اسلامیزنسلایدرمطالب مهم

متضاد روایات، مذهبی اختلافت – 10 برخه

حجاب او شرعي لباس

 

متضاد روایات، مذهبی اختلافت

سلفي شم که مذهبي پاته شم؟!

 

لیکوال: محترم حکمتیار

برخه: 10

حجاب او شرعي لباس

له هر هغه مسلمان سره چي غواړي د ژوند په ټولو برخو كي د شريعت له حكم او غوښتنو سره سم عمل وكړي دا پوښتنه راولاړېږي چي د نارينه او ښځينه شرعي او ضروري لباس په اړہ د اسلام حكم څه دئ؟ د نارينه لباس به څنگه او د ښځو جامه به څنگه وي؟ آيا هغه جامه چي ښځي او سړي ئې د حج په دوران كي پر اغوستو مكلف شوي، نه به څه ترې كموي او نه به څه پرې زياتوي، آيا په نورو حالاتو كي همدومره جامه كافي ده؟ متأسفانه د نارينه او ښځينه شرعي لباس او د حجاب په اړہ هم په امت كي د اختلاف شاهد يو، ځيني خاص لباس ته د سنت په سترگه گوري، د نارينه لپاره سر لوڅول او د ښځو لپاره مخ لوڅول هم گناه گڼي، د نارينه او ښځينه فرضي لباس په اړہ بېل بېل حدود لري او بېل بېل معيارونه كاروي. راشئ وگورو چي قرآن په دې اړہ څه حكم كوي او رسول الله صلى الله عليه و سلم موږ ته څه لارښوونه كړې. قرآن فرمايي:

قُل لِّلۡمُؤۡمِنِينَ يَغُضُّواْ مِنۡ أَبۡصَٰرِهِمۡ وَيَحۡفَظُواْ فُرُوجَهُمۡۚ ذَٰلِكَ أَزۡكَىٰ لَهُمۡۚ إِنَّ ٱللَّهَ خَبِيرُۢ بِمَا يَصۡنَعُونَ ٣٠ وَقُل لِّلۡمُؤۡمِنَٰتِ يَغۡضُضۡنَ مِنۡ أَبۡصَٰرِهِنَّ وَيَحۡفَظۡنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبۡدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنۡهَاۖ وَلۡيَضۡرِبۡنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَىٰ جُيُوبِهِنَّۖ وَلَا يُبۡدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوۡ ءَابَآئِهِنَّ أَوۡ ءَابَآءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوۡ أَبۡنَآئِهِنَّ أَوۡ أَبۡنَآءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوۡ إِخۡوَٰنِهِنَّ أَوۡ بَنِيٓ إِخۡوَٰنِهِنَّ أَوۡ بَنِيٓ أَخَوَٰتِهِنَّ أَوۡ نِسَآئِهِنَّ أَوۡ مَا مَلَكَتۡ أَيۡمَٰنُهُنَّ أَوِ ٱلتَّٰبِعِينَ غَيۡرِ أُوْلِي ٱلۡإِرۡبَةِ مِنَ ٱلرِّجَالِ أَوِ ٱلطِّفۡلِ ٱلَّذِينَ لَمۡ يَظۡهَرُواْ عَلَىٰ عَوۡرَٰتِ ٱلنِّسَآءِۖ وَلَا يَضۡرِبۡنَ بِأَرۡجُلِهِنَّ لِيُعۡلَمَ مَا يُخۡفِينَ مِن زِينَتِهِنَّۚ وَتُوبُوٓاْ إِلَى ٱللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَ ٱلۡمُؤۡمِنُونَ لَعَلَّكُمۡ تُفۡلِحُونَ ٣١ النور:30-31

مؤمنانو ته ووايه چي د خپلو سترگو (كارول) راكم كړي او خپل عورت وساتي، دا ورته ډېر غوره دئ، يقيناً چي الله په هغه څه ښه خبر دئ چي دوى ئې كوي. او باايمانه ښځو ته ووايه چي د خپلو سترگو (كارول) راكم كړي، او خپل فروج وساتي او خپله گاڼه څرگنده نه كړي، مگر هغه ئې چي څرگنده وي او خپل ټكري دي په خپل گرېوان واچوي او خپله گاڼه دي له خپلو مېړونو، خپلو پلرونو، د خپلو مېړونو له پلرونو، خپلو زامنو، د خپلو مېړونو له زامنو، خپلو وروڼو، ورېرونو، خورييو، خپلو ښځو، خپلو وينځو، هغو ترلاس لاندي سړو چي بې شهوته دي او له هغو ماشومانو پرته چي د ښځو په عورت خبر نه دي بل چا ته نه څرگندوئ او خپلي پښې دي داسي (پر زمكه) نه وهي چي هغه گاڼه ئې معلومه

شي چي پټوي ئې او اې مؤمنانو! ټول د الله لوري ته رجوع او توبه وكړئ چي بريالي شئ.

په دغو دواړو آيتونو كي په لږ دقت سره دا نتائج ترلاسه كولى شو:

  • كه په حجاب كي مخ شامل وى نو په دېرشم آيت كي دې حكم مورد نه درلود چي مؤمنانو ته ووايه: خپلي سترگي ټيټي واچوي، دا حكم خو په هغه صورت كي وارد دئ او مجال لري چي د ښځو مخ لوڅ وي.
  • د سترگو ټيټ اچول غوره كار دئ؛ له گناه نه د مخنيوي وسيله دئ، كتل خو پرېږدئ حتى له زنا مخكي ټول ناروا كارونه په صغيره گناهونو كي راځي.
  • د ښځو لپاره د سترگو ټيټ اچول همغه حكم لري چي د نارينه وو لپاره ئې لري، په دې دواړو كي په تفكيك او امتياز باور درلودل د دې آيتونو د روحيې خلاف خبره ده.
  • له وَلَا يُبۡدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنۡهَاۖ

نه په څرگنده توگه معلومېږي چي له زينت نه مراد گاڼه ده، ځكه د آيت په دغي فقرې كي وَلَا يَضۡرِبۡنَ بِأَرۡجُلِهِنَّ لِيُعۡلَمَ مَا يُخۡفِينَ مِن زِينَتِهِنَّۚ

  • په ډېر وضاحت سره همدا مطلب توضيح شوى، په مخكني كي ما ظهر منها او په دې كي ما يخفين من زينتهن ويل شوي، په زمكه د پښو په كلكو وهلو سره د گاڼې غږ اورېدل كېږي، د نامحرم توجه جلبوي، كه دلته زينت له گاڼې پرته په بله معنى نه شو اخيستى نو په مخكنيو كي ئې هم په بله معنى اخيستل بې دليله خبره ده. دا داسي ده لكه د يوسف د سورې په 42 آيت كي چي ويل شوي (فَأَنساهُ الشيْطنُ ذِكرَ رَبِّهِ) او ورپسې په 45 آيت كي ويل شوي (وَ قَالَ الَّذِى نجَا مِنهُمَا وَ ادَّكَرَ بَعْدَ أُمَّةٍ) وروستى (وادكر) ښيي چي (فانساه الشيطان) هم
  • دغه غلام ته راجع دئ نه يوسف عليه السلام ته، دلته هم كه له (ما يخفين) څخه مراد گاڼه وي نو له (ما ظهر منها) څخه هم له گاڼې پرته بل څه مرادول اشتباه ده. كه څه هم زينت له گاڼې علاوه په نورو معانيو هم راغلى.

موږ په هغه صورت كي ادعاء كولى شوى چي مخ هم په خمار سره پټول ضروري دي چي تر (جيوبهن) نه مخكي د وجوههن ذكر راغلى وى، كه مراد د مخ پټول وى نو دوه خبري ضروري وې: 1- بايد په صراحت سره د مخ (وجوههن) يادونه شوې وى، 2- د مخ لپاره بايد د غطاء لفظ راغلى وى نه د يضربن.

له ما ظهر منها څخه نه مخ مراد دئ او نه جامه، بلكي هغه گاڼه ده چي ښځي ئې په مخ او لاسونو كي كاروي، لكه گوټې يا ټيك. البته د گاڼې له نه څرگندولو په اصل كي مراد د وجود هغه برخه نه څرگندول دي چي د تزئين لپاره ئې گاڼه كارول كېږي، لكه غاړہ، سينه، غوږونه. د آيت له دې برخي نه دا هم معلومېږي چي كه ښځو خپل مخ سينگار كړى وي، سترگي ئې توري او شونډي ئې سرې كړې وي ورته روا نه دي چي لوڅ ئې كړي، ځكه چي د زينت له څرگندولو نه منع كړى شوې دي. او زينت په اصل كي د دې لپاره وي چي د بل توجه ځان ته جلب كړي، هر هغه كار چي ښځي ئې د نامحرم د توجه راجلبولو لپاره وكړي ناروا دئ.

د مخ پټول په هغه صورت كي فرض گڼلى شو چي: 1- د پټولو په اړہ ئې د نص الفاظ صراحت ولري، 2- كه دا فرض وى نو د حج په دوران كي به ښځي د يوه فرض په ترك كولو نه مكلف كېدې. څوك چي حج ته د استثنائي حالت نوم وركوي اشتباه كوي، په حقيقت كي حج معياري حالت دئ، څه چي په حج كي جائز وي په بل وخت كي په اولى درجه جائز دي.

كه څوك ډېره غلو كوي نو دومره دي ووايي چي مخ پټول مستحب دي، نه دا چي فرض او واجب ئې وگڼي، هغه هم محيط ته په پام سره.

د نارينه او ښځي لپاره د فرض حجاب حد همغه دئ چي په حج كي بايد مراعات شي، تر دې زيات ئې په مستحباتو كي راځي.

دې ته بايد متوجه وو چي د نارينه او ښځي لپاره د احرام لباس يو داسي معيار دئ چي ښيي مسلمان نارينه او مسلمانه ښځه په همدومره لباس مكلف دي، تر دې زيات ئې نه فرض دئ او نه واجب، بلكي مستحب دئ او د دوى خوښي او ظروفو ته پرېښودل شوى، كه د حج په څېر ستر عبادت كي، د بيت الله خوا ته، د لكونو خلكو په منځ كي دومره لباس كافي وي؛ نو په نورو وختونو كي خو په اولى درجه كافي دئ، څوك چي وايي نارينه د سر په پټولو او ښځه د مخ او لاس په پټولو مكلف دي په دين كي غلو او بې ځايه سختي كوي او خلك په هغه څه مكلف كوي چي الله تعالى نه دي پرې گمارلي، كه د ښځي لپاره مخ او لاسونه پټول ضروري وى نو الله تعالى به د حج په دوران كي پرې مكلفه كړې وه او كه د نارينه لپاره سر پټول ضروري وى نو الله تعالى به په حج كي پرې مكلف كړى وو. ښځي به په دې نه گمارل كېدې چي د حج په دوران كي به نه مخ پټوي او نه به دستكشي په لاس كوي، نارينه به پر دې نه گمارل كېدل چي سر به نه پټوي او داسي بوټونه به نه پښو كوي چي تر پڼو ئې زياتي پښې ورپټي كړي، په لوڅ سر، له پكول، خولۍ، پټكي او لونگۍ سره لمونځ كول يو برابر دي، او حتى ويلى شو چي كه څوك د الله تعالى په وړاندي د خپل عجز او انكسار ښودلو لپاره لوڅ سر ودرېږي نه يوازي گناه ئې نه ده كړې بلكي د ثواب داسي كار ئې كړى چي د حج په دوران كي ئې كوي. د احنافو د فقهاوو رأيه همدا ده، متأسفانه داسي كسان هم شته چي ځان ته اهل حديث وايي خو عملاً د هغو احاديثو هم مخالفت كوي چي بخاري ئې صحيح گڼي، وايي: د حج په دوران كي ښځي بايد نقاب پر مخ راكش كړي خو داسي چي له مخ سره به ئې نه لگېږي!! گواكي په دې سره ئې هم پر حديث عمل كړى او هم ئې پر خپل مذهب!! ځيني ئې وايي چي په لوڅ سر لمونځ كول مكروه دي!! كه پوښتنه وكړو چي د كوم نص په استناد؟ قرآن خو دا خبره نه ده كړې، په احاديثو كي خو دا خبره نه ده شوې، رسول الله صلى الله عليه و سلم خو هم د حج په دوران كي لوڅ سر لمونځ كړى او هم په ځينو نورو وختونو كي، تاسو د څه په استناد دا خبره كوئ؟! داسي څه به ترې واورې چي حيران به شې، وايي: الله تعالى فرمايلي: خذوا زينتكم عند كل مسجد، د دې آيت ترجمه هم داسي كوي: هر جومات ته د تلو په وخت كي خپل زينتي لباس واغوندئ، خو نه د دې آيت ترجمه دغسي ده او نه ئې مطلب دا دئ چي پگړۍ يا خولۍ په سر كړئ، ځكه دلته مسجد د اسم زمان په توگه راغلى نه د اسم مكان، مراد ئې د سجدې او لمانځه وخت دئ نه جومات، او مقصد ئې دا دئ چي د هغو خلكو غلطه عقيده ترديد كړي چي وايي په زړو، ځيږو، خيرنو، پينه شوو، وړينو، كرباسي او ملنگي جامو كي لمونځ كول ډېر ثواب لري!! الله تعالى فرمايي چي تر ټولو ښكلې جامې مو د لمانځه لپاره واغوندئ، الهي شريعت موږ ته وايي چي جومات ته د تلو په وخت كي ښې جامې واغوندئ، عطر ووهئ، كه مو داسي څه خوړلي وو چي له خولې مو بد بوى تلو يا د ډېرو خولو په سبب بد بوى درنه تلو جومات ته له تللو ډډہ وكړہ، ځان پاكيزه او ستره كړہ بيا جومات ته ولاړ شه. د خذوا زينتكم معنى او مراد دا دئ، نه د خولۍ او پگړۍ په سر كول.

د محرم (حج كوونكي) د لباس د څرنگوالي په اړہ د بخاري روايت دا دئ:

عَنِ ابْنِ عُمَرَ عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه و سلم. وَعَنِ الزُّهْرِىِّ عَنْ سَالِمٍ عَنِ ابْنِ عُمَرَ عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه و سلم أَنَّ رَجُلاً سَأَلَهُ مَا يَلْبَسُ الْمُحْرِمُ فَقَالَ ” لاَ يَلْبَسِ الْقَمِيصَ وَلاَ الْعِمَامَةَ وَلاَ السَّرَاوِيلَ وَلاَ الْبُرْنُسَ وَلاَ ثَوْبًا مَسَّهُ الْوَرْسُ أَوِ الزَّعْفَرَانُ، فَإِنْ لَمْ يَجِدِ النَّعْلَيْنِ فَلْيَلْبَسِ الْخُفَّيْنِ وَلْيَقْطَعْهُمَا حَتَّى يَكُونَا تَحْتَ الْكَعْبَيْنِ “. (بخارى: 134)

له ابن عمر رضى الله عنهما نه روايت دئ چي: يوه سړي له رسول الله صلى الله عليه و سلم نه پوښتنه وکړہ چي مُحرِم (چا چي احرام تړلى وي) به څه اغوندي؟ وئې فرمايل: نه به کميس اغوندي، نه پټکي، نه پرتوگ، نه چپنه، او نه داسي جامه چي عطر او زعفران پرې وهل شوي وي، او که پڼې (څپلکي) ونه مومي نو موزې دي واغوندي؛ خو داسي دې پرې كړي چي تر ښنگريو (بېډيو) لاندي شي.)

دا روايت په بخاري كي لس ځلي نور په دغو شمېرو راغلى: 366، 1542، 1838، 1842، 5794، 5803، 5805، 5806، 5847، 5852، په دوى كي دا توپيرونه تر سترگو كېږي: په ځينو كي د مفرد په صيغه راغلي لاَ يَلْبَسُ الْقَمِيصَ وَلاَ السَّرَاوِيلَ وَلاَ الْبُرْنُسَ وَلاَ ثَوْبًا مَسَّهُ الزَّعْفَرَانُ وَلاَ وَرْسٌ او په ځينو كي د جمع په صيغه لاَ يَلْبَسُ الْقُمُصَ وَلاَ الْعَمَائِمَ وَلاَ السَّرَاوِيلاَتِ وَلاَ الْبَرَانِسَ وَلاَ الْخِفَافَ، إِلاَّ أَحَدٌ لاَ يَجِدُ نَعْلَيْنِ فَلْيَلْبَسْ خُفَّيْنِ په ځينو كي وَلاَ تَلْبَسُوا مِنَ الثِّيَابِ شَيْئًا مَسَّهُ الزَّعْفَرَانُ أَوْ وَرْسٌ او په ځينو كي أَنْ يَلْبَسَ الْمُحْرِمُ ثَوْبًا مَصْبُوغًا بِوَرْسٍ أَوْ بِزَعْفَرَانٍ، په ځينو كي دا هم راغلي لاَ تَتَنَقَّبِ الْمُحْرِمَةُ وَلاَ تَلْبَسِ الْقُفَّازَيْنِ: ښځي دي نه پر مخ نقاب اچوي او نه دي دستكشي په لاس كوي، په ځينو كي حَتَّى يَكُونَا تَحْتَ الْكَعْبَيْنِ په ځينو كي حَتَّى يَكُونَا أَسْفَلَ مِنَ الْكَعْبَيْنِ. د مفهوم او معنى له پلوه ټول سره ورته دي، خو ځيني ئې مختصر او ځيني ئې جامع دي. تر ټولو جامع ئې 1838 روايت دئ چي په هغه كي د ښځو په اړہ هم لارښوونه شوې.

موضوعات مشابه

Back to top button