
ائتلاف او د سولي هڅي
د کتاب نوم: پټې توطئې بربنډې څېرې
لیکوال: محترم انجنیر حکمتیار، د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر
برخه: ۳۳
متأسفانه كمونستانو نه يوازي زموږ هېواد له مادى او اقتصادي لحاظه وران كړ، بلكي له اخلاقى پلوه ئې هم زموږ ټولني ته سخته صدمه ورسوله، هغه افغانان چي خبره ئې خبره وه، دهوكه، درواغ، بې وفايي، په دوستي كي دښمني، ژمني تر پښو لاندي كول، له معاهدې نه د مقابل طرف د اغفالولو په لار كي كار اخستل ئې نه يوازي گناه گڼله بلكي هغه ئې د خپل عزت النفس او مروت منافى شمېرله. خو د كمونستانو تسلط پدوى كي دا اوچت د ميړاني او مروت نښى وټكولي، د اسلامي اخلاقو په ځاى ئې دوي ته كمونستي اخلاق ورپه برخه كړل، داسي چي دروغ او دهوكه كمال وگڼي، په دوستي كي دښمني، د مقابل طرف غولول، ژمني تر پښو لاندي كول او له معاهدو نه د مقابل طرف د اغفال لپاره كار اخستل د هوشيارتيا اوسياست مدارى نښه او لازمي غوښتنه وشمېري.
ائتلاف هم چي له كمونستانو او له كمونستانو نه متأثره شوو التقاطى عناصرو نه جوړ شوى وو، د ضعف او ماتې په وخت كي به ئې يوه بل ته عذركولو، چي د روغي جوړي لپاره راوړاندي شي، خو نه يوازي دا چي له اضطرارى حالت نه له وتلو نه وروسته به ئې د سولي د هيئتونو پرېكړي تر پښو لاندي او خپلي ژمني هيرى كړي، بلكي د سولي د هلوځلو په جريان كي به يي، داسي شرارتونه كول چي مسلمان خو پرېږده د يوه عادي بامروته افغان له شأن نه ډېر ډېر لېري وي، د مثال په توگه:
د ننگرهار له قومندانانو نه ئې وغوښتل چي منځگړيتوب وكړي، له هغوى سره ئې د مليشو ايستل هم ومنل او د هيئت پرېكړہ ئې امضاء كړہ، خوكله چي هيئت د همدې پرېكړي د امضاء لپاره له كابل نه زموږ په لوري خوځېدو، ائتلافيونو په هغي غونډي د بمبارۍ پلان جوړكړ چي ما به د سولي له هيئت سره درلوده، له هيئت سره ئې يوكس په پټه راولېږو، هغه ته ئې مخابره وركړې وه چي زموږ د غونډي د ځاى په اړہ معلومات وركړي، موږ د موسيي خوا ته د تيلو د ذخيرى په نامه، د لشكر ايثار په مركز كي په يوې څمڅى كي له هيئت سره غونډہ درلوده، چي ناڅاپي د ائتلافيونو جهازونه راورسېدل، يو په بل پسې ئې بمونه وورول، دوه بمونه د همدې څمڅى شمال او جنوب ته د 30_ 40 مترو په فاصله راپرېوتل، په همدې ځاى كي د هيئت موټري، د دوى ډريوران او امنيتي ملگري ولاړ وو او ښه گڼه گوڼه ئې جوړہ كړې وه. زموږ څمڅه له گردونو داسي ډكه شوه چي يو بل مونه ليدو. خو الحمدلله پدې بمبارۍ كي هيڅوك ژوبل نه شو. يوازي د دوه دريو موټرو شيشې ماتې شوې. د هيئت غړو له رباني نه پوښتنه وكړہ چي ولي مو له موږ سره داسي معامله وكړہ؟ رباني نه دا ويل شوي چي دا كار جنرال دوستم كړي او زه ئې محكوموم او نه دا چي نه يم خبر دا كار چاكړي! فقط دومره ئې وويل چي زه سخت متأسف يم! او له تاسو نه هيله كوم چي خپل كارته ادامه وركړي!!
بل ځل ئې شيخ آصف محسني د حركت اسلامي مشر د حركت له زياتو غړو سره چهار آسياب ته راولېږو، د حركت يوه قومندان ته ئې “چى اوس له حركت نه ايستل شوى” وظيفه وركړې وه چي د غونډي د ځاى په اړہ به د مخابرى په ذريعه دوى ته اطلاع وركوي او چي كله غونډہ پاى ته ورسېده د غونډي له ځاى نه د دوى د خوځېدو سره سم به تماس نيسي، ترڅو د غونډي ځاى پدې طمع بمبارد كړي چي زه به هلته، د هيئت له تلو نه وروسته، كم تركمه د څو شيبو لپاره پاتې وم.
همداسي وشول، له محسني سره مي د غره ډډى ته، د يوې غونډي په سر، په يوه داسي كور كي غونډہ وه چي شا او خوا ته ئې كوم بل كور نه وو، چي كله دوى رخصت شول، په هوا كي جهازونه راڅرگند شول او زما د فاميل د اوسېدو په هغه كور ئې بمونه وورول چي د همدې غره په بل اړخ كي د همداسي يوې غونډي په سر ئې موقعيت درلود، د كور شا او خوا ته بمونه راپرېوتل، شيشې ئې ماتې كړي، خو چا ته صدمه ونرسېده، وروسته معلومه شوه چي د راپورچى او راپور اخستونكي ترمنځ د غره د دې يا هغه اړخ په اړہ غلط فهمي شوې وه.
همدا راز د پاكستاني علماوو يو لوى هيئت چي گڼ شمېر ډېر مشهور علماء پكي وو، د مولوى صاحب خالص په شمول، د سولي او روغي جوړي لپاره له پاكستان نه راوخوځېدو، رباني ورته اطمئنان وركړي وو چي د روغي جوړي غوښتونكى دى او لدوى سره به پدې اړہ صادقانه مرسته كوي، هيئت چهار آسياب ته راغي، له موږ نه ئې د كامل واك غوښتنه وكړہ، ما ورته وويل: زه يوازي يو شرط لرم او هغه دا چي په افغانستان كي د يوه واقعى اسلامي نظام تأسيس او د اسلامي شريعت نفاذ تضمين شي او د دولت مشر، د اسلامي اصولوسره سم د ملت په خوښه وټاكل شي او د دولت له حساسو ادارو څخه كمونستان لېري شي، د ځان لپاره هيڅ نه غواړم، تاسو ته په همدې شرط كامل واك دركوم.
هيئت له موږ نه خوشحاله رخصت شو، خو كله چي زموږ له ساحى نه وووت او پلڅرخي ته نږدې شو، د حربى پوهنتون له غونډيو نه د دوى د گاډو په كاروان د (زى يو) مسلسل ډزى پيل شوي، په كاروان باندي ئې ډېره بده ورځ راوستله، ټول له گاډو نه يوې خوا بلي خوا ته كوز شول او په ځمكي ئې پروت وكړ، د څو دقيقو لپاره ډزى رواني وي!! دا ډزى پداسي حال كي وشوې چي هيئت ته له كابل نه اطمئنان وكړي شوى وو چي په پلڅرخي كي د دوى د استقبال لپاره كافي ترتيبات نيولى شوي!! په همدې ډزو ئې دوى ته ښه راغلاست وويلو.
همداسي يوه معامله د مولوى حقاني د سولي له هيئت سره وشوه: هغوى د دهمزنگ له لاري د پغمان په لوري روان وو چي د دريمي كارتې په ساحه كي د ډزو تر سخت بريد لاندي راغلو، چي ځيني موټرى او ملگري ئې ولگېدل او په ډېره رسوايي له منطقې نه ووتلو، لدې نه وروسته مولوى صاحب هم په كابل كي اوسېدل پرېښودل او هم ئې د روغي جوړي هڅي متوقف كړي!!
د ننگرهار له يوه هيئت سره، له كابل نه دبېرته ستنېدو په و خت كي د كابل او پلڅرخي ترمنځ دې ته ورته معامله وشوه چي په هغي حملې كي هم څو كسان مړہ او ژوبل شول.
نور بیا…
خپرندویه اداره: نهضت
www.nuhzat.com



