زنسلایدر

په اسلام کي د مسلماني ښځې مقام او حیثیت

 

په اسلام کي د مسلماني ښځې مقام او حیثیت

 

لیکواله: حامده ستانکزۍ

اسلام د انسانیت لپاره د کرامت، عزت او د الهي رحمت د بشپړتیا دین دی، او د دې دین له سترو ځانګړتیاوو څخه یو دا دی چې ښځې ته یې هغه مقام ورکړی چې د تاریخ په اوږدو کې هېڅ بل دین او هېڅ تمدن نه دی ورکړی. ښځه د الله جل جلاله بنده ده، د ایمان او عمل صالح په کچه د نارینه ترڅنګ ولاړه ده، او د تقوی او اخلاص په میزان کې هېڅ توپیر د جنسیت پر بنسټ نه کېږي. الله تعالی فرمایي: ﴿إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ … أَعَدَّ اللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا﴾، ژباړه: بېشکه مسلمانان نارینه او مسلمانان ښځینه، مؤمنان نارینه او مؤمنان ښځینه … الله تعالی د دوی لپاره مغفرت او ستر اجر تیار کړی دی. دا څرګندونه په ډاګه کوي چې ښځه په ایمان، عبادت او قربانۍ کې د نارینه ملګرې ده او د رب العزت له نظره دواړه په یو صف کې ولاړ دي. ښځه د عفت، حیاء او سپېڅلتیا محور ګڼل کېږي. هغه د مور په توګه د نسل د روزنې ستر مسؤلیت پر غاړه لري، د خور په توګه د مینې او وفادارۍ نښه ده، د لور په توګه د عزت ښکلا ده او د مېرمنې په توګه د ژوند ملګرې او د سکون سرچینه ده. رسول الله ﷺ فرمایي: «الدنیا متاع وخیر متاعها المرأة الصالحة»، یعنې: دنیا متاع ده او د هغې تر ټولو غوره متاع نیکه ښځه ده. نو د ښځې لوړوالی په صالحیت، تقوی او ایمان کې دی، نه د ظاهري ښکلا او زینت په کچه.

اسلام د ښځې لپاره هغه حقوق ټاکلي چې نه یوازې د جاهلیت په زمانه کې پرې څوک باور نه درلود، بلکې د تاریخ ډېرو تمدنونو هم د هغې د کرامت تصور نه کاوه. ښځې ته د ژوند حق ورکړل شوی، د تعلیم او زده کړې حق ورکړل شوی، د نکاح او واده په اړه د خپل نظر څرګندولو حق ورکړل شوی، د میراث حق ورته تضمین شوی، او د عزت، پردې او حیاء حق ورته ورکړل شوی. دا ټول د الله تعالی هغه ځانګړې لورینې دي چې د اسلام له لارې د ښځې برخه شوي دي. اسلام د ښځې د علم او پوهې زده کړه یو ديني مسؤلیت ګڼي. د رسول الله ﷺ په زمانه کې ښځې د علم په ډګر کې د نارینه وو ترڅنګ راڅرګندې شوې. عایشه رضی الله عنها د امت یوه ستره عالِمه وه چې د دین ګڼ شمېر احکام یې روایت کړل.  فاطمه رضی الله عنها د تقوی او عبادت یوه بېلګه وه، او خدیجه رضی الله عنها د مالي ملاتړ او اخلاص یوه ستره نمونه وه چې د اسلام د لومړیو مرحلو لپاره یې نه هېریدونکې قربانۍ ورکړې. دا ټول د دې څرګندونه کوي چې ښځه کولای شي د علم، ادب، فکر او دعوت په ډګر کې د تقوی او پردې تر سیوري لاندې خپله ونډه ولري.

ښځه د ټولنې او امت د راتلونکې معمار ګڼل کېږي. د یوې ښځې صلاح د ټول امت په صلاح بدلېږي او د هغې فساد د ټولنې فساد ته لار هواروي. ځکه ښځه د نسلونو د روزنې سرچینه ده. که ښځه عالمه، صالحه او دینداره وي، ټولنه به د تقوی، ادب او عزت کوربه وي، او که ښځه له دین او اخلاقو بې برخې شي، ټولنه به د فساد، بې لارې توب او زوال ښکار شي. شاعر ویلي:

الأم مدرسة إذا أعددتها *** أعددت شعبًا طیب الأعراق
ژباړه: مور یوه ښوونځی ده، که هغه سم روزل شوې وي، نو ته په حقیقت کې یو پاک او عزتمند نسل روزلی شې.

په لنډو ټکو، ښځه د عزت، کرامت او تقوی یوه سپېڅلې څېره ده. د هغې ایمان د نارینه د ایمان په څېر ارزښت لري، د هغې عبادت د رب العالمین په دربار کې د قبلېدو وړ دی، او د هغې خدمت د ټولنې د بقا او د امت د عزت ضامن ګڼل کېږي. ښځه د کورنۍ د سکون بنسټ ده او د امت د معنوي ژوند د دوام ملا ده. له همدې امله، لازم ده چې ټولنه د ښځې مقام ته درناوی وکړي، د هغې حقوق مراعت کړي، د هغې عزت وساتي، د هغې د تعلیم او اصلاح ملاتړ وکړي او د هغې د تقوی په پاللو کې ورسره مرسته وکړي. ځکه د یوې ښځې اصلاح د یو امت اصلاح ده، او د یوې ښځې فاسد کېدل د امت د فاسد کېدو لامل ګرځي.

موضوعات مشابه

Back to top button