
د بينن سيوان هڅي
د کتاب نوم: پټې توطئې بربنډې څېرې
لیکوال: محترم انجنیر حکمتیار، د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر
برخه: ۲۱
له يوې خوا د ملل متحد د سرمنشي د خاص استاځي بينن سيوان په ذريعه، د غيرمستقيمو خبروآترو له لاري د مجاهدينو او كابل رژيم ترمنځ د توافق لپاره هڅه كېده، هغه په لومړى سركي په ائتلافي حكومت ټينگار كولو، خو زموږ د عدم توافق په نتيجه كي، هغه نجيب پدې قانع كړو چي مجاهدين ائتلافي حكومت نه مني بايد په غيرائتلافي مؤقت حكومت توافق وشي، زموږ طرحه دا وه:
د مخامخ خبروآترو نه پرته دي نجيب د خپلي استعفى له اعلان سره توافق وكړي.
2 – د غير متنازع فيها شخصيتونو څخه دي يومؤقت حكومت جوړ شي.
3 – له فوځ او پوليس نه پرته دي ټول مسلح قطعات منحل شي.
4 – د مؤقت حكومت په دوران كي دي د يوه مستقل انتخاباتي كميسيون په ذريعه په شپږو مياشتو كي انتخابات ترسره شي.
له دې طرحى څخه زموږ اهداف دا وو:
الف: د نجيب له استعفى سره سم كمونستي نظام او د وطن گوند متلاشي كېږي او كمونستانو ته د يوه منظم قوت په توگه پاتې كېدل گرانېږي.
ب: د كمونست رژيم اصلي جنگي ځواك، ملېشې او د خاد قطعات وو، فوځ عملاً ختم شوى وو، د دغو قطعاتو د انحلال په نتيجه كي د كمونستانو وروستى منظم جنگي قوت ختمېږي.
ج – عبورى حكومت ته د قدرت د انتقال په وجه هم د مجاهدينو تر منځ د جگړي احتمال پاى ته رسېږي او هم د سازشونو مخنيوى كېږي.
د: په انتخاباتو سره به قوي مركزي حكومت جوړېږي او په قومونو، مذهبي فرقو او سياسي ډلو د قدرت د وېش نزاع به پاى ته رسېږي.
غربي ځواكونو او په دوى پوري تړلو حلقو په ظاهر كي لدې طرحى سره توافق ښودو، خو په پټه ئې له مسكو سره د يوه ائتلافي حكومت د جوړولو هڅه كوله، داسي ائتلافي حكومت چي د ببرك پلويان به ئې د دوى د خوښي ډلو سره جوړوي، مسكو او واشنگټن، ايران، پاكستان، سعودى او هند به د دې حكومت ملاتړ كوي او كومه افغاني ډله چي لدې حكومت سره مخالفت وكړي بايد تر شديد فشار لاندي ونيولى شي، د هېواد د ننه او بهر، د داسي ائتلافي جبهې د جوړولو او د سياسي ډلو او گاونډيو هېوادونو د اقناع لپاره، جدي ليدني كتني رواني وي، ځينو ډلو په آگاهانه توگه او د بهرنيو هېوادونو د فشار په وجه او ځينو په بې خبري كي لدې بهير سره مرسته او ملگرتيا وكړہ.
رباني ناڅاپه سعودى ته د سفر په نامه بهرته ولاړ او په همدې سفر كي ئې له روسانو سره وليدل او د مسعود معاهدې ئې توثيق كړي، پاكستان ته له راستنېدو وروسته، په يوې گډي جلسې كي يوه پاكستاني مسئول ترې پوښتنه وكړہ چي ” استاده موږ خبر كړہ چي چيرته تللى وې؟” هغه وارخطا شو، شونډي ئې ورپېدى او فقط دومره ئې وويل چي په موږ شك مه كوئ !”
له روسانو سره د رباني او مسعود توافقات په لاندي خبرو وو:
د وطن گوند ټول موجود غړي به په خپلو خپلو رسمي دندو كي پاتې كېږي.
د افغان فوځ د افسرانو روزنه به د پخوا په څېر په روسيه كي ترسره كېږي او د فوځ وسله به روسي وي.
د افغاني بانك نوټونو د چاپ كار به د مخكنۍ معاهدې سره سم د تل لپاره په مسكو كي ترسره كېږي.
د اتحاد جماهير شوروي سرحدات به محترم گڼل كېږي.
پدى سيمي كي به د مسكو له دوستانو سره د دوستي او له مخالفينو سره د مخالفت سياست اعمالېږي “يعنى له هند سره دوستي او له پاكستان سره مخالفت ”
داسي معلومېږي چي خواركى بينن سيوان پدې نه وو پوه چي اصلي خبره څه ده او څنگه دى د مجاهدينو د اغفال لپاره استعمالېږي. بينن سيوان ته د امريكا او روسيې لخوا دا وظيفه وركړي شوې وه چي كه مجاهدينو له ائتلافي حكومت سره موافقه ونكړہ نو د مؤقت حكومت تر څنگ بايد په پټه داسي نظامي شورى جوړہ شي چي رئيس به ئې د نجيب د ځواكونو قومندان جنرال نبي عظيمي وي. د جمعيت په شمول ځينو ډلو دا طرحه منلى وه، نجيب هم لدې طرحى سره موافقه كړې وه. جنرال نبي عظيمي په خپل كتاب (اردو و سياست ) كي دا خبره په ډاگه كړي.
د مؤقت حكومت په سر اكثرو افغاني ډلو موافقه وكړہ او د كابينې د غړو لست ئې جوړ او بينن سيوان ته ئې وسپارو. دوو ډلو چي يا له اصل توطئې نه بې خبره وو او يا وظيفه وركړي شوې وه، لدې طرحى سره مخالفت اعلان كړ، خو د دوى مخالفت ته خاص اهميت ورنكړي شو.
رباني چي له پټ جريان نه واقف وو په ظاهر كي ئې لدې طرحى او د مؤقت حكومت د كابينې د غړو له لست سره خپله موافقه اعلان كړہ. د كابينې غړو ته بلنه وركړي شوه چي له بينن سيوان سره يو ځاى كابل ته د تلو لپاره ځانونه اسلام آباد ته راورسوي. كه څه هم نجيب د خپلو ځينو ملگرو په شمول لدې سره موافقه كړې وه چي قدرت دغه مؤقت حكومت ته انتقال كړي، خو د وطن گوند د مركزي كميټي، په هغي وروستۍ غونډي كي چي د بينن سيوان په موجوديت كي دائره شوه، پدې اړہ جدي مشاجره راولاړہ شوه. محمود بريالي، نبي عظيمي، وكيل، آصف دلاور، كاوياني، مزدك او د ببرك نورو پلويانو د بينن سيوان له طرحى سره مخالفت وكړ، جنرال نبي عظيمي په ډېري تندي لهجي، نجيب تهديدكړ او وئى ويل: غير ائتلافي حكومت ته د قدرت انتقال، د وطن له گوند سره خيانت دى، زموږ موجوديت او ژوند به څوك تضمينوي؟ كه موږ په قدرت كي شريك نه وو هيڅ څوك، د ملل متحد په شمول د وطن د گوند د غړو ژوند نشي تضمينولي، د مزار تجربې وښوده چي ائتلاف هم ممكن دى او هم زموږ په گټه.
د غونډي وضعه هومره متشنجه شوه چي بينن سيوان له نجيب نه وغوښتل چي لده سره يوځاى مجلس ترك كړي، نجيب له غونډي نه ووت، په وضعيت پوه شوى وو، په كابل كي پاتې كېدل ئې ځانته خطرناك گڼل، غوښتل ئې له بينن سيوان سره د ملل متحد په طيارې كي له هېواد نه ووځي، خو د كابل له هوايي ډگر نه راستون كړي شو، چانس ورسره يارى وكړہ او پدې وتوانېدو چي د ملل متحد دفتر ته پناه يوسي. د ببرك پلويانو عملاً د قدرت واگي په لاس كي ونيولي، يعقوبى د خاد وزير، د نجيب له محدود شمېر نورو پلويانو سره په قتل ورسېدو، د كابل د ادارې لپاره داسي څلور كسيز هيئت اعلان شو چىجنرال نبي عظمي، جنرال آصف دلاور، د خاد د وزارت معين يارمحمد او د كورنيو چارو د وزارت معين عظيم زرمتي ئې غړي وو.
په همدې وخت كي په اسلام آباد كي د تنظيمونو د مشرانو او نمايندگانو غونډہ وه، زه لا دمخه د كابل په لوري خوځېدلى وم، زما په ځاى هلال صاحب، پدې غونډي كي برخه اخيستې وه، د غونډي په منځ كي رباني ته د خط په ذريعه اطلاع وركړي شوه چي په كابل كي داسي بدلون راغلي، هغه له غونډي نه ووت، څو شېبې وروسته بېرته غونډي ته راستون شو او وئې ويل: نور نو جلسې ته ضرورت نشته، په كابل كي قدرت مجاهدينو ته په لاس ورغلى او نجيب بندي شوى، په همدې وينا ئې غونډہ پرېښوده او د غونډي له ځاى نه په منډہ ووت، خو يو ساعت وروسته پداسي حال كي بېرته راستون شو چي په څېرې كي ئې د خفگان او شديد تشويش نښى له ورايه څرگندي وي، وجه ئې داوه چي ده ته ويل شوي وو چي د ده ائتلافي ملگري به قدرت تر لاسه كوي او مخامخ او له كوم ځنډ نه پرته به ئىده ته سپارى خو د كابل د ادارې لپاره د څلوركسيز هيئت اعلان مشوش كړي وو.
نور بیا …
خپرندویه اداره: نهضت
www.nuhzat.com



