ته رسېدو چه مطلق اكثريت ئې پښتانه وو. وگورئ: د كلاس اثر: 130 ـ 133 مخ

د دوى د مهاجر كولو لپاره له مختلفو لارو چارو نه استفاده كېده، په كلو ئې بمونه ورول، د تيښتي په حال كي كليوال به ئې د هليكوپترو په ذريعه تعقيبول او وژل، فصلونو ته ئې د ريبلو په وخت كي اور اچولو، باغونه ئې له بيخه ايستل، رمې ئې ورته وژلې او د دې لپاره چي خواره شوي كليوال بېرته خپلو كليو ته راستانه نشي نهرونه، څاگاني او كاريزونه به ئې ورانول، دا د دوى پرېكړہ وه، پدې پوهېدل چي د كليوالو ژوند په زراعت متكي دى د اوبو نه پرته پدغو سيمو كي ژوند نشي كولى. وگورئ: كلاس: 130 ـ 133 مخ

د1990 كال تر نيمايي پوري د افغاني مهاجرينو شمېر هومره وو چي د دنيا د ټولو مهاجرينو نيمايي دوى وو. افغانستان تقريباً له نيمايي نفوس نه محروم شوى وو خو د روسانو حملې لاهماغسي رواني وې ترڅو د يو شمېر پاتې كليو اوسېدونكي هم وتلو ته اړ كړي. په جنوب كي د پښتنو تقريباً ټولي سيمي تخيله يا تخريب شوې وې. د مثال په توگه د كندهار نفوس چي د هېواد دوهم ستر ښار وو او اكثريت اوسېدونكي ئې پښتانه دي، له / 250000 نه / 35000 كسانو ته راكوز شو، اكثره سيمي ئې تخليه شوې. همدا راز هغه غربي سياحان چي د لوگر دره ئې په 1985 كي ليدلى وه، په 1986 كي ئې همدا دره له اوسېدونكو خالى وموندله.

ننۍ روسيه د پروني شوروي اتحاد وارث، لاتر اوسه د مسعود مرسته كوي چي د سره جنگ په دوران كي د دوى له خوا استخدام شوى وو، دوى غواړي د افغانانو ملي يووالى ختم كړي، قومي تعصبات راوپاروى او افغانان په خپلو منځونو كي وجنگوي، دا هماغه كار دى چي بلشويكيانو مخكي كولو، د دوى هڅه دا ده چي له يوې خوا د مركزي آسيا هېوادونه د دوى په ولگيكي پاتې شي، د افغانستان له لاري له نوري نړۍ سره وصل نشي او د هغي تجارتي لاري د پرانستلو پروژہ ويجاره كړي چي له كندهار، لشكرگاه، هرات او تورغنډۍ نه تېرېږي او كويټه له تركمنستان سره وصل كوي، ترڅو د دې هېوادونو بازارونو باندي د روسيې سلطه خوندي پاتې شي. پدې سربيره په افغانستان كي د جگړو دوام، له روسيې نه د تحميل شوې جگړي د تاوان موضوع شا ته غورزوى او افغانانو ته د دې مجال نه وركوي چي پدې اړہ مؤثر گام اوچت كړي.

 

نور بیا …

 

خپرندویه اداره: نهضت

www.nuhzat.com

موضوعات مشابه

جواب دهید

Back to top button