جهان اسلامسلایدرسیاسیمطالب مهمنوشته ها

غزه؛ د ايمان او آزادۍ مضبوط او مقاوم سنگر – نهمه برخه

 

 

غزه؛ د ايمان او آزادۍ مضبوط او مقاوم سنگر

د آزادۍ لپاره د فلسطيني مجاهدينو خوځښتونه او قربانۍ

 

لیکوال: محترم انجنیر حکمتیار، د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر

برخه: 9

 

امريكا ولي په خپلو مستعمراتو كي مېشت يهود مهاجرين ونه شړل؟

امريكا داسي پړاو ته رسېدلې وه چي د لويي برتانيا ځاى ناستې شي؛ اروپايي استعماري ځواكونه د شړېدو او مضمحل كېدو په درشل كي ول، امريكا ته په يوه نوي لوى استعماري ځواك د بدلېدو مجال په لاس ورغلى وو؛ له مهاجرينو ئې دې هدف ته په رسېدو كي په زړه پوري گټه اخيستى شوى؛ معمولاً يو هېواد يوازي هغه مهال د خپل گاونډي يا بل هېواد مهاجرين قبلوي چي له واكمن نظام سره ئې سرحدي، سياسي، فكري او اقتصادي اختلاف ولري؛ او گمان كوي چي كولى شي د بل هېواد له مهاجرينو په استفادې سره خپل شرائط پر رقيب هېواد ومني يا يوه مهمه برخه ئې تر‌لاسه كړي؛ لږ داسي ليدل شوي چي مهاجرينو ته د انساني، عاطفي يا ديني وجوهاتو له امله پناه وركړى شوې وي. همداسي چي د شوروي خلاف د افغانانو جهاد؛ پاكستان، ايران، عربي او غربي هېوادونو ته ارزښت درلود؛ كه په افغانستان كي د شوروي ځواكونو مخه نه وى نيول شوې نو له شك پرته به شوروي سرتېرو د خپلو بوټونو بندونه د كراچۍ په ساحل كي پرانيستي وو؛ ايران او عربي هېوادونه به هم يو په بل پسي د شوروي په مستعمراتو او اقمارو بدلېدل؛ عراق، سوريه، مصر، يمن او سودان لا دمخه په مسكو پوري تړل شوي وو، په ايران كي روس پلوه (حزب توده) په ځواكمن او فعال گوند بدل شوى وو؛ په پاكستان كي نشنليانو تيار سرې خولۍ پر سر ايښې؛ سره بيرغونه ئې رپول او د شوروي ځواكونو ورتلو ته نڅېدل. همدا وجه وه چي پاكستان، ايران، غربي او عربي هېوادونو د افغان مجاهدينو ملاتړ كولو او مليونونو مهاجرينو ته ئې پنا وركوله. خو نن چي هغه د شوروي خطر منتفي شوى؛ ټول ئې په بې انتهاء بې رحمۍ او په داسي جبري او ډله ايزه توگه باسي چي ايران تر يوه كال لږ موده كي (1800000) او پاكستان په همدغي مودې كي (300000) مهاجرين وايستل.

په امريكا كي د دومره لوى شمېر يهودي مهاجرينو منل همداسي سياسي وجوهات درلودل او تر شا ئې استعماري اغراض مضمر وو؛ برتانيا د دې لپاره يهودان په فلسطين كي مستقر كړل او ورو ورو ئې د فلسطين پر پراخي او لويي برخي مسلط كړل چي د سيمي ژاندارم ترې جوړ كړي، د سيمي ټول هېوادونه پرې وگواښي او د لندن په وړاندي سر ټيټولو او انقياد ته ئې اړ كړي؛ اوس چي برتانيا له خپل زور او بد‌مستي لوېدلې او خپل ځاى ئې امريكا ته پرېښى؛ امريكا له يهودانو او صهيونستي حكومت همغه استفاده كوي چي برتانيا ترې كوله.

د اسرائيل اوسنى دولت كله او د چا له لوري جوړ شو؟

او يهودان کله او له کومو هېوادو ورانتقال شول؟

د اسرائيل اوسنی دولت په رسمي ډول د 1948م کال د مې پر 14مه؛ اعلان شو؛ په داسي حال كي چي فلسطين عملاً د برتانيا تر بشپړ اشغال لاندي وو؛ اعلان ئې د برتانيا په امر او د يهودي صهيونيست مشر ډيويډ بن گوريون (David Ben-Gurion) په خوله وشو. يعني هغه د اسرائيلي دولت بل ببرك كارمل وو؛ سيمي ته د نړۍ له گوټ گوټ د يهودانو له انتقال وروسته؛ د فلسطينيانو په خاوره کي دا لاس پوڅى حكومت اعلان شو، وروسته د برتانيا، امريكا، ملگرو ملتونو د يو پرېکړه‌ليک (د 1947م کال د تقسيم پلان) له مخي فلسطين په دوو برخو ووېشل شو: يو يهودي دولت، بل عرب فلسطيني دولت؛ خو فلسطينيانو او ټولو عربو ولسونو او حكومتونو دا پرېکړه ونه‌منله، ځکه دا تقسيم له تاريخي، سياسي، او بشري اړخه ظالمانه او د اشغال زېږنده وو.

د اسرائيلي دولت د جوړېدو شاليد:

  1. د (صهيونيزم (Zionism) په نامه يو خوځښت رامنځته شو؛ دا يو نژادپال سياسي خوځښت وو چي د اتلسمي پېړۍ په وروستيو کي د اروپا يهودي مشرانو پيل کړ؛ غوښتل ئې يهودان خپلواک ملي دولت ولري، فسطين ئې د دې لپاره غوره كړى وو؛ دا ئې خپل تاريخي وطن گڼلو سره له دې چي دوى سلگونه کاله وړاندي دا سيمه پرېښې وه. دا اصلاً د برتانيا منصوبه وه؛ فلسطين او شاوخوا سيمه او هېوادونه په بشپړه توگه د برتانيا تر اشغال او واك لاندي وو؛ هيچا او په ځانگړي ډول يهودانو نه د دې تصور كولى شو او نه جرأت چي په فلسطين كي د لندن له موافقې او اجازې پرته مستقر شي.
  2. د انگليستان ملاتړ:

انگليستان د 1917م کال د “بالفور اعلاميې” له لاري يهودانو ته د فلسطين په خاوره کي د يوه “هېواد” جوړېدو ملاتړ اعلان کړ. دا هغه وخت وو چي فلسطين او د سيمي نور هېوادونه د عثماني خلافت له زوال وروسته د انگرېزانو تر ولکې لاندي راغلي وو. برتانيا دا اندېښنه درلوده چي كېدى شي مسلمانان بيا پاڅي، يو بل ته لاس وركړي، اروپايي اشغالگر ځواكونه له خپلو هېوادونو وباسي؛ يا د نورو عواملو له كبله دوى او نور غربي ملگري ئې د سيمي پرېښودو ته اړ شي؛ د دې احتمالي خطر په وړاندي ښه او اغېزمن تدبير دا دئ چي په فلسطين كي څو مليونه هغه يهودان مستقر كړي چي له مسلمانانو سره زړه دښمني لري، له مذهبي پلوه دا سيمه د ځان گڼي، د برتانيا لپاره به داوطلب او بې تنخا جنگيالي شي، يوازي په تجهيز سره كولى شي له دوى داسي لوى جنگي قوت جوړ كړي چي د برتانيا تر قومندې لاندي به جنگېږي؛ خو جنگي مصارف به ئې هم پر خپله غاړه وي او د نظامي تجهيزاتو او مهماتو بيه به هم برتانيا ته سپاري او سره له دې به د لندن د احساناتو مرهون او منندوى هم وي!! كله چي د برتانيا لمر په لوېدو شو، مخكينى زور او ځواك ئې ويلي شو؛ او مجبور شو په سيمي كي خپلي اډې امريكا ته پرېږدي؛ نو د اسرائيل كفالت او پالنه ئې هم امريكا ته وسپارله؛ نن امريكا له اسرائيل همغه كار اخلي چي برتانيا غوښتل ترې وائي خلي.

  1. د نازي آلمان ظلمونه (Holocaust):

ځيني داسي انگېري يا ښيي چي د نازي آلمان له لوري پر يهودانو ظلم او د (Holocaust) پېښي له يهودانو سره نړۍ‌واله خوا خوږي رامنځته كړه او همدې د اسرائيلي هېواد جوړېدو ته لار هواره كړه؛ په داسي حال كي چي دا يوه مغالطه او د خلكو د غولولو يوه ناولې هڅه ده؛ حقيقت كاملاً د دې خلاف دئ؛ د اسرائيلي دولت رسمي اعلان او په فلسطين کي د يهودانو استقرار؛ دوه بېلي پېښي دي چي تر‌منځ ئې تر نيمي پېړۍ زياته موده تېره شوې؛ په فلسطين كي د يهوادانو د استقرار لړۍ نژدې 60 کاله وړاندي پيل شوې وه، او د اسرائيلي دولت اعلان هسي د بشپړ شوي کار رسمي اعلان وو؛ هغه څه چي تر 1948م كال وروسته پېښ شول، يوازي د يوه اوږده او استعماري پلان “نتيجه” وه؛ نه پيل. هولي كاست فقط دومره كړي چي په فلسطين كي د مېشت يهودانو شمېر زيات كړي؛ نه بل څه؛ د اسرائيلي دولت جوړولو مهندسي او مديريت په بشپړه توگه د برتانيا په واك كي وو؛ دا د انگرېزانو توطئه وه؛ د رسميت پېژندو نېټه ئې هم دوى ټاكلې وه؛ نړۍ‌والي خوا خوږي په دې كي هيڅ ونډه او اغېز نه درلود.

يهودان کله او له کومو هېوادو فلسطين ته راوستل شول؟

د صهيونستي دولت تر اعلان وړاندي او وروسته؛ يهودان د نړۍ له گڼ شمېر هېوادونو؛ په ځانگړي ډول له اروپا او امريکا؛ فلسطین ته راوستل شول. دې بهير درې مهم پړاوونه درلودل:

1. لومړى پړاو ئې له 1882 تر 1903 پوري وو چي له روسيې، رومانيا او ختيځي اروپا راوستل شول؛ د انتقال پرېكړه او منصوبه د برتانيا له لوري وه خو په ظاهر كي ئې د چارو سمبالول د صهيونيست خوځښت غړو ته سپارل شوى او همدې خوځښت ته ژمن يهودان فلسطين ته انتقال شوي او د كر زمكو پېرل ئې پيل كړي.

 

  1. دويم پړاو له 1904 تر 1939 پوري وو؛ چي له آلمان، پولنډ، او نورو اروپايي هېوادونو؛ هغه يهودان د صهيونيستي خوځښت تر چتر لاندي فلسطين ته راوستل شول چي په دغو هېوادونو كي له نژادي تعصب سره مخ شوي ول.
  2. درېيم پړاو له دويم نړۍوال جنگ وروسته له 1945 تر 1950پوري وو چي له نازي آلمان ژغورل شوي يهودان؛ د اروپا له بېلابېلو کمپونو او هېوادونو؛ فلسطين ته انتقال شول.

ډېری د انگرېزانو په خوښه او د هغوى له منصوبې سره سم فلسطين ته انتقال شوي خو په دوى كي داسي هم وو چي په پټه او د دوى د منصوبې خلاف راوستل شوي.

د اسرائيل له اعلان وروسته؛ له امريکا، روسيې، عربو هېوادونو (لکه عراق، يمن، مصر)، ايران او ترکيې هم يهودان فلسطين ته انتقال شوي.

حقيقت دا دئ چي صهيونستي دولت د انگرېزانو د شيطاني منصوبې مطابق؛ د عربي هېوادونو په زړه كي او په اشغال شوي فلسطين كي جوړ شوى؛ قربانيان ئې د توطئې ښكار شوي مظلوم فلسطينيان ول چي له شړلو، وژنو، مهاجرت، د خپلو زمكو او باغونو غصب سره مخامخ شوي او لړۍ ئې د دې تقلبي، جعلي او تحميلي دولت له جوړېدو تر ننه ادامه لري. دا زمكه د فلسطينيانو پلرنى وطن دئ؛ انگرېزانو نيولى او يهودان ئې د فوځي ځواك په زور په كي مستقر كړي. هغه مهال چي انگرېزانو له خپلو مستعمراتو وتل؛ داسي د صهيونستي دولت په څېر ساعتي بمونه (time bomb) ئې په ټولو سيمو كي وكرل؛ د لوى هند مسلمانان ئې په دريو برخو ووېشل؛ او دا ځكه چي پوهېدل كه مسلمانان ونه وېشل شي نو د انگرېزانو له وتلو وروسته به د هند اقتدار بېرته د مسلمانانو لاس ته ورځي؛ هغوى 7-8 پېړۍ پر هند حكومت كړى وو؛ انگرېزانو هند له دوى نيولى او د نيولو جنگ ئې له دوى سره وو، كشمير ئې په دوو برخو، پښتانه او بلوڅان ئې په دريو برخو، كردان ئې په څلورو برخو، عرب ئې نژدې لسو برخو ووېشل… دا دئ گورئ چي دا ساعتي بمونه وخت نا وخت چوي او له استعمار ځپلو مسلمانانو پر له پسې قرباني اخلي. د انگرېزانو په لاس او د هغوى د شيطاني منصوبې مطابق؛ دا د تفرقې او وېش ترسيم شوې سرې او خونړۍ كرښي؛ نن د جاهلانو له لوري داسي سپېڅلي كرښي گڼل كېږي چي څوك ئې د ړنگولو خبره هم په جرأت سره نه شي كولى!!

 

نور بیا …

 

موضوعات مشابه

Back to top button