تاریخیسلایدرسیاسیمطالب مهمنوشته ها

پټې توطئې بربنډې څېرې – ۱۷ برخه

د روسانو له وتو د ائتلافي حکومت تر نسکوريدو

 

د ځينو حزبيانو مخالفت

 

د کتاب نوم: پټې توطئې بربنډې څېرې

لیکوال: محترم انجنیر حکمتیار، د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر

برخه: ۱۷


په فوځ كي د كار كولو په اړہ، د حزب اسلامي اجرائيه شورى ته وقت په وقت، لازم معلومات وركړى شوي او پدې ارتباط گڼ شمېر تفصيلي غونډي او بحثونه شوي وو، د اقدام په جريان كي د اجرائيه شورى مسلسلى غونډي رواني وي، ټول بلااستثناء خوشحاله او له اقدام سره موافق وو او په اتفاق سره يي، پدې اصرار كولو چي حزب بايد له خپلو ټولو امكاناتو نه په استفادى سره د دې اقدام د كاميابولو هڅه وكړي، يو هم داسي نه وو چي له اقدام نه د مخه يا د اقدام په جريان كي ئې څه مخالفت كړي وي، يائى كومه ملاحظه وړاندي كړي وي. خو وروسته مخصوصاً د اقدام د شنډېدو نه پس، ځينو كسانو په ابتدا كي پټ پټ او په خصوصي غونډوكي او وروسته لږ په څرگنده توگه، دلته، هلته پدې اړہ تبليغات پيل كړل، موږ گمان كولو چي دا به يو عادي او طبيعي بهير وي او د هر اقدام له ناكامي نه وروسته د هغه د عدم افاديت په اړہ د راولاړېدونكى ذهنيت په شان به يو طبيعي او د معمول مطابق عكس العمل وي، خو وروسته وروسته متوجه شوو چي خاصي حلقې په جدي توگه لگيا دي او د دې هڅه كوي چي لدې فرصت نه په استفادى سره، په حزب كي اختلافات راولاړ كړي، خو د گوتو په شمېركسانو نه پرته، هيڅوك د دغو حلقو د هلو ځلو او تبليغاتو تر تأثير لاندي رانغلل.

په حزب اسلامي كي دوه ځله داسي حالات راپيدا شوي چي د سياسي دريځونو په اړہ، د رأيي اختلاف، د دې په ځاى چي د اكثريت رأى ته د احترام له لاري حل شوي وي، د غير اصولى اختلاف رنگ ئې غوره كړي، يو ځل د همدې اقدام په اړہ او بيا د خليج په جگړي كي د غربي ځواكونو د تېرى غندنه او د عراق د ولس په نسبت د خوا خوږۍ څرگندونه. پدې مورد كي هم خاصو بهرنيو حلقو د اختلاف راولاړولو هڅه كړي او دا وظيفه ئې هغو مؤسسوته سپارلى چي له افغاني شخصيتونو سره ئې په بېلوبېلو نومونو مالي مرستي كولي. خو هر ځل د مركزي شورى غونډہ دايره شوې او په قاطع اكثريت سره ئې د اصولى موقف ملاتړ كړي او نوي مناسب تصميمونه ئې نيولي.

 

نور بیا …

 

خپرندویه اداره: نهضت

www.nuhzat.com

موضوعات مشابه

جواب دهید

Back to top button