
پوهنه؛ هغه رڼا چې د انسان راتلونکی پرې ځلېږي
لیکوال: مصطفی الکوزی
پوهنه هغه رڼا ده چې د انسان ذهن روښانه کوي او د ژوند پټې لارې ورته ښکاره کوي. کله چې یو ماشوم د لوست لومړی حرف زده کوي، نو په حقیقت کې د نړۍ د پوهې دروازه ور ته پرانیستل کېږي. انسان د ناپوهۍ په تیارو کې لکه یو مسافر دی چې په لاره کې د څراغ پرته روان وي، نه د منزل معلوم وي او نه د خطرونو موقعیت. خو که دا مسافر په لاس کې رڼا ولري، نه یوازې چې د لارې ښکلا ویني، بلکې د ګواښونو څخه هم ځان ژغوري. پوهنه همداسې د انسان ژوند ته جهت، نظم او ښکلا ورکوي. هغه څوک چې زده کړه کوي، د فکر دروازې یې پراخېږي، خبرې یې معنا پيدا کوي، او د ژوند په هره برخه کې یې لید بدل وي. د ښوونځي په کوچنۍ کوټه کې کېنول شوی ماشوم نن شاید یوازې لیکونه تړي، خو سبا د ټولنې ستنه، د خلکو لارښود او د وطن خدمتګار کېدای شي، او دا ټول د پوهنې له برکته امکان لري.
کله چې یو انسان زده کړه کوي، نو یوازې کتاب نه لولي، بلکې د ژوند د تجربو لاره هم پرې ورښکاره کېږي. هغه زده کوي چې انسان باید هڅه وکړي، صبر وکړي او د خپل هدف لپاره دوامداره ګامونه واخلي. پوهنه د انسان د اخلاقو په جوړولو کې هم لوی رول لري. کله چې زده کوونکی له ښوونکي څخه د احترام درس اخلي، کله چې د ټولګي ملګری سره د مهربانۍ او همکارۍ تجربې کوي، دا ټول هغه ارزښتونه دي چې وروسته یې په ټولنه کې د ښه انسان په توګه پېژندل کېږي. یوه ټولنه چې خلک یې لوستي وي، هلته ناامنۍ کمېږي، هلته د ګډ ژوند کلتور پیاوړی وي، او هلته د یو هېواد د پرمختګ دروازې پرانېستل کېږي. زده کړې انسان ته دا احساس ورکوي چې د فکر، قلم او پوهې له لارې هره ستونزه حلېدای شي، او هره وړه هڅه د لوی بدلون پیل کېدی شي.
په کورنۍ کې د پوهنې ارزښت لا زیات ښکاري؛ مور او پلار چې د زده کړې ارزښت درک کوي، خپل اولاد ته نه یوازې ښوونځي ته د تګ لار ښيي، بلکې د ژوند د بریا د حاصلولو رازونه هم ور زده کوي. ماشومان د خپلو والدینو چلند تعقیبوي، او که په کور کې د کتاب لوست دود وي، د خبرو ژبه پاکه وي، او د خبرو منځ یې له پوهې ډک وي، نو دا چاپېریال د ماشوم ذهن د ودې لپاره تر هر څه غوره دی. کله چې کورنۍ د پوهنې په ارزښت باور ولري، نو له همغه کورنۍ څخه داسې نسل را لویږي چې ټینګ ایمان، قوي اراده او څرګند هدفونه لري. د یوې ټولنې راتلونکی د هغو ماشومانو په لاس کې دی چې نن یې کتابونه په لاس دي، او د دوی راتلونکی د هغه پوهنیز چاپېریال پورې تړلی دی چې موږ یې ورته برابروو.
پوهنه یوازې د کتابونو زده کړه نه ده، بلکې د ژوند د مهارتونو یو لوی ګنج دی؛ یو زده کوونکی چې د ریاضي مسئله حل کوي، هغه یوازې د عددونو لوبه نه کوي، بلکه د فکر کولو او منطق کارولو تمرین کوي. یو زده کوونکی چې د تاریخ درس لولي، هغه یوازې تیرو پیښو سره اشنا کېږي نه، بلکه د هغو تجربو څخه د راتلونکي لپاره لارښوونه اخلي. یو زده کوونکی چې په ټولنیزو علومو کې د خلکو ستونزې زده کوي، هغه د ټولنې د خدمت احساس پیدا کوي. همدا بېلابېل درسونه انسان ته د ژوند هر اړخیز فهم ورکوي، او دا فهم بیا هغه ځواک دی چې له انسان څخه یو رهبري، یو پوه شخصیت او یو مسول انسان جوړوي.
که چېرې یوه ټولنه له پوهنې بې برخې شي، نو لکه یو باغ چې اوبه ونه لري، ورو ورو وچېږي او خپل رنګ له لاسه ورکوي. خو که یوه ټولنه د زده کړې ارزښت ته ژمنه وي، ښوونځي یې فعال وي، ښوونکي یې له قدر او احترام برخمن وي او زده کوونکي یې د هڅونې فضا ولري، نو دا ټولنه د پرمختګ، سولې، اقتصاد، صحت، عدالت او هرې ښېګڼې پر لور حرکت کوي. هېڅ ملت پرته له پوهنې پرمختګ نه دی کړی، او هېڅ هېواد د زده کړې له لارې بېبرخې پاتې شوی نه دی او بیا یې نېکمرغه راتلونکی لیدلی وي. هغه هېوادونه چې نن د نړۍ په سر کې دي، د همدې پوهنې په زور لوړې څوکې ته رسېدلي دي.
چې پوهنه د ټولنې د پرمختګ تر ټولو قوي بنسټ دی. دا هغه ځواک دی چې انسان ته د عزت، بریا، خپلواکۍ او خدمت لاره پرانیزي. کله چې یو څوک پوهه ترلاسه کوي، د خپل ذهن دروازې یې نوره هم پراخېږي، د زړه نرمښت زیاتیږي او د فکر ژوروالی پیدا کوي. د پوهنې برکت دا دی چې انسان ته د دې پوهه ورکوي چې د نړۍ هره ستونزه د عقل، مهربانۍ او پوهې له لارې حلېدلی شي. که موږ غواړو چې راتلونکی روښانه وي، که غواړو چې د وطن رڼا لوړه شي او که غواړو چې زموږ نسلونه په عزت ژوند وکړي، نو د پوهنې لاره باید هیڅکله پرېنږدو. دا لاره د انسان د بریا، عزت او کمال لاره ده، او هر قدم چې په دې لاره کې اخلو، موږ د تیارو څخه رڼا ته نژدې کوي.



