تاریخیسلایدرسیاسیمطالب مهمنوشته ها

پټې توطئې بربنډې څېرې – ۲۴ برخه

د روسانو له وتو د ائتلافي حکومت تر نسکوريدو

 

پېښي

د شمال پېښي او د ببرك د پلويانو لوبه

 

د کتاب نوم: پټې توطئې بربنډې څېرې

لیکوال: محترم انجنیر حکمتیار، د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر

برخه: ۲۴


په شمال كي د نجيب او د ده د گوندي مخالفينو ترمنځ اختلاف، ورځ په ورځ زياتېدو، نجيب غوښتل جمعه اڅك د دوستم په مقابل كي تقويه كړي، د ببرك پلويانو دا هڅه كوله چي جمعه اڅك او د نجيب نور پلويان له مزار نه لېري كړي او د ټول شمال واگي د دوى په لاس كي پرېوځي، د مزار ستراتيژيك اهميت هومره وو چي په ټول هېواد د تسلط لپاره بايد مزار د دوى په واك كي وي، د دوستم تهديدونو، له مجاهدينو سره د ده ارتباطاتو اوپه كابل كي د ببرك د پلويانو ټينگار، نجيب دې ته اړ كړ چي جمعه اڅك او د ده ټيم، له مزار نه كابل ته راوغواړي او مزار جنرال دوستم ته پرېږدي. جنرال دوستم پدې قانع شو او له مجاهدينو سره د ده ارتباطات ساړہ شول.

د مخالفت په وخت كي هغه تر ټولو د مخه د حزب وحدت له مشر عبدالعلى مزارى سره تماس ونيولو، بيا ئې موږ ته هيئتونه راولېږل او وروسته ئې له مسعود سره خبري وكړي.

د هغه پيغامونو ته زموږ ليكلى او شفاهى ځواب دا وو چي نجيب د جگړي په دوام اصرار كوي، د دې پروا نلري چي د ده د اقتدار لپاره به تر كله ويني توئېږي، ترڅو نجيب له اقدار نه لېري نشي او ځاى ئې يوه مؤقت حكومت ته تخليه نشي جگړہ به دوام كوي. هغه ځواكونه چي نه غواړي د افغان ولس د وينو په مزيد تويولو كي د نجيب ملگرتيا ته دوام وركړي بايد له دولت نه رابېل شي، له جگړي نه لاس واخلي، د خپل ملت په خواكي ودرېږي او له مجاهدينو سره ملگري شي، كه څوك دا كار وكړي يا ئې ونكړي دا رژيم به حتماً نسكورېږي، د رژيم د بقا ټول امكانات ختم شوي.

له مزار نه د جمعه اڅك او د ده د ملگرو له لېري كولو نه وروسته، نجيب خپلي غلطى ته متوجه شو، پس له لنډي مودې ئې هغوى بېرته مزار ته له پوره صلاحيت او امكاناتو سره ولېږل. جنرال دوستم ته د مجاهدينو په گډون د يوه مسلحانه قيام نه پرته بله لار نه وه پاتي، په مزار د حملې لپاره تيارى ونيولى شو، په حملې كي د دوستم، منصورنادري او د حزب وحدت د ځواكونو په څنگ كي د جمعيت محدود شمېركسانو برخه واخستله، مزار د دوى په لاس كي پرېوتو، جمعه اڅك له خپلو ځينو ملگرو سره اسير شو، له يوې خوا د وحدت حزب او له بلي خوا جمعيت، بى بى سي ته وويل چي مزار دوى نيولى او جنرال دوستم لدوى سره يوځاى شوي، خو په حقيقت كي دواړہ له دوستم سره ملگري شوي وو او مزار عملاً د دوستم او د ببرك د پلويانو په لاس كي وو.

له كابل نه جنرال نبي عظيمي د يوه هيئت په سركي مزار ته ورسېدو د سخى د جنډى د پورته كولو مراسم د نوموړى هئيت په وړاندي تر سره شول او راپور ئې كابل راډيو خپوركړ او پدې ترتيب د مزار د فتحى حقيقت، هرچا ته ښه معلوم شو، مخصوصاً د مزار د نيولو مدعى غولول شوو فاتحينو ته !!

د جبل السراج معاهده

د مزار تجربه، د جنرال نبي عظيمي او د “ملگرو” له نظره كاميابه تجربه وه! د ائتلاف تجربه، داسي ائتلاف چي هر څه ئې دوي ته سپارلي، واكمني، وسائل، په قوم كي اعتبار او په ائتلاف كي جهادي انډيوالانو ته د يوه لوى ښار د نيولو داسي تش په نامه افتخار په لاس ورغلى چي پنځمه ورځ هر څوك د هغه په حقيقت پوه شوي.

دا كاميابه تجربه بايد په كابل كي هم تكرار شي، جنرال نبي عظيمي حق لري چي د مركزي كميټى په غونډي كي د نجيب د هغه نظر مخالفت وكړي چي ويل ئې “قدرت دي مؤقت حكومت ته انتقال شيِ” او په ډاډ او اطمئنان سره ووايي چي د مزار د تجربې مطابق ائتلافي حكومت د حل لاره ده !!!

د جبل السراج د معاهدې ترشا، اساسي هڅوونكى عامل همدا وو، د دې معاهدې لپاره په جبل السراج كي مسعود، دوستم، د حزب وحدت هيئت او د ببرك د پلويانو هيئت راغونډ شول او په لاندي ټكو ئې توافق وكړ:

د نجيب واكمني پاى ته رسول.

د يوې داسي شل كسيزى شورى تشكيل چي مسعود به ئې رئيس او سيدمنصور نادري به ئې معاون او په ائتلاف كي شامل ډلي به د تساوى په بنياد په هغې كي غړيتوب لري.

د راتلونكي حكومت صدراعظم به عبدالعلى مزاري، د دفاع وزير به جنرال دوستم او د خارجه چارو وزير به عبدالوكيل وي، د فوځ ټول قطعات به په خپل حال پاتې وي.

لومړى به په شمال كي گډي ادارې جوړېږي، وروسته به د كابل لپاره وروستى اقدام كېږي.

په كابل كي په د شوراى نظار او حزب وحدت يو شمېر مسلح كسان د دوستم د قطعاتو تر څنگ او د هغوى په جامه كي ځاى په ځاى كېږي. د غونډي په پاى كي، يو ځل بيا يوه بل ته د دوستي لاسونه او په خپلو ژمنو د ودرېدو اطمئنان وركړي شو.

د دې مرحلې د جرياناتو په حقايقو د پوهېدو لپاره ښايي له هغو خبرونه خبرېدل به ډېر حقايق تاسو ته روښانه كړي چي 1375 كال د سنبلى په مياشت كي زما او مسعود تر منځ، زما په موټركي تر سروبى پوري د سفر په جريان كي شوي:

ما ورته وويل: په يوه وخت، په دوو جبهو كي جگړہ، نه موږ ته مفيد ده او نه ممكن، بايد له يوه طرف سره حتماً روغه جوړہ وكړو.

مسعود: دوستم ډېر خود غرضه اوبى اعتباره انسان دى.

ما ورته وويل: له موږ سره ئې تر اوسه په خپلو ژمنو عمل كړي.

مسعود: زه به د يوه جريان په اړہ معلومات دركړم ترڅو درته څرگنده شي چي دوستم څومره بې اعتباره انسان دى: موږ توافق كړي وو چي په شمال كي به زموږ افراد د ولاياتو په مراكزو كي ځاى په ځاىكېږي او گډي ادارې به جوړوو، ما د بدخشان قومندانانو ته وويل چي د جنرال دوستم له قومندان سره، چي نوم ئې رانه هير شوى، تماس ونيسي.

ما وويل: جنرال همايون فوزي؟

مسعود: هو جنرال فوزي، خوكله چي زموږ قومندانانو له هغه سره خبره وكړہ، ځواب ئې وركړ چي ماته تر اوسه پدې اړہ خاص هدايت ندى راكړي شوي، له دوستم سره مي د مخابرى له لاري خبره وكړہ، هغه راته اطمئنان راكړ چي زه جنرال فوزى ته همدا اوس هدايت وركوم، خو ما ته د مخابرى د كشف شبكې اطلاع راكړہ چي دوستم، فوزى ته هدايت وركړ چي د مسعود قومندانان په خبروآترو مصروف وساته، خپل استحكامات ونيسه، هيچاته اجازه مه وركوه چي فيض آباد ته داخل شي. همدا راز له جمعه اڅك سره د ده د اختلاف د تشديد په وخت كي ده له موږ سره د گډ كار تعهد وكړ، خوكله چي نجيب، جمعه اڅك له مزار نه تبديل كړ، رابطه ئې له موږ سره قطع شوه، بيا د مزار له نيولو نه وروسته هغه يوځل بيا له كابل سره روغه جوړہ وكړہ او د جنرال نبي عظيمي په مشرى له كابل نه هيئت ورغى او د سخى جنډہ د همدې هيئت په لاس اوچته شوه!!

د همدې سفر د خبروآترو په يوه بل پړاو كي هغه غوښتل د كابل د سقوط په پېښه كي خپل رول توضيح او توجيه كړي، وئى ويل: د نجيب له سقوط نه مخكي موږ ته د فوځ د افسرانو مراجعه دومره زياته شوه چي ما به له جنرالانو نه پرته له بل چا سره نه كتل !! ماترې پوښتنه وكړہ: لكه څوك؟

هغه په خپل ذهن فشار راووړ، له څه ځنډ نه وروسته ئې د جنرال عيسى خان ( د لسمي فرقې قومندان) په شمول د دريو جنرالانو نومونه واخستل.

ما ورته وويل: باور وكړہ چي د دغو جنرالانو، ډېر د مخه له موږ سره ارتباطات ټينگ او د نجيب تر سقوط پوري ئې له موږ سره تماس درلود، خو موږ پوهېدو چي دوى د ببرك پلويان دي او غواړي د هغه لپاره څه وكړي.. ببرك د همدې لپاره له مسكو نه په ناڅاپي ډول وطن ته راستون شوى وو.

مسعود، ناببره په يوې داسي خبري اعتراف وكړ چي زه گمان نكوم بل چاته به ئې افشا كړې وي، وئې ويل: په آخر كي زه هم دې خبري ته متوجه شوى وم، د همدې لپاره په هغي غونډي كي چي جنرال دوستم له گڼ شمېر جنرالانو او ځينو جهادي قومندانانو سره، پداسي حال كي، په پروان كي زما قرارگاه ته راغلي وو چي زه ئې نه ووم خبركړي، ما ټولو ته وويل: پدې غونډي كي بايد ټول دا خبره په څرگندو الفاظو وكړو چي ببرك يو ملي خائن دى، ټولو سرونه كوز واچول، هيچا څه ونه ويل، په پاى كي ستاسو يوه قومندان، انجنيرمهدى وويل: آمرصاحب اوس د دې خبرو وخت ندي، ډېر مهم مهم مليتي مسائل په مخ كي لرو، د مليتونو د حقوقو د ټاكلو وخت دى، دا مسئله بايد د هرڅه نه زيات په پام كي ولرو!!

نور بیا …

 

خپرندویه اداره: نهضت

www.nuhzat.com

موضوعات مشابه

جواب دهید

Back to top button