
د خنجان عمليات
د کتاب نوم: پټې توطئې بربنډې څېرې
لیکوال: محترم انجنیر حکمتیار، د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر
برخه: ۳۲
له مزار نه د ځمكي له لاري د ائتلافيونو يو قطار د كابل په لوري پدې نيت راخوځېږي چي په كابل كي د دوى متزلزل موقعيت مستحكم او مړاوى روحيه پياوړى كړي. پدې لوى قطار د خنجانو په تنگي كي د اتل قومندان، صوفى پاينده محمد مجاهدينو، بريالى عمليات ترسره كړل، قطار ته د سر لوى زيان ورسېدو، ډېرگاډې ئې له سړك نه لاندي كولى شول، كافي تعداد مړى او ټپيان ئې وركړل، بريد ناڅاپي وو. دا مؤثره حمله د ائتلافيونو په روحيې يوبل سخت گوزار وو، هم د دوى شعارونو ته ښه په ځاى او په وخت گوزار وو او هم د دوى جنگي عزايمو ته.
صوفى پاينده محمد، تاجك او د شمال اوسېدونكى وو، د ده د مجاهدينو دغه عملياتو، ټولو ته جوته كړہ چي په كابل كي روانه جگړہ، د سمتونو او قومونو ترمنځ نه، بلكي د كمونستانو او مجاهدينو ترمنځ ده.
موږ له پروان څخه هم د همداسي يوه اقدام هيله درلوده، په کاپیسا، پروان او د كابل په شمال كي د حزب اسلامي تقريبا پنځه ويشت زره مسلح مجاهدين وو، چي په روسي قطارونو د دوى بريدونه بې سارى وو. په جهاد كي د دوى ستره برخه وه او روسانو تر هر چا زيات له همدغو مجاهدينو نه شكايت درلود چي له قلعه مرادبيگ نه تر پل مټك پوري د سړك دواړو خواوو ته ئې كلك او نه ماتېدونكي سنگرونه او له نظامي لحاظه دقيق خندقونه درلودل او په روسي قطارونو ئې پر له پسې حملې كولى او د دغو سنگرونو او خندقونو د ختمولو لپاره د روسانو ټولي هلي ځلي ناكامه پاتې شوې وې. خو متأسفانه د خاصو عواملو په وجه دا هيله ترسره نه شوه، لويه وجه ئې دا وه چي ائتلاف وتوانېدو يو شمېر ضعيف النفسه افراد په پيسو واخلي، ځينو نورو بې اعتنايي وكړہ او د كابل د لومړنيو پېښو په اړہ ئې يا پدې دليل څه ونكړل چي د اكمالاتو لاري ئې بندي وې او يا پدې دليل چي غوښتل ئې د دوى منطقې ته جگړہ راانتقال نشي. زه باور لرم چي كه په شمالي كي د حزب اسلامي ځينو قومندانانو دا اشتباه نه وى كړې او له لومړۍ ورځي ئې پرېكنده او جدي دريځ غوره كړي وى نو نه يوازي دا چي دوى به له خپلي منطقې څخه نه ايستل كېدل او د ائتلافي ځواكونو په لاس به له سپكاوى سره نه مخامخ كېدل، بلكي د ټول ائتلاف د مقابلې لپاره يوازي د دوى ځواكونه كافي وو، هم به كابل له جگړو نه ژغورل شوى وو او هم به پروان لدې دردناك عاقبت سره نه مخامخ كېدو.
نور بیا…
خپرندویه اداره: نهضت
www.nuhzat.com



