
د اسلامي شئونو وزارت
د کتاب نوم: پټې توطئې بربنډې څېرې
لیکوال: محترم انجنیر حکمتیار، د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر
برخه: ۱۹
تاريخ دا خبره ثابته كړي چي د دين او مذهب په خلاف د دين د دښمنانو جگړہ په پاى كي د دين او مذهب تر نامه لاندي ترسره شوې او د هر مذهبي انقلابي پاڅون د مقابلې لپاره، دين خرڅوونكي ملايان او مكار پيران د الله د لاري د مجاهدينو او واقعى علماوو په خلاف استخدام شوي. فرعون د خلكو د دين په حامي او له تباهى نه د ټولني په ژغورونكي بدل شوى او موسى د ولس د مذهب دښمن او د فساد عامل گڼل شوي. د موسى مقابلې ته جادو گران راغونډ كړى شوي او فرعون ويلي:
وقَالَ فِرْعَوْنُ ذَرُونى أَقْتُلْ مُوسى وَ لْيَدْعُ رَبَّهُ إِنى أَخَاف أَن يُبَدِّلَ دِينَكمْ أَوْ أَن يُظهِرَ فى الأَرْضِ الْفَسادَ. غافر: 26
او فرعون وويل: ما پرېږدى چي موسى ووژنم، هغه دي خپل رب مرستي ته راوبلى، وېرېږم چي ستاسو دين بدل نكړي او يا په ځمكه كي فساد خور نشي.
د شئون اسلامي په وزارت كي د مولوى عبدالولى او مولوى عبدالعزيز په څېر په سلها وو ملايان استخدامول او (23000) امامانو ته معاش وركول هماغه كار وو چي فرعون د موسى عليه السلام په مقابل كي وكړ او نجيب د واقعى مجاهدينو او مجاهدو علماوو په خلاف. په شئون اسلامي كي تنظيم شوي دين خرڅوونكي ملايان هماغه وو چي د ظاهرشاه په وخت كي به ئې ويل: خدايه ! د ده ملك او سلطنت دائمي كړي … د داؤد په وخت كي به ئې د هغه جمهوريت سل په سلو كي اسلامي نظام گڼلو، د تره كي په اړہ به ئې ويل چي عمرى عدالت ئې راووست، د نجيب دسر دعا ئې كوله، استاد رباني ئې د اسلامي دولت هغه رئيس شمېرلو چي د اهل حل او عقد له خوا غوره شوى او اوس د طالبانو مشر ملامحمدعمر، اميرالمؤمنين گڼى اود مجاهدينو په خلاف د جگړي فتواگاني وركوي.
د اسلامي انقلاب څپانده او مواج بهير هومره قوي او جرړى ئې په ملت كي هومره ژوري وې او ولس ئې د آرمانونو او شعارونو په حقانيت او د شخصيتونو په ايمان او تقوى هومره پوه شوى وو چي د شئون اسلامي په وزارت كي د څو استخدام شوو مزدورانو او بې شخصيته دين خرڅوونكو په تبليغاتو د هغه مخه نيول او ملت ترې بېلول ممكن نه وو.
نور بیا …
خپرندویه اداره: نهضت
www.nuhzat.com



