سلایدرفلسطین

یحیی سنوار؛ د فلسطین د ملت د مبارزې په تاریخ کې تلپاتې اتل

 

 

یحیی سنوار؛ د فلسطین د ملت د مبارزې په تاریخ کې تلپاتې اتل

 

د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر پخوانی شهید مشر «یحیی سنوار» د فلسطین د ملت د مبارزې د تاریخ په یوه حساسې دوره کې د اشغال پر وړاندې د خپل ځانګړي چلند له امله د راتلونکو نسلونو لپاره په تلپاتې اتل بدل شو.

د ایرنا خبري اژانس په حواله، د پارس‌ ټوډی د راپور له مخې، نن د اکتوبر ۱۶مه د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د پخواني مشر «یحیی سنوار» د شهادت له دویمې کلیزې سره برابره ده.

نن اسلامي نړۍ او د نړۍ ازادي‌غوښتونکي د هغه سړي د شهادت یاد تازه کوي چې نوم یې د غزې له تړانګې او د صهیونیستي اشغالګرو پر وړاندې د جګړې په تاریخ کې له یوې برخلیک ټاکونکې شېبې سره تړلی او نه بېلېدونکی شوی دی.

شهید یحیی سنوار، چې په «ابو ابراهیم» مشهور و، هغه سړی دی چې که څه هم جسم یې نور زموږ په منځ کې نشته، خو نوم یې د فلسطین د ملت او د نړۍ د ټولو ازادي‌غوښتونکو په یادونو کې تلپاتې او ژوندی دی.

د شهید یحیی سنوار کیسه یوازې د یوه سړي کیسه نه ده، بلکې د هغه ملت کیسه ده چې د یوې بې‌رحمانه جګړې پر وړاندې یې له خپلې خاورې، هویت او د آزادۍ له حق سره په ټینګه وفاداري وساتله.

دغه ملت په غزه کې د خپلې ټینګې عقیدې لپاره دروند قیمت پرې کړ او په دې لاره کې یې خپل اولادونه په داسې ډول قرباني کړل چې د بیانولو لپاره یې الفاظ بسنه نه کوي.

کېدای شي یو قوماندان او مشر شهید شي، خو د هغه په تګ سره یې ارمانونه له منځه نه ځي. کېدای شي غږ یې چوپ شي، خو هغه لیدلوري او له مانا ډکې ویناوې چې د تاریخ په زړه کې یې د یادګار په توګه پرېښې دي، په یادونو کې پاتې کېږي.

د یحیی سنوار ځواک او اغېز دومره زیات دی چې حتی صهیونیستي شنونکي هم د هغه له شهادت وروسته اعتراف کوي چې شهید ابو ابراهیم د میدان ګټونکی و؛ هغه وتوانېد چې صهیونیستان په څو نسلونو کې مات کړي او له ژورو کورنیو کړکېچونو سره یې مخامخ کړي.

د دغو شنونکو په اعتراف، شهید یحیی سنوار د خپلو کړنو له لارې د فلسطین مسئله یو ځل بیا په پیاوړي ډول د نړیوالې پاملرنې په مرکز کې راوسته او په ټوله نړۍ کې یې د فلسطین له ملت سره د پیوستون څپه رامنځته کړه.

د ابو ابراهیم له شهادت څخه د دوو کلونو له تېرېدو سره سره، فلسطینیانو وښوده چې د فلسطین مسئله د مشرانو او قوماندانانو په شهادت هېڅکله له منځه نه ځي، د هغوی لاره دوام لري او غزه د اشغالګرو له ټولو ویجاړیو او جنایتونو سره سره له منځه تلونکې نه ده؛ ځکه هلته یو ټینګ او نه ماتېدونکی ملت ژوند کوي او د خپلو حقونو غوښتنه کوي.

دغه ځورېدلي خلک لا هم په خپلو زړونو کې د هیلې لمبه روښانه ساتي او خپلې مبارزې او د برخلیک د ټاکلو له حق سره ژمن پاتې دي.

فلسطین له نومونو څخه پراخ او د خپل هویت د له منځه وړلو له ټولو هڅو څخه ډېر پایدار دی، او د خلکو کیسه به یې د نسلونو په یادونو کې ژوندۍ پاتې شي.

شهید سنوار د ۱۹۶۲ کال د اکتوبر په ۱۹مه د غزې د تړانګې په سوېل کې د خان‌یونس ښار د فلسطیني کډوالو په یوه کمپ کې وزېږېد. د لېسې د زده‌کړو له بشپړولو وروسته د غزې اسلامي پوهنتون ته ولاړ او د عربي ژبې په څانګه کې یې د لیسانس سند ترلاسه کړ.

صهیونیستي رژیم د ۱۹۸۸ کال د جنورۍ په ۲۰مه شهید سنوار ونیوه او په عمري بند یې محکوم کړ. هغه د خپل ژوند ۲۳ کاله په زندان کې تېر کړل.

شهید سنوار په زندان کې عبري ژبه زده کړه او یو شمېر سیاسي او ادبي آثار یې وژباړل او ولیکل.

د «اغزی او مېخک» ناول، چې په ۲۰۰۴ کال کې خپور شو، او د «ځلا» ناول، چې په ۲۰۱۰ کال کې خپور شو، د دغو آثارو له ډلې وو.

شهید سنوار د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر په ۱۱مه، د حماس او صهیونیستي رژیم ترمنځ د بندیانو د تبادلې د هوکړې په چوکاټ کې، له څه باندې زرو فلسطیني بندیانو سره یوځای آزاد شو. هغه په ۲۰۱۲ کال کې د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر غړی شو او په ۲۰۱۷ کال کې د غزې په تړانګه کې د حماس د سیاسي دفتر مشر وټاکل شو.

د شهید «اسماعیل هنیه» له ترور وروسته، د حماس غورځنګ شورا د ۲۰۲۴ کال د اګست په ۶مه شهید سنوار د دغه غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر په توګه وټاکه.

د صهیونیستي رژیم له نظره، شهید ابو ابراهیم د «طوفان الاقصی عملیاتو» اصلي طراح ګڼل کېده او د اسرائیلي رژیم د ترور د هدفونو په سر کې ځای درلود.

د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۱۶مه، د تل‌السلطان په سیمه کې د مقاومت د جنګیالیو او د صهیونیستي رژیم د پوځ د ۸۲۸مې قطعې د ځواکونو ترمنځ د متقابل ډزو پر مهال، هغه ودانۍ چې شهید سنوار پکې و، د ټانکونو په مرمیو وویشتل شوه.

شهید سنوار له خپل ساتونکي «محمود حمدان» سره، د اسرائیلي رژیم له پوځيانو سره تر مستقیمې جګړې او ټپي کېدو وروسته، په همدې ودانۍ کې پناه اخیستې وه او د شهادت تر شېبې یې په مېړانه جګړې ته دوام ورکړ.

نهضت

www.nuhzat.com

موضوعات مشابه

جواب دهید

Back to top button